پاکستان مجبور دی غني ته لاس ورکړي
[21.May.2015 - 19:10]لیک: اسلم غازي
پاکستان د کرزي په دوره کې له افغانستان سره د دښمنۍ سياست وکړ. جنرال مشرف يې سږ کال خپله اعتراف وکړ چې ولې او په څومره جدت يې ستونزې ورته جوړې کړې.
په 2014 کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبرې پاکستان او طالبانو ته حوصله ورکړه چې جګړه نوره هم تېزه کړي.
له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليکولو لپاره يې په خپل ټول توان کار وکړ. رسنۍ او خپل غلامان يې همدې ته وهڅول چې مخالفت يې وکړي.
د ټاکنو د بحراني کولو او بې امنيتۍ جوړولو لپاره يې په پوره توان کار وکړ. په 6 مياشتي ټول کمپاين کې پاکستاني رسنيو، سياستوالو او د چارو شنونکو د غني څخه خطر احساسوه. د غني خلاف يې کمپاين کاوه. له يوې خوا د نريندرا مودي او له بلې خوا د غني بريا دوی ته د زغم وړ نه وه.
همدا يې خپل ولس ته ويل. ورځپاڼې يې په همدې ډکې وې. د کډوالو په کمپونو کې ملايانو همدا ويل چې بس تر 2014 صبر، بيا به کابل وي، بيا به طالبان وي، ډاټسنې به وي، امارت به وي، کېبلونه به وي او د ولس ډډې به وي. پنحابی په تور پاچ، ول ول پټکيو او اوږدو کاليو د کابل په کوڅو کې ګرځي. ای ايس ای طالبانو ته تر 2014 د نظام د سقوط خوشباوري ورکړې وه. خو دا يو خوب پاته شو. ټاکنې وشوې، غني بريالی شو، افغانستان له 2014 روغ ووت. له امريکا سره تړون لاسليک شو.
افغانستان د نړۍ له مرستو بې برخې نشو. پاکستان وار د مخه د غني په فکر او جدت خبر و. هغوی پوهېدل چې له دې سړي سره به دښمني کول ستونزمنه وي. ځکه غني، کرزی نه دی چې سهار به پاکستان ښکنځي او ماښام به په اسلام اباد کې سترګکونه وهي. د غني هو، هو وي او نه يې نه. دوی په دې هم پوهېدل چې امريکا به اوس تر 2024 دلته مېشته وي. او تر 2024 جګړه غځول نور د پاکستان د وس خبره نه ده.
طالبان د راتلونکو لسو کالو لپاره نور د ځانمرګو له کمښت سره مخ دي. عرب په خپل غم اخته دي. شايد نور د طالبانو مالي حمايه ونکړای شي.
د طالبانو په اړه د عامه خلکو کرکه څو چنده زياته شوې. نور يې ولسي ملاتړ د نيشت برابر دی. افغان ځواکونه هم مسلکي شوي او د ولس ملاتړ يې ترلاسه کړی. جګړه اوس خلک مذهبي نه بولي او په استخباراتي حيثيت يې پوهېدلي.
پاکستان په خپله د خپلو طالبانو سره په جګړه واوښت، هغه څه چې دوی يې په اړه تصور هم نشوای کولای. همدا اوس يې د اسلام اباد لال جومات امام مولانا عبدالعزيز په جهر د داعش د ملاتړ اعلان وکړ. دا وړه خبره نه ده. دا د اسلام اباد له زړه د بغاوت اعلان دی.
له همدې لال مسجده د جنرال مشرف خلاف د بغاوت غږ شو. جګړه وشوه. د هماغې ملا ځپنې زور دې ته ووت چې مولانا فضل الله په سوات کې غبرګون وښود او بيا د سوات بغاوت 3 کاله دوام وکړ.
مولانا فضل الله اوس پاکستان ته غټ سرخوږی دی. د پاکستان قانون نه مني. شريعت غواړي. هغه څه چې پاکستانيان په لاشعور کې هم نه دي ورته تيار.
دا مذهبي جنونيت هغه څه دي چې پاکستان پوهېږي تباه کولای يې شي. دوی مذهبي افراطيت ته وده ورکوله څو په افغانستان، کشمير او بل هر ځای کې يې د پاکستان د سپاهي په څېر وجنګوي او خپلې ګټې خوندي کړي.
خو دې افراطيت بې کچې ډېره وده وکړه چې اوس يې خپله ورته مهارول هم اسان کار نه دی. د شيعه سني، ديوبندي او بريلوي، سلفي او مسلکي، قاديانيت، اسماعيله، د عيسويانو پر خلاف زياتېدونکې کرکه، دا ټول هغه څه دي چې په دې وطن کې د مذهبي افراطيت زېږنده دي. اقتصاد يې مخ په ځوړ دی.
خلک يې روغتيا ته لاس رسی نلري. همدا اوس يې هر لسم وګړی په تور زيړي اخته دی. په فيصل اباد کې يې همدا اوس هر څلورم وګړی په هيپاټايټس سي اخته دی. په پنجاب کې انسانان او ځناور په يو ډنډ کې اوبه څښي. د څښلو پاکې اوبه نلري. د سندهـ په تهر سيمه کې يې 300 ماشومان له ولږې مري. د ټولې نړۍ د پوليو 80٪ کېسونه يواځې په پاکستان کې راپور کېږي.
غربت له کچې اوښتی او له امله ورځ تر بلې انساني قاچاق او فاحشه ګري زياتېږي. د فاحشه ګرۍ ستر علت غربت دی. پاکستان دا مهال د اسيا څلورمه ستره د فاحشه ګرۍ مندۍ لري. هيرا منډۍ نومېږي.
په انساني قاچاق کې پاکستان په 7م لمبر دی چې وګړي يې له هېواده تېښته کوي. په بلوچستان کې يې ورځ په ورځ د سټېټ په خلاف جګړه زياتېږي، کرکه خوريږي. د پوځ مصارف يې ملا ماتوونکي دي.
سياسي ثبات يې له لاسه ورکړی. د سيلګرۍ، تجارت او لوبو کيسې يې بيخي په ټپه ولاړې دي. په تېرو 6 کالو کې هېڅ بهرنی لوبغاړی دې وطن ته نه دی راغلی.
له بل پلوه د نړۍ حالات بدلېدونکي دي. داعش سيمې ته ګواښ دی، يواځې افغانستان ته نه دی. همدا راز د چين وروستي حرکات هم د فکر وړ دي. په پاکستان کې يې د 46 مليارده ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی. دا وړه خبره نه ده.
دا د پاکستان د تاريخ تر ټولو ستره پانګونه ده. د چين او پاکستان دې سترو ګډو پروژو عملي کولو ته لازمه ده چې په سيمه کې امنيت وي. د پاکستان د افغانستان له امنيت سره تړلی دی. د ګوادر پروژه تر هغې نشي عملي کېدی تر څو چې په بلوچستان کې امن نه وي.
په بلوچستان کې امن د افغانستان د مستقيمې همکارۍ پورې تړلی. پاکستان دا وخت عملا د ګرنګ په غاړه دی. يا به افغانستان را خپلوي.
د همکارۍ او ښه ګاونډيتوب سياست به کوي او يا به هم د دومره ستونزو سره سره د چين د پانګونې څخه لاس مينځي او تر څنګ به يې په هند کې د نريندر مودي او په کابل کې د غني غوندې جدي رهبرانو له سخت چلند سره مخ وي.
په نړېوال سټېج به يې وقار ته نوره هم صدمه ورسېږي. او دا ځانمرګی وطن به له خپله منځه انفلاق شي. له همدې وېرې پاکستان غني ته د همکارۍ لاس اوږد کړی او په مقابل کې يې غني هم يو چانس ورکوي چې ودرې د سولې او ثبات په لاره کې دوی څومره اغېزمن ثابتېږي.
زه باوري يم که دا وار پاکستان بيا هم له لاس وهنې لاس نه اخلي نو دا به پاکستان ستر خطر وي چې له يو نا اعلان شوې دښمنۍ وروسته به غني عملا په پاکستان کې د ورته اعمالو سر ته رسولو لپاره لاس په کار شي. پاکستان مجبور دی چې نور په افغانستان کې د روغې جوړې سياست وکړي.