(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپل چاپېدونکې کتاب ((پښتو او پښتانه))

[17.Nov.2015 - 21:56]

د خپل چاپېدونکې کتاب ((پښتو او پښتانه)) د روښانې (رخشانې) ژوند ليک د سهاک
(ضحاک!) نيکه يوې بلې ((رخشانې)) نمسۍ شهيدې ارواته ډالۍ کوم چې څو ورځې وړا ندې د جنت ټيکه والو د غور ولايت په څنگلورې کاسي دره کې لومړۍ بدنامه او بيا سنگسار کړه او پرون (۱۶-۱۱-۱۵) يې بيا په دې گناه پر کور داړه واچوله چې ولې يې موروپلار په کړيکو او کوکارو نور مسلمانان ورباندې خبر کړل؟

                                  پوهاند دوکتور م.ا. زيار

                                   اکسفورډ۱۷نوېمبر۱۵

رخشانه ياساکه پښتنه روښانه Roxãna))

څنگه د سکندر مېرمن شوه ؟

که سکندر له ساکي ” روښانې Roxana” يا رخشانې سره واده کړى وو، نو سبکتگين له زابلۍ پښتنې او بابر له “مبارکې” يوسفزۍ سره د واده له لارې پښتانه د ځان ملاتړي او ملگري کړي ول، لکه څنگه چې بابر د دې منښته کوي او له يوسفزو سره د خپلې خېښۍ انگېزه پخپله راډاگيزوي:

((د دې لپاره چې د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو دملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې د يوسفزو افغانانو د استازي په توگه زما حضورته راغلی وو…)). (حافظ رحمت خاني)

2یم خو سهاکه، ستانه نه یم             ښېرې مې وکړې، ژڼي وينې غورځوينه

دا د روښانې (رخشانې) هغه انځوردی چې په اتن (يونان)کې يې د پژۍ (مجسمې) له مخې اخېستل شوی دی. لومړۍ پلا مو داروا ښاد پوهاند جاويد پراخځ رخشانه د پامير د يوه اکسيارتس) نومي سرغنه (قومي مشر) لورښوولې وه. خو دا ځل راته غوره واېسېده، پرځای يې د گران ليکوال خاطر مانيروال هغه پښتو ژباړه له يوڅه کرونې سره راواخلو چې اغلې انجم سلطان شهباز پر خپل وار له يوه انگريزي متنه اردو ته راړولې وه. په دې لړکې يې د د روښانې (پارسي: رخشانې) پلار (Oxyartes ) د باختر يو سردار ښوول شوی چې وخيارتس يا وښيارتس لوستل کېدای شي. د امو دواړې غاړې په با ختر (باکتريانا) کې راتلې او له دې سره سوغديانا اوسوغد (سغد) د اوسني تاجيکستان يو ولايت دی. په دې ډول که روښانه د سُغد (سغديانا) د سردار لور راښوول شوی، کوم پاموړ توپير يا ورا نپوهاوی نه رامنځته کوي. امو(آمو) هم د پوها ند حسن کاکړ پر اند له ساکه ټبرنوم (هومه ورگه <امو ورگه) سره تړ او لري. او همداراز د روښا نې پلار د باختري ټولواکمنۍ يو سيمه ييز اداري مشر يا گورنر وو. بلخوا، د استاد مورگنستيرن او دوست شينوا ري د نغوتو او څرگندونو له مخې پښتانه د (هومه ورگه) ساکو په زوزات کې راځي چې له پاميرو باختره تر سيستان، غور، هېلمند وار غنداو،کسې غره او نورو سوېلي سيمو ته را خپاره شوي، نو روښانه هم ساکه نومېرلای شو او له همدې گوټليده مو تر انځور لاندې د اوسنۍ((سلېما نخېلې)) سهاکې ټپه کښلې ده:

يم خو سهاکه، ستانه نه يم

ښېرې مې وکړې، ژڼي وينې تويوينه

د ايرانيانو او تاجيکانو داوه:

کله چې ماپر۱۹۹۸ کال د ((اوستا و فرهنگ باستان)) همآيش (څېړ نغونډې) ته د خپلې ليکنې په تړاو د رخشانې انځور پر پروجکتور واچاوه او هغه مې د شمالختيزې آرياناساکه وبلله، تاجيکان تر ايرانيانو هم زيات راوپارېدل او ويې ويل: ((هغه زموږه سغدۍ وه!))

ما يې په غبرگون و دفاع کې وويل: د فونېتيک فارمول پر بنسټ له تاريخي- جغرافيايي پلوه تاسې ټول پارسي ژبې زموږ د افغاني ((دری)) ژبو په گډون په سوېل- لوېديځ اړه لرئ چې ځينې د سکندر له خوا د دارا تر پرځېدنې او ځينې بيا د عربو له خوا د د درېيم ساساني يزدگرد تر تېښتې او مرگ روسته د اړوندو ماتې خوړلو پوځيانو او اړوندانو په توگه دېخوا (شمال ختيځ) ، په نورو ټکو، فرارود (ماوراؤ النهر) ته په توره تېښته را غلي ياست! ]فونېتيک فارمول او تاريخي- جغرافيايي جدول: د کتاب متن او ((ارياني)) پايڅوړ[… او دادی، اوس يې لاسته راغلی تاريخي لاسوند هم پخلی کوي. د تاجيکانو او ايرانيانو د فردوسي، نظامي او داسې ورته ادبي افسانې او اسطورې هم د ورته لومړی لاس يوناني تاريخي ليکنو نورې ننگولې دي چې له ماتې خوړلي (دارا ) يې څه ستر اتل رغولی وو: (… نه جنبان مرا تا نجنبند زمين) په تېره دا چې گوندې سکندريې تر وژنې روسته له لورسره واده کړی وو!
تاريخي سپيناوی يې هم پوهاند کاکړ (۳۶-۷۳) داسې وړاندې کوي:

((… سکندر ته د يوې وړې نښتې په ترڅ کې دداريوش پاچايي پرلاس ورغله چې په پوره پت و عزت يې ورسره چلند وکړ. داريوش له سکندر سره ديپلوماسي پيل کړه، ان تردې چې په درېيم وړانديز کې يې ترې وغوښتل، له لورسره يې واده وکړي او په ولور کې يې له فراته تر لوېديځ پورې د اېمپراتورۍ سيمې ومني، خو سکندر لکه د نورو په څېر دغه وړانديز هم ور ردکړ. پر۳۳۱ مز يې پر گاگه ميله Gaga Mela يې لوی پوځ ورمات کړ او بيا يې د سوسا (Susa) او (او پرسيپو ليس Persi Polis) ښارونه ځنې ونيول، (پخپله) ترې ختيځ ته راو تښتېد او دغلته د بخدي والي بيسوس (Bessus چې په خپل کمپ( دربار)کې وو، په دامغان کې عمر ورلنډ کړ او خپل ځان يې پاچا اعلام کړ… .))

په هر ډول، د نرينه نوم په توگه (الکساندر، سکندر) تر څنگه لږوډېر روکسانه Roxsana)) له بېلابېلو ليکدودونو سره له لويديځه تر ختيځه يو ټو لمنلی دود ښځينه نوم دی، پارسي، اردو ..انډ ول يې (رخشانه) دی او پښتو يې (روښانه)؛ مانا يې هم (روشن) ده چې له او ېستا (raoxshna) سره سمون لري؛ د شوغنۍ نژدې خور او ورسره په يوه سيمه کې د ويل کېدونکې ژبې نوم ((روښاني)) يې هم يوه ژوندۍ بېلگه ده. روسي انډول يې وکسانه Oksana دی چې په همدې بڼه يې دانگر ېزي ژبي تلويزيوني (RT) خپرونې د يوې وياندې او خبريالې نوم هم دی.

يوناني تاريخپوهانو آره ساکي بڼه(Roxana) کټ مټ يوناني ليک ته ټکي پر ټکي وراړولې، يا د ژبپوهنې په نومونه (ترانسلېترېشن- trans letration) کړې ده. هغوی له دغه پلوه د روميانو او راروسته د انگرېزانو پر خلاف، له پوره ځيره (دقته) کار اخېست، لکه په (ساکستانه) او د جهلم ډبرليک په اړوند ويي(چشتنه) کې، چې د اوسنۍ پښتو (څښتن) منځنۍ(مورنۍ) بڼه ده، هرگوره، روستی (a-) يا نور واوېلونه يې له گرامري روستاړو پرته نورڅه اټکلېدای نه شي؛(چينيان خو په هر ډول بېخي يو وگړنوم، او تاريخي يا جغرا فيايي نوم گړ سره مسخه کوي).

گيرشوويچ (۳) په باختر (باکتريانا) کې د   تاريخي ساکي ټلوالې د ټوا کمنې نوم د زړې ساکي بڼې او وينگ له مخې له ورته يوناني ترا نسلېترېشن سره (Zaranaia) راخېستی چې اوسنی انډول يې (زرينه) راځي؛پر زرينه باندې بيا يو(جگپوړی) ماد(سترېنگيوس Stryangaios) مين شوی وو او چې مينه يې ترسره نه شوه، نو ځانوژنې ته اړووت.

هرگوره، څو کاله وړاندې چې د بي بي سي څلورم چاينل کوم فيلم نندارې ته وړاندې کړی وو، د کيسې د لا زيات راکښون لپاره يې پکې داهم زياته کړې وه چې روښانې گنې د باکتريانا د نيواک په غچ کې غوښتل، سکندر په خوب کې ووژني!

د ښاغلي خاطر له خوا د راژباړلې کيسې کره او کېښکلې بڼه په لاندې ډول وړاندې کېږي:

د سوغدکوټ نيونه:

دا کلاياکوټ د يوه گاگرين غره پر سر اباد وو او اوسېدو نکي يې په دې غاوره ول چې د نړۍ يو ځواک هم دې کلا ته ځان نه شي ورسو لای. سکندر لا وار له مخه ددغې کلا په اړه اورېدلي ول چې سردار پکې له خپل کورکهول او وگړو سره يوځای ژوند کوي او دا پر داسې نېغ او هسک غره اباده ده چې رسېدل ورته اسان نه دي. خو سکندر په دښمنانو پسې راخېستې وه،همداچې له پوځ سره د دغه کوټ خواته ورسېد، خلکو وار له مخه ورته مورچلې نيولې وې. خوراکتوکي ا و څښاکتوکي يې پوره زېرمه کړي ول او بلخوا د وارين موسم له پلوه د اوبو هم څه کمی نه وو. سکندر چې کوټ ته پورته وکتل، پوه شو چې ختل ورته رښتياهم دومره اسانه نه دي.

سکندر دغو خلکو ته وويل چې: (( که تاسې را کښته شئ او ځانونه راوسپارئ، نو روغ رمټ به پاتې شئ او د جنګ تاوان به هم درته وبښل شي! باختريانو د سکندر وړانديز رد کړ، پرځای يې پر سکندر غږ کړ اوننګونې ته يې راو باله:

يه مکدوني سالاره، ته دلته د راختو وس نه لری، بيرته پر شا شه او يا داسې سرتيري راوله چې د مرغانو په څېر وزرې ولري او دغلته ځانونه راورسولای شي!

پر سکندر د هغو خلکو گواښ او ملنډه ښه ونه لگېدل، د کلا د نيولوپه تکل کې شو او پوځي سلاکارانو او سرتېرو يې هم دې ننګونې ته غاړه کېښووه.

الوتونکي سرتېري:

سکندر له پوځه داسې درې سوه سرتيري راچاڼ کړل چې هم زړور ول او هم په غره ختوکې مېړني او ازمېښتکاره. هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې کلا ته د ختو لپاره د غر هماغه نېغه، ښويه ښاکه پرښنه ياخناړه او ستونزمنه ډډه ونيسي او ورته دا هم ويل شوي ول چې د کلا سرته له رسېدو سره به سم له سمونې له ځان سره اخېستي رپي (بيرغونه) و رپوي. نو هغوی هم ترخړ گهيځه هم لا له مخه په يوه سخت واورين توپان کې د رسيو او مېخونو په مټ پرکوټ باندې ختو ته و پتېيله. له هغوی درو سوو سرتېرو دېرش تنه کښته راوپرځېدل او نور د لمر له څړيکې سره د غره سر ته ورسېدل.

سکندرله لاندې نه پرباختريانو غږ وکړ چې زما څانگور(وزروال) سر تيري مو وليدل چې څنگه دروختل . باختريانو چې له مخ اړولو سره پر مکدوني سرتېرو سترگې ولگېدې، هک پک شول، وار پار يې ختا شو او نور يې د کړې وړې چارې پر وړاندې ((امان امان )) غږونه پورته کړل. ځکه هغوی د غره څه ناڅه هماغه اسانه ډډه او لويه دروازه څارله او له هغې سختې ستوغې ډډې يې هېڅ باگه نه وه. سردار هم خپل خلک په کلا کې راغونډ کړل او ورته يې وويل چې اوس راته له سلامي کېدا او ځانسپارنې بله لاره چاره نه ده راپاتې!

سکندر او د باختر سردار له لور سره واده:

سکندر د کلا له ورختو رسېدو سره تر لويې دروازې ورتېر شو، و يې ليدل چې د باختري څوکيوالو پر څارخونو يې خپل رپي رپي او د د ښمنانو هغه اخوا دېخوا پراته دي. لوی وره ته ودرېد اود خلکو پر ننداره بوخت شو چې پرلپسې له کلا راوځي او له درناوي سره يې له مخې تېرېږي. په هغه ترڅ کې يې ناببره پر يوه ښکلې ګلالۍ پېغله سترگې ولگېدې چې له يوه درناوي سره يې لکه غشی له مخې گړندۍ تېره شوه. مکدوني ټولواکمن پرې ورغږ کړ چې وه نجلۍ نوم دې څه دی؟

هغه پښه نيولې شوه، بيرته يې راوکتل او په ترهېدلي گړدود يې ورغبرگه کړه: روکسانه!

سکندر ور نژدې شو، لاس يې ور ونيو او ورښکل يې کړ، هغه ترې بې له کوم غبرگونه بيرته شاگرځ شوه او پر خپله مخه ولاړه، خو پر شا او اوږو راځړېدلو اوږدو کوڅيو يې د مکدوني ټولواکمن زړه او ذهن له ځان سره يرغمل يوړل. نوره نو سکندر ټينگه پتېيلې وه چې له رخشانې سره هرومرو واده وکړي.

د سوغد کلا په باختر کې د سکندر روستۍ ولکه کړې سيمه وه او هم دلته يې له روښانې سره واده وکړ. ددې زېږکال ۳۴۵ مز اټکلېده او د واده پر وخت يې منگ اتلس کاله وو.تر واده نه پس روښانې له دوو څيزونو (مذهب او مېړه) سره ډېره مينه درلوده او له سکندر سره د هند په تگ کې ملگرې وه. پر دې واده ډېر جگپوړي يونانيان خوښ نه ول ،خو د هغه موخه او مرام د باختريانو مرسته ملاتړ تر لاسه کول وه او په دې کار بريالی هم شو. په هر ډول، مېرمن و او مېړه يو پربل پوره گران ول، رو ښانه سره له دې چې يونانۍ نه وه، بيايې هم د سکندر له خوښ ناخوښه ځان پوره خبر کړی وو.

د سکندر تر مړينې روسته پر ۳۲۳ مز کال د روښانې پسمرگي زوی (څلورم سکندر) داسې مهال وزېږېد چې هغه ستره واکمني نوره له ډېرو سياسي کړ کېچونو سره مخامخ وه . نو له دې پلوه روښانې او زوی يې هم ډېرې ناخوالې وليدې. د سکندر مور (اولمپياس) له دې سره سره چې دغه نږور او نمسی پرې گران ول او پوره خيال يې ساته. خو پر ۳۱۶مز کال چې اولمپياس د پاچاهۍ په هڅه کې شوه ، ځانته د لارې پرانېستو لپا ره يې پر ۳۱۰ مز. کال روښانه او زوی دواړه له مخې لرې کړل ؛ هرگوره د فردوسي شهنامه د روښانې يو لور هم يادوي.

- پوهاند دوکتور م.ا. زيار
بېرته شاته