تشدد او عدم تشدد څه شی دی؟
[26.May.2015 - 19:36]بشیر ګواښ
خلک څنګه کولی شي ځان او نور له تشده يا د ياد حديث په وينا له ظلم څخه وساتي؟ د څيړونکو په خبره په خلکو کې چې کله د خپل چاپېريال او په هغه کې موجودو شيانو سره مينه موجوده وي نو تشدد ته يې زړه نه کيږي.
په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ پېښو کې د جګړو دلاسه د وژل شوو او زخميانو شوو شمېرې ساتونکی ويب سايټ (South Asia Terrorism Portal) ليکي چې پاکستان کې له ۲۰۰۴ کال څخه د ۲۰۱۵ کال د اپريل تر مياشت پورې په روانو شخړو کې د پنځوس زرو په خوا او شا کې خلک وژل شوي چې د دي قربانيانو ډيری شمېر د پښتنو سيمو دی.
د شمېرو ساتلو يوه بله ویب پاڼه (FindTheData.com) ليکي چې افغانستان کې تېرو ديارلسو کلونو کې د روانې کشالې په ترڅ کې خوا او شا يو شپېته زره خلکو ژوند دلاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په خبره يوازې تېر کال له لسو زرو زيات افغانان په راونه جګړه کې وژل شوي دي. پاکستان او افغانستان کې د تشدد روانې لړۍ په زرګونو خلک معذوره او معيوبه کړي هم دي.
((تشدد د زيان رسولو نيت ته وايي. يعنې که يو څوک، چاته خوله وراچوي يا لاس ور اچوي يا يوازې د زیان رسول نيت لري نو دا له رښتياوو يا صداقت څخه سرغړونه ده. دي ته تشدد ويل کيږي.))پوهان وايي تشدد يوازې د وسلې استعمال نه دی بلکې په تعريف کې يې ډير څه نغښتي وي. د امريکا د کيليفورنيا په برکلی پوهنتون کې استاد او همدغلته د عدم تشدد په اړه څيړنې کوونکي مرکز (Metta Center for Nonviolence) بنسټ ايښودونکی، ډاکټر مايکل نيګلر د تشدد تعريف داسې کوي.
دا خو شو د تشدد تعريف. د تشدد متضاد يعني عدم تشدد څه شی دی؟ آيا دا ډير سخت کار دی چې يو څوک دي ځان د تشدد د لارو له استعمالو وساتي او پر ځای دې په سوله ييز ډول خپل مسله حل کړي؟ پروفيسر مايکل نيګلر وايي دا کار ډير اسانه دی. هغه زياتوي:
عبدالغفار خان چې په باچا خان شهرت لري، د پښتنو په تاريخ کې د عدم تشدد له لارې خپلو هدفونو ته رسيدو لپاره پيژندل کيږي. د تعليم خورولو لپاره د نوموړي په نامه جوړ بنسټ، (Bacha Khan Education Foundation) مشر، خادم حسين وايي:خو خلک څنګه کولی شي ځان او نور له تشده يا د ياد حديث په وينا له ظلم څخه وساتي؟ د څيړونکو په خبره په خلکو کې چې کله د خپل چاپېريال او په هغه کې موجودو شيانو سره مينه موجوده وي نو تشدد ته يې زړه نه کيږي.
((چې کله انسان د زور زياتي کولو ضروت نه محسوسوي نو دا عدم تشدد دی. چې کله انسان له څيزونو کرکه نه کوي او خلکو سره نيزدي کيږي. خلکو سره مينه کوي نو دا وجداني يا روحاني عدم تشدد دی. کله چې بيا دا کس په ټولنه کې په عملي ډول دا شيان عملي کړي يعني خلکو ته د ضرر رسولو پر ځای هغوی سره مينه وکړي نو دا عدم تشدد دی. خلکو سره د عدم تشدد رشته د مينې رشته ده.))
د نړيوال امنيت په نامه يو ويب سايټ له مخې چې د نړۍ د جګړو او د هغوی څخه د شوو تباهيوو اړونده شميرې ساتي په دنيا کې دا وخت د پاکستان او افغانستان په شمول ۳۷ وسله وال جنګونه روان دي. په دې جنګونو کې د ترهګرۍ په نامه جګړې، د خپلواکۍ لپاره مبارزه او د خلکو ترمنځ وسله والې نښتې ځای لري.
که له يوې خوا د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د داسې ډيرو تحريکونه مثالونه شته چې خلکو د عدم تشدد له لارې په برياليتوب سره خپل هدف ته ځان رسولی دی، په تېرو وختونو او اوس مهال کې ځينو ډلو د خپلو هدفونو تر لاسه کولو لپاره وسلې راخيستي دي.
سربيا کې د عدم تشدد په اړه د څيړنو مرکز (Center for Applied Action & Nonviolence Strategies) يا (CANVAS) مشر سرجه پاپوويچ وايي عدم تشدد خپلوونکي ډلې هغه مهال خپل اهداف تر لاسه کولی شي چې د دې لارې اصولو ته ژمن پاتې شي.
((عدم تشدد د بهادرو خلکو ستراتيژي ده. دا پر ځان د تشدد زغمل نه بلکې د تشدد په وړاندې فعاليت او کار دی. په دي کې بايد غلط نه شو. ځينې خلک د عدم تشدد مبارزې ته پر ځان تشدد منل وايي چې داسې نه ده. د بې عدالتۍ په وړاندې بې له شخړې مبارزه عدم تشدد دی. د عدم تشدد د سياست ټول مقصد مقابل لوري ته د هغوی غلط کار د مينې او سولې له لارې ور وښودل دي. مثلا ورته ووايه چې موږ پر تا بمونه نه غورځوو. جګړه درسره نه کوو. ډز درباندې نه کوو. غواړو دا جرات درکړو چې تاسي له تشدده لاس واخلئ.))
د عدم تشدد د مبارزې سر لاری، پښتون سياستوال او ټولنيز شخصيب، عبدالغفار خان چې په باچاخان شهرت لري د خپل خدايي خدمتګار تحريک له لارې د انګريزانو پر ضد کاميابه مبارزه کړي. پر نوموړي د بې وسلې پښتون په نامه کتاب ليکونکې، موکوليکا بينرجي د عدم تشدد په اړه وايي:
د عدم تشدد مبارزه څومره کاميابه وي؟
د پښتنو په سيمو کې له کلونو راهيسې د تشدد روانو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. تشدد په ټولنه کې په انفرادي ډول هم ډير شوی او وسله وال جنګونه هم پراخ شوي دي. آيا په داسې وخت کې د برداشت زياتولو او عدم تشدد رواجولو هڅې ځای نيولی شي؟
د سولې پر لور تېره خپرونه کې مو واوريدل چې تشدد هغه مهال رامنځته کيږي چې د دوو خواوو ترمنځ خبرې د شخړې حد ته ورسيږي. يعني چې وړې يا غټې مسلې د مذاکراتو د لارې حل نه شي نو خلک پر بلې ډلې يا کس د خپلې خبرې د منلو لپاره تشدد کاروي.
د مختلفو مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه په تېرو لسو کلونو کې لږ تر لږه پنځه ديرش شخړې د خبرو د لارې حل شوي او يا هم د حل کېدو په وروستيوو مرحلو کې دي. دا تر ډېره لويې سياسي مسلې دي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۵ کال په يو رپورټ کې راغلي چې د نړۍ په بيلابېلو برخو کې يې ۱۷۲ سيمه ييزې وړې او غټې شخړې د مذاکراتو د لارې حل کړي دي.
د عدم تشدد مبارزې د اصولو کارولو سره په تېرو څلورو کلونو کې په مصر، تيونس او ليبيا کې خلکو د مظاهرو له لارې حکومتونه ختم او د دوی په خبره له کلونو راهيسې پر اقتدار قابض حکمرانان ليري کړل. په همدي حال کې په عراق، يمن، سوريه يا شام، اوکراين او ځينو نورو سيمو کې د تشدد د اصولو د کارولو لړ کې د وسلې په زور د حکومتونو د چپه کولو کوششونه شوي چې له وجې يې په زرګونو خلک وژل شوي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي.
د امريکا د کيليفورنيا په برکلی پوهنتون کې استاد او همدغلته د عدم تشدد په اړه څيړنې کوونکي مرکز (Metta Center for Nonviolence) بنسټ ايښودونکی، ډاکټر مايکل نيګلر په خبره، روانو حالاتو ته په کتو سره دا په یقيني توګه ويلی شي چې عدم تشدد مبارزه له تشدد کارولو ډېر اغېز لري.
((ته خلکو ته د عدم تشدد په مبارزه کې ورښايي چې دا کار ډير جرات غواړي، دا لار ډيره پتمنه او باعزته ده او په دي لړ کې ته خپل انساني اقدار نه بايلي. موږ ډير داسې شواهد لرو چې نن سبا د رژيمونو بدلولو لپاره د عدم تشدد مبارزه له تشدده ډکې مبارزې څخه ډيره کاميابه ده. دوه امريکايي څيړونکو ايريکا چينو ويت او مريه سټيفن دWhy Civil ResistanceWorks ? يا ولسي مقاومت ولې بريالی وي؟ په نامه کتاب ليکلی. دا ډېره معتبره څيړنه ده او ښئ چې د عدم تشدد مبارزه د تشدد له مبارزې دوه هومره بريالۍ ده. تاريخي پېښو ته په کتو سره د عدم تشدد د انقلابي هڅو د کاميابۍ فیصدي ۵۶ ده او د تشدد د لارې خپل مقصد ته په کاميابه توګه رسيدو فیصدي ۲۳ ده. له بلې خوا که ته د عدم تشدد له لارې د يو رژيم چپه کول غواړي او ناکامه شي نو بيا هم ستا هڅې نورو جمهوري يا ديموکراتيکو اصلاحلاتو ته لار پرانيزي.))
که له يوې خوا په دي وروستيوو کې د نړۍ په ځينو برخو کې د عدم تشدد د اصولو ترمخه د مظاهرو، ناستو، د نه خوړو هړتال، د اولسي نافرمانۍ او ځينو نورو لارو ډلې خپلو هدفونو ته رسيدلي او آن حکومتونه يې چپه کړي، ځيني داسې مثالونه هم شته چې د دغسي فکر لرونکي خلک نه دي بريالي شوي.
افغانستان کې له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې په يو بل شکل کې په مختلفو نومونو جګړې روانې دي چې په لکونو خلک پکې وژل شوي او زخميان شوي دي. ډيرو پکې د بدن غړي د لاسه ورکړي او ډيرو ته يې اقتصادي تاوانونه اړولي دي. د پاکستان په مختلفو ځايونو او په ځانګړي ډول د پښتنو په سيمو کې هم له ۲۰۰۰ کال راهیسې بي امني شروع دي او ګڼې وسله والې ډلې وخت په وخت په خپلو بريدونو کې د حکومتي چارواکو تر څنګ اولسي وګړو ته هم زيان رسوي.
افغانستان او پاکستان دواړو کې د وسله والو سره د خبرو کوششونه هم شوي خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده درلودلي.
د سولې او عدم تشدد لړ کې د پښتنو په بېلابېلو کلو بانډو کې د کارکونکې ادارې (Just Peace Initiatives) بنسټ ايښودونکی مشر، علي ګوهر مشال ريډيو ته وويل چې که جګړه هر څومره اوږده شي، په خبرو به خلاصيږي. د نوموړي په خبره د عدم تشدد لار کيدای شي اوږده وي خو بدرنګه نه ده.
((موږ هميشه لنډه لار ګورو نو ځکه خو مو ځيني مقصدونه حاصل شي او ډېر پاتې شي. ته د ټوپک په زور د خلکو زړونو کې وېره اچولی شي خو هغه د لږ وخت لپاره وي. که د تشدد په استعمالولو کې کاميابي وای نو روس هم ډير کلونه افغانستان کې تېر کړل، هغه وخت، تر هغه وروسته او تر اوسه پورې هلته جګړې روانې دي خو هيڅوک پکي بريالی شوي نه دي. سمه ده چې ته به بل وټکوي، وبه يې وهي، وبه يې ځپي خو ګټه نه لري. د کلي مثال که راواخلو نو سمه ده، ته به ما په زور دي ته تيار کړي چې زه تاته خان ووايم، ملک درته ووايم او په ظاهره به دي ډير احترام وکړم خو په زړه کې به مې دومره مينه درسره نه وي. بلخوا په مينه ځناور هم پوهيږي.))
د پښتنو په سيمو کې له روانې ترهګرۍ او وسله والې جګړې سربېره په کلو بانډو کې هم خلک د يو بل سره د زمکو او ځينو نورو مسايلو پر سر جګړې کوي. که څه هم دا لانجې په لومړي سر کې وړې وړې وي خو که په وخت د خبرو له لارې حل نه شي، پر وسله والو نښتو اوړي او په آخره کې مرګ ژوبلې ته لار جوړوي خو ډير خلک د خپل منځيوو دښمنيوو پړه هم پر روانې ترهګريزې جګړې اچوي ځکه چې د دوی په خبره د خلکو په وړاندې يې د تعليم مخه ډب کړي ده.
د سويډن د اپساله پوهنتون د سولې او شخړو په اړه د څيړنو څانګې د شمېرو ساتلو يوه داسې ويب پاڼه جوړه کړي چې له ۱۹۸۹ کال څخه تر اوسه پورې د روانو کشالو شمېره او معلومات لري. د دوی په وينا په نړۍ کې اوس هم ۶۱ نښتې يا جګړې روانې دي چې هر کال پکې ګڼ خلک وژل کيږي. د دي جګړو د لاسه په لکونو خلک بې کوره شوي هم دي.
نو آيا په داسې حالاتو کې د عدم تشدد مبارزه بريالۍ کيدای شي؟ آيا خلک کولی شي وسله کيږدي او پر ځای یې د سوله ييزو لارو مسايلو ته لاره هواره کړي؟
د عدم تشدد د مبارزې سر لاری، پښتون سياستوال او ټولنيز شخصيب، عبدالغفار خان چې په باچاخان شهرت لري د خپل عدم تشدد او خدايي خدمتګار تحريک له لارې د انګريزانو پر ضد کاميابه مبارزه کړي. پر نوموړي د بې وسلې پښتون په نامه کتاب ليکونکې، موکوليکا بينرجي وايي:
((زما په فکر عدم تشدد هر وخت اغېزمن کيدلی شي خو مظاهرې او د دې لارې نورې طريقې بايد نېغ په نېغه د دښمن په خلاف وکارول شي. يوه مسله دا ده چې عدم تشدد هغه وخت کار کوي چې ستا مقابل لوری يو څه شرم ولري. مثلا که ماشومان او ښځې وژل کيږي نو دښمن دي بايد شرمنده شي. که داسې نه کيږي نو هغه لارې بايد ولټوي چې دوی مجبوره کړي او شرمنده يې کړي. داسې طريقې بايد پيدا کړي چې دښمن دي پري خفه کيږي. زه به يو مثال درکړم. د باچا خان خدمتګار تحريک د کاميابۍ يوه وجه دا وه چې کله دوهمه نړيواله جګړه روانه وه، پر هندوستان برطانيه حکومت کاوه. انګريزانو د دې جنګ لپاره پښتانه جنګيالي غوښتل. ضرورت يې وو. خو باچا خان خپلو خلکو ته وويل دوی تمه لري چې د بهادرو خلکو په توګه بايد پښتانه د دوی لپاره وجنګيږي خو موږ به دا کار نه کوو. دا يوه ډيره سخته فیصله وه ځکه چې پوځ خلکو ته ښې ډېرې پيسې ورکولي او نورې اسانتياوې يې ورته برابرولي. اوس هم همداسې ده. د ټوپک راخيستونکي خلک په خپل اقتصادي او ټولنيز حالت سوچ کوي. هغه د يوې سختې فیصلې د کولو تر مرحلې تيريږي. نو سړی په انفرادي کچه د عدم تشدد يا تشدد د لارې د انتخابولو يوه سخته فیصله کوي.))
سربيا کې د عدم تشدد په اړه د څيړنو مرکز (Center for Applied Action & Nonviolence Strategies) يا (CANVAS) مشر سرجه پاپوويچ وايي چې د عدم تشدد لاره خپلول او له دي لارې خپل مقصد ته ځان رسول حوصله غواړي خو ګټه يې پايداره او تلپاتې وي.
((نن سبا نه يوازې ډير خلک غواړي چې د عدم تشدد په اړه لا نوره پوهه حاصله کړي بلکې پر هغو لارو چارو هم خبريدل غواړي چې څرنګه د عدم تشدد مبارزه دومره بريالۍ کيدلی شي؟ دا څه نوې خبره نه ده. مثلا په هند کې مهاتماګاندهي، امريکا کې مارټن لودرکينګ د اولسونو د برابرۍ، په جنوبي افريقه کې د تور پوستو پر ضد د توپيري چلند د ختمولو او همداراز په شرقي اروپا کې ورته د عدم تشدد مبارزې ډېرې کاميابه وي. کله چې دي هر څه ته وګوري نو وبه ويني چې وسله والو هڅې هغومره بريالۍ نه وي لکه څومره چې بغير له ټوپکه شوي انقلابونه کامياب وو.))
نوموړی د عدم تشدد د زور او اهميت په اړه وايي.
((زه په ۱۹۹۰ مو کلونو کې سربيا کې د زده کوونکو د تحريک مشر وم. هغه مهال موږ د يوګوسلاويا او سربيا د آمر يا ديکتاتور، سلوبودان ميلوسوويچ خلاف د عدم تشدد کاميابه مبارزه وکړه او په مرسته يې هغه موږ ليري کړ. نو مطلب مې دا ده چې د عدم تشدد مبارزه ورځ تر بلې مشهوريږي. خلک يې د خپلو هدفونو لپاره استعمالوي. په تيونس، مصر او نوروعرب هيوادونو کې د عرب پسرلي په نامه همدغسي مبارزه وشوه. په سپين او يونان کې هم همداسې مظاهرې او ناستې وشوي. په يوکراين کې هم په لومړي سر کې دغسي مبارزه روانه وه. نو د عدم تشدد مبارزه دنيا خوځوي. خلک پوښتنه کوي چې دا بدلونه څه دی؟ د برياليتوب راز يې څه دی او ولې د يو څو کسانو مظاهرې او ناستې دومره ډېر اغېز لري؟.))
ولې لومړی جګړه، بيا خبرې کوو؟
د پښتنو ډېرو سيمو کې دا مهال د اشخاصو، کورنيوو، کلو او يا هم قومونو ترمنځ داسې شخړې روانې دي چې دوی په يو بل پسې ټوپک راخيستی دی. د نن ورځې د سولې پر لور خپرونه کې پر دي بحث شوی چې د خپلمنځئ شخړې څنګه له جګړې بغير، د خبرو له لارې حل کړو.
د خونړيوو شخړو لاملونه
په خپل منځيوو دښمنيوو کې ډير خلک وژل شوي، زيات زخميان شوي او ډيرو مالي زيانونه ليدلي دي. د نښتو دا لړۍ اوس هم په ډېرو سيمو کې روانه ده. ډير څيړونکي، قومي مشران او پوهاند په دي باور دي چې د تشدد د زياتېدو په وجوهاتو کې له تېرو څلويښتو کلونو څخه پښتنو سيمو کې د روانو سياسي وسله والو نښتو، د تعليم کمی، پرمختيايي کارونو نشتوالی، د پښتونولۍ د اصولو غلط کارول او بې ځايه غيرت شامل دي.
د خيبر د جمرود سيمې يو قومي مشر، ملک اسرارالله خان مشال ريډيو ته د دوی په سيمو کې د ځايي اوسيدونکو او قومونو ترمنځ د تشدد د رامنځته کېدو او زياتېدو د سبب په اړه وايي:
((موږ ته ډېرې د جايداد لانجې راځي. يعنې ډېرې جرګې د جايدادونو په اړه وي. زياتې جرګې هغه وخت کيږي چې وار دمخه پکې شخړه او ځينې وخت پکې مرګ ژوبله هم شوي وي.د انسان فطرت داسې دی چې ډير وختونه په خپلو جذباتو کنټرول ونه شي ساتلی او د تشدد لار غوره کړي. ښه خبره دا وي چې اول خبرې وشي ځکه چې که ستونزې په جنګونو خلاصيدلی نو اوس به دنيا کې امن وی.))
د پښتنو په اکثره سيمو کې قومونه د زمکو، غرونو، ځنګلونو او نورو مالي سرچينو پر سر شخړه کوي. دوی کې ځينې ستونزې تر لسګونو کلونو وغځيږي او مرګ ژوبله هم پکې وشي خو ځينې يې بيا زر حل شي. د زر حل کېدو وجه دا وي چې خلک مخکې تر دي چې ټوپکو ته لاس کړي، واک قومي سپين ږيرو ته ورکړي او د ستونزې د حل لپاره جرګه راوغواړي. د سولې پر لور خپرونې لپارهچې کله ما د دي موضوع د څيړلو په خاطر، د باجوړ يو قومي مشر، ملک عصمت الله ته ټيليفون وکړ نو هغه په همدغسي يوه جرګه کې ناست وو. وي ويل:
((زه همدا اوس په يوه جرګه کې يم. دا جرګه د زمکې پر سر د شخړې د حل لپاره ده. دا د دوو قومونو ترمنځ يوه لويه کشاله ده. اميد مو دا دی چې د دواړو خواوو تر منځ داسې فيصله وکړو چې ورته د منلو وي. پدي مسله کې برمته هم شوې يعنې دواړو غاړو د يو بل خلک نيولي دي. هيله کوو چې دا لانجه نوره اوږده نه شي او د خبرو له لارې يې يو سوله ييز حل راووځي.))
د پښتنو په دود دستور او کلتور کې حجره ډير ارزښت لري. دلته د کلي مشران راغونډېږي، د خپل چاپېرچل په مسلو خبرې او تبصرې کوي او له ټنګ ټکوره هم خوند اخلي. حجره نه يوازې د مېلمه د ناستې ملاستې ځای وي بلکې قومي مشران پکې د لانجو د حل لپاره جرګې کوي. په دي وروستيوو کې د بي امنيوو، اقتصاد خرابوالي، ښاري ژوند او ځينو نور وجوهاتو له کبله د حجرو ناستې کمې شوي دي.
د سوله ييزو لارو د کشالو د حل لپاره کارکوونکې ادارې، Just Peace International بنسټ ايښودونکی مشر، علي ګوهر وايي د حجرې کلتور کمېدل د تشد زياتولو ته لار پرانيزي.
افغانستان کې له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې په يو يا بل شکل جګړې روانې دي. د تېرو شلو کلونو راهيسې دا نښتې د ډيورنډ کرښې آغاړه پرتو سيمو ته هم غځيدلي او هلته يې پر خلکو نېغ په نېغه اغېز کړی دی. د دي جګړو له وجې د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو روزګارونه خراب شوي، اقتصاديې کمزوری شوی او له تعليمه ليري پاتې شوي دي.
روانې اوږدې سياسي جګړې
اروا پوهه يا د نفسياتو ماهره، ډاکټر روبي شهريار چې د جګړه ځپلو ماشومانو سره يې ډېر کار کړی، وايي چې پښتنو کې د برداشت د نشتوالي او په هره مسله د ټوپک راخيستو لامل روان جنګونه او او د دي نښتو له کبله رامنځته شوې بي تعليمي ده. د نوموړې په خبره د نښتو له امله دري نسلونه له دي بنيادي او ضروري انساني حق څخه محرومه پاتې شوي دي.
((سبق نشته، تعليم نشته. جينکۍ په دولسو او ديارلسو کلونو کې وديږي. د هلکانو هم همدا حال دی. په پنځلسو او شپاړسو کلونو کې يې ودونه کيږي. د دوی مور پلار هم تعليم نه وي کړی. د تعليم نشتوالي مانا دا ده چې يو کس په ښو او بدو کې فرق نه شي کولی.))
که له يوې خوا ډير پښتانه بي تعليمه دي نو له بلې خوا د دوی په ځايونو کې د جګړو او بې امنيوو له وجې پرمختيايي کارونه هم ډير کم شوي دي. په داسې حال کې خپل منځئ دښمنۍ دوی نور هم شاته پاتې کوي او د پرمختګ مخه يې نيسي. پوهان وايي د شخړې د رامنځته کېدو په صورت کې صبر کول د نورې وينې توييدو مخه نيسي.
علي ګوهر وايي له همدي امله خپل مقابل کس ته بخښنه کول تر بدل اخيستو ډېره ګټه لري.
((سخت کار د ځان بدلول دي. پر بل تنقيد او نيوکې کول اسانه کار دی خو ځان کې بدلون راوستل اسانه نه وي. که موږ د خپل ضمير سره سلا وکړو نو ډېرې ستونزې به حل وي. يعنې که موږ له غلط کاره مخکې لږ په ګريوان کې سر ښکته کړو نو بيا به بدي نه کوو. بله لويه خبره دا ده چې که ستا يو څوک چا وژلی وي نو آيا ته يې بدل اخلي او که قاتل ته يې بخښنه کوي؟ زما په فکر معافي کول او دښمن بخښلو کې ډير سکون دی. ډيره ګټه ده.))
پښتونولي او ننواتې
په لر او بر پښتنو کې لويې لويې شخړې د پښتونولۍ د اصولو ترمخه د ننواتو په کولو حل کيږي. که څه هم د پښتنو په مختلفو سيمو کې ننواتي په مختلف شکل کيږي خو په عمومي ډول ويلی شو چې کله يو چا يو بل کس وژلی وي يا يې ورته نور څه نقصان رسولی وي نو د قومي مشرانو په ملتيا د قربانۍ د يو څاروي سره ورشي او بخښنه تري وغواړي. په پښتنو کې دا ښه نه ګڼل کيږي چې کوربه دي ننواتې رد کړي نو ځکه ستونزه بغير له نښتې کولو په سوله ييز ډول حل شي.
د باجوړ يو قومي مشر، ملک عصمت الله د مشال ريډيو د سولې پر لور خپرونې ته په دي اړه د يو تازه مثال يادونه کوي.
((هغه بله ورځ دلته يو ماشوم وژل شوی وو. هغه کورنۍ چې قتل تري شوی وو، د بخښنې غوښتو لپاره دي بل کور ته د تګ اراده وکړه. موږ پکې جرګه شو. هغه کور ته ورغلو. ننواتې مو وروړه. دوی رد نه کړو او په دي ډول دا لويه مسله په ارامۍ خلاصه شوه.))
آيا وينه په وينه مينځل کيدای شي؟
د پښتنو په اکثره سيمو کې د يوې مسلې پر سر نښته او جګړه اول وشي او خبره وروسته. د عدم تشدد د فلسفې پلويان، د شخړو د حل څيړونکي او قومي مشران وايي اول بايد خبرې وشي ځکه چې وينه په وينه نه مينځل کيږي.
که په خپل چاپېر چل کې وګورو نو د خپل منځيوو شخړو له کبله ډيرو خلکو ځاني او مالي ځانونه ليدلي او چې کله له ډېرو کلونو جګړې کولو وروسته ستړي شوي دي، نو د خبرو لار يې نيولي ده. خلاصه دا چې شخړې که له هرې وجې راپيداشي او د ستونزې سبب که هر څه وي خو پوهان، قومي مشران، او څيړونکي په دي يوه خوله دي چې لومړی خبرې پکار دي.
سورس ؛ مشال راډیو – بشیر ګواښ