(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خښتګ د پښتون شلیږي…

[11.Apr.2015 - 15:44]

لیک:ډاکتر فرزان

غني خان یو جالب شعر ویلی و:

خښتګ د پښتون شلیږي باچاخان ورته ګیندې وهي

ګاندي   لیونی   شوی   دی   سنډا   ته   سریندې   وهي.

د ګاندي سنډا (هندي ملت) ویښ شو، اوس ترې یو ځبرکواک جوړیږي. خو پښتون لا اوس هم په هماغه بد حال کې دی، لا بدتر شوی دی. خښتګ یې هماغسې شلیدلی دی، څوک ورته ګیندې هم نه وهي. یو ملت هله ملت وي چې دولت ولري. دولت راڅخه غربیانو د نظار شورا داړه ماروانو ته ورکړی دی، ملت هره ورځ په خپلو وینو کې رغړي.

د دولت او ټولنې درې مهمې برخې وي : سیاسي ـ  نظامي، اقتصادي او فرهنګي. په لومړۍ برخه کې نظامي برخه ټاکونکې ده. د نړیوالو خپرونو له مخې د افغانستان د وسله والو ځواکونو ۹۷٪ تصمیم نیونکي برخه له غیر پښتنو سره ده. اقتصاد هم تر ۸۵٪ زیات له دوی او ۱۵٪ له هغو غربیانو سره دی چې له هوټلونو څخه راغلي او د پښتون په سهمیه په وزارتونو ناست دي. په فرهنګي برخه کې خو پښتانه هسې هم وروسته و او وروسته دي. له غرونو او باڼدو که یې یو نیم ښار ته راشي نو په منډه خپله ژبه او فرهنګ پریږدي او (ملي!!!!) شي.

په کابل کې په مورنۍ ژبې د زده کړو پروسې ته یو څو تنه داوطلبان دا څو کاله کار کوي، خو ټول ژوند یې په جیګرخونۍ کې تیریږي. نه ورته وزیر متعهد دی، نه وکیل، نه مشر او نه کشر، نه فرهنګي او نه سیاسي.

پرون مې راته زوی چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې زده کوونکی دی وویل چې په تش په نامه پښتو ټولګی کی دی خو دري کتابونه یې ورکړي دي. ما یې مدیرېته یو لیک ولیکه چې که د مهربانۍ له مخې زما زوی او ټولګیوالو ته یې پښتو کتابونه ورکړي. خو زوی مې وویل کله چې یې غوښتل ادارې ته ورشي نو له یو ټولګیوال یې غوښتي و چې ورسره لاړ شي. دې خبرې په ټولو (پښتنو) ټولګیوالو کې یوه غوغا رااوچته کړې وه او ټولو زما زوی لدې کاره منع کړی و. ورته ویلي ېې وچې دوی پر دې خوښ دي چې د ټولګي نوم پښتو وي او د دوی کتاب او ښوونکی دري وي.

د ښوونځي دري ژیې مدیرې ورته ویلي و چې پښتو کتابونه لري، خو زده کوونکو پخپله ورڅخه غوښتي دي چې دري کتابونه ورویشي. ښوونکي هم پښتانه شته، او تر ټولو لایق ښوونکي دي، خو وایي چې (در تدریس به پشتو مشکل داریم).

نو چې نظامي ـ سیاسي واک درڅه امریکا اخیستی، اقتصاد درځینې د نظار شورا مافیا ولکه کړی دی، خپل اولادونه خو دې ته تیار کړئ چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي چې په څو راتلونکو کلونو کې خو بیخي ورک او منحل نه شئ.

ژبه د کلتور اساسي خښته ده، که مو دا خښته وساتله نو ټول کلتور مو ساتلی شئ، او که نه نو هر څه به وبایلئ، ځکه ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي بیداري او سمون یوازې په هغو قومونو کې ممکن دی چې کلتوري هویت ولري. بیا هم د باچاخان وینا ده چې:

(کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي او له کوم قام نه چې خپل ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي).

الله تعالی دې پښتانه ویښ کړي چې له سپکیدو او ورکیدو بچ شي.

-
بېرته شاته