(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمانځۀ فرض کيدل

[04.May.2015 - 15:52]

ليک : علامه ابوالحسن على ندوى ژباړه: ډاکټر سعيدالله قاضى

په شب معراج د موقعه په دوى صلى الله عليه وسلم او ددوى صلى الله عليه وسلم په امت پنځوس مونځونه فرض شول. دوى صلى الله عليه وسلم پرله پسې ددې دکمولو سوالونه له خدائ کول تر دې چې الله تعالى داپنځو ته راکم کړل او دا اعلان وشو چې څوک هم دايمان او احساس ذمه وارۍ سره دامونځونه وکړى هغوى ته به دپنځوسو مونځونو اجر ورکړے کيږى مونځ په عباداتوکښې اهمترين عبادت دے هم داوجه ده چې په عباداتو کښې اولنے فرض شويدے. دقيامت په ورځ هم اول تپوس دمونځ کولے شى لکه د طبرانى روايت دے چې: ((رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى دقيامت په ورځ دبنده څخه اول تپوس دمونځ کيږى که دے روغ شو نو ټول اعمال ئې روغ دى او کۀ خراب شو نو ټول اعمال ئې خراب دى.)) په مونځ کښې سُستى او د دې ګناه الله ج په خپل مقدس کتاب کښې فرمائى: (( پاتې شو وروسته ددوى نه جانشين نا اهله چې مونځ ئې تباه کړو او دخواهشاتو تابع شو نو زر دے چې دغې (کندې دجهنم) سره به مخامخ شى مګر چاچې توبه وويستله او نيک عمل ئې وکړه ( هغه به دجهنم کندې څخه بچ شى.) ددې ايت پحقله ابن عباس رض فرمائى، چې د (اضاعوها) معنى دا نۀ ده چې ټول مونځ پريږدى بلکې چې تۀ ئې دخپل وخت څخه وروسته کړې. او دتابعينو امام سعيد بن مسيب رح فرمائى ددې معنى داده چې دماسپښين مونځ نۀ کوى تر دې چې مازيګر وخت داخل شى او دمازيګر نه کوى تر دې چې ماښام شى او دماښام نۀ کوى تر دې چې ماسخوتن شى او داسې دسحر هم. څوک چې په دې حالت کښې مړ شى او توبه ئې ويستے نۀ وى نو دجهنم دغې کندې سره به مخامخ کيږى الله دې ترې هر مسلمان وساتى په بل ايت کريمه کښې الله ج فرمائى: (( دهغه مونځ کوونکو لپاره هلاکت دے چې دخپلو مونځونو څخه غافله او سستى کوونکى وى)) ويل د جهنم د کندو څخه يوه کنده ده کۀ چيرته پکښې ددنيا غرونه واچولے شى نو دسختې ګرمۍ نه به ويلې کړے شى او يامراد ترينه سخت عذاب دے او دا دهغه استوګنه ده چې مونځ کښې سستى کوى او بې لۀ توبې څخه په دې حالت کښې مړ شى همداوجه ده چې الله مؤمنانو ته اعلان کوى چې مونځ څخه غافله نۀ شئ (( اے ايمان واله ؤ تاسو مالونه او بچى دمونځ څخه غافله نۀ کړى او کۀ چا دا کار (دمال بچى په وجه دمونځ څخه غافله شو) اوکړو نو دغه کسان تاوانيان دى.)) مونځ نۀ کوونکى دقيامت په ورځ به دفرعون، هارون هامان او ابى بن خلف سره پاڅى، شمس الدين ذهبى په خپل کتاب ((الکبائر )) کښې يو حديث شريف نقل کړيدے ((رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى څوک چې د مونځ حفاظت کوى نو دقيامت په ورځ په دۀ لره نور او برهان (دليل) او کاميابى وى او چې خوک حفاظت دمونځ نۀ کوى نو نۀپه ورله نور وى او نۀ دليل او نۀ به کامياب وى. او قيامت کښې به دفرعون، قارون هامان او ابى ابن خلف سره پاڅى)) علماء کرام وائى دابه ځکه دفرعون سره پاڅى چې مونځ به ترې دبادشاهۍ دډيوټۍ په وجه قضا شوى وى او دقارون سره به ځکه وى چې مونځ به ترې دمال په وجه قضا شوى وى او هامان سره ځکه چې مونځ به ترې ددوزارت په وجه قضا شوى وى او دابى بن خلف منافق سره به ځکه پاڅى چې دتجارت (کاروبار) په وجه ترې مونځ پاتې شوى وى د مونځ غل رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى په خلقو کښې بد ترين غَل هغه دے چې مونځ څخه غلا کوى ورته وويل چې د مونځ غلا څنګه وى؟ نو وفرمائيل رکوع او سجده او او قرائت نۀ پوره کوى نو دا دمانځۀ غل دے)) اوسنى مونځ کوونکى اکثره غلا کوونکى دى ځکه درکوع سجدې قيام وغيره خيال نۀ کوى نو راځئ چې فوراً هر مونځ کوونکى دخپلې غلطۍ څخه توبه وباسو ماشوم به کله په مونځ کوئ؟ په يو روايت کښې راغلى دى چې خپلو بچو ته په مونځ حکم وکړئ چې کله اوۀ کلن شى او په دې مونځ نۀ کولو ئې او وهى چې کله لس کلن شى او دهلک جينى کټ بستره جدا کړى کۀ هر مسلمان په دې حديث عمل وکړئ او خپل بچيان په مونځ ودروئ نو دهغه کور به دلوفرۍ او بد امنۍ څخه بچ شى. اوسنى ځوانان غلا ډاکې، دمشرانو احترام نۀ کول، په سکول کښې فيل کيدل داوجه ده چې په پورتنى حديث باندې عمل نۀ کوى په ځائې لۀ دې چې دماښام وروسته خپل ماشومان دموځ زده کولو لپاره کښينوى نو اوس مسلمانان ئې د ټى وى ډرامو لپاره راټول کړى او ټى وى ورته چالو کړئ. يو حکايت چې امام شمس الدين ذهبى له الکبائر کښې نقل کړيدے (( يو ځوان ؤ چې خور ئې مړه شوه په خطا ئې سره ترې قبر کښې ددۀ بټوه هم ښخه شوه نو وروسته قبر ئې کولاؤ کړو چې خپله بټوه راواخلى قبر ئې کولاؤ کړو چې داور څخه ډک دے او ددې خور باندې لمبې بليږى زر ئې خاورې پرې واړولې او واپس مورته راغے وائى، مورې ماته دخپلې خور احوال بيان کړه؟ مور ئې ورته وويل بچيه ولې؟ هغه ورته دقبر داور قيصه وکړه نو مور ئې په ژړا شوه او ويل بچيه خور به دې صرف په مونځ کښې سستى کوله يعنې مونځ به ئې هله کولو چې خپل وخت به ئې ختم شو وروڼو مسلمانانو دهغه چا به څه حال وى چې بيخى مونځ نۀ کوى او يا مونځ په قصد سره قضا کوى نوټ: بعضې وختونو کښې دوه مونځونه يو وخت کښې کول جائز دى دې ته جمع بين الصلاتين وائى او داهم په سفر کښې جائز دى

-
بېرته شاته