(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
چاره څه کی ده؟
ساقی خمار می نه ماتيږی چاره څه کی ده ؟
په خم می سترګی نه مړيږی چاره څه کی ده ؟
ماته ريبار زما د يار د بد لفظی و ويل
دا مات زړګی می نه صبريږی چاره څه کی ده ؟
ټول افغانان راته ديو بوټی ګلان ښکاريږی
يو چی له بله نه ځاريږی چاره څه کی ده ؟
مينه وفا او صداقت د انسانيت چوکاټ دی
داچي پری ځينی نه پوهيږی چاره څه کی ده ؟
چا راته ويل ديمو کراسی ده يويشتم قرن دی
د < ډيورنډ > خط لا نه ورانيږی چاره څه کی ده ؟؟؟ ؟
افغانستانه له تا وتی يم لحظه هير نه يي
په تا چی کاڼی راوريږی چاره څه کی ده ؟
دا په ګلپاڼو چی شبنم وينۍ زما اوښکی دی
چی هر سحر پري رابهيږی چاره څه کی ده ؟
حفيظ ملياره ارمانی دنيا ده مه ځو ريږه
دا به شی تير خو نه هيريږی چاره څه کی ده ؟
عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار اتريش
Abdul Hafiz Malyar
Östereich
بېرته شاته |