انګـریـزان باید غـافـل وساتل شـي
[03.Feb.2016 - 22:59](۱۱)انګـریـزان باید غـافـل وساتل شـي
دوهمه برخه
رحمت ربی زیرکیار
لـیکوال جـنـرال یار محّمد خان وزیری بـومۍ ته لاړ. هلته د خانجانخان ککه خیل په میلمستون کې پټ شو او دا اوزه یې ګـډه کړه چې وزیرو او مسیدو د ده پلا ن ردکړی دی او له دې امله افغانستان ته ستون شوی دی. په دې ډول یې انګریزان غافـل وساتل. د وري (حمل) په دیرشمه نیټه[۱۹اپریل ۱۹۲۹] د څو تنو ســره «د څیرې او جامو په تغـیر» د واڼه مرکز په لور ي وخوځید. د مشرانو د پریکړې له مخې بــایــد لښکـر د ۱۳۰۸ لمـریز د ثور په لــومړئ نیټه [۲۱ اپریل ۱۹۲۹] په واڼه کې راغـوڼډ شي او له هغـه ځایه دې د غـزني په لوري وخوځیـږي. هلته یې د خــوجل خــیلوپه جومات کې واړول او مـلګــري یې نورو ځایــونو ته ولیـږل. د انګریزانــو هڅې چــې د وزیــرو او مســیدو لښکـر د «قادیاني» شوي امان الله خان له ملاتړ نه وګرځوي، نتیجه ورنګړه، او نـږدې شپـږ زره تنه وسله وال لښکرد ۱۳۰۸لمــریــز د ثــور په لومــړئ نــیټه[ ۲۱ اپریل ۱۹۲۹] د افغانستان په لوري په «ډولــونو او اتــڼ» وخوځید. وروسته له اتڼ نه ورته ملا فضل الدین مشهور په شهزاده یوه کوټلې او هـڅوونکې وینا وکړه: «هغه ننګیالي مشران چې زما د مرحوم پلار ، اګا (ملا همزالله اخوند) او رئیس المجاهدین (حاجي ملا عبدالرزاق خان انـدړ) تر څنګ جنګیدل، د افغانستان په تلو کې ســتاسو په اوږه ولاړ دي». لښکر ته یې دوه مهمې سپارښتنې وکړې: یو دا چې د امان الله خان پلویانو ته بــه په «دې عظیم خدمت کې وڼـډه ورکوئ»، او بل داچې «هڅه به کوئ چې مخالفین د …جـرګې لــه لارې په خپله خوا کې ودروئ». ورپسې انګورخان، دلبازخان، زنګي خان او هفتي خــان هــر یــو پـه عسکري لحاظ پـه درې مهمو ټکو ټینګار وکړ:(۱) د هر قوم مشر د همغه قوم کـومانــدان ټـاکل شوی دی؛ (۲) «مــوږ غایب او حاضر مشـرانو» جنرال یارمحّمد خان وزیری د وزیرو او مسیدو د «ټـولــو لښکــرو جـرنیل[ جنرال]» ټاکلی دی؛ او (۳) د کابل «تر نیــولو پورې[بــه]د ده ترقیادت لانـدې روان یــو»،۱۸۸ تر۱۹۶مخــونه
(۱۲) پـه غـزني کې د امان الله خان د لښکر مـاتې
د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کندهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د وزیرو لښکر هم د ۱۳۰۸ د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو
محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. په ننګرهار کې هم محّمد ګل مـومند او سردار محّمد هاشم خان دغه هدف ته د رسیدلو لپاره ملا تړلې وه. خـو د دوی ټـولو هڅو کومه نتیجه ورنکړه ځکه چې د ولس مشران د بچه سقاو پلویان وو او د حــضرت صاحب نورالـمشایـخ اغا ګل مجــد دي په مشورو کې ښکیل شوي وو. د «غلجي پښتنو اکثر قـبـایل او مشران یـې د مریدۍ په حلقه کې وو». نادرخان او وروڼه یې د بچه سقاو په ضد وو، خـــو نــادرخــان خــپــل دریــځ نــه و اعــلا ن کړی چې د امـان الله خــان یــا د خــپل ځان لــپاره د سـقــاوۍ خــتمـول غــواړي( ۲۱۲-۲۰۷مخــونه).[ پــه دې اړونــد کې بـه زه وروستـه د نـورو افـغان او غیـر افغان څیـړونکو مــعلـومات اونــظـریې هـم د د ې لیـکنــې پــه پــای کې وړانـــدې کـــړم].
(۱۳) د مسیدو او وزیر د لښکر بیا را غـوڼـډول
جنرال وزیری دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونـډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مدت کې څلــور سـوه افراد په درست جنوبي کې هم نه وو په څنګ کې درولي»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي شمیـر له امله له« یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(موڼـډې) ته نـږدې وواهه چې سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډکمشر میرحسن خان چند ولي یې کوماندانان وو. جنرال وزیري وروسته له خپلمنځې جرګې مشورې نه،عبدالغیاث خان او سیدحسن خان ته د پښتونوالې د اصولو سره سم له درنــاوي ډک لــیک ور ولیـږه:« جناب غوڼـډ مشر صاحب عبدالغـیاث خان او جناب کڼـډ کــمشر صاحب سید حسن خان، السلام علیکم علی عبادالله صالحین!» د موڼـډې کلا د وزیرو،سلیمانخیلو، دیګانو/تاجکو، خروټـو او ځدراڼـو ملکیت دی. روغه به دا وي چې تاسې له دغه قـومي ملکیت نه ووځئ ، د بچه سقاو جڼـډه راکوزه کړئ او« بیا د امکان په صورت کې د سیمې د قـومونو او قبیلو د مشــرانو د جــرګې د فــیصلې نــه وروسته واپـس اورګون او پوځي کلا ته داخل شئ » (۲۱۳تر۲۱۶مخونه). دغه لیک د وزیرو او مسیدو مشرانو هم لاسلیک کړی و. خو سقاوي عبدالغیاث خان ورتـه د لیک ځواب بې له لیک نه، په درې ګـزه سپـین ټوکـر د «پـړوني» په څیر ور ولـیـږه چې «پـر سر یې کړې». جنرال یار محّمد خان دغه سپکاوی د نورو مشرانو او لښکرسره شریک کړ. د جنګ کـومانـده د جـنرال وزیري پــه لاس کې وه او مـرستیـالان یې انګـورخان او قطب خان مسید وو.
د لمــریز۱۳۰۸ د جـوزا د لومړئ شپې[۲۲ می ۱۹۲۹] په لسو بجو ډول ووهل شو په موڼـډه کلا بـریــد پـیـل شو. د جوزا په شلمه[۱۰ جون ۱۹۲۹] ، هغـه ملا یعـقــوب اورګـونی چې د ســقـاوي غـوڼــډمشرعبدالغیاث له خوا یې درې ګزه سپیـن ټوکر جنرال وزیري ته تسلیم کړی و، داځل د دوه سپیـن ږیـرو ســـره غـبرګ راغی او د عـبدالغـیاث خان « د تسلیمۍ او د کلا د راسپارلو پیغـام یې راورسـاوه.» سبا سقاوي پـوځیانو ځانــونه د وزیـرو او مسیدو کمپ ته تسلیم کړل، او ټولومشرانو ورســره د غـیـږې ستړي مشي وکـړل او د دښـمـن نه بلکې د یوه خواخـوږي دوست په څیر یې د هغـه[عبدالغیاث خان کوهـدامني] او ورسـره مل ملګرو عــزت او احترام وکړ….او ما[ جنرال وزیري] شخصا عـبد الغیاث خان غـوڼـډمشر ته یـو انګـریزی ټــوپک، دوه ســوه کارتوس او یو د سپـرلۍ اس ورکړ[ل]او هم مې څو تنه ننګیالي د هغه د حفاظت لپاره ورسره مل کړ[ل]…او نور ټــول پوځیــان مــو په عــزت او احترام سره رخصت کړل.» نادرخان د ځاځیــو په علـیخــیلو کې اړولــي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستــلو لپاره ورســره د کابـل په لـوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «پــه څـټ را نغــی.»( مخونه ۲۱۶تر ۲۲۵). جنرال وزیري شپـږنیم زره تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاســته راوړي وو. خو نــادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لـرلې چـې د جــنګ سړي او وسلې پـرې راونیسي. هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خــوست او څـمکــنیـو کې د ســقاویــانو د ګـواښ ســره مخامــخ وو. پــــه دغـســې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیری کومانــدې ته تن کښیـږدي. پـه ساړه موسم کې پکتیا په داسې کوچیانو ډکه وه چې د سقاوۍ پلویان وو. د موڼـډې کلا له بري نه وروسـته، د وزیرو او مسیدو لښکر تقــریبَا دوه میـاشتــې دمه وکړه چې د کـور کارونـه سم کـړي او هــم پــریـږدي چې د هــوا پـه نـر میـدو سـره کــوچیان له پکــتیا نه کــډې واخلي او د سقــاویانو زور کــم شي. پــه نــرمه هــوا کې د وزیــرو او مســیدو لښکـر کـولــی شـول چې پــه یــو څــادر کې هــم ځانــونــه تــــاوده وســاتــي
ماما زیــارت په وزیــرستان کې د یـو غــټ شخص مـړستون (هدیره) دی. نږدې اویــا تنه مشران هلــته جــرګه شول او داسې پــریکــړې یې وکــړې: (۱) د جګړې کوماندان بیا هم جنرال یارمحّمد خان وزیری وټــاکل شـو؛ (۲) په اورګــون کې نیـول شوې وسـله او خـوراک دې د ځان سره ویوړل شي؛ (۳) کوښښ دې وشي چې د ســقاو پـلویانو ته د جنګ په ځای د دوستۍ لاس وروغځول شي؛(۴) محّمد نادرخان او وروڼه دې دیته راوبلل شي چې د هیواد د ژغورنې په جګړه کې برخه واخلي؛او(۵) د کابل په نیولو سره دې امان الله خان بیرته راوبلل شي یا دې د هغه د کورنۍ کوم نـږدې غړي ته د سلطنت واګې وروسپا ل شي. په ماما زیارت کې څلورنیم زره وزیر او مسید جنګیالي د ۱۳۰۸ د سنــبلې په میاشت کې راغــوڼــډ شــول(مخونه ۲۳۳-۲۳۲). محّمـد نادرخان د لـوګر د کــولانګار د حــاجي نواب خان او له پنجاب نه افغانستان ته د راغـلي الله نواز خان په لاس، په برمل کې د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت داتــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي : چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر» – مخونه ۲۳۹-۲۳۸
(۱۴) د خـوست جــګــړه
کــله چې د وزیــرو او مسیــدو لښکر د خوست پــولو ته ورســید،د بچه سقاو پلویانو یې کلکه مخه ونیــوله. قاضي عبدالله خان شمل(د بچه سقـاو غوڼـډ مشر)، ګلام خان ګـربـز، بلــندخان ځدراڼ او مـلک جــان خان سلیمانخیـل ورته د خپلو سړو په لاس اخطار ورولـیـږه: د خوست اوسیدونکي د وزیـرو او مسیـد و لښکـرنه پریـږدي چې د خوست له لارې کابل ته تیرشي، او تر څو چې «موږ ژونـدي اوسـو تاسې به دا کار ونکـړای شئ.» خوستیانو درې زره وسله وال لرل، او د خوست په ختـیزه خوا کې د وزیرو، مسیدو، دوړو اوتڼـیـو د جنګیالــیو شمیر څـلورنیم زره تنو ته رسیده چې هـلته «پوره دولس ورځې تم شول» ځکه چې د مقابل اړخ سره یې «د لارې د خلاصون په خاطر خـبرې او جرګې» کـولې. د نادرخان ســړی مـولــوي الله نــوازخان چې اصلا د پنجاب و او نـه د پښتــونـوالې په اصولو پوهیده او نه یې کومه قبیلوي غلیمي غاړې ته لـویـدله، «هــره شیـبه بـه یـې د جـنــګ د پــیــلولو خبرې کــولې».ولولئ:۲۴۲-۲۴۰مخــونه
د مشرانو له خپلمنځې جرګې نه وروسته، پریکړه دا شوه چې باید د دوی لښکر د سقاویانو په مقابل کې وجنګـیـږي او افغانــستان وژغوري( دا د ۱۳۰۸ د سنبلې اخري ورځې وې)[ د ۱۹۲۹زیـیــز د سپتمبــر د شلمې په شاوخــوا کې]. په خوست باندې د برید د تیاري په مهال، ځلمــی خان مـنګل د اویـا(۷۰) سړو سره او زمرک خان « د قهرمان ببرک ځـدراڼ ځــوی» د اتیا(۸۰) ســړو سره د وزیــرو، مسـیدو، دوړو، او تــڼـیــو د لښکر سـره غبرګ شـول. ټــول د خوست د بازار په لوري وخـوځـیدل او سخت جنــګ پیـل شو. د خـوســتیانو کوڼـډي نومې قبیلې کلک برید وکړ،او له مقابل اړخ نـه یې لس تـنه ووژل او فـرقه مشر اخـتی جان احمد زی وزیر یې ټپي کړ. مخکې له دې چې کـوڼـډیانو تــه د نـورو سقاویانو ملاتړ راورسـیـږي، د ماښام په خړه کې یې ماتې وخوړه:شپیته تنه جنګیالي یې ووژل شــول او نــور وتــښتیــدل.وروستــه لــه دې چې کـوڼډیانو خپل مړي خاورو ته وسـپارل، د جنرال وزیري د کــوماندې لانـدې لښکر د کوڼډیانو د مړیو او نیول شوو وګړو وسلې ونـیولې. په دغـه مهال ورته د غــوڼـډ مشر نـور محّمد ګـردیزي پیغام راورسید چې په خوست کې دخپلو جنګیالیو سره محاصره شوی و. نوموړی د امان الله خان «د ځانګړ وفادارانو له جملې څخه و.» جنــرال یارمحّمد خان وزیری بله ورځ د غوڼډمشر ګــر دیــزي چوڼۍ ته ورغی او ده ورته ټوله وسله او جبه خــانه وروسپــارلــه. له دې وروسته ، د افغانستان د ژغورنې زمریالي د زمرک ځدراڼ او ځلمي منګل په ګډون د بنګي باغ د کلا په لوری وخوځیدل ځکه چې هلته د بچه سقاو د غوڼډ مشر قاضي عــبدالله شمل، ګـلام خان ګـوربز، بـلند ځـدراڼ او ملک جان خان سلیمانخیل جنګیالیــو اړولي وو. جګړه «پــوره» درې ورځې او شپې وغځیدله، او دواړه خواوې «په میـړانه» جنګــیدلــې(۲۴۰ تر ۲۴۷ مخونــه). خو په پایله کې سقـاوي اړخ ماتې وخــوړه(۱۳۴۸ هجری قمري د ربیع الثانی ۱۹)[ ۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹= ۳ میزان ۱۳۰۸لمــریز]. وروســته لــه دې، بــریــالی اړخ د ځاځیو د علی خیلو په لــور وخوځـید چې هـلته د محّمد نـادر خان سره وګوري اوپه ګـډه سره د افغانستان د ژغــورنې (نجات)نــقشه جــوړه کــړي
(۱۵) د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول
د خــــوست او ځاځیـو په منځ کې څمکني میشت وو. هلته سقاویان د ملک میراکبر او مغل خان د مشرۍ لاندې برلاسي وو. خو بې له جنګه د لیکوال جنرال وزیري پیغام ته تسلیم شول،ځــکه دوی دواړه د خــوستـي ســقاویــانو په کــلکه ماتې خبــر وو. د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو
پاس هغه لیک دی چې سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و
مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ. د ځاځــیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال یارمحّمد خان وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکــله بـرابـروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه سـره زمـا[جنـرال وزیري] غــوښتنه ومـنلــه». د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و». په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» و. ده په شپـږ میاشتو کې ونشوکولی چې پـه جنوبي کې «څلـور سوه جنګـیالي» پــه ځان راتـاو کړي
(۱۶) د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول
د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیـري چې د ژغـورنې د جګـړې کوماندان و، محّمـد نـادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا نـنګـیالي او جنګیالي …خاص د اعلی
حـضرت غازي امان الله خان د هغــه فرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حد خان سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه). تـر دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور وویل: «ســپاه سـالار صـاحب!…[لیکـوال جنرال یارمحّمد وزیري او د ژغورنې د جګړې کوماندان]هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو». سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې یــو څــو یــې دادي: (۱) د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارل شي؛ (۲) د امان الله خان تر راتګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کفیل وي؛ (۳) حکــومت دې د هغه چا یادښت وکړي چې د هیواد د ژغورنې په لار کې یې سر او مال ښندلی وي، او په «تــاریخ کې دې ثبت شي»؛ (۴) له ژغــورنې وروسـته دې د ژغــورونکي لښکر د شهــیدانــو او معلولـینو پاتي شـونــو ته «معاشات او مکافـات مقرر شي»؛ (۵) له دې امله چې د هیواد پـوځ پـه کورنئ جګړه کې «تباه شوی دی او هم یو شمیـر صاحب منصبانودخاورې او حکومت سـره خیانت کړی دی…»، نو د ژغورونکو لښکرو«مشرانو او افسرانو ته دې په پوځ کې دندې ورکــړل شــي»؛ (۶) د وزیــرو او مسیــدو د لښکــر مشرانـو د ۱۳۰۸ لمریز له ثور راهیسې د افغــانستان د ژغورنې لپاره د سقاو پرضد «په کروړونو کروړونو افغانۍ لګولې دي»، له بــري نه وروستـه دې حکـومت هغـوی ته دغــه لګـښتـونه ورکړي؛ (۷) همدا اوس دې د سقاو ټولو پلویانو ته عـفوه اعلان شي، خو د جګړې بندیان دې د هیواد د ژغورنې پورې «وساتل شي» او بیا دې « په عـزت او احترام سره» ازاد شي. ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړ چې د جــرګې ټــولــو پــریکړو… ته بــه غــاړه ږدي» . د لــیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری د کــومانــدې لانــدې لښکر د ۱۳۴۸سپــوږمـیز د ربیع الــثانی پــه ۲۲ [ ۲۷ سپتمبر ۱۹۲۹= ۵ تــله ۱۳۰۸]، د ځاځــیو لــه علی خیلو نه د ځاځیــو د ګل غـوڼـډۍ په لوری وخوځید،او د ځدراڼو او منګلو ۱۵۰ تنه جنګیالي د خــپلو مشرانو [زمرک خان ځدراڼ او زلمي خان منګل] سره په علی خیلو کې «پاتي شول». فقیر محّمـد خان مومند چې د امان الله خان په پـیرکې دسیهلي سیمو د ځنګلونو رئیس و، د امان الله خان « د درجـه اول پــلویانو او ملګرو څخه و» او هغه مهال چې د جنرال یارمحّمد خان وزیري جنګیالي د ځاځیو په ګل غـوڼـډۍ کې «اوسیده، نوما او رئیس صاحب فـقیر محّمد خان مومند به هره ورځ یو دبل سره لـیدنه او کتنه کوله». هغه مهال چې امان الله خان پربښی او کندهار ته تللی و، فقیر محّمد مومنـد د ملنګ په جامو کې شاجوی ته تللی و او له جنرال وزیري نه یې هــیله کــړې وه چې که هــزاره جات تــه یې د بــدرګې په واسطه ورسـوي. هغـه مهال لیکوال جنرال دغه مومند نه پـیـژانده خو د ملنګ هیله یې په ځای کړه. فقیر محّمد مومند ورته وویــل چې « هغــه ملنــګ پـخپـله دی و» او د سفـر مــوخه یې داوه چې هــزاره قـوم د امان الله خان د دفــاع لپاره راوپـاروی.