(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک، شاعر، لیکوال او سیاستوال

[15.Nov.2015 - 21:40]

لیک:خالد تکل
اجمل خټک د خپل سياسي ژوند پيل له خدايي خدمتگار غورځنگ څخه وکړ چې بنسټ يې خان عبدالغفار خان (پاچا خان، فخر افغان) ايښى و.
اجمل خټک وروسته د پښتون ملت پال، عوامي نېشنل گوند، مشر او همدارز په پاکستان کې د محکومو قامونو د سياسي گوندونو ايتلاف (پونم) مشر هم و.

اجمل خټک په نظم او نثر کې په لسگونو اثار ليکلي دي؛ خو په شعر کې يې د “غيرت چيغه” د ملتپالنې يو شاهکار گڼل کېږي. د نوموړي شاعرۍ د ډېرو خلکو په ذهن او فکر کې انقلاب راوستى او له همدې کبله ده ته “انقلابي شاعر” هم ويل شوي دي.

ارواښاد اجمل خټک په ۱۹۲۵ ز کال د سېپټمبر په پنځلسمه په اکوړه خټک کې زېږېدلی و او د ۲۰۱۰ ز کال فیبرورۍ په اوومه ومړ
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا د پيښور عالى ښوونځي ته ورغي. اجمل خټک په ځينو سياسی چارو کې فعال ښکيل وو؛ نو په دې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي وویستل شو.

خو له پوهې سره مينې دى غلى نه کړ او په شخصي توگه يي لوست ووايه او عربي، پښتو او پارسي يې ولوستل، انگريزي ژبه يي زده کړه او پوهنتون ته يې د ازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خوله ازموينې يي راويست او زندان ته يي وردننه کړ. ده په زندان کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې د ازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي او بيرته به يې زندان ته راوست.

له زندان نه وروسته ښاغلى خټک د پېښور پوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيو او داځل يي د (مچ) مشهور زندان ته بوت؛ خو بيا يې هم لوست مخکې وړ او له همغه ځايه يې د فلسفې او ارواپوهنې ازموينه ورکړه .

له ١٩٤٢ز نه تر ١٩٤٤ ز کال پورې يې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډېر مخامخ و،خو په ١٩٤٧ ز کال کې پاکستان جوړ شواو د دوى ستونزې د پخوا په پرتله په کمېدو شوې. دی دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى.

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيو کې يې هم کار کاوه پروگرامونه به يې ليکل؛ خو د ژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه.

چاپ شوي آثار
تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي.

پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
پښتانۀ شعراء(پښتو)
ژوند او فن(پښتو)
د غيرت چيغه (پښتو)
کچکول(پښتو)
باتور(پښتو)
دا زۀ پاگل ووم(پښتو)
دوخت چغه(پښتو)
گلونه تکلونه(پښتو)
گل پرهر( پښتو)
سرې غونچې(پښتو)
ځنډ وخنډ(پښتو)
عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
جلا وطن کى شاعري(اردو)
افغان ننگ(پښتو)
دژوند چغه(پښتو)
قيصه زما د ادبى ژوند(پښتو)

په دې وروستيو کالونو کې چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه و؛ نو د يوه نوي کتاب په ليکلو بوخت و چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې راغونډې کړي. نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي و؟ او شل کاله يي هلته ولې ژوند وکړ؟ د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همدا راز يې کتاب ته د (ترخه وختونه او خواږه يادونه) نوم غوره کړى و.

ډېری قلموال د نوموړي تر ټولو ستر صفت دا ګڼي، چې د برابرۍ او ازادۍ حقوق يې يوازې د پښتون لپاره نه، بلکې د ټول انسانيت لپاره يې غوښتل.

نوموړی له دې سره سره چې د پاکستان د سنا مجلس غړی هم پاتی شوی دی، مګر بیا يې هم ډېر د ملنګۍ ژوند کړی او خپلو اولادونو ته يې پرته له یوې بسوې کوره نور څه نه دي پرېښي.

اجمل خټک په  ١٩٣٧ز کال کې د دولسو کالو په عمر په شعر ويلو پيل وکړ او د خوشحال خان خټک د قبر په ليدو يې دا شعر ويلى و:

قبــر د خوشحــال نيکه پـه خاورو کې ورکېږي
خانان يې ټول نمسي دي په بنگلو کې اوسېږي

 خټک د خپلو ملگرو سره په ١٩٣٧ز کال د نوښار ادبي جرگه جوړه کړه چې د هغه وخت ډېر تکړه شاعران او ليکوالان په کې راټول شول .

         استاد بختاني لیکي: « په ١٩٤٤ او ١٩٤٥ز کلونو کې اجمل خټک د اکوړي په ميرو کې په نظمونو او غزلو سرو، دغه دور کې يې درې قلمي مجموعې د غزلونو تيارې کړې وې ، چې ((ټکرې)) ، ((لمبې)) او ((لوخړې)) نومېدې، خو هغه مجموعى ورکې دي.

 په ١٩٤٤ز کال کې اجمل خټک د ((غره چينه)) او ((د مينې دنيا)) غوندې معياري نظمونه د نولسو کالو په عمر کې ليکلي وو ، چې ١٩٤٨ز کال کې قاضي عبدالسلام صاحب په ((ادبي سوغات)) کې چاپ کړل.»

د اجمل خټک د نثر ډېره غوره نمونه ((مسافر ته خطاب)) نومېږي چې د ليک په ډول ده. دا ليک اجمل خټک په ١٩٤٩ز کال کې ارواښاد عبدالروف بينوا ته ليکلى و، په دې ليک کې اجمل خټک د لرو پښتنو د محکوميت حالات بيانوي.

اوه ويشت کلن زلمى اجمل خټک چې په مردان کالج کې په ١٩٥٢ز کال کې د ((ويښ زلمى سندره)) ووې ، نو يو نيم کال پرې قيد کړى شو .

په ١٩٥٨ز کال کې د اجمل خټک د شعرونو لومړى مجموعه ((د غيرت چيغه)) په پېښور کې چاپ شوه. د اجمل خټک مشهور اثر ( دا زه پاگل وم ) په لومړى ځل په ١٩٥٨ز کال په ٢٦٠ مخونو کې د پيښور په منظور پريس کې چاپ شوى دى .

په ١٩٦٢ز کال کې د پښتو ټولنې لخوا ورته ((د غيرت چيغه)) نومي کتاب باندې لس زره افغانۍ جايزه ورکړل شوه، مګر خټک دا وانه خېسته او ويې ويل چې ما دا کتاب د پيسو گټلو لپاره نه دى ليکلى، زه خو ددې مجموعې حقيقي تعبير غواړم.

په ١٩٦٤ز کال کې د اجمل خټک د ((غيرت چيغه)) دوهم ځل لپاره په کابل کې چاپ شوه .

په ١٩٦٦ز کال کې اجمل خټک د خوشحال خټک د تلين په مناسبت په هغه علمي او څيړنيز بين المللي سيمينار کې گډون وکړ چې د پښتو ټولنې لخوا په کابل کې جوړ شوى و . ددې سيمينار په ټولو غونډو کې د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان هم گډون کړى و .

د ده د شعر بېلګه:

وايه تيار خوره د ملتان جيل دې ليدلى دى ؟
دا اجمل خټک دى چې د دار سرته ختـلى دى

د ١٩٧٠ز کال انتخابات په ملک کې الني انتخابات وو . په دې انتخاباتو کې د ضلع نوښار نه نيشنل عوامي پارټۍ داړخه اجمل خټک ته د قومي اسمبلۍ دپاره ټکټ ورکړى شو . په ١٩٧٢ز کال کې د ذوالفقار على بوټو سره يو ځاى په دولتي هيئت کې د چين په دوره ولاړ.

ژوند او خوند – د اجمل خټک يو بله وړه شعري مجموعه ده چې د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنگي چارو رياست لخوا په ١٩٧٧ز کال کې چاپ شوى دى .

د اجمل خټک ځانپېښې ( اټوبيوگرافي) (قصه ، زما د ادبي ژوند –  اوله حصه) په ٢٠٠٥ز کال کې چاپ شوه .

د ٢٠٠٦ز کال د اپريل د مياشتې په ١٩-٢٠ مه نيټه کابل کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د اجمل خټک د اتيايمې کليزې په وياړ علمي – څيړنيز سيمينار جوړ شو .

اجمل خټک د  ٢٠١٠ ز کال د فبرورى په داوومه نيټه د پښتو نخوا په اکوړه خټک کې وفات شو.

سرچینې:
د کابل پوهنتون د استاد پوهندوی بریالي باجوړي لکچرنوټونه، د اجمل خټک ځینې اثار او بېلابېلې انټرنیټې ویبپاڼې.

- خالد تکل
بېرته شاته