اودهیانا یاد سوات اوسنۍ سیمه
[16.Dec.2015 - 21:34]اودهیانا یاد سوات اوسنۍ سیمه
لیک:ډاکټر لطیف یاد
اوسنی سوات چې په لرغونو زمانو کې ورته اوډهیانا ویل کیده یوه مشهوره تاریخي او لرغونې سیمه ده . په سنسکریت ژبه کې اوډهیانا دبڼونو اوباغونو په مانا راغلې ده .
اوډهیاناپه لرغونو زمانو کې دبودهیزم اوهندوئیزم دسترو مرکزونو نه ګڼل کیده اوداسې ویل کیږی چې د (۵۰۰)په شاوخواکې بودایی معبدونو او ستوپو پکې شتون درلود. اوډهیانا له دې کبله هم مشهورو چې دبودا دپښې نخښه هم هلته په یوه ډبره کې موجوده وه.
همداراز اوډهیانادبودهیزم د ددوو فکری مکتبونو(دهرم ګوپتاکا) او( کسیا پیایا)درامینځ ته کیدو ځای هم ګڼل شوی دی.اوډهیانا دبودهیزم دیو بل فکری مکتب وجرایانا له کبله هم مشهورو چې همداځای کې رامینځ ته شو.
اوډهیانا یوه شنه غرنۍ سیمه ده چې دسوات سیند پکې بهیږی او غرونه یې دهندوکش دغرونو لړۍ ده.دتاریخ لیکونکو دلیکنو پر بنسټ لوی سکندردحضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو۳۲۴کلونه وړاندې دخپلو سوبو او فتوحاتو له کبله داوډهیانا سیمې ته راغلی و.دعیسی مسیح دزیږیدو نه دوه پیړۍ دمخه داسیمه دبودایانو له خوا ونیوله شوه.بودایانو پکې دیر معبدونه او ستوپې جوړې کړې او دبو دهیزم دعقیدې یا ګروهې ستر مرکز ګڼل کیده.
داتمې زیږدیزې پیړۍ په پیل کې دسوات جهانګیري ګبریو پښتنودننګرهار،لغمان او دیر خواته پرمختګ وکړاو په دیارلسمه زیږدیزه پیړۍ کې یې ددې سیمې بودایان او هندوان یې پر شاتګ ته اړ ایستل. دغه جګړه لومړی ځل د کونړ دپیچ دګبری واکمن سلطان پکهل ګبری او بیا وروسته د جهانګیری سلطان بهرام ګبری په رهبرۍ ترسره شوه او دسوات دغو ګبری واکمنانو دکشمیر دواکمنانو سره دخپلوۍ نږدې اړیکی درلودل.
وروسته دلازاک پښتانه هم دګبریو سره یوځای په دې سیمه کې میشته شول.کله چې دشپاړسمې زیږدیزې پیړۍ په پیل کې دکابل واکمن میرزا الغ بیګ په کابل کې دیو سفزیو پښتنو(۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو هغوی له کابله مهاجرت پیل کړ او دکابل له لارې لو مړی ننګرهار او بیا دسوات سیمې ته راغلل اوددوی مشرانو دسوات ګبری سلطان اویس سواتی دسوات له سیمې بې واکه کړ او هغه ددیر چترال او دبدخشان دواخان خواته لاړاو هلته یې خپل واک ټینک کړ.
وروسته دیو سفزیو مشرانو ملک احمد او شیخ ملی داسیمه پر یو سفزیوویشله.په ۱۹زیږدیزه پیړي کې داسیمه دسوات داخوندعبدالغفور له خوا چې یو ستر صوفی و او خلکو ورته ارادت درلود اداره کیدله.
هغه وخت چې انګریزانو دهند پر نیمې وچې باندې واکمنی کوله داسیمه دهغوی تر حمایې لاندې وه اوپردې سیمې باندې ګل صاحبزاده عبدالودود،میاګل محمد،عبدالحق جهانزیب او اورنګزیب خان ددغې سیمې واکمنان ول.
داهم باید له یاده ونه باسو چې اودهیانا یا دسوات وادی دګندهارا دتمدن او تهذیب یوه ستره برخه وه او دهندوانو دموریا دواکمنۍ په تیره بیا دآشوکا او دکابلشاهانو له خوا هم اداره کید له. لنده داچې داوډهیانا سیمه یوه لرغونی تاریخی سیمه تیره شوې ده او اوس هم دیرې پخوانۍ بودایی سټوپې پکې شته.
دسوات والي( غازی ملت ) میاګل عبدالحق جهانزیب(۱۹۰۸-۱۹۸۷زیږدیز)
او دسوات خلکو ته دده خدمتونه
دسوات والی میاګل عبدالحق جهانزیب چې دسوات په باد شاه سره یې هم شهرت درلود او دخلکو له خوا دغازي ملت خطاب ورکړل شوی و په ۱۹۰۸ زیږدیز کا کې په سیدو شریف کې زیږیدلی و .دی دسوات دوالی میاګل ګل شهزاده عبدالودود ( بادشاه صیب ) ز وی او دنسب سلسله یې یې دسوات آخوند مولوی عبدالغفور صیب ته چې دسوات مشر او ستر روحاني پیر او مرشد او پښتون سا پی واو دهغه ځای خلکو ورته ډیر ارادت درلود او دانګریزي ښکیلاکګرو او سکهانو ستر دښمن و رسیږي .
دسوات والي عبدالحق جهانزیب په ( ۱۹۲۳)زیږدیزکال کې خپلې زده کړې د پښتونخوا پيښور په اسلامیه کالج کې تر سره کړې وې .
دعبدالحق جهانزیب پلار میاګل عبدالودود خان د(۱۹۱۸ کال نه د۱۹۴۹) کاله پورې د
( ۳۱ ) کلونه لپاره دسوات والي و. جهانزیب دخپل پلار په ژوندانه کې ولیعهد او په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې دسوات والې شواو دغه دنده یې د۱۹۶۹زیږدیز کاله پورې چې پوره شل کاله کیږي په ډیرې ایماندارۍ سره سرته ورسوله .
دسوات والی دسوات خلکو ته یو داسې اداري سیسټم او ايډ مینیسټریشن رامینځ ته کړ چې ټول خلک ترې خوښ و او دهر چاعرض او شکایت به اوریدل کیده . دده په وخت کې قاضیانو ( ججانو) دعدالت له مخې فیصلې کولې او ډیر وخت به یې نه نیوه تر څو خلک په عذاب نه شي او حق به حقدار ته رسیده او ظالمانو به پر مظلومانو
ظلمو نه شول کولای. .دسوات والي دتعلیم او ښوونې او روزنې په برخه کې یو داسې ښه سیسټم رامینځ ته کړ چې دخلکو زامن او لوڼه دعلم او پو هې په رڼا منور شی. ده دنارینه وو زده کوونکولپاره دجهانزیب کالج جوړکړ او دنجونو لپاره یې په سنګوټا کې میشنري ښوونځي ( سکول ) جوړ کړ.
دده په وخت کې روډونه او سړکونه جوړشول . داوبو لګولو سیسټم منظم شو او د دټیلیفون او ټیلګراف او کمیو نیکیشن لپاره یې دیر اوچت ګامونه پورته کړل . دده په وخت کې په سوات کې داسې امنیت ټینګ شو چې نه به چا غلا کولای شوه او نه وژنې او قتلونه او نه هم نور جرمونه وو.
ده او پلار یې دواړودپښتوژبې دبر مختګ لپاره او چت ګامونه پورته کړل اوپه سوات کې ډیر کتابونه په پښتو ژبه ولیکل شول . ده غو ښتل چې دسوات دفتري ژبه هم پښتو کړي .
په ۱۹۵۹ زیږدیز کال کې دسوات میوزیم هم دده دهڅو او هاندپه برکت جوړشو چې دګندهارا د تهذیب او تمدن استازیتوب کوي .
همداراز دسوات دبادشاه یا والي په وخت کې مذهبي ورځو لکه اخترونوښه رونق موندلی وو او په سوات کې به ښې پسرلنۍ میلې کیدلې . دده په وخت کې دمو سیقي هنر او نورو لوبو او ورزشونو ته هم ډیره پاملرنه وشوه .
په هغه وخت کې چې جهانزیب دسوات والی و نو سوات ځانته جهنډه ( بیرغ ) او نښان او کرنسي درلودله .
په بهرني سیاست کې هم دسوات والي یو آزاد سړی و اوپه ۱۹۶۱ زیږدیز کال کې دانګلستان ملکه الیزابیت دده په په بلنه دسوات په رسمي سفر راغله او څو شپې یې هلته تیرې کړې او هغې سوات ته (دختیز ( شرق ) دسویزرلینډ )لقب ورکړ .
لنډه داچې دسوات دوالي دواکمنۍ په وخت کې دسوات خلکو ته ډیر خدمتونه تر سره شول او دسوات اولس او خلکو تر نن ورځې زر چنده خوشاله ژونددرلود.
دسوات والي جهانزیب د۱۹۸۷ کال دسپټمبر دمیاشتې په ۱۴ نیټه له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او په سیدو شریف کې خاوروته وسپارل شو . اروادې ښاده وي
ډاکترلطیف یاد