(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د ډاکټر کبيرستوري ياد
خدايه! بل د ادب ستورى رانه لاړ
سـور لمـر وسولم سيورى رانه لاړ
شاعران او ليکوالان ډېر تېر شوي او تېريږي ، خو هر يو خپل خپل ځاى لري. زه، چې د کوم عالم،اديب، ليکوال ،شاعر او ډاکټر خبره کوم هغه دساپوهنې ډاکټر، پر پښتواو پوښتونولۍ مين ښاغلى کبير ستورى دى. لکه څنگه يې، چې نوم ستورى دى همداسې د ستورې په شان په سياسي ډگر کښې ځليدلى دى.
پر پښتواو پښتونولۍ مين او له خپله سره تېر ستوري د پښتون لټه کړې او پښتانه به يې راټولول ؛ د يوالي او د پښتو د خدمت بلنه به يې ورکوله. که څه هم ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د ژوند ډېره برخه په مسافرۍ کښې تېره کړې، خو له نوښته ډک علمي،څېړنيز او فرهنگي آثار ترې ځوان نسل ته په ميراث پاتې دي.
ستوري خپلې لومړنۍ زده کړې د کونړ په کونړخاص ولسوالۍ کښې او منځنۍزده کړې د کابل درحمان بابا په ليسه کښې په پوره برياليتوب تر سره کړي دي . ارواښاد کبير ستوري له همدې مهاله شاعري پيل کړې او همدا لامل و، چې پخپلو ملگرو ډېر گران و او هغوى، چې به له کومې ستونزې سره مخ شول؛ نوله کبير ستوري څخه به يې مشوره اخيسته.
کبير ستورى په خپلو همځولوکښې ورو ورو مخ په بره روان شو؛ له هغه سره په پوره ځوانۍکښې دا سوچ پيدا شو ، چې ولې پښتانه وروسته پاتي دي او څنگه کيداى شي، چې پښتانه مخ په بره لاړ شي.
کبير ستوري به هميشه دا سوچونه له ځان سره لکه يودروند پنډ پر سر گرځاوه؛ هغه وخت راورسيده، چې ستورى له دولسم ټولگي څخه هم په لوړو درجو بريالى راووت او د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته واستول شواو د فرانکفورټ په پوهنتون کښې يې نه يواځې د سياسي علومو، فلسفې او ساپوهنې زده کړې وکړې،بلکې سياسي او فرهنگي شاعرۍ يې وده وکړه او ډېر پښتانه فرهنگي ملگري يې په پښتون سوسيال ډيموکرات گوند کښې رهبري کړل.
زه دا يقني وايم، چې د اروپا 42 کلن فرهنگي ژوندپر نوموړي هيڅ راز ناوړه اغېزه ونه کړه ؛ ځکه له ډېرو په کښې پښتو هيره شوې، خو ډاکټر کبير ستوري نه يوازې پښتو ټينگه کړه ، بلکې دجرمنې په پوهنتونونو کښې يې پرې تدريسي چارې هم تر سره کړې او نړۍ ته يې وښوده، چې پښتانه له هيچا کم نه دي. لکه څنگه، چې د يوې کورنۍ غړي ماښام له خپلو کارونوڅخه ستړي ستړي راشي او سره راټول شي داسې په جرمني کښې به خواره واره افغانان پر پښتون سوسيال ډيموکرات گوڼد راټوليدل او د خپل هېواد خوږې خوږې کيسې او د پښتونخوا د ودې په اړه به يې سياسي ، فرهنگي، ادبي او ساپوهنيزې تاريخي څېړنې کولې.
که د ډاکټر کبير پرعلمي، سياسي اوفرهنگي شخصيت او اړخونوخبرې وکړم ؛په دې تنگ او لنډ وخت کښې نه خلاصيږي او ډېر وخت غواړي.
ديادونې وړ بولم، چې ارواښادډاکټر کبير ستوري د ډېرو فرهنگي، ادبي او ټولنيزوټولنو بنسټونه ايښې او د ډېروعلمي او ادبي آثارو څښتن دى . زه داسې څوک نه وينم، چې د کبير ستوري له فن سره به اشنا نه وي .
ډاکټر کبير ستوري ، چې په پرديسۍ کښې پښتواو پښتنو ته څومره خدمت کړى شايد ډېرو کمو خلکو کړى وي .
کبير ستورى د نه هيريدو سړى دى.
خپلې خبرې د خپل شعر په ويلو پاى ته رسوم :د سر سړى
مـرگــــيه! تــل رانه د ســـر ســـړى وړې
لکـــه اســمان لکـــه د غــر ســـړى وړې
څنگه اوس لاړ شمه په توره شپه کښې
ته چـې زمــا نه تـل د لـــمـر ســـړى وړې
خــيـر دى لــږ پــام دې بلــې خـــوا واړوه
کلـــه د لـــــــر کلـــه د بــــــــر ســـړى وړې
Najeeb Ullah Akrami
scprd.com -
بېرته شاته |