سرو او شنو غویو جګړه
[27.Apr.2015 - 19:21]لیک: عبدالنافع همت
مشران کيسه کوي چي اووه دېرش کاله پخوا په همدې ورځ اووو سرو غويو د افغانستان پر ارګ ورمنډه کړه، ارګ يې په وينو سور کړ او بيا د افغانستان هري خوا ته په منډه شول، د خلکو ټول شنه فصلونه يې وخوړل او ډېر ولسي خلک يې ووژل، د سرو غويو په مقابل کې اته شنه غوايي راپيدا او د دوی تر منځ سخته جګړه ونښته، د سرو او شنو غويو په جګړه کي څو زره ولسي خلک تر پښو لاندي سول او هري خوا ته د وينو ويالې وبهېدې.
د جګړې پر مهال د سرو غويو شوتله مخ پر تمامېدو او ورو ورو يې جبهه کمزوري سوه، په نتيجه کي سره غوايي مات او د غرب د سوسيال غوجلې ته وشړل سول.
فاتح شنو غويو په افغانستان کي ټول شنه فصلونه تباه کړل، نور يې شوتله نه خوړله، هغه د ډاکټرانو خبره (ويجټېرين ) نه وه، بلکي د غوښو خوړل يې پيل کړل. وروسته غوښي هم خلاصي سوې، اخير يې د وسپني خوړل شروع کړل، په لږ وخت کي يې د افغانستان ټولي وسپني وخوړلې، اخير يې د ملي اردو پر وسله تون بريد وکړ، په لږ وخت کي يې ټول بيت المال وخوړ، ان دا چي روغ رمټ ټانکونه او توپونه يې تېر کړل.
تر دې وروسته شنه غوايي په خپلو منځو کي د شوتلي پر سر په جنګ اخته سول، په دې جنګ کي هم ډېر ولسي خلک تر پښو لاندي سول، يوازي د کابل په ښار کي پنځوس زره ولسي خلک ووژل سول. په دې جګړه کي کوم غوايي چي ژوندي پاته او فاتح وبلل شول د دولتي شوتلي پر ګودامونو او ولسي خلکو پر شوتله بريد وکړ او هر يوه يې خورا ډېره شوتله وخوړله، تر دې وروسته شنه غوايي د کابل په وزير اکبر خان مېنه کې يوه سيوري ته پرېوتل او په شخوند وهلو يې پيل وکړ. څرنګه چي د شنو غويو خېټي ډکي او نور يې جګړه نه سوای کولای، نو طالبان کېبلونه په لاس راپيدا شول، طالبانو له ډېرو شنو غويو څخه ښکرونه و ايستل او په وسله تون کي يې زېرمه کړل او بيا يې شنه غوايي په وهلو وهلو پېښور، کوټي، ايران او کولاب ته وشړل.
د کېبل پاچهي هم تېره سوه او د شنو غويو د مالک په زور د بن په نوم يو لوی اخور جوړ سو، په دې اخور کي ډالر واچول سول، په ځانګړو مراسمو سره د دې اخور يوه څنډه ماته سوه چې په نتيجه کي يې ډالر افغانستان ته د سېلاب په ډول راتوی سول. دې ډالري سېلاب څو ټنه اوږدې ږيري، غټ برېتونه، کاږه پکولونه او د سره او شنه غوايي څرمني له ځان سره يووړې. د سرو او شنو غويو ښکرونه د (ډي، ډي، ار) په نوم راغونډ او دا جګړه همدلته پای ته ورسېده.
ياره ډيموکراسي هم يو عجيبه نظام دی! سره او شنه غوايي بيرته پر يوه اخور سره راټول سول، داسي يې غاړي سره ورکړې لکه هيڅ جګړه چي نه وي سوې، خو هغه څو سوه زره ولسي وګړي چې د سرو او شنو غويو په جګړه کې ووژل سول اوس نه د چا ياد دي او نه د هغوی په نوم کومه ورځ يادېږي. موږ څومره بدمرغه ملت يو، اووه دېرش کاله تېر سول، خو زموږ برخليک اوس هم د سرو او شنو غويو د رهبرانو په لاس کي دی