د پښتو او پښتنو مشرانو پر ضد ...
[29.Nov.2015 - 22:11]د پښتو او پښتنو مشرانو پر ضد د دسيسو لړۍ
لیک:مجيب الرحمن اتل ؛ نورنبرګ، جرمني
ځو ورځې وړاندې مې په افغانستان کې د ايران د فرهنګي ديپلوماسي په هکله د فيسبوک پر پاڼه څه وليکل، چې د دري ژبو لوستونکو د سخت غبرګون سره مخامخ شوم. ماته دا خبره عجيبه نه وه، ځکه داسې ليکنې د پښتنو ليکوالانو له خوا ډيرې کمې او يا هم هېڅ نه خپرېږي. زموږ ليکوالان له تدبير او تر څنګ يې کله کله له مضر احتياط څخه کار اخلي، تر څو د هغوی ليکنې د قامونو ترمينخ د واټن او نفرت سبب نشي؛ خو په مقابل کي په منظم او سيستماتيک ډول د نفرت او د دسيسو لړۍ د پښتنو او د هغوی د مشرانو پر ضد د نورو قامونو د ليکوالانو له خوا روانه ده، دا بې له شکه چې يو لوی تبليغاتي جنګ دی، چي پښتنو په کې تر اوسه ماته خوړلې ده.
د داسې مضرې چوپتيا اغيزې څه دي؟
بې له شکه چي مقابل طرف ځان دومره پرحق ګڼي، چې زموږ تاريخي وياړونه او ارزښتونه ورته جعلي ښکاري او له تاريخي افغانستان څخه انکار او ځان د (ايران د تمدني حوزې) برحق بچی ګڼي. په هرڅه کې چې د پښتنو او پښتو ژبې اثر وي ځان ورڅخه سوا او بېل ګڼي. له ملي مصطلحاتو څخه نيولې تر (افغان) کلمې غواړي، چې حذف او پښتانه مشران متهم او کمزوري کړي. د پښتنو خاموشي د دوی ادعاو ته د حق رنګ ورکوي او د ګستاخۍ ټغر يي نور هم پسې غوړېږي.
دا ټولنيزې رسنۍ دي، چې عامه افکارو ته جهت ورکوي او په حساسو او مهمو وختونو کې ورڅخه خورا مهمه ګټه اخيستل کېږي. د کندز ولايت د سقوط لامل يواځې د کندز پښتون والي نه و، بلکې هلته هغه جګړه ماران لکه ميرعلم، ضابط نورالله، عبدالله ګارد او نور کسان وو، چې پښتنو ته يې د تروريست په سترګه کتل او ځورول به يې. د ولس نفرت او خپلمنځي اختلافونه د کندوز د سقوط لامل شول. خو دا رسنۍ او سیکتریست د پښتنو ضد ليکوالان وو، چې له حقيقت څخه يي سترګي پټولې او د کندز په نوم يي د پښتون ولس سخت سپکاوی کاوه. داسې مثالونه خورا زيات دي؛ خو د پښتنو غبرګون څه وو؟ ښکاره ده، چې ځواب يي (هېڅ) دی!
دوی خپل غل او بيسواده کلکانۍ حبيب الله چي د مدرن دولت پرمختګ يي د (۹) مياشتو په ترځ کي د (۹۰) کلونو لپاره په شا بوتلو د پاکۍ او شرافت ټوټه بولي او د تلين ورځ يي غواړي پر ټول ملت ونمانځي او د نورو تحميلي رخصتيو په شان يي غواړي چې ورته په رسمي تقويم کې ځای ورکړي. دا يوه لويه ګستاخي ده. داسې کاذبه قهرمان جوړونه د پرديو يوه مهمه ستراتيژي ده، چې له بده مرغه د ملت جوړونې پروسه هم د کلونو لپاره په شا تنبوي.
بيا هم همدا پرديپاله رسنۍ او سیکتریسته چلوونکي يي، د پښتنو خوږ ژبي شاعر او تکړه ليکوال او اکاديميکه څېره عبدالعفور ليوال په نښه کړی او سلګونه پاڼې او ليکنې يي پرضد خپروي. د عبدالغفور ليوال د دسيسي په واړندي چي پښتو ژبې او افغان ولس ته يي د قدر وړ کارونه کړي، خاموشي لويه جفا ده!
څه بايد وکړو؟
په يوه ويشتمه پيړۍ کې چي ټولنيزې رسنۍ د هېواد څلورمه قوه ګڼل کېږي؛ نو په کار ده، چي پښتانه ليکوالان او ژورناليستان دې هم خپل سکوت او مضره چوپتيا ماته کړي او د قلم په زور د حق، خپلې ژبې، قام او مشرانو ملاتړ وکړي. که نه هغه ورځ به را ورسېږي، چي د پښتو ژبې غږېدلو حق به هم زموږ واخلي. دا د مبالغې خبره نده او په وار وار مو ليدلي، چې فاشیسته سياسي څېرې د تعصب له مخې او په دې بهانه چې پښتو (د دولت رسمي ژبه) باندې نه پوهېږي،د پښتنو ژورناليستانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي.
د روښانه قلمي پاڅون په هيله! ش