(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د تورو پلټنه او شته

[23.Nov.2015 - 23:51]

  لیک: عبدالجباركاكړ
          زه چې كله د اردو ژبي كتاب لولمه نو داسي توري مې ډېر تر سترګو كيږي چې هغه د پښتو توري دي ځيني ځيني توري خو په بشپړه ډول په دهغه ژبه كښې خپل شوي دي چې ځموږ بشپړه باور ور باندي وشې چې دا به د اردو ژبي خپل توري (WORDS)وي خو چې سر شته او پلټنه ورته نو څرګنده شې چې دا د پښتو توري دي د بيلګي په ډول مزل مزل ډېر نور دلته ځما عرض دا نه دي چې زه د اردو ژبي يا د بلې ژبه څخه كركه وښايم خو په اردو ژبه كښې به ارومرو د پښتو توري وي ولي چې اردو ژبه يوه عسكري ژبه ده چې د بيلو بيلو ژبو د تورو او ټكو څخه جوړه ده او خل توري نه لري خو د بده مرغه موږ هر توي چې په ياده ژپ كښې ګاريږي د اردو توري ګڼو دا ځكه چې په موږ كښې دا دودنه شته چې د خپلې ژبي هر اړخيزه پلټنه او شته وكړو ددې د څنګه يو لوئي شمير د پارسي توري هم ځموږ ژبي خپل كړي دي كه څه هم هغه د دواړو ژبو ګډ مشترك توري دي چې دادواړي لوئي ژبي (پارسي او پښتو) خوندي ژبي دي چې هميش يو د بل تر څنګه پاته شوي آن دا چې يو وخت د دوي ژبي نه بلكې يوه ژبه وه نو ځكه چې دواړي ژبي ډېر ګډ توري لري هم دا ډول يو لوئي شمير د عربي ژبي توري ځموږ پښتو خپل كړي دي داخبره هر چاته څرګنده ده دا ځكه ځموږ ستر ديني كتاب قرآن شريف او نور اسلامي كتابونه په عربي ژبه ده چې ارومرو به ځموږ په ژبه اغيزه كوي خو اوس په پارسي او پښتو كښې هم ډېر اسلامي كتابونه شته تر چاپ راتيريږي.
​اوس راځو خپلې خبري ته په رښتيا هم موږ تراوسه د خپلې ژبي پښتو دومره شته ( RESEARH) نه دي كړي تر دي چې موږ ډېر په دي نه يو خبر چې ګارونكي توري ځموږ د خپلې ژبي دي چې ددې ژوندي بيلګه د نورو ژبو وارو په قاموسونو ( DICTIOARY) كښې د هري ژبي اشاره (اخونه) ورته شوي وي خو د پښتو و تورو ته داسي څه نه ښكاره كيږي كه وي هم ځما تر سترګو نه د تېره شوي وي ددې سره سره چې د وخت حكمرانانو چې پخپله هم پښتانه وو د نورو ژبو د حكمرانانو وارو و خپلې ژبي ته د تاريخ په اوږدو كښې ارزښت نه دي وركړي او دا څه وډره او پټه خبره نه ده ددې سره سره چې ګاونډيانو دهغه وخته څخه ځموږ د ژبي د ګډوډه كولو او د پرمختيا په مخ كښې خنډونه اچولي دي چې دهغه ناخوالو هر وخت ځموږ و سترګو ته هغو د يخوا كيږي خو داخبره هم دا ويرولو وړنه ده چې په ټوله ايزه ډول و پښتو ته دومره كارنه دي شوي لكه په يواځي سرچي ځموږ مشرانو او كشرانو كړي يا يې كوي چې ژوندي بيلګه يې ستر خوشال خان باند(ارواښاد) دي يا دهغه وخته څخه دېر زمريان لګيادي او د خپلې ژبي چوپړوهي چې دلته يې نومونه راوړل څه آسانه كارنه دي خو دوي هم د پښتو په وده او پرمختيا كښې ستر نومونه لري.
​ددې سره سره چې په اوسني مهال كښې د پښتو دودي دپاره اكيډمي ادبي ټولني او اداري شته دي او دوي هر وخت ناستي كوي خو د دوي ټوله زور په مشاعرو باندي ختلي ړي او دوي وهغه خواته مخه نه د كړي چې هغه ته د ژبي چيړنه شته (RESERCH)وويل شې داسي نه چې دوي د پښتو ژبي دپاره كار نه كوي خو هغه دنده چې د دوي په غاړه كښې لويدلي ده هغه نه تر سره كوي نه دوي څوك په ملاټكوي چې دوي و دهغه خواته پاملرنه وكړي هو دوي شاعران تشويق كوي ځكه چې پښتو ژبه د نورو په پرتله د شاعري ژبه جوړه شوي ده او موږ اټكل كوي شو چې هره ورځ د شاعري نوي نوي كتابونه په لاسو كښې ليدل كيږي ددي سره سره د پښتو ژبي لوستونكي د نشت يادنه برابردي په زياته بيا د كرښي د لمرخاته په خوا كښې دا ځكه چې ځموږ پښتو په دهغه سيمو كښې نه دلوست ژبه ده نه د دفتر او چارواكو بس هم څه سرتيري دي چې و كار ته ملاتړلي او غواړي چې د دوي مورني ژبه پښتو هم دومره وده او پرمختيا وكړي لكه نوري ژبي خو د ويري ځائي دادي چې په ښوونځيو او سكولو كښې نوري ژبي ورته ويل كيږي او بريښنائي رسنې هم د نورو په ژبه دي نو ځكه لوستونكي د خپلې مورني ژبي دود او كلتور سره ورځ تر بلې بيګانه كيږي پښتانه چې يوه پيژندګلوي يې د آس د ساتونكي قام په حيث تاريخي نوم لري كه نن هم و دهغه زده كونكو ته آس ورښكاره كړي نو په ځائي ددي چې آس ورته ووايې دوي به ټول ګهوړايا (HORSE) ورته وائي ځكه چې د دوي زده كړي په مورني ژبه نه دي داسي نوري ډېري بيلګي موږ ښوولي شو او ددي د څنګه نورو ژبو په پښتو دومره يرغل كړي دي چې ك پام ورته ونه شې نو به پښتو نوره خپل ارزښت دلاسه وركړي او بله لويه بده دا ده چې ځموږ ليكوال او رڼ انده په ځائي ددي چې څه خواري په ځان يوشې او پښتو خپل توري ګار كړي دوي هم د نورو ژبو توري په خپل پښتو ليك كښې ګاروي چې ډېر داسي ليكوال شته چې د دوي ليك د سر څخه د پښتو نه شې كيدلي چې و ژبي ته دنه پوهيدو هڅ ګڼل كيدي شې يا به زياته موږ هغه ته ګلالي پښتو نوم وركوو.
​په كاردي چې موږ و خپلې مورني ژبي ته نوره ډېره پاملرنه وكړو او د هر هغه څه څخه لاس په سرشو چې هغه ځموږ و ژبي ته زيان رسوي و خپلې ژبي ته هغه برخه او حق راوړو چې هغه تراوسه نه دي وركول شوي و لكه هغه په هره خوا او سيمه كښې وي ولي چې دا ځموږ بشري اسلامي او آئيني حق دي خو ددي د څنګه خپله هم داسي هڅه ونه كړو چې هغه پښتو ته زيان رسوي موږ داهڅه كړي ده چې په پښتو ليك دود كښې چې هره ورځ كوم توري ګاريږي هغه تاسو ته وړاندي كړو او هغه څوك چې بيله داړتيا او ضرور ته د نورو ژبو توري ګاروي هغه ځموږ ددي هڅي څخه ګټه واخلي دا ځكه چې كوم ليكوال بې دريغه د نورو ژبو توري ګاروي او پښتو ژبه و يوه بل لورته په پوهي يا ناپوهي روانه كړي د هغو مخ نوي وشي.    
                                                                                            (نوربيا)

 

- عبدالجباركاكړ
بېرته شاته