دثور داومې پېښه
[28.Apr.2015 - 19:16]لیک: سیداحمد ماموند
دا لیکنه مې په ډنمارک کې په دغه اړوند جوړ شوي کنفرانس کې دلوستلو دپاره لیکلې وه ،خو هلته مې ګډون ونه کړی شو.
دا واقعیت دی چې په ټولیزه کې د درېمې نړۍ هېوادونه او په دغه ډله کې افغانستان څه پرون او څه هم نن دنړۍ دزبرځواکونو دستراتیژیکو ګټو دلاسته راوړلو ،نفوذ پراخولو او ټکرونو ډګرونه ؤ او دي. په شلمه پېړۍ کې دغه زبرځواکونه پخوانی شوروي اتحاد او دامریکا متحده ایالاتونه ؤ او نن امریکا او دناتو سازمان دی چې دخپلو ګټو په خاطر یې زمونږ وطن کې د اور لمبې بلې کړې دي.ددرېمې نړۍ دنورو هېوادونو په څیر په افغانستان کې دپام وړ ټول ټولنیز،سیاسي،اقتصاد،کلتوري او پوځي بدلونونه ددغو زبرځواکونو دنفوذ او سیالۍ تر اغیز لاندې سرته رسېدلي ؤ او اوس خو هر څه د امریکا په نېغه لارښوونه سرته رسیږي .
سړې جګړې په موده کې څه کیڼ او څه ښي ټول سیاسي ګوندونه او خوځښتونه څه په مستقیم او څه هم غیر مستقیم ډول د همدغو زبرځواکونو په سیاسي او مالي مرسته او ملاتړ جوړ شوي ؤ. دغو ګوندونو بیا په خپل وار څه په اګاهانه او څه هم په غیر اګاهانه توګه ددغه یا هغه زبرځواک پلوي کړېده او دهغوې دګټو ساتلواو پلانونو پلي کولو وسیله ګرځیدلي دي.دافغانستان ټول سیاسي ګوندونه او تنظیمونه او په دغه ډله کې دافغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند(د ا خ د ګ)ددغه واقعیت څخه مستثنی کېدلی نه شي.
دهرې سیاسي-ټولنیزې پدیدې په اړوند قضاوت،دهغې څخه پایلې او درسونه هغه وخت سم او ګټور کېدای شي چې نوموړې پدیده دهمغه وخت دزمان او مکان د شرایطو په رڼا کې وڅېړل شي، خپلې هیلې او تمایلات په کې په پام کې ونه نیول شي .
دسکالو د روښانولو په خاطر خپله لیکنه او اند د سوالونو او ځوابونو په بڼه وړاندې کوم .
لومړۍ پوښتنه :دثور داومې پیښه انقلاب، پاڅون ،اوکه کودتا ده؟
د شلمې پېړۍ ددوهمې نیمایې دملي او نړۍوالو شرایطو په پام کې نیولو سره دا یوازې داخ د ګ نه ؤ چې دهېواد پرمختګ او ابادي یې په سوسیالیزم کې لټوله، بلکې نورو سیاستوالو لکه محمدداود، محمدهاشم میوندوال اوشعله یانو(ماؤستانو)هم دغسې فکر کاوه.د اخ د ګ علمي سوسیا لیزم محمدداودخان ناسونال سوسیالیزم او محمدهاشم میوندوال دموکرات سوسیالیزم غوښته. دبلې خوا ددرېمې نړۍ هغو هېوادونو چې په هغه وخت کې یې د پخواني شوروي اتحاد سره ښې اړېکې لرلې په خپلو هېوادونو کې یې دبدلون راوستلو په غرض اردو یوه اغېزمنه اومرستندویه وسیله ګڼله.لکه کمبودیا،لاوس،نیکاراګوا، انګولا،موزمبیق ، افغانستان .....اونور.
زما په اند د محمدداودخان کودتا او دثور داومې پېښې پرتله کول پورتنۍ پوښتنې ته ځواب موندلو کې مرسته کولی شي. د۱۳۵۲ کال دچنګاښ کودتا دهېواد دنوم وتي سیاسي-دولتي کس اود سلطنتي کورنۍ غښتلي غړي محمدداودخان په مشرۍ د ارادې او پلان له مخې دمحدود شمیر افسرانو چې ددولتي امنیتي کړیو څخه هم پټ ؤ او په خپلو کې هم ډیری یو بل ته د هملارې په توګه معلوم نه ؤ، د شپې له طرفه دقطعاتو دلویو بولندویانو په نیولو او دارګ څخه د یو څو شوبلو(ټانکونو)په راوتلوسره د کومې نښتې پرته او په هیڅ حساب زیان سره سرته ورسیده ،او مشروطه پاچاهي رژیم چې نسبي سیاسي ازادیګانې په کې وې له منځه یووړ،او په ځای یې داسې جمهوري نظام ټینګ شو چې سیاسي او ګوندي پلورالیزم ته په کې ځای نه ؤ.خلکو ته وینا چې اصلي تزسونه یې ددستګیر پنجشیري ،عبدالقدوس غوربندي اکرم اندیشمند،او سلطان علي کشتمند دڅرګندونو له مخې دپرچم مشرتابه له خوا لیکل شوي ؤ،دخپلې کړنلارې په توګه اعلان کړه .
د۱۳۵۷کال دثور داومې پېښه د ا خ د ګ دپخوانۍ اعلامې له مخې چې :که په محمدداود خان چا برید وکړ،مونږ دداودخان دفاع کوو،او که هغه په مونږ برید وکړ،په دغه صورت کې ګوند باید له ځانه دفاع وکړي.دګوند دپوځي څانګې پازوال (مسؤل) حفیظ اله امین دهمغه دستور په پام کې نیولو سره دخپل ګوند په تېره بیا مشرتابه د ژغورنې په خاطر دخوښې نه بلکې د مجبوریت له مخې د ډیر لږ وخت لرلو سره په قطعاتو کې مسؤلین وټاکل او دانقلاب قوما نده یې ورکړه چې د هغې سره سم د ا خ د ګ دپوځي غړو په سر والۍ او بلنه د نورو پوځیانو په ګډه همکارۍ دکابل –بګرام قطعاتو له خوا په رڼا ورځ دزغروالوځواکونو په راوتلو او ددفاع وزارت په قرارګاه برید کولو سره انقلاب پیل شو.(دیادونې وړ ده چې د ا خ د ګ ډیری پوځي غړي په خپلو قطعاتو کې په یو بل سره پوهېدل اوهمدا رنکه دولتي امنیتي کړیو هم یو شمیر پوځي ګوندیان پېژندلي ؤ اودهغوې دنیولو لستونه یې جوړ کړي ؤ.)دجګړې او مقاومت په ترڅ کې د محمدداودخان نظام ړنګ او د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د یوه ګوند په وجود کې دزیارایستونکو استازو یعنې دا خ د ګ مشرتابه ته سیاسي واک ولېږدېد ،او پوځیانو په واک خېټه وانه چوله.داخ دګ ددولتي او ګوندي ادارو په جوړولواو د فرمانونو(دسود او ګروۍ له منځه وړل، دولور اوجبري ودونو منع کول،دبې ځمکو او لږځمکو بزکرانو په کټه د ځمکو اصلاحات) له لارې دخپلې کړنلارې په پلي کولو لاس پوري کړ.
لکه څرنګه چې لیدل کېږي دمحمدداودخان پوځي عمل او دخلقینو پوځي عمل هم دشکل اوهم دمضمون له پلوه یو څه ورته والی لري خو توپیر یې ډېر دی. دواړو ته کودتا ویل زما په اند ذهنیګري او سطحي چلند دی.د کودتا ،پاڅون او انقلاب شکلي توپیر په دې کې دی چې په پاڅون او انقلاب کې دګډونکونکو کچه لوړه وي. دعمل دپټوالي او عمل کونکو دپټې پاتې کېدنې کچه ټيټه وي. په پاڅون او کودتا کې بدلونونه رفورمي بڼه لري،په داسې حال کې چې انقلاب دټولنیز نظام په ټولو برخو کې دپرمختګ په لور ژور بدلونونه راولي.
په کودتا، پاڅون اوانقلاب کې دعمل ناڅاپی والی او دموجوده حاکم نظام دقانون سره ټکر او سرغړونه ګډ ټکي دي .همدا رنګه دیادونې وړده چې مضمون دشکل په پرتله ټاکونکی دی خو مضمون دشکل سره سمون هم باید ولري. انقلاب یوه پروسه ده چې په پړاویزه توګه په نسبتآ اوږدې مودې کې سرته رسېږي خلقي واکمني خو یوازې شل میاشتې وه،په دغومره موده کې ژور بدلونونه سرته رسول دامکاناتو دشتون سره سره بېخي ناشونی کار دی.دبلې خوا د اخ د ګ باندې دثور پاڅون باالکل یو تحمیلي کار ؤچې په دسیسه ایزه توګه د میراکبر خیبرترور او دهغه جنازه کې د ببرک کارمل پارونکې وینا په وجه دګوند دمشرتابه په بندیانولو سره د هغوی دمرګ او ژوند مسله اصلي ګرځېدلې وه ،یعنې داچې په دغه وخت کې دانقلاب کولو کوم پلان او اراده موجوده نه وه.
همدا رنګه په دغه اړوند یوه بله جدي علمي پوښتنه هم راپیدا کېږي او هغه دا چې په افغانستان کې دشوروي یرغل او ښکیلاک په شرایطو کې او دهغوې له خوا د سیاسي واک په ګدۍ کښېنول شوې واکمنۍ موده کې د ثور دپاڅون یا انقلاب اصطلاح کارول کوم معقولیت او بنسټ لري؟په دغه موده کې دمخ بنا پرته په بیخ بنا کې د کتنې وړ کوم بدلون نه دی راغلی ،اودپخوا پېل شوو رېفور مونو څخه هم په شا شول.
زما په اند خو د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان په نیواک سره دثور انقلاب یا پاڅون پای ته ورسید ،او هغه څه چې دوام یې درلود، هغه دبهر څخه رالېږل شوی انقلاب یا ضد انقلاب ؤ.تاریخ پوه محمدحسن کاکړ د انتوني ارنولد له قوله دشوروي دنیواک څخه مخکې او ورسته د ا خ د ګ دواک په اړه لیکي: ((د۱۹۷۹ کال په ختمېدو سره په افغانستان کې نور نو د اخ دګ حاکمیت نه کاوه،د شوروي اتحاد کمونیست ګوند حاکمیت کاوه.))۱همدا رنګه هغه ببرک کارمل چې کله شورویا نوواک ته رسولی ؤ او شورویان یې دافغانستان د ژغورنې او خپلواکۍ پرېښتې ګڼل، خو چې کله یې دواک څخه لرې کړ،نو بیایې په شوروي کې د استوګنې په مهال دترود په نامه د صنفي اتحادې خپرونې سره خپلې بې واکۍ ته دفقیر محمد ودان د لیکنې په بنسټ داسې اشاره کړېده : (( ستاسو سلاکاران هر چېرې ؤ......زه دیو خپلواک او ازاد هېواد لارښود نه وم. زمونږ هېواد یو نیول شوی هېواد ؤچې په واقعیت کې تاسې فرمان ورکاوه .......ما نه شو کولای چې ستاسو دسلاکارانو پرته یو ګام واخلم .))۲
دا هم څرګنده د چې د ټولنیزو-سیاسي پدیدو په نومونه کې د سیاسي واکمنو خوښه او اراده هم ډېر رول لري یعنې د هغوې له خوا ټولنیزو-سیاسي پدیدو ته ورکړل شوي نومونه په ټولنه کې منل کېږي. (لکه غاټولې، ګلا بې، نارنجي ......انقلابونه)
په ټولیزه کې وړاندې شوې پوښتنې ته هر څوک معمولآ د خپل سیاسي-ایډیا لوژیک اند او فکر له مخې ځواب وایې.د هغه وخت ددوه قطبي نړۍ په شرایطو کې دسوسیالیستي هېوادونو اوهغوې ته لېواله ځواکونو دپاره دغه ډول پېښې انقلاب ،اودامریکا او لوېدیځ او هغوې ته لېواله ځواکونه دپاره کودتا وه .زما په اند د ۱۳۵۷کال دثور داومې پېښه په هیڅ صورت کودتا نه وه،بلکې یو پاڅون ؤ،او انقلاب په دې نه ؤ چې په ټولنیز-اقتصادي نظام کې ژور بدلون را نه غی، یعنې تولیدي ځواکونه نوي نه شول.
۱ـــ محمد حسن کاکړ.رڼا او دفاَع،۱۵۹مخ.
۲ـــ فقیرمحمد ودان.حقایق،پندارها وکردارها.۱۱۰مخ.
دوهمه پوښتنه:
ایا په افغانستان کې بې ثباتي او بدمرغۍ رېښتیا هم دثور پاڅون زېږنده دي اوهغه یې پیلامه دی ؟ هیڅکله نه.
محمد حسن کاکړ دمحمدداودخان کودتا دافغانستان دغمیزې پیلامه بولي،او دکتاب سرلیک یې هم همدغسې دی((دسرطان کودتا دافغانستان داوږدې بې ثباتۍ پیلامه)).زه ددغه نظر سره پوره موافق نه یم.زما په اند دافغانستان د بې ثباتۍ پیلامه په هېواد کې دشلمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې دسیاسي ګوندونود منځته راتګ څخه پیل شوېده.لکه څرنکه چې مې د دې لیکنې په سریزه کې هم ورته اشاره کړېده،په افغانستان کې سیاسي ګوندونه او خوځښتونه څه ښي او څه هم کیڼ په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه دلویدیځ اوختیځ په اشاره اوملاتړجوړشويدي. دهمغه وخت څخه دغو ګوندونو په هېواد کې دهرې پېښې او بدلون په وړاندې ختیځ او لوېدیځ دسیاستونواو ګټو په ملاتړ اویا مخالفت کې عمل کړیدی، هر څه ته یې دهغودسترګیو (عینکو) څخه لیدل.که دېوې خوایې ټولنه په خوځښت راوستلې،نودبلې خوا یې په کې ناارامي او بې ثباتي هم رامنځته کړېده. ددموکراسۍ په لسیزه کې دپنځو حکومتونوبدلېدل،دپرچم ډلې له خواپه لنین د درودویلو په وجه د هېواد دولایتونو څخه په کابل کې د ملایانو راټولېدل اوګواښونه ،یو کال د کابل پوهنتون تړل کېدل،دکیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونوتر منځ دسیاسي ټکرونو تر څنګ فزیکي شخړې او وژنې،دغه هر څه دبې ثباتۍ ښکارندوي نه دي؟
دا چې وایې چې افغانستان د ځانګړنو(استثناتو)هېواد دی هسې تصادفي او هوایې خبره نه ده.په نوره دنیا کې سیاسي ګوندونه د وطن دابادۍ او پرمختګ لوری ورکونکي او لارښوونکي ځواکونه دي،خو په افغانستان کې ټولې بد مرغۍ په دغه یا هغه شکل سره ددغه یا هغه ګوند په وجود کې منځته راغلي او دوام لري. همغه وخت افغانستان د پردیو ایډیالوژیو دټکرونو ډګرشو.
په ټولیزه کې ګوندونو او تنطیمونو دخپلو خلکو او هېواد په پرتله پردیو ته ډېره ګټه رسولې ده.خپله خبره داسې رانچوړ کوم چې د افغانستان بې ثباتي اوغمیزه په هېواد کې دسیاسي ګوندونو منځته راتګ څخه را وټوکېده.د چنګاښ په کودتا سره بوټی شوه او پراخه شوله،دپردیو لاسوهنې، تاو تریخوالی،ضد کودتاوې او په دولتي موسسو بریدونه پیل شول.دا هرڅه ولې دیو پړاو څخه دبل پړاو په پرتله یا دیوې واکمنۍ څخه دبلې واکمنۍ په پرتله زیات او پراخېدل؟ دا ځکه چې:
ـــ سیاسي ګوندونو اوډلوولیدل چې پوځي عمل دواک دنیولو لنډه لار ده .
ـــ پوځي افسران په تېره بیا ځوان او دښکته رتبو افسران دسیاست او سیاسي واک مېنه وال شول.
ـــ ټولنه نوره هم کړکېچنه او قطبي شوه،په دغه یا هغه زبر ځواک پورې تړلتوبونه بربنډ شول.
دخلکوته وینا اوپه واک کې د شامحمود حصین دلیکنې به بنسټ دمحمدداودخان په دولتي اداره کې لږترلږه داتووزیرانودصدارت دمرستیال،د (۱۷)والیانو، د(۱۱۷)ولسوالانواو (۱۲۰) تنوپرچمي دیپلوماتانو شتون دهېواد سیاسي ځواکونوته څرګنده کړه چې داودخان دشورویانو سړی دی،نوځکه شوروي ضد کیڼ لارو او اسلام پالو یې په ضد کړنو لاس پورې کړ.
دمیوندوال کوتا، دفیضاني کودتا، پاکستان ته داسلام پالو ډلو د مهمو او پېژندل شوو څېرو تښتېدل او دپاکستان په مرسته او لمسون دهېواد په مختلفو ولایتونو او ولسوالیولکه لغمان،کنړ، بدخشان او پنجشیرکې په دولتي ادارو بریدونه کول یې ښکاره بیلګې دي.
دثور په پاڅون او دا خ د ګ چې دپخوا څخه لا دشوروي سپوږمکۍ توب تورونه او دکفر ټا په دپاسه سرباري ؤ، واک ته په رسېدلو سره د افغانستان د بې ثباتۍ او غمیزې ابعاد د پخوا څخه نور هم پسې پراخ شول.دعربي او ګاونډي هېوادونو، لوېدیځ او دافغانستان دټولو ښي اړخه او کیڼ اړخه ځواکونو مخالفت، داخ دګ دننه لومړی د پرچم اړخ سیاسي اووسله وال ضد فعالیتونه اووروسته آن دخلقي اړخ دننه نورو اختلافونوافغانستان لا بې ثباته او کړکېچن کړ.
د۱۹۷۹کال ددیسمبر په پاې کې د پخواني شوروي اتحادپه پوځي یرغل او دهېواد په ښکېلاکولوسره دافغانستان بې ثباتي اوغمیزه ناسور او سرطاني شوه .دپرچم په سروالۍ داخ دګ دیرغلګر شوروي تر څنګ په ودرېدو اودلوېدیځ او ګاونډیو لاسوهنکو هېوادو تر څنګ د کیڼ لارو او اسلام پالو ډلو په ودرېدلو سره مو هېواد د نړۍ د زبر ځواکونو د یو بل څملولو جګړه ایز ډګر شو.له همغه وخت راهیسې دافغانستان جګړې او سولې سیمه ایز او نړۍوال مرکزونه لکه اسلام اباد،تهران،ریاض ،مسکو، واشنګټن....پیدا شول،یعنې دا چې زمونږ د هېواد جګړې او سولې سېمه ایز او نړۍ وال ابعاد پیدا کړل.دغه ناسور اوسرطان تر ننه پورې نه یوازې دا چې ایل یا مهار شوی نه دی بلکې لا نور هم په خبیث کېدو او خورېدو دی.ددوه سرې واکمنۍ په وجود کې آن د اوسنی افغانستان پا یښت دلوی ګواښ او پوښتنې سره مخ دی.
درېمه پوښتنه :
ولې دنورو واکمنیوپه پرتله دخلقي واکمنۍ په وړاندې تر ننه پورې منفي تبلیغ ډېر کېږي ؟
تر هر دمخه ددې پوښتنې څخه مې اصلي موخه د چا تبریه کول نه بلکې دوه ګونې قضاوت او چلند ته نغوته نېول دي. دا واقعیت ډېرو ته څرګند دی چې د تېرې پېړۍ داتیاومو کلونو راهیسې یو شمېرکورنۍاو بهرنۍ کړۍ دذهنیګرۍ، سکټاریستي، قومي،ژبني سیاسي او ایډیا لوژیکي تعصب او آن غچ اخیستنې له مخې د خلقي واکمنۍ په ضد ناروا تبلیغات کوي.ددې دپاره چې په دغه برخه کې مو نسبي عیني قضاوت کړی وي ،ښه به دا وي چې د وروستیو څلورو لسیزو یعنې د محمدداودخان واکمنۍڅخه نېولې ترننۍ واکمنۍ پورې واکمنیو ځني اړخونه،دریځونه اوکړنې سره پرتله ګړو.
اول ـــ ددغه مودې هره واکمني په یوه او بله کچه د ولس د هرکلي سره مخامخ شوې چې دخلقي واکمنۍ هرکلی دنوروپه پرتله زیات ؤ او کم نه ؤ.دبلې خوا هره واکمني دمخالفینودتوطیو او دسیسو، مقاومت او وسله وال غبرګون سره مخامخ شوېده.
هیڅ کومې واکمنۍ خپلو مخالفینو ته حلوا نه ده ورکړې او په مقابل کې یې دبندیانولو،وژنو او جګړو څخه کار اخیستی دی،
چې په پایله کې هرې واکمني خلکوته دسر او مال زیان اړولی دی.دداودخان په واکمنۍ پسې بلې هرې راغلې واکمنۍ کې د تېرې واکمني په پرتله دسر او مال دزیان کچه لوړه شوېده،چې تر ټولو اوله لوړه کچه دشوروي دښکېلاک او دوهمه لوړه کچه د امریکایې ښکېلاک د مهال واکمنیو کې ده،او دکودتایې حرکتونوکچه دنورو واکمنیو په پرتله دخلقي واکمنۍ په وړاندې لوړه وه.
دوهم ـــ ددغه مودې واکمنیو هرې یوې سیاسي ځواک دزور کارونې له لارې لاسته راوړی،ځيني خویې نېغ په نېغه دبهرنیو پوځونو دشوبلو(ټانکونو)او الوتکوپه زور د واک په ګدۍ کښېنول شوي دي.په افغانستان کې ننۍ دوه سرې واکمني د درغلیو ډکو ټاکنو د پا یلو په پام کې نیولو پرته داساسي قانون تر پښو لاندې کولو سره دجان کرې له خوا په خلکو تپل شوېده.
درېم ـــ ددغو څلورو لسیزوهرې واکمنۍ واک انحصار کړی او دبل چا سره یې نه دی ویشلی.البته ځینو واکمنیو واک ته د رسېدلو په مخه دجوړجاړي او معا ملې(لکه دجبل السراج تړون) او یا هم دبهرنیا نو دلاسوهنې او فشار په وجه یوازې په خپلو منځونو کې واک ویشلو ته غاړه اېښې ده او نور څوک یې په کې نه دي ورګډ کړي. دهېواد په اوسنۍ واکمنۍ کې هم سیاسي واک په ټولیزه کې په امریکااو دهغې ټلوالې اوګاونډیوهېوادونو پورې تړلو کسانو ترمنځ ویشلی او تړلی دی.
څلورم ـــ ددغه مهال هرې واکمنۍ دواک ساتلو په خاطر اساسي تکیه په پوځ کړېده .د فوق العاده ترفع ګانواو نورو امتیازونو په ورکولو سره یې دپوځ افسران د ځان په ګټه تابع او تطمع کړیدي خو خلقي واکمنۍ نه یوازې دا چې هیچاته هیڅ کومه فوق العاده ترفع، مډال ، نښان یا بل امتیاز نه دی ورکړی ،بلکې هر افسر که په هرڅومره لوړ مقام یې هم کار کاوه دهغه مقام او بست معاش یې نه دی اخیستی او یوازې یې خپل رتبوي معاش اخیستی دی.
پنځم ــــ دیادې مودې هرې واکمنۍ دهېواد ملي بیرغ،ملي ترانه او دوسله وال پوځ..... نومونه بدل کړیدي.
شپږم ــــ ددغه مودې په واکمنیو کې خلقي واکمنۍ د واک دلاسه ورکولو وروسته د واک په خاطر دچا سره اتلاف اومعامله نه ده کړې او کوم غیر قانونی عمل په تېره بیا وسله وال عمل یې نه دی کړی،خو نورو ټولو دغه څه کړي دي،دپردیو په چوپړ او د هغوې تر څنګ ودرېدلي دي،خلکو وطن او دین ته یې شا کړې ده.
اووم ـــ ددغو څلورولسیزو واکمنیو کې دخلقي واکمنۍ موده تر نورو لنډه وه او په دغه موده کې یې یولس میلونه افغانان دسود او ګروۍ دبار یعنې دیودیرش میلونو افغانیوورکولو څخه خلاص شول( ۱).دځمکو داصلاحاتو په سرته رسولو سره دوه سوه شپږ نوي زره بې ځمکو بزګرانو ته په وړیا توګه کرهڼیزه ځمکه ورکړل شوه .نورو واکمنیو نه یوازې دا چې دټولنې بې وزلې او محرومې طبقې ته څه نه دي ورکړي ،بلکې بیت المال یې هم لوټ کړی او هر څه په کې دزورواکانو دپاره ؤ.(دداودخان پرته) اوسنۍ واکمنې خو په هر ډول فساد کې په نړۍ کې لومړی ځای لري او ټول امتیازونه د زورواکو،میلونرانو او پردیو پورې تړلو کسانو دپاره دي.
په پاې کې دیادونې وړده چې په دې هېڅوک سترګې نه شي پټولی چې دسیاسي واک د لاسته راوړلو دپاره د سیاسي ډلې په توکه دپرچم ډله لومړۍ ډله ده چې د محمدداودخان په کودتا او واکمنۍ کې یې غوښنه برخه درلوده(دلیکنې دوهمه پوښتنه وګورۍ) او بیا هم همدغه دپرچم سیاسي ډله وه چې دشوروي یرغلګر پوځ په وسیله ددوهم ځل دپاره واک ته ورسول شوه.همدارنګه اسلام پاله ډله لومړنۍ سیاسي مذهبي ډله ده چې دداودخان دواکمنۍ په مهال د پردیو (پاکستا ن)غېږ ته ورغله او د پاکستان په مرسته او لمسون یې دواک دلاسته راوړلوپه خاطر وسله وال بریدونه (البته ناکام) پیل کړل،اوهمدغه سیاسي مذهبي ډله(شمال ټلواله) وه چې دامریکایې ښکېلاکګرو په زو دوهم ځل د سیاسي واک په ګدۍ کښېنول شوه .
لوی خدای(ج)دې مونږ ټولوته دریښتیا ویلو اواورېدلو توان راکړي. په درنښت .
۱ـــ کاندید اکادمیسن محمد اعظم سیستانی:اصلاحات ارضي در افغانستان ۲۰۰۸کال ۲۱ مخ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
به دنمارکی دافغانانودیو شمیرسیاسی ګوندونوټولنیزو نهادونواوملی شخصیتونود ګډی غونډی پریکړه
شاولی ارین
پورتنی غونډه چې په دنمارک کې دافغانستان ملی یو والی ګوند په نوښت دثورنظامی پاڅون اوپه افغانستان کې دروانی غمیزی څخه دهیواد اوولس دژغورلوپه لار کې دسیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو، مدنی ټولنواونورو ملی دموکرات شخصیتونود رول په هکله جوړه شوی وه دیوشمیراروپایې هیوادوڅخه افغانانوهم په کې ګډون کړی وو.
په غونډه کې ویناوالودخپلو اندونودشریکولواوپه دی اړه تر ویناګانواو ازاد بحث وروسته چې دټاکلی اجندا سره سم مخته ولاړه،ګډونوالودپریکړه لیک په توګه لاندی ټکی تائید او تصویب کړل.
۱-دهیواد دلوړو ګټو په پام کې نیولو سره داوسنی ستونزی څخه دخلاصون په موخه دسولی او امن ټینګښت تر ټولواړین او ګټورومنل شو.
۲-ګډونوالو دافغانستان دملی شوراددواړومجلسونوڅخه په جدی توګه غواړی څودملی یووالی حکومت پر دواړوخواوو باندی فشار واچوی تر څودمخالفووسلوالو ډلوسره دسولی خبری چټکی او مثبتوپایلو ته ورسوی.
۳-ددولتی چارواکو نه غوښتنه کیږی تر څودسولی په خبرو کې درغنده نرمښت نه کار واخلی او مخالفو وسلوالو سره د تل پاتی سولی لاره هواره کړی.
۴-د سولی دعالی شوراڅخه غواړوترڅو دخپلو لیکو څخه هغه کسان د سولی دخبرو دپاره وټاکی چې په ریښتینی توګه د سولی دپاره خواخوږی او دزړه له کومی ګټوری هلی ځلی تر سره کوی. ۵-دهیواددټولوملی بنسټونولکه مدنی ټولنو،ټولنیزسازمانونو،صنفی اتحادیو،وطنپال روحانیونو، دینی عالمانو،پوهانو،قومی ملی مشرانواو ټولو اغیزلرونکوکړیواو متنفدوشخصیتونوڅخه غواړوترڅوپه دی لار کې همغږی شې،حکومت اووسلوال مخالفان دسولی خبرو ته وهڅوی.
۶-ټولو سیاسی ګوندونو ته وړاندیز کوو،تر څودسولی او ټیکاوپه موخه دموثرکار او فعالیت په خاطر لاندی ټکی په پام کې ونیسی:
الف-هغه ګوندونه چې تګلاری اوسلیقی یې یودبل سره ورته والی لری ،پکار ده چې مشران یې دهیواد دملی ګټوپه اعتبار دخپلوځان غوښتنو څخه تیر شې او تشکیلاتی یووالی ته لار پرانیزی.
ب- هغه ګوندونه چې تګلاری یې ورته والی لری،مګرسلیقوی توپیریې دورته والی په پرتله ډیر وی،دوی باید په یوه متحده جبهه کې سره یو ځای او دسولی په ګډون دملی مهمومسئلوپه هکله په همغږی سره ګډ کار وکړی.
ج- ټول هغه ګوندونه چې نه یې تګلاری اونه یې هم سلیقی یوبل ته ورته وی،دا ډول باید دالف او ب ډلی ګوندونو سره یو ځای او په ګډه دسولی ملی جبهه جوړه کړی تر څوپه دی توګه دسولی دبهیرڅخه شاته پاتی نه شې اوپه دی ملی پروسه کې خپله ونډه تر سره کړی.
۷-ددنمارک هیواد یو شمیرسیاسی ګوندونه،ټولنیز نهادونه او ملی سخصیتونه چې ددغی غونډی ګډونوال دی دهمغږی دهغه نهاد ملاتړکوی چې دورستیوفعالیتونودانسجام دپاره کارکوی تر څو دملی مهموپیښوپه هکله چې که دلته وی او یا په هیوادکې دګډغبرګون دپاره عمل وکړی او لمن یې دډنمارک څخه داروپا بیلا بیلوهیوادونو ته وغځوی.
۸-دغونډی ټولو ګډونوالودا ومنله چې ددنمارک په هیواد کې دی یوه دهمغږی شورا جوړه او وروسته دی داروپا په سطح پراخوالی ورکړ شې.
۹-دپورتنیو موخو دعملی کولو دپاره یو شمیردوستان وګمارل شوول چې دهمغږی دشورا دجوړولوپه خاطردټولو سیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو او افغانانو سره تماسونه ټینګ او په دوهمی پراخی ګډی افغانی غونډه کې دی دغه شوراجوړه او وټاکل شې .
ومن الله توفیق