ډالرې ، پوځ او پښتانه
[21.Dec.2015 - 07:35]لیک: شاهین بونیری
په تاریخي لحاظ سره پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له امریکې څخه يي تر ټولو ډیرې مالي مرستې اخستي دي.
د برطانیې ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د کال ۱۹۴۸ م راهیسې امریکې پاکستان ته له دیرشو بلینو ډالرو څخه ډیر مالي امداد ورکړی دی. د دې دیرشو بلینو ډالرو نیمه برخه د پوځ جیب ته تلې ده.
په ۲۰۰۱ م کال کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې سره د پوځ غوا یو ځل بیا لنګه شوه او د هغو خلکو د نوغي ویستو لپاره یا د هغه فصل ریبلو لپاره چې دوی د نولس سوه اتیایمه لسیزه کې کرلی و.پاکستان ته ۲۱ بلین ډالره ورکړل شول.په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې د اوباما د انتظامیې د لاندې پاکستان د ۴۰۵ بلینو ډالره نور امداد هم ترلاسه کړ.
که افغان جهاد وو او که د ترهه ګرۍ پر ضد جګړه ،ځاني ، مالي ، کلتوري او ټولنیز زیان پکې هغه اولس ته رسیدلې دی چې د هندوکش په لمنه کې ژوند کوي او پښتانه دي.
پوښتنه داده چې آیا دا مالي مرستې ، وسلې ، او د پرمختیا پروژې ددې لپاره وې چې په هیواد کې د امنیت وضع ښه شي ؟ د سخت دریزو وسله والو او ترهګرو مخه ونیول شي ، او د خلکو د ژوند معیار ښه شي ؟ او کنه دا ددې لپاره وې چې د پښتنو د پرمختیا مخه ونیول شي او هغه بیکوره او بې اوره کړل شي؟
په هدفي وژنو کې هغه خلک وژل کیږي چې د امن او پرمختیا لپاره کار کوي. او د القاعده مشر په ایبټ اباد کې د پوځ د چهاوڼۍ مخې ته وموندل شو.
که دا د طالبانو او القاعده پر ضد وې نو د وسله والو طالبانو نیټ ورک او دهغوی د ترهګرو بریدونو لړۍ اوس هم دوام لري ، څو کاله وړاندې به په بمي چاودنو کې په سلګونو کسان ووژل شو او اوس په هدفي وژنو کې هغه خلک وژل کیږي چې د امن او پرمختیا لپاره کار کوي. او د القاعده مشر په ایبټ اباد کې د پوځ د چهاوڼۍ مخې ته وموندل شو. که دا جنګ د سخت دریځه مذهبي لیونیانو پر ضد دی نو ولې بیا ورځ تر ورځ د جهادي مدرسو او وسله والو ډلو شمیره ډیریږي او د قبایلي سیمو د ملینونو خلکو لپاره یو پوهنتون هم نشته؟
پوځي او حکومتي چارواکي چې هر څه وايي خو رښتیا خو هم دادي کنه چې له وزیرستانه تر سواته په ملینونو خلک له خپلو کورونو بیکوره شول، کورونه يي وران شول ، فصلونه يي وسوزیدل او څاروي يي مړه شول.
دا یواځې د انسانانو مایګریشن نه و ، دې بحران د پښتنو ټولنه ټوټې ټوټې کړه ، د هغوی تاریخي اثار او دود دستور يي اغیزمن کړل او چې کله يې د مرستو لپاره په قطارونو کې ودرول نو دهغوی غرور يې هم مات کړو.
کله چې په سوات کې بیګنا خلک وژل کیدل نو پوځي چارواکو به ویل چې پښتانه د پاکستان لپاره قرباني ورکوي. ډیره ښه ده چې دومره خو منې خو زما د قربانۍ په بدل کې ستا ریاست ماله د بیروزګارۍ ، غربت او جهالت نه بغیرڅه راکړل؟
آیا د کرښې دواړه اړخ ته د پښتنو ملت پاله مشران ، منورین ، پوهان ، استادان ، سیاسي غړي ، خبریالان ، لیکوال ، ملایان ، ځوانان ، ښځې او سړي ددې پوښتنو د ځواب پیدا کولو لپاره اوس هم یوې قامي مکالمې یا National Dialogue ضرورت نه احساسوي؟
چې څه دې کړل هغه دې وکړل
اوس مې پلؤ په مخ راخور کړه خوب راځینه
شاهین بونیری