د افغانستان او هند میلیوني اړیکي
[30.Apr.2015 - 21:56]لیک : بسم الله اکبري
هنداو افغانستان هغه دوه لرغوني،تاریخي اودګډفرهنګ درلودونکي دوستهیوادونه دي چې دتاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې ګډوجوهات اوګډافتخاراتلري اودلرغونو زمانوراهیسي د دواړوستروولسونوترمنځ ګډې سوداګریزياوکلتوري اړیکی اوراشه درشه موجوده ده اوپه دغه ستر هیواد کې لهسلګونوسلګونوکلونوراهیسي په میلیونو،میلیونوافغانان استوګن شوياودویاړلي تاریخ درلودونکي دي چې دزمانې په ګږلیچونواولوړوژوروکې پهدغه تاریخ هیواد کې تلپاتې میشت شوي اود دغه افسانوي ټاټوبيدګڼوملیتونواوولسونوسره یې اوږه په اوږه دهند دسترهیوادپه ابادی ،پرمختیااوساتنې په لاره کې کارنده اورغنده برخه اخیستي ده دادی دافغانستانولس مشرداکتر محمد اشرف غني دهند دوست هیواد ته پخپل لومړني سفرکې دهغودیارلس ملیونوافغانانوچې له دووسوه کلونوراهیسي په دغه هیوادکې استوګن دي په پښتواودري ژبوروان غږیږي هم یادونه وکړه دواړههیوادونه دریښتیني اوبې شاییبه ټینګي دوستۍ ویاړلي مخینه لرياوټولوافغانانو ته دلمرپه څیر روښانه ده چې په وروستیو څلورولسیزواو آن پهمعاصر افغانستان کې هند تل له افغان ملت اودولتونوسره دوستانه اوبېغرضه ورورګلویزمناسبات اواړیکي ساتلي دي اوزموږله هیواد سره یې پهاقتصادي،پرمختایی ،کرنې اومالدارۍ،ښوونې روزنې،بیارغونې، روغتیااوښې حکومتداری په بیلابیلواړخونوکې پراخې اودزړه له کومي خالصانههمکاری ترسره کړي دي.
دبیلګي په توګه یې په وروستیوکلونوکې دوه میلیارده ډالره دافغانستان دبیارغونې په بیلابیلوپروژواواقتصادي سکټورونوکې مرسته کړیده اود۱۳۸۶کالراهیسي یې په ۱۲ سرحدي ولایتونوکې ۲۰ میلونه ډالره دبیارغونې په۷۰پروژوکې لګولي دي اوهمدارازیې داقتصادي اوسوداګریزواړیکودپرمختیا اوټینګښت په موخه د ایران له پولي دزرنج اودلارام په لویهلاره چې کابو۲۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري ټول ټال۵ ۸میلیونه لګښت ترسرهکړی دی دهند د دوست دولت په مرسته بله ستره ګټوره اوټولګټي پروژهدهریرود په سند دسلمادبند دبریښناپروژه ده چې دامنیتي ستونزوسره سرهتراوسه ۷۰ میلیونه ډالره پري لګول شویدي اوپه نیږدې راتلونکي کې به دهغهکارونه بشپړاودبریښنادوتولید لپاره به چمتوشي اوپه ایران کې دچابهاربندرپروژه دافغانستان دسوداګریزپرمختګ،غوړیدا اودافغاني سوداګرودمالونودلیږداورالیږداوترانزیتي اسانتیاوودرامنځته کولوپه موخه دهند ددوست دولت دښه نیت اوریښتیني دوستۍ ښکاره بیلګه ده اودهند دولتغواړي افغانستان دسمندر له لارې دسهیلي اسیا له هیوادونوسره وصلکړي اوپه وچه کې هم دلرغونوزمانوتاریخي لارې دځمکني ترانسپورت پرمخپرانیزي چې په پایله کې به افغانستان په سیمه اونړۍ کې سوداګریزيسترې اسانتیاوي اوګټې ترلاسه کړي .
دهند د دوست اوورورهیواد ټول پوهنتونونه اواکاډمیک موسسات دافغانانوپرمخ پرانستي اوکابو پنځه زره افغان ځوانان دهند پهبیلابیلوپوهنتونونواوعلمي مرکزونوکې په لوړواوتخصصي زده کړوبوخت چېدنړۍ په کچه یې له ګرده هیوادونوشمیره زیاته ده.
له کلونوکلونوراپدیخوا په کابل کې داندراګاندي روغتون دماشومانوپه تداویاوروغتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکي سترخدمتونه ترسره کړیدي اودهغهپه څنګ کې افغاني ډاکټران هم په دغه روغتون کې دتخصص ترکچې روزلشویدي .
همدارازهندي پانګوالان په افغانستان کې دپانګې اچونې په برخه کې پورهچمتووالی لري اودکانواوصنایعوپه برخه هندي متخصصین څرګندې لاستهراوړنې لري اوپه دې لاره کې د دوی پلتنې اومسلکي مرستې لادواملري.دهند دولت دافغاني افسرانواوپوځي پرسونل په روزنه کې هم برخهاخیستي اودپوځي ارکانحرب ترکچې یې افغاني افسران روزلي دياودافغانستان د دولت او ولس سره یې دروانې جګړې دپایته رسیدواوبشپړټیکاو درامنځته کولو په لاره کې دزړه له کومي مرستې ترسره کړي دي اوپهدغه سترهیواد کې تراوسه افغان دوښمنه ځالې اومرکزونه نه دي جوړشويبلکې دافغانستان سره درښتیني دوستۍ له امله دپاکستان دتورمخوڅارګروپه نغوته اونیغ په نیغه همکاری دترهګروداړه مارانو له خوادافغانستان پهدننه کې د دوی سفارت اوقونسولګری په بمونوالوزول شوی ځاني او ماليدرنه زیانونه وراوښتي دي
. د۲۰۱۳ او۲۰۱۴کلونوپه اوږدوکې دهنداوافغانستان ترمنځ سوداګریزهراکړه ورکړه ۶۸۳ میلیونوډالروته رسیدلي او۲۰۰۳او۲۰۱۳ کلونو په منځ کېهندي ۱۷سوداګریزوشرکتونو۱۷ میلونه ډالره پانګونه کړي ده اوپه دي برخهلازیاتې هڅې اوکارونه ترلاس لاندي دي اود داکتراشرف غنې په وینا به پهراتلونکو۱۵کلونوکې افغانستان په نړیواله کچه داوسپنې اومسوپه تولید کېلومړی مقام ولري اود۲۵ کلونو په موده کې به افغانستان دمنځنۍ،ختیځياوسهیلي اسیا دهیوادونو داتصال په مرکزواوړي اوداسي مهال بهراورسیږي چې سهارنی به په ډیلي،غرمنی به پیښاوراوماښامنۍ ډوډۍ بهپه کابل کې وخوری اوداخیال نه بلکې دابه واقعیت واوړي اوافغانستان بهداتلسمي پیړۍ سوداګریزاومرکزي امتیاز بیا ترلاسه کړي ځکه افغانستاندنړۍ په کچه د۱۷نادروفلزاتوله ډلې څخه ۱۴ډوله نادرفلزات لري اودځمکېلاندې بډایه شتمني تر دری تریلیونویادرې زره میلیارده ډالروپوري رسیږيچې زموږبې وزله هیواد به دنړۍ دستروبډایه هیوادونوپه قطارکې ودریږي.
دافغانستان روښانه اونیکمرغه راتلونکي اوسنی خونړۍ جګړي ګواښلياودادافغانانوملي،تاریخي اواسلامي دنده ده چې د دوست اودوښمن پهتشخیص کې هوښیاراوسي ا ودملي یووالي اوپیوستون په برکت اوسنيناورین ته چې زموږدتاریخي دوښمنانوپه لمسه اومرسته رامنځته شوی دپایټکی کیږدي اودافغانستان له غروره اوویاړه ډکه بیړۍ د دوښمنانودرذیلانهتوطیوپه سمندر کې له ډوبیدواوبربادیدوڅخه وژغوري اودملي وحدت لهمشرانوڅخه هم دافغان جګړه ځپلي اوټپي،ټپي ملت غوښتنه اوهیله دادهچې نورداوسنیوستروستونزو په وړاندې سلیقوي اوبابیزه چلند ونه کړياودزوریدلي ولس دمشرانو په توګه خپل ملي رسالت ترسره اودهیواددوښمنانوپه وړاندې ګډاورښتینی دریځ خپل کړي.
دهند دوست هیواد ته دافغان ولس مشرسفرچې دهغه په ترځ کې یې دهندله جمهور ریس پرناب مکرجي،صدراعظم نریندرامودي دهند دګانګرسدګوندله مشرې سونیا ګاندي د دغه هیواد دبهرنیوچارو،ددفاع،سوداګرۍ،صنایعواوروغتیا له وزیرانو،دسوداګرۍ اوصنایعودخوني لهغړوسره دوستانه کتنې تر سره کړې په نیک فال نیسواود ده په وینا چېافغانستان دزرګونوکلونوپه ترځ کې له هندسره میلیون اړیکي لري دادوستيباید لاپیاوړي اوتلپاتې وساتل شي.
دافغانستان اوهندوستان دلرغوني تاریخي دوستۍ دلاغوړیدواوټینګیدوپههیله.
هند داسیا په جنوب کې پروت هیواد دی چې شمال لودیزته دپاکستان شمالته له چین،بوتان،نیپال شمال ختیځ ته له برما،بنګله دیش لویدیځ ته دعربسمندرختیځ ته بنګال خلیج اوسهیل ته یې دهند اوقیانوس اوسمندرپروتدی.
۳۴۰۲۸۷۳کیلومتره مربع مساحت لري څه ناڅه درې ځلې له افغانستانهلوی دی.۱۲۲۰۸۰۰۳۵۹یومیلیارد دوه سوه شل میلیونه اته لکه دري سوه نهپنځوس میلیونه نفوس لري اوله چین څخه وروسته په نړۍ کې دویم مقاملري.پلازمېنه یې نوی ډیلی دی .بمبیی یې ستربندري سوداګریزښار دیچې ۱۴ میلیونه اوسیدونکي لري.ټول ټال یې دسترو ښارونوشمیر۳۵تهرسیږي.هندله میلاده دمخه دري زره کاله دمخه زوړتاریخ اوفرهنګ لري اوپهدې هیوادکې بیلابیل نژادونه ،مذهبونه،آیینونه،ډول ډول فرهنګونه پهسلګونوژبې اوزرګونولهجې شتون لري هندي اوانګلیسي یې رسمي ژبېدي اوپه نورو ایالتونوکې هم ۲۲ژبې رسمي ژبې دي .مقننه قوه یې لهدوومجلسونوجوړه ده چې دراجیاسبا(سنا)اولوک سابا(عوام)پهنومونویادیږي اوپه دغه هیوادکې ۷۰۰سیاسي ګوندونه شتون لري چې پهملي،منطقوي،ایالتي سیمه ییزوګوندونوویشل شویدي سترګوندونه یېګانګرس بهارتیاجاناتاب ی پ،مارکسیست کمونیست ګوندونه دي چې ترټولوپیاوړی ګوند یې دګانګرس ګوند دی چې دهند دپلارمهماتاګاندي په مشرییې دهند دخپلواکی غورځنګونه رهبري اود دغه ګوند دبریالیومبارزو په پایلهکې یې په ۱۹۴۷م کال کې دانګلستان دښکیلاکګرځواک څخه خپله خپلواکيترلاسه کړه. دهندلومړی صدرارعظم پندیت جواهرلال نهرو دی اودهندخلکودپندیت دښوونکي په مانا لقب ورکړیدی اودهند دهژمونی اومشرتابه واکترکلونوپوري د دوی په کورنۍ پوري تړلی چې اندراګاندي دهغهلور،راجیوګاندي دهغه لمسی اودګانګرس اوسنی مشره سونیاګانديدیادولووړدي.
په هند کې جمهوري ریاست تشریفاتي مقام دی خوبیاهم اجراییوياوقانوني ستر واکونه لري اودوسله وال پوځ داعلی سرقومندان دنده همترسره کوي دهندصدراعظم د دري ګونوقواووپه سرکې ستراجراییوي مقامدی.
دنړی په کچه هند څلورم اقتصادي ځواک بلل کیږي اوکال په کال یېاقتصاد اومدرنه ټیکنالوژي دڅرګند پرمختګ په حال کې ده.په دغه هیوادکې۱۴۰ تلویزیني کانالونه منظمې خپرونې لري چې ۱۹کانالونه دولتياوپاتې خصوصي اوځانګړي کانالونه دي.همداراز۶۲۴۸۳ورځپاڼي اوموقوتهخپرونې په ۱۲۳ژبوخپریږي .په نړیواله سطحه دلوړتیراژلرونکي ورځپاڼهټایمزاف انډیاپه انګلیسي ژبه هره ورځ ۳۱۴میلیونوپه تیراژخپرونې لري.
هند دسینماتوګرافی اوفلمونوپه جوړولواوتولیدکې نړیوال شهرت لرياوهرکال ۹۰۰فلمونه تولیدیږي اودبالییووډ دسینمایې فلمونومحصولاتدهندپه سوداګری اونړیوال شهرت په درلودلو سره جوت اوځلانده ځای لري.
په زړه پوري داده په نړۍ کې دغواوودشمیرله مخې چې سلګونومیلیونوتهرسیږي هند لومړی مقام لري اوپه هند کې غواته دتقدس په سترګه کتلکیږي اوهندي مذهبه یې غوښه ناروابولي اوهغه نه خوري .هند وروسته لهچین څخه دوریجوپه تولیدکې دویم ځای لري په ۲۰۱۴کال کېیې۱۲۴میلیونه ټنه وریجي تولید کړي اوپه ۲۰۰۵کال کې یې د۱۵۰میلیاردهډالروپه ارزښت کرنیزتولیدات درلودل چې په نړۍ کې دویم ځای لری.
اوداد دغه سترهیوادچې لاپخوادطلایې مرغۍ په نوم یادیده دحاصلخیزېکرنیزي ځمکې اودهمالیا داسمان څکوغرونودمرطوب اوباراني اقلیم برکتدی.خودیوه هندي کرنیزپوهاندپه خبره خپله لیکنه رانغاړم چې ویلیې..افغانستان دومره لویې کرنیزي دښتې اوځمکې لري چې حاصلات یېنه یوازې دافغانستان دخلکولپاره بلکې دلوی هنددمیلیوني وګړولپاره همبسنه کوي.
دګران هیواد دهمدغسې غوړیدلي اوځلانده راتلونکي په هیله.
بسم الله اکبري
۲۹/۴/۲۰۱۵هالنډ