(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په محکومو قوموکښي د نېشنلزم اړتيا

[19.Mar.2015 - 21:43]

لیک: حزب الله پښتونیار
Nation ملت اوNATIONALISM ملت پالنه.  دد ې تعريف او وضاحت سټالن داسي کوي’’يو داسي مستحکمه ډله چي ګډ ه ژبه، علاقه، معاشي ژوند، نفسياتي کړه وړه او قومي رول و لري قوم ورته ويل کيږي.” ددي دا مطلب دى چي دا ټوله اجزا موجوده وي نو قوم ځيني جوړيدلى شي.
       نېشنلزم يو داسي احساس يا خيال دى چي د يو ملت د ملي ګټو دفاع کوي، قامي او اقتصادي خپلواکې لاس ته راوړي، د ملت کلتور او ژبه ژوندى ساتي او د استثمار په ضد د يو ملت مبارزه په جوش کې راولې.  پدا فکر کې يو داسي سياسي جادو موجوده دى چي د ملت ټولي طبقې يو موټى کوي.  د خپل قام سره د ګرانښت جزبې ژوندى کوي، يوالى او اتفاق پيد ا کوي، وفاداري او پېوستون په وجود کي راولي.  د دفاع طاقت ځوانه وي او د دښمن سره د مقابلې همت ځلمى کوي. د استعمار په ضد مبارزه کې د نېشنلزم  شعورد وسلې په توګه استعماليږي. ملت پالنه د دماغ يو داسي حالت دى چي انساني سوچ د خپل کلتور،ملت، وطن سره نښلوي.  يو داسي خيالي طاقت دى چي انساني دماغ او زړه د قوم د احساسه ډکوي او بيا هغه د بېداره ولو سره د وطن د سيالى دپاره منظم کوي.   بل دا يو ساينسي حقيقت دى چي د ملت پالني احساسات په  انساني جينز او په مختلفه ښکلو کي د انسانانوپه ماغزو کي موجود ه وي.  د خپلو سره مينه درلودل د هر وګړى فطرت دى اود هر انسان  خوايش وي چي د خپلو سره د خواخوږي ګرمۍ جزبې ولري.  هم دغه وجه ده کله چي وه ټولني او ملت ته خطر پېښ شي  نو د ټولني خلګ د خپلو زانو قرباني ورکړي او ملت  خوندي وساتي. داسي خلګ خپل د عملي قدم اخستو څه مخکي فخراحساسوي او پدې هم خبر وي چي دده ځان ضايعه کيږي نه بلکې ددې څخه   و قوم ته ګټه رسي. نېشنلزم وه نړى ته دا فکر ورکړى چي اولسونو يواځې هغه وخت پرمختګ کولى شي چي خپلواکه وي او د خپلي مرضى مطابق ژوند  تيره وي.  کله چي ده نيشنلزم  جزبه  سړه شي هلته اولسونه بې احساسه، منتشره او خواره واره شي.
      پښتون قوم پدا خطه کښي د نورو قومو څخه بېل قوم دى مځکه، جغرافيه، ژبه، تاريخ کلتور او هر شى يې دنورو څخه جلا دى اود خپلي خاوري مالکان دي.  د بد لون پدې زمانه کښي ځيني قومونه لکه چيک، يوکرين، ميکسيکو، سويډش، بولويا، رومانيه او اسټريا چي قومونه نه وه او نې کلتور، ژبه، جغرافيه ګډه وه،  د ډلو څخه يې قوم جوړ کړى د نيشنلزم د تصور له لاري يې سيالي  وګټله او د خپلي مځکي مالکان شو چي نن خوشحله ژوند تېره وي، ځيني قومونه بيا ده بدلون پدې زمانه کښي لکه پښتون او کردان له ملت څخه يې ډلي او ګرو جوړي کړې او خپلواکي يې نورو له په لاس کښي ورکړه.  د سټالن د تعريف تر حده پښتون يو قوم دى خو وجود يې تقسيم دى. هسي موږ خپل د زهني خوښي دپاره د پښتون قوم نوم ياده وه په حقيقت کښي پښتون د يو هجوم يا ډلي په نامه وجود لري خو د قوم په نامه هيسي حقيقت نه لري.  قوم د يو وجود نوم دى او ټوله وجود چي سره يو وي نو قوم ورته ويل کېدلى شي.  که د وجود لاس، پښي، سر او زړه نه وي بېل شوى وي نو هغه ته قوم ويل کېدلى شي؟
       په نېشنلزم ځان د پوه ولو دپاره په قوم قومي تشکيل او قومي جغرافيه باندي
سر خلاصول مهم دى.  دا په بنيادي توګه يو ټولنيز ساينس دى په ټولنه کښي اکثره موجوده وي خو د مبارزې په وخت کښې پدې کي ژور والى راشي عام حالت کښې رومانوي وي.  د هلو ځلو پر وخت د خپلي مځکي، تاريخ، کلتور، ژبي او ادب سره مينه اوولولې نوري هم په جوش کې راشي ورسره د وطن د خپلواکى اود دفاع  ګرمي جزبې و اسمان ته ورسوي.
د نېشنلزم د نظريې مطابق ټوله پښتون يو تن دى.  هم دغه رنګه که  ټوله پښتونخوا يو تن دى پېښور يې زړه دى، کوټه يې ماغزه دي، ژوب يې سترګي دي، سوات يې سر دى، پښين يې پښې دي، مردان يې لاسونه او مياوالي يې غوږونه دي.   لکه څنګه چي د وجود يوه برخه په رنځ شي نو پوره جسم د هغه درد احساسه کړي همدا ډول په نېشنلزم کښې د يوه رنځ درد بل هم محسوسه وي او ټوله د يوې کورنى په شان وي.  د نېشنلزم فکرونه خپرول ټوله ملت د يو تن او جسم په رنګه يو کول دي.  داغه رنګه د قومي واک کيلى ملت پالنه ده، که قوم بدن دى روح يې خپلواکي ده، ملت اوسيالي  يو بل لره لازمي دي اود دواړو اهميت يو رنګه وي.
نېشنلزم يو ډير لوى طاقت دى په ايشيا او افريکن هېوادو کښي د غه نظريې د خپلواکى و تحريکو ته  ژوند ورکړى او  ډيرغلام قومونه ددي فکر د خپلولو په وجه په ازاد و اولسونو  بدل شو. هغه اولسونه چي غواړي په لنډ وخت کښي د جابرانو د ظلم او د استثمار له ورانى يې وطن وږغوري دغه فکر خپلوي او هم دغه  نظريه  د ملت په منځ کې اختلافات، نفاق اوضد ختمه وي  د هغه پر ځاى يوالى زېږه وي.  علمي لوړتيا او فکري يوالى د يو قوم د سيالى په لار کښي اول ګام دى،  په يو ټولنه کښي د بدلون راوستلو مخکې د اولس په زهنو او فکرو کي  بدلو ن راوستل ضروري دى ولي چي ټولنيز بدلون په فکري او شعوري قوت راوستل کيږي.  د ملت پالني په فکر کښي داسي رښتين توبى پروت دى چي په اولس کښي ټينګي اړيکي پيدا کوي او په مبارزينو کښي نظرياتي ميني او همنظري ژوندى ساتي.  انساني زهن د مزکي په رکم دى چي د هر خيال توخم کي ښکېدې د هغه خيال وني ځيني را وه زي.  د ملت پالني فکرونه په وطن کي د هر رکم ورانيو په مخکي طوفانونه  وي او د ملت د خپلواکى په لار کښي سيراغونه وي.
     د محکومى څخه د خلاصون لپاره نظريه بايد څه وي؟  سوشلزم، کميونزم او که نيشنلزم؟  سوشلزم او کميونزم کښي په مريتوب کي دننه په ټولنه کي د بدلون دپاره د خپل قوم د طبقاتو په ضد مبارزه کيږي.  خو نېشنلزم يو داسي فکري ګټور خوى لري چي د اولس ټوله طبقې د وطن په سيالى کښي په يوه قطار کي دروي.  د مريتوب څخه نجات لازم دى او پداسي حالت کښي د نېشنلزم د تصور مطابق په مبارزه کولو کښې د قام خودمختاري ګټل کيږي او دا يه در ګردو ښه زريعه ده. په نړى کښي تر ننه پوري يوه اولس هم د سوشلزم او کميونزم له لاري خپلواکي نده ګټلې خو اکثره هېوادونو د نېشنلزم له لاري په وجود کې راغلي دي.  د نېشنلزم شعور په ځان کې د محکومى او نابرابرى په ضد مزاحمت لري او هم دغه مزاحمتي شعور د بالادستى په خلاف  خطرناکه هتيار دى.
    د پښتون قوم ځان ته بېل د زراوه کلو تهزيب، تاريخ،  کلتور، ژبه او مځکه لري هم پد غه مځکه يې خپل اقتدار شوى دى.  پښتون ملي مبارزه پدې هم د نېشنلزم له لارى بې تکليفه ده چي پدې فکر کښي علاقاييت، قبائليت، پارټي پرستي او شخصيت پرستي ماسوا د يوه شعار لاندي قوم راغونډيږي او هغه قامي شعار دى. ددې مقدسه شعار مخکي بايد يو شعار هم ستر نه وي.  زموږ هلې ځلې بايد د قومي واک او وحدت ګټلو پوري ګرمي او رواني وي. د محکومى په حالت کښي نوري نظريې منځ ته راوستل او نېشنلزم وهل لدې سره خپل له تاريخ، کلتور او قومي اتلانو پر ځاى د نورو پلوي کول ګډه قومي وژنه ده.  د قومي سيالى وروسته نېشنلزم په وطن پالي بدليږي،  بيا که څوک اسلامي نظام، سوشلزم او يا که بل نظام وغواړي پدي کښي اولس اختيارمنده دى او پدې باندي بايد يوه پا بندي هم نه وي.
      نن سبا د ساينس، ټيکنالوجي او ګلوبلاېزيشن په خاطر ډير وطن دوسته ملګري د نېشنلزم څخه اړيکي پرېکوي دپراخ انساني سوچ لپاره،  موږ هم د هغه د قدره څخه مخ نه اړوه او پشتون نېشنلزم هم نه پر قربانه وه.  ټولن پوهنه دا وايي چي تر څو پوري ټولني يا ملت ته قومي شعور نه وي ورکړل شوى تر هغو ټولنه او ملت  يواځي د ساينس او ټيکنالجي څخه جديده نشي جوړيدلى  ولي چي ساينس او ټيکنالوجي هم د قومي شعور په غير موجود ګى کښي استحصال کوي.  ددې لپاره هم قومي شعور ضروري دى.  استثمار همېشه در تسلط لاندي راغلي اولسونه په زهني مريتوب کښي ساتي او خپل ټوله  وس کوي چي د محکومه اولس شعور د خپل واک د پراخى لپاره
زخمي او مړ کړي.  دوى د خپل  شوونځيو له لاري د قومي شعور بېخ وهي.  استثمار پدې پوهيږي چي تر څو پوري قومي شعور او د نېشنلزم سوچ ژوندى وي تر هغو به ددوى اقتدار په خطر کي وي د قومي واک مبارزه به توده وي او دا شعور به ددوى په ضد د خطرې زنګ وي. محکومي د يو قوم ساينسي او علمي ارتقا دره وي، فکر، تخليق او صلاحييتونه يي په قيد کښي ساتي.  لکه څنګه چي د زندان يو قېدي څخه دا تمه نشي کېدلي چي په قومي معا ملاتو کښي ګډون وکړي داغه رنګه د محکومه څه دا هيله نشي کېدلى چي په نړېواله پرمختګ، وداني، ساينس او ټيکنالوجي کې  برخه واخلي.
     نېشنلزم ملت د پرمختګ دپاره  منظم کوي ا و د قوم په نامه د قربانى جوش او ګرمو ولولو کښي اور لګوي. .  محکومه او وروسته پاته اولسونو د پرمختګ دپاره ملت پاله نظريات خپلول ډير ضروري دي ولي چي نيشنلزم يو داسي سياسي قوت دى چي خلګ فکري، شعوري او په فزيکلي توګه يو کوي.  د اولس پر مقاصدو يو نظر ورکوي.  ګډ او اجتماعي مفاداتو د حاصلو لپاره ټوله اولس هلو ځلو ته هڅوي.  خلګ بېداره کوي چي د ټولني د سمسورتيا او د ملت د خپلواکى دپاره سخته او نه ستړېکېدونکي مبارزه وکړي.  د ټوله اولس و مفاداتو ته تحفظ ورکوي.   د استثمار او د جابرانو په ضد اولس چمتو ساتي. ملت پالنه اولسونو ته د محکومى څه د خلاصون قوت ورکوي او د خپلواکى منزلونه ور لنډه وي.  د هر رکم استحصالي قوتو په خلاف  دفاعي قوتونه مضبوطه کوي او د هغه په ضد د اولسو مورال لوړه وي.  د محکومو اولسو د خپلواکى ارمانونه او غوشتني ودانه وي،  ناروا او د محکومى پر بنياد ولاړ نظامونو چپه کولو سبب ګرزي.  په تېره پيړۍ کښي کښي د نړۍ اکثره اولسونو د دغه فکر خپلولو په سبب د پسماندګى، بربادي، جهالت او مره يتوب څه ځان  خلاص کړى. ملت پالني کي  ټوله علمي، شعوري، فکري او نظرياتي طاقت د هر هغه منصوبې په ضد استعماليږي چي د قام په زوال کښي تماميږي
       کله چي د نېشنلزم فکر په اولس کي خور شي هغه په قوم کښي دننه اړيکي زياته پېوند وي  د وطن او کلتور سره مينتوب ډيره وي.  پداسي ټولنو کښي خلګ د سترو مقاصدو دپاره ځانونه قربانه وي خپل اولس ته برى او سرلوړي ورپه برخه کوي.  په نيشنلزم کښي  خلګ خپل د ځانو قرباني د اولس برى او سرلوړي بولي. د قام په خاطر ځان قربانولو واله وه قرباني ته قام ستره درجه او د اتل نوم ورکوي.  ټوله قوم پداسي خلګو فخر کوي وطن او ملت ته ددوى له دغه عمل څه امنيت او استحکام ورپه برخه کيږي، ددوى مړينه د قام د ابادى او پر مختګ سمبول وي.  قام همېښ د داسي اتلانو ورځي لمانځي او د دي سره نور په خلګو کښي  د خپل قام دپاره د قربانى جزبه راپورته کيږي.  لدي سره په قوم کښي منتشره سوچ پر ځاى يو مشترکه سوچ پيل شي او د قام مخ د طوفانو څخه د عروج پر خوا شي
     نېشنلزم د نظر يې سره عمل ته هم ارزښت لري يواځي په ميني، محبت، جزباتي تړون او د الفاظو تر حده پوري د قامي واک خبره کول نيشنلزم ندى  بلکې رومانسيزم دى.  د قامي ورين او د لويي ځان مرګه بريد  په ورځ  زړا  يا د جلسې د ورځي خشم د محکومى څه د خلاصون لار نده.  د خلاصون لاره د عمل په مېدان کښي ګام ږدل، خپل په وږو د سيالى باراخستل او د مبارزينو سره ګام په ګام تلل نېشنلزم دى.  يواځي مينه د زهن بارونه کمه وي  خو قوم ته هيسي ګټه نه رسوي.

-
بېرته شاته