(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لرغونی هلمند

[20.Jun.2015 - 17:21]

لیک: شريف الله دوست  سرواني

هلمند د زموږ دهيواد له درې مدنتونو ( امو ، سند،هلمند) څخه يو غوړېدلی تمدن دی ، په خوښۍ سره چي تر تاريخ وړاندي پېر لاسوندونه (سندونه) يې په لاس کي لرو.

تر تاريخ وړاندي(قبل التاريخ) لاسوندونو څخه يو هم سوځلی ښار(شهرسوخته) دی چي دهلمند سيند پر غاړه د خپل وخت دعصري مدنيت له لويو بېلګو څخه شمېرل کيږي.

لومړی دا ، کله چي انسان دځمکي پر مخ ژوند مخ پيل کړ دپرمختګ هغه برخه چي موږ يې ليکي شواهد په لاس کي لرو دتاريخ په نامه ياديږي او هغه څه چي انسان دليک په موندلو لا نه و بريالی سوی تر تاريخ وړاندي دوره د (per Historic) په نامه سره ياديږي .

په تاريخي دوره کي شرط دادی چي دلرغونو ټبرونو لاس ته راغلي اثار لوستل سوي يا دلوستلو وړ وي .

په ټوليزه توګه افغانستان کي تر تاريخ وړاندي اثارو پلټني له (۱۹۳۶ز) کال څخه د اروپايي علمي او عملي پلاوي له خوا پيل سوې چي پايله کي يې تر تاريخ مخکي د ډبري داستعمال په درېيمي ياندي توږل سوي ډبري ، خاورينو لوښو او فلزاتو دکاروني په دورې اړه لري چي همدې پېر (دورې) ته (کلکوليتيک) پېر وايي. (روهين ،۱- ۴ )

په خوښۍ سره په (۱۹۳۶ ز) کال کي فرانسوي لرغونپوهان (پرفيسور) هاکن افغانستان ته دکيندنو لپاره راغی د پلاوي مدير (پروفيسور ګيرهمن) چي د قبل التاريخ(تاريخ مخکي) متخصص و او تر دې وړاندي يې په پارس(جعلي ايران) کي کار کاوه د لومړي ځل لپاره د تاريخ مخکي دورې  څېړني او پلټني  دهلمند په پراخه حوزه کي پيل کړې او دنادعلي په شاوخوا کي چي د (زرنګ) د سيستان دپخوانۍ پلازمېني يو برخه د هلمند سيند پر غاړه زړې کنډوالې وې په سور داغ او سپين داغ د سروتار او کنګ په کلا کي کيندني وکړي.( کهزاد ، ۸ )

د دې کيندنو په پايله کي ډبرين لوښي ، ډول – ډول وسلې ، غشي رنګين ښايسته سوي توکرکي ( کودړي ) ، دسپينو زرو غوږ والي او هډوکو څخه جوړ شيان تر لاسه سوه چي پوهانو په مرو کي د (انو) په لويديځ کي د (کاشان) او په سويل ختيځ کي د (سند) دپېداسوو اثارو سره يو شان او ورته بللي دي.(حبيبي ، ۴ )

سوځلی ښار د زرنج(نيمروز) په شپږپنځوس(۵۶) کيلومترۍ کي شتون لري چي زرګونه کاله پخوا يې اوسيدونکو دبابا دغره نم(اوبه) څښلي او کله چي هلمند سيند خپل بستر ته تغير ور کړ د دې ځای(سوځلي ښار) مېشتي هم وکوچېدل ، د ځينو تاريخونو په استناد چي هند او مرکزي افغانستان کي تيت سول.

سوځلی ښار تر تاريخ مخکي زمانې يو متمدن سياسي،فرهنګي او سوداګريز ښار و ، ياد ښار د خپل اوج برم او پرتم  په وخت کي يوسل يوپنځوس(۱۵۱) هکټاره پراخوالی درلود چي د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په اند ، دې وخت کي شاوخوا اته زره(۸۰۰۰) وګړو پکښي ژوند کاوه.

دا ښار دخپل ( ۱۴۰۰کلن) ژوند په اوږدو کي څلور ځله د بېلابيلو تمدنونو او پړاونو لرونکی پاته سوی او درې ځله سوځل سوی دی .

لرغونپوهانو يې دسوځېدو نېټې( (۲۷۰۰ او (۲۴۰۰مخزيږدي) کلونه اټکل کړي دي ، خو داسي شواهد نه سته چي دې سوځونو دي ياد ښار ته يو مخ سکوت ورکړی وي.

دا ښار يو سوليز ښار و تر دې چي يو ځل هم دې ښار کي دجنګ جګړې شواهد په لاس کي نه سته ، سوځلي ښار کي خلکو ډېر ارام ژوند در لود و ګړي يې ډېر کرار او بې ازاره خلک وه .

لکه مخکي چي ورته نغوته(اشاره) وسوه ښاريانو يې دهلمند سيند اوبه څښلې او د همدې هلمند پر غاړو يې د( ۴۰۰۰-۳۰۰۰ مخزيږدي) شاوخوا کي ژوند کاوه ځکه يې نو تاريخي او فرهنګي ميراث د هلمند په لرغوني تمدن پوري اړه لري.۱

دهلمند د لرغوني تمدن جغرافيايي ساحه يوخت ډيره وسيع او پراخه وه هغه چي دهلمند سيند له برکته خړوبېدل او خلکو ورباندي حيات درلود ، دهلمند د تمدن لرغونتوب هم د سيمي د نورو لرغونو تمدنونو لکه ( مصر ، بين النهرين ، هند ، چين ) سره همزولی تاريخي شاليد لري.

دادی چي هلمند سوځلی ښار هم دهلمند سيند پرغاړه د ډيرو لرغونو پاته شونو څخه دی او دهلمند دتمدن استازيتوب کوي ، کيندنو او څېړنو ښودلې چي د سوځلی ښار جوړښت د(سيد کلا) ، (منډيګک) او (ډيمراسي غونډۍ) سره ډېر ورته والی لري .

د هلمند سيند پر غاړو چي د لرغونو او تاريخي سيمو کومه څېړنه سوې ده او په ترڅ کي يې کوم لوښي په لاس راغلي دي د همدي پورتني منډیګک لرغونو پاته شونو او نورو سره په تاريخي لحاظ همزولی بلل سوی دی.(۲)

داسي څرګندوني سته چي هلمند سيند په تيرو اتو زرو(۸۰۰۰ کالو) کي يوولس(۱۱ ځله) خپل بستر ته لږ و ډیر تغیر ور کړی دی .

دکتور سيدمنصور سجادي په خپل کتاب (جواهرسازي درشهر سوخته) کي کاږي : " د سوځلي ښار د معبدونو استوګنځای کي چي په دوهمه او څلورمه دوره پوري اړه لري (۴۸۰۰ کاله مخکي مخينه) او هغه انځورونه چي په پر ديوال کښل سوي او دغويانو څېرو ته ورته ښکاري د (۴۱۰۰ کاله) پخوا مخينه بلل کیږي "

دا ښار په را ورسته کي دبلخ په څېر دسويل لويدځو ښارونو مور (ام البلاد) نومول سوی دی .

ياد ښار تر اريائيانو اوتاريخ وړاندي د ډيرو نادرو ، نوموتو او عجايبو ښارونو څخه شمېرل کيږي هغه چي په نړۍ کي نوم لري.

کيندنو او څېړنو ښودلې چي سوځلي ښار د مصر ، بين النهرين ، سند ، پارس ، هراپه ، موهنجودارو ، بلهيکا (بلخ) او چین سره ټينګي سوداګريزي اړيکي درلودې او د اروپا ، منځني ختيځ او افريقا تر منځ يې د تمدن دځنځير يوه کړۍ جوړه کړې وه.

لکه مخکي چي ورته نغوته وسوه ، د نن په پرتله دهلمند دلرغوني تمدن ساحه ډيره پراخه وه له اوسني زاهدان او سيستان څخه نيولې ، دفراه يو شمېر برخي ، بيا تر بُست ، روزګان ، داور (زينداور) ، منډيګک او حتی تر ګندهارا او ټاکسيلا پوري سيمه يې دخپل تمدن په غېږ کي نيول.

نو وايو چي د هلمند لرغونی مدنيت بېلګي دسيمو دتمدونونو په منځ کي لکه مصر ، بين النهرين ، سند ، موهنجودارو کي ډېر کم ليدل کيږي ، لکه څنګه چي مصر دنيل سيند څخه هغه چي داتوپيا له غرونو څخه سرچينه اخلي پر غاړه يې خپل انساني تمدن را پيل کړی ، د چين مدنيت د ژړ سيند له برکته را منځته سوی او دسومريانو مدنيت د (دجله او فرات) سيندونو له برکته چي (بين النهرين) بلل کيږي رامنځته سوی دی همداسي هلمند سيند چي دبابا دغره له برکته بهيږي پر غاړه يې د هلمند لرغونی مدنيت زيږېدلی دی.

دسوځلي ښار اوسيدونکو يو ډير عالی تمدن درلود او ديوې عصري ټولني لرونکی وه ، دلاس ته راغلو ثارو له مخي چي خپل عصردخلکو متمدن ژوند نوموړي کي تمدن په سوځلي ښار کي په ډېره لوړه سطحه شتون درلود.(

د سوځلي ښار نوم څه و ؟

په سوځلي ښار کي لاسته راغلی سفالي لوښی ،  دنړۍ لومړنی انيمشين

سوځلي ښار چي دهلمند تر تاريخ وړاندي  شاوخوا (۷۰۰۰ کلن) مخکي زوړ ښار دی د چي خپل وخت يې ډير ښه د صنعت او هنر بېلګي په ميراث کي را پرېښي دي؛ خو اوس څوک په دې نه پوهيږي چي د دې ښار آر(اصلي) نوم څه و؟

هغه لرغون پېژندونکي چي په دې برخه کي کار او کيندني کوي او کړي دي تر اوسه دې پوښتني ته بې ځوابه پاته دي.

دلته پوښتنه پيداکيږي چي همدا دسوځلي ښار(= شهرسوخته) کټ مټ نوم  دکوم وخت راهيسي راپيل کيږي او اخيستل کيږي؟

په څرګند ډول دا نوم نوی ښکاري او دومره تاريخي مخينه نه لري ، دلاس ته راغلو متونو څخه داسي ښکاري چي دا نوم تر شاوخوا يوسل پنځوس کلنو زياته مخينه نه لري ، په شاوخوا تيرو(۱۵۰کلونو)  کي يوه انګريز پلټونکي (کلنل بېټ) له دې ځايه څخه دليدني پر مهال دا نوم د سوځلی ښار په نوم دځايي اوسيدنکو له خولې لیکلی او ثبت کړی دی چي دانوم اخیستنه یې لومړی ځل بلل کيږي ، چي د دې ښار نوم په سوځلي ښار(شهرسوخته) په نوم په تاريخي متونو کي راڅرګنديږي، خو په رښتنې توګه هيڅوک په دې نه پوهيږي چي له پيله به د دې ښار آر نوم څه ؤ.

په سوځلي ښار کي لاس ته راغلي توکي

ايټالوي لرغون پېژندونکو تر کيندونو او پلټونو وروسته دا په ډاګه کړه چي دسوځلي ښار پر مخ باندي د شل(۲۰) سانتي مترو په اندازه پنډ خټين پوښ  اوار  و او دسوځلي ښار ساحه يې له (۴۰۰۰کاله) را پدې خوا ساتلې پوښلې او له لاس وهني څخه ژغورلې وه.

خو ځايي اوسېدونکو اوس هم په خپلو منځو کي دياد ښار يادګار له ځانه سره لري.

ويل کيږي  چي نوموړی ښار يو وخت دتمدن پلازمېنه وه هغه چي دسوځېدوله امله له استوګني لوېدلی او دسوځلي ښار نوم يې خپل کړی او اوس هم په همدې نامه ياديږي.( ۴)

سوځلی ښار تر آريايي مهاجرتونو مخکي

سوځلی ښار تر اريايي يونيځونو(مهاجرتونو)مخکي د بېلابيلو قومونو استوګنځای و.

د راډيو کاربن دازمويني له لاري دا څرګنده سوه چي دا ځای (۵۰۰۰تر۷۰۰۰کالو) پوري مخينه لري او دلته د خپل وخت يو روڼ مدنيت و چي د( هلمند مدنيت) په نوم ياديږي.

دې ورستيو کي دسوځلي ښار په لويديځ کي يو ګډ ګور اوقبر پيدا سو چي مخينه يې تر زيږدي(مېلاد) ۳۰۰۰مخکي کلونو پوري اټکل سوې ده ، څېړونکو چي په لاسته راغلو قبرونو کي شنني او څېړني وکړي ښکاره سوه چي په يوه اوږد مهال کي دلته تر يوویشت (۲۱) پوري مړستونونو شتون درلود.

له څېړنو سره څرګنده سوه چي په دې ټولګه مړستونونو کي پنځه پنځوس سلنه دهغو ماشومانو هډوکي وه  چي عمرونه يې تر (۹ کالو) لږ ښودل سوي دي، دوی کي د يوه شل کلن ځوان هډونه هم وموندل سوه، او ورڅخه څرګنديږي چي پردې ښار يوخت ډېره سخته ساري ناروغي تېره سوې ده او په ډېر شمېر کي يې لويان او ماشومان مړه کړي دي.(۵)

دلومړنيو ټولنو او دبشر دلومړنيو تمدونونو له څېړنو څخه دا جوتيږي چي بشر کله د روزۍ او ډوډۍ د پيداکېدو په لټه کي سو سمدستي يې د خپل فکر او ذهن په ځواک دکرهڼي او مالدارۍ چارو ته پام سو او په دې برخه کي داړتيا وړ توکو دجوړولو په لټه کي سوه چي د دوی په شاوخوا کي يې له طبيعي عناصرو څخه ګټه پورته کړله چي دې کي دنړۍ لومړنۍ متمدني ټولني او حوزې همدا دهلمند لرغونې حوزه ، دنيل سيند دره ، دمنځنۍ اسيا ځيني سويلي سيمي، دسند حوزه،دآموسيندغاړي شمېرل کيږي.

که څه هم د(۱۹۴۰ز) کلونو په لومړيو کي لرغونپوهانو يوازي دمصر او بين النهرين سيمي دلرغوني تمدن ځانګو بللي وې ، خو کله چي د هلمند په حوزه سوځلي ښار ، سيستان ، نادعلي ، منديګک ،ډيمراسي غونډۍ او شمال په لور چين ، ترکمنستان او ترکې پوري دا لړۍ او کړۍ وغزېده دلته نو لرغونپوهان له خپل مخکني ټينګار څخه وګرځېدل او پورتنۍ ټولي سيمي يې ديوه نغښتي – مښتي او د تمدن د يوه ځنځير کړۍ وشمېرلې.

پروفيسور (کزل) د(۱۹۵۱ز۱۹۵۷ز پوري) منډيګک په ځانګړې توګه دهلمند دحوزې ډېر لرغونی ښار بللی دی او هغه مخينه يې تر زيږدي(مېلاد) ۳۰۰۰ کاله مخکي ښوولی او ویلی يې دی چي دې ښار دنړۍ دنورو لرغونو مدنيتونو په لړ کي ډير اړين رول درلودلی دی.(۶)

ډاکتر( بهنام ) پخپله يوه ليکنه کي کاږي : چي تر مېلاد څلور زره کاله مخکي کله چي دهلمند سيند مخه واوښتل دهلمند غاړي کي جوړ د سوځلی ښار وګړي دسند او اوسني پنجاب په لور کوچيدلي او هلته يې يوه نوې امپراتوري جوړه کړل .

مخکي تر دې چي اريايان اوسني افغانستان ته راسي هنر او صنايعو دخپل لوړ معيار سره شتون درلود او د هلمند مدنيت دنړۍ د دوو نورو تمدونونو سند او بين النهرين د پيوند نقطه وه ، همدا ډول په سوځلي ښار کي څېړنو ښوودلې چي کوزو جوړوني ، بوريا اوبدني(ودلو) ، د ډبرو توږلو ، دلاجوردو او پېروژې څخه ښکلي زينتي توکو صنعت په سوځلي ښار کي دځايي وګړو بوختيا وه.

ډاکتر ريچارډ فرای ويلي دي : " د هلمند لرغونې حوزه د دلرغون پېژندنکو لپاره يو لوی بخت او ښه زيری ځکه دی چي د ټولو دورو دتاريخي اثارو شتون بېله کومي لاسوهني پکښې دی ، چي څېړنه يې په تاريخي ، فرهنګي ، اقتصادي ، او سياسي لحاظ د ارزښت وړ ده.

د درو لرغونو مدنيتونو مثلث

هلمند ، آمو او سند تر تاريخ وړاندي دانسانانو داستوګني هغه سيمي دي چي تر لومړني غارمېشت کېدو وروسته يې وګړو داوارو سيمو په لور يونو نه وکړله او راکښته سوه په اوارو بيدياوو کي يې کرهڼيز ژوند پيل کړ لکه :

دهلمند مدنيت :

همدا تر تاريخ وړاندي او مخکي پېر پوري تړلی مدنيت چي دهلمند سيند له برکته پايېدلی او غوړېدلی دی ، دې کي دهلمند کښتنۍ سيمه سيستان او خپل مرستيالان ، ارغنداب ، فراه رود او نور لوی او واړه سيندونه ، شاوخوا سيمي هم تر خپل پوښښ لاندي راولي د فرانسوي پلاوي له لوري دهلمند د لرغوني مدنيت تر څنګ يې دليرو او نژدې مرستيالانو پر غاړو هم تر يو ځايه شنني او پلټني تر سره سوي دي.(۷)

د آمو مدنيت :

دې تمدن هم دآمو سيند له برکته چي دخپلو مرستيالانو سره بهيږي ، تر اوسه پوري ښې کرهڼيزي ځمکي پرې خړوبيږي .

د سند مدنيت :

دا مدنيت هم چي دسند سيند له برکته يې پايښت کړی دی د خپل وخت له لرغونو او روښانه مدنيتونو څخه شمېرل کيږي ، دلرغون پېژندنکو د پلټونو سره جوته سوه چي په دې حوزه او مدنيت کي هم تر تاريخ وړاندي دورې ډېر لوښي او دژوند توکي موندل سوي دي .(۸)

هلمند دکلکولي تیک دورې په غېږ کي

هلمند کي (۷۵۰۰ مخزيږدي) دوره  د پېښليک (کرونولوژي) له مخي په (آق کپروک) ، ډيمراسي ، منډيګک ، سيستان(هلمند) کي توږلي (صيقلي) ډبري او خاورينو لوښو ، فلز يا کلکوليتيک پېر نومول سوې ده. (۹)

دمس دوره ځيني د ډبري د دورې په نوم هم يادوي او د لاتيني ژبي د ( chalcolithic) اصطلاح يې د همدې دورې دافادې لپاره کارکړې ده ، لرغونپوهانو د مس او ډبري دورې ځانګړنې په لاندي ټکو کي رانغاړي :

۱ : د کلنګ کرهڼي پيل او رواج کول.

۲: د ډېرو کسانو لپاره غټ کورونه جوړول.

۳: د مسي وسايلو استعمال چي دې کي ډبرين وسايل ډېر کارېدل.

۴: دښځو دمجسمو او فګورينو جوړول.

۵: سفالي لوښي دمنظمو هندسي نقشونو سره.

په ټوله کي دا دوره په افغانستان کي د مس او ډبري د پېر(دورې) (Chalcolithic – Aeneolithic) په نوم ياديږي چي مخينه يې تر زيږدي مخکي (۳۵۰۰-۳۰۰۰کلونو) پوري رسيږي.(۱۰)

په هلمند کي دمختلفو انساني ټبرونو مېشتېدنه دهمدې هلمند سيند له برکته و چي خپل خواړه به يې د ياد سيند له کبانو او ياهم د سيند دغاړو له ځنګلونو څخه د حيواناتو دښکار له غوښو برابرول چي په وررسته کي بيا د آريائيانو په راتګ سره کرهڼه پيل سوه .

د هلمند غاړو له پلټونو څخه داسي څرګنديږي چي دافغانستان او ګاونډويو په ځانګړې توګه دافغانستان په پېژندنه کي د هلمند سيند دغاړو اوه زره تر اته زره کلن (۷۰۰۰- ۸۰۰۰ ) مدنيت څرک او درک لګيږي چي داوسني افغانستان د لرغوني تمدن دوهمه حوزه جوړوي.(حبيبي ، ۴ )

د دې څو کرښو څخه دا څرګنديږي چي دا ډول څېړني او تحقيقات په شلمه پېړۍ کي د قبل التاريخ په برخه کي د هلمند په سيستان کي پيل سوې.

د سند دناوې ، بلوچستان  او داکسوس دشمالي سيمو او دخزر او پارس دخليج تر منځ ځمکو او لږ وړاندي په بين النهرين کي تر ( سوزنيان) او (عيلام) پوري دکلکوليتيک د دورې مدنيت دهلمند د ښېرازه حوزې (سيستان ، هامون) سره تړلی  او ورته والی لري .

د(سراورل سن) دغه ډول نظريه دا ښکاره کوي چي دهلمند حوزې دکلکوليتيک دمدنيت ټولي دورې ليدلې او تيري کړي دي .(کهزاد ، ۲۷)

که چيري نقشه وکتل سي نو دهلمند دلتا د (انو) او (موهمنجودارو) څخه تقريباً پنځه سوه ميله لېري پرته ده ، خو دهلمند او سيستان د کلکوليتيک د دورې د قبل التاريخ د خاورينو لوښو او هغو لوښو ترمنځ چي امريکايي هيئت آر.پومپيلي (R.pumpelly) له (انو) څخه پيداکړي او کشف کړي دي په بڼه ، تخنيک او رنګ کي ډير ورته والي موجود دی.(کهزاد ، ۲۸ )

د دغو ويناوو او څېړنو څخه دا پايله تر لاسه کيږي چي دهلمند په پراخه حوزه کي دکلکوليتيک دمدنيت وږمه چلېدلې ده او دهلمند په قبل التاريخ زمانه کي هم د اوس په څېر يوه سياسي ، فرهنګي،سوداګريزه او جګړيزه ستراتيژيکه سيمه وه چي دکورنيو او بهرنيو پام يې ځانته اړولی و. (۱۱)

هلمند د او يستا په  فرګرد کي :

هلمند له آره د سيند نوم دی ، اوس داټوله سيمه په همدې نامه ياديږي د افغانستان د تمدن دوهمه حوزه جوړوي چي د هرات په څېر دپيل څخه دمختلفو قومونو دپام وړګرځېدلی ، د اريايانوپه مذهبي کتاب او يستا د (فرګرد) په لومړي فصل  کي د هيتومنت (Heatumant) په نامه  د ښو او ښيرازه ځايونو څخه چي اهورا مزدايې()رامنځ ته کړې ده ياد يوولسم ځای سوی.دلته اړينه ده چي يوڅه د اويستاپرنامه هم رڼاواچووځکه دکتاب په سرليک او نامه کي هم ورته ايشاره شوې ده.اويستا له آره د زرتشتي دين د سپيڅلي کتاب نوم دی چي د د ې ترڅنګ دهغي ژبي نوم هم دی چي داکتاب په ليکل شوی لکه (اوستايې ژبه) چي داژبه څه ناڅه له ننه دوه زره څلور سوه(۲۴۰۰)کاله پخواپرژبو چليدل . ()

د اوستا کلمه اروپايې ختيز پيژند ونکو په بيلو بيلو ډولو ژباړلې او تعبير کړې ده.

يو شمير يې (مضمون) بولي ، ځينو  د دې کلمې اشتقاق (د استاک Apstak) دکلمې څخه بللی او په (قانون) سره يې ژباړلی دی .

پروفيسور (کلدنر) د پروفيسور (ندارس) دخولې کاږي چي اويستا يا اوستاک پهلوي کلمه ده چي د (اوپستا) دکلمې څخه راوتلې ده او مانايې (اساس ، بنسټ او اصلي متن ) دی . د (زند) کلمه د ستاينوم په توګه ورسره يو ځای کوي چي د (ښار ) او (لمونځ) دوې ماناوي ورکوي . ( )

هلمند په تاريخي او جغرافيايې متونوکي

هلمند په سانسکريټ کي :

د پا ڼڼي په ((اښت اډهيايي)) کي د دې سيند سنسګريټي نوم (سيتومنت) کښلی دی.

هلمند په يوناني تاريخوکي :

ديونانيانو په خپلو ليکنو کي هلمند سيند د (ايتامنتوس ، ايتامندروس) په شکل ليکلی دی . ()

دهلمند پرته نور هغه سيندونه چي په هامون کي توئېږي :

په او ستاکي يې نومونه دا دي :

د ار يانا په لرغوني ، تاريخي  او جغرافيايې کتاب او ستا په (۶۷) فقره زمياديشت کي بيله هير مند (هلمنده) دا تو (۸)نورو  سيندونو نومونه هم يادکړي چی په هامون کي توئيږي . ()

۱ ــ خوا سترا(خاشرود).

۲ــ هواسپا ، خواسپا ، خوسپاس ياخواسپه رود (Khuva spa) .

۳ــ فردا تا = (فراه رود) .

۴ــ خواز ننګهيتي = هاروت رود . (دفراه په سيمه کي).

۵ــ او شتاوايتي (Ustavaiti).

۶ــ اروا ذا (Urvadha).

7ــ رزي (Erezi) ــ د رزي په ناحيه کي چي دخاشرود سره ګډيږي .

۸ ــ زينو مثيتي (Zarinumaeti) (د زرو د څښتن په مانا يا زرمند). ښايې د ارغنداب رود وي .().

۹ــ يې هم خپله هيتومنت (هلمند رود) ــ Heatumunt.

دهلمند نوم تر اسلام مخکي او وروسته په مختلفو نومونو په کورني او بهرني لرغوني اثاروکي ياد سوی دی .

د درې ژبي په لومړني جغرافيايې اثر ( حدودالعالم) کي چی په (۳۷۲ هــ ق) کي کښل سوی د هلمند نوم (هند مند) ليکل سوی دی .

ياقوت حموي په اتمه هجري پيړۍ کي دهلمند نوم په (هيد مند) سره ليکی دی. بلاذري ، ابن خرداذ به او يعقوبي هم د هيدمند په نامه ليکلی.

دالبلدان په ابن فقيه کتاب کي (هند ميذ)راغلی ، په نزهة القلوب کي د (هير ميد) په بڼه راغلی ، دمقدسي په احسن التقاسيم کي دنزهت القلوب په څېر (هيرميد) راغلی او په لمنليکونو کي يې (هرميد) ليکل سوی دی .

په ظفر نامه کي د (هيرمن) په شکل راغلی . په تاريخ سيستان چي ليکوال يې نامعلوم دی  او تاريخ بيهقي  او د جهان نامي په عکسي نسخه  ګرشبنامه کي د ( هيرمند) ()، په نامه راغلی ، دملک شاه حسين بن ملک غياث الدين محمد بن شامحمود سيستاني (هلمندي) په احياء الملوک کتاب ۱۰۳۰شاوخواکي هم د (هيرمند) په نامه راغلی. ()

مشهور انګليسي ختيځ پوه لسترينج په (جغرافيايې تاريخي سرزمين هان خلافت شرقي  ۱۸۵۴ ــ ۱۹۳۴ م) کي (هيرمند ) ياد کړی او وايې چي د هيرمند (هلمند) رود سرچشمه د غزني او باميان د غرونو له منځ څخه ده په حبيب السير کي هيرمند ، په جغرافيايي حافظ آبرو کي هيرمند راغلی .

دهلمند مختلف نومونه

د اوسني هلمند نوم په تاريخي او جغرافيايې  کتابو کي په نورو مختلفو نومونو هم راغلی ، لکه:

لومړنی نوم يې چي زرګونه کاله پخوا ياديده هيتومنت دی ، ورپسي ايتامند روس ، هيرمند ، هير ميد ، تومانت ، هرمند ، هند مند ، هنتومنت ، ايتامندور ، سيتومنت ، هرمن ، هيو ميت او داسي نور ...

دهلمند د کلکولي تيک دورې تمدن :

کله چي انسان د ځمکي پرمخ ژوند پيل کړ د پرمختګ هغه برخه چي موږ يې ليکلي شواهد په لاس کي لرو د تاريخ په نامه ياديږي او هغه څه چي انسان دليک په موندلو نه و بريالی سوی تر تاريخ وړاندي دوره (CPREHISTORIC) په نامه ياديږي.

په تاريخي دوره کي شرط دادی چي د لرغونو ټبرونو لاس ته راغلي اثار لوستل سوي او دلوستلو وړ وي. ()

داچي انسان دځمکي پر سر ژوند پيل کړه او په غارونوکي ژوند کاوه او بيا د توږلي ډبري (کلکوليتک ) دورې کي په همدې هلمند کي د مختلفو انساني ټبرونو ددې له برکته ډک سيند پرغاړو ژوند کاوه او خپل خواړه به يې  دياد سېند د کبانو او يا د ځنګلونو دحيواناتو دښکار په غوښو سره برابرول اويابه يې کرهڼه کول چي د کلکوليت د دورې ژوندون هم له هغې ورځي څخه پيلېږي چي بشر لوړو ځايو ،  غرو او لويو سيندو او د رود غاړو ته راکښته سوی دی .

په افغانستان کي د تاريخ د اثارو مخکي پلټني د (۱۹۳۶م) کال څخه د اروپايې علمي پلاو له خواپيل سوې چې په نتيجه کي يې تر تاريخ مخکي د ډبرو دکاريدو په درېيمې دورې ياني توږل سوي ډبري او خاورينو لوښو او فلزاتو دکاروني په دورې اړه لري ، چې دې دورې ته (کلکوتيک ) دوران وايې . ()

له دې پلټنو څخه دا څرګنديږي چي د افغانستان او ګاونډيو په ځانګړې توګه د افغانستان په دننه هلمند کي د (۶۰۰) ښپږ زره کلونو راهيسي دلته مدنيت او تمدن موجود ؤ چي د افغانستان د هغو تاريخي تمدن دوهمه حوزه جوړوي ().

په خوښۍ سره په (۱۹۳۶م) کال کي فرانسوي ، پروفيسور هاکن افغانستان ته دکيندلو لپاره راوليږل سو ، دپلاوي مدير (پرو فيسور ګيرهمن) په مشرۍ چي دقبل التاريخ متخصص ؤ او هغه وخت يې په ايران کي کار کاوه دلومړي ځل لپاره يې د قبل التاريخ دورې پلټني کار د هيرمند (هلمند) په پراخه حوزه کي پيل کړې  او د ((نادعلي)) په شاوخوا کي چي د (زرنګ) يعني سيستان د پخوانۍ پلاز ميني يوه برخه کنډ والې وې په سور داغ او سپين داغ ( )دسرو تار او کنګ په کلا کي کيندنې وکړې . ()  

د دې کيندنو په نتيجه کي ډبرين لوښي ، ډول ډول وسلې ، غشي ، رنګه ښايسته سوي توکرکي (کودړي) ، دسپينو زرو غوږوالي ، او د هډوکو څخه جوړ شيان ترلاسه سوه چي پو هانو په مروکي د (انو) په لويديځ کي دکاشان او په سهيل ختيځ کي د سند د پيداسوو اثارو سره ورته ګڼلي دي . ()

د دې څو کرښو څخه دا څرګنديږي چي دغه ډول څېړني او تحقيقات نوي يعني په شلمه پيړۍ کي دقبل التاريخ په برخه کي په هلمند او سيستان کي پيل سوي خو دسند دناوې ، بلو چستان او داکسوس دشمالي منطقو او دخزر او فارس دخليج ترمنځ ځمکو او څه لږوړاندي په بين النهرين کي تر (سوزنيان) او عيلام پوري د کلکولي تيک د دورې مدنيت د هلمند دناوې او دسيستان دهامون دحوزي سره اړه لري د (سراورل سن) دغه ډول نظريه داښکاره کوي چي دهلمند او سيستان حوزې دکلکولي تيک دمدنيت ټولي دورې ليدلي او تيري کړي دي .( )

که چيري نقشه وکتل سي نو دهيرمند دلتاد (انو) او (موهنجوديرو) څخه تقريبًا پنځه سوه ميله ليري پرته ده ، خو دهلمند او سيستان دکلکولي تيک د دورې دقبل التاريخ د خاورينو لوښو او هغو لوښو ترمنځ چي امريکايې هيئت پومپلي (R . Pumpelly) له ((انو)) څخه پيداکړي او کشف کړي دي په بڼه، تخنيک اورنګ کي ډېر ورته والی موجود دی . ()

خو د دغو وينا او څيړنو څخه دا نتيجه لاسه کيږي چي د هلمند په پراخه حوضه او افغاني سيستان کي د کلکولي تيک دمدنيت وږمه چلېدلې ده او د (هلمند) په قبل التاريخ زمانه کي هم د اوس په څېر يوه سياسي ، تجارتي  او معنوي ستراتيژيکه سيمه وه چي دکورنيانو او بهرنيانو پام يې ځانته اړولی .

(وګورئ  سيستان قبل از اسلام (۷) مخ ته ورسئ).

اويستايي مدنيت په هلمند کي :

اويستا په اصل کي د زر دشتي دين دسپيڅلي کتاب نوم دی او ترڅنګ يې دهماغي ژبي نوم هم دی چي دا کتاب پرې ليکل سوی().

دافغانستان د اريايې خلکو دوهم مدنيت په بخدي (بلخ) ، دهندوکش په شمالي او جغرافيايې سيمو او دهلمند په وادي کي ؤ چي له نن څخه شاوخوا درې ، درې نيم زره کاله پخوا پيل سوی دی .()

د زردښت د تبليغ د رامنځته کيدو ځای بخدي (بلخ) هلمند او سيستان دی د زردشت پلار پورو شا سپه يا (دزاړه اس څښتن) او مور يې (دوغدو) د څلورو وروڼو نومونه يې په دې ډول وه : دتوشتر، انګو شتر ، نوتريکاني  وتيش.()اويستايې تمدن بايد د آريايې تمدن په ادامه وبولو ځکه داد اريائيانو دلارښود زردشت پر دين او تګ لاره را ګرځي .

د اويستايې مدنيت بنسټ په ۱۲۰۰ق . م يعني له نن څخه شاوخوا درې زره دوه سوه کاله پخوا په بخدي (بلخ) کي کښېښودل سو .()

زردهازا

دهلمند رود دسرچيني نوم په اويستاکي :

دلته دهلمند رود دسرچينې په اړه ږغيږو چي له کومه ځايه سرچينه اخلي او راځي دهلمند پراخه سيمه په خړوبيږي ، هلمند د افغانستان دوهم لوی رود دي چي سرچينه يې دبابا په غره کي ده ، دهلمند رود دا سرچينه دکابله څخه شپيته کيلومتره ليري دلويديز خواته ده او هغه لاره چي له باميانه پېښور ته تله او د ورېښمو لار بلل کيږي د دې سرچينې په شل کيلو مترۍ کي تېره سوې ، داويستا دکتاب دمتن په هغو شپاړسو ولايتونوکي چي د ونديداد په برخه کي چي ددې کتاب درېيمه برخه ده يوولسم ايالت هيومينت (هلمند) په نامه راغلی چي هلته د رود په نامه نه بلکه د سيمي په نامه راغلی. (په اوېستاکي چي دهلمند رود دسرچينې نوم راغلی هغه د (زردهازا) غردی چي د اوېستا په زرمياديشت کي يې د دوهم جګ او لوی غر يادونه سوې ده ((ډارمسټټر)) ددې غره موقعيت په هکله د سيستان په هامون کي لټوي خولکه ويل کيږي چي دهلمند رود ورڅخه سرچينه اخلي نو په څرګنده معلوميږي چي په اوېستاکي د (زردهازا) دغره يادونه همدا اوسنی د (بابا غر) دی چي په پورتنيو کرښو کي يې موقعيت وښودل سو . ()

نو وايو چي دا غر  اوسنی د بابا غردی چي له دغه غره څخه د (دايو تتيدا) ياد نوي او ستيدارنا، ارزيفييه او فر اورپا ښاخونه بېل سو ي وه ، چي د لومړي ښاخ يعني ايوا شيدا (اوشيدادنا) غره ته يې او شدا شتار غرهم ويلی دی چي د روښنايې او پوهي په غره سره هم ژباړل سوی دی او وايې چي دماسور (شق) وړانګې او پلوشې لومړی ځل د دغه غره څوکي روڼوي ، لکه مخکي چي وويل سوه ، ډارمستټر دغه غر د سيستان او هامون په شاوخواکي بولي ، چي دهلمند سيند ور څخه سرچينه اخلي . ()

اخځلیکونه:

ــ اهو رامزدا داريائيانو په زاړه دين (مزدايزم = زرتشتيزم ) کي ترټولو لوی خدای دی او مزدا ورسره د ستاينوم په توګه يو ځای سوی چي د ويښيار څښنن په مانادی . م .زيار پښتو او پښتانه دژبپوهني په رڼا کي (۳۴۱مخ).

ــ ډاکتر فاروق انصاري ، تاريخ فشرده، افغانستان (۸مخ).

ــ کهزاد احمد علي ، دافغانستان پخوانی تاريخ (۲۳۵) مخ .

ــ علامه عبدالشکور رشاد بابا، دکندهار ياداښتونه ، ۱۸۹مخ.

ــ محمد اعظم سيستاني ، سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها ۱ ـ ټ ـ ۸۸ مخ چاپ کال ۱۳۶۶هــ .

ــ همدا اثر ــ ۹۰ ــ ۷۰ مخونه.

ــ مختلف ياداښتونه.

ــ احيا ء الملوک د ملک شاه حسين سيستاني ليکنه دليکلو کال (۱۰۲۸هـ ق ) شاوخوا .

ــ د بشريت تاريخ د ښاغلي روهين ژباړه، لومړی مخ او د افغانستان لنډ تاريخ د علامه حبيبي ليکنه، (۱مخ).

ــ همدا اثر .

ــ همدا اثر (۴) مخ .

ــ سرخ داغ په اصل کي يوه هديره او سپين داغ جنګي کلا وه .

ــ کهزاد احمد علي ، افغانستان د تاريخ په رڼاکي د اورنګ زيب ارشاد ژباړه . ۸مخ چاپ کال .

ــ دافغانستان لنډ تاريخ (۴)مخ چاپ کال ۱۳۸۳هـ ش.

ــ احمد علي کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ لومړی ټوک (۲۷)مخ.

ــ همدا اثر (۸م) مخ.

ــ پوهاند م . زيار، پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼاکي (۳۲۵)مخ.

ــ  علامه حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ (۱۳)مخ.

ــ همدا اثر (۱۴)مخ.

ــ ډاکتر فاروق انصاري فشرده تاريخ افغانستان ۱۳۸۹هـ . دوم چاپ ۱۴ مخ.

ــ علامه عبدالشکور رشاد بابا د سيمو تاريخي جغرافيه چاپ کال ۱۳۸۴ليندۍ ۲۴۶مخ.

ــ استاد احمد علي کهزاد افغانستان دتاريخ په رڼاکي د اورنګ ارشاد ژباړه چاپ کال ۱۳۷۹هـ ۶۸مخ.

ــ لطيف بابی ، زړښت او اويستا ، ۱۳۷۸هـ ، دامان کتاب خپرولو مؤسسته، ۱۳۸مخ.

۱ : شريف الله دوست ، تر تاريخ وړاندي دهلمند سوځلی ښار(شهرسوخته)،ناچاپه مقاله.

۲:دکترسيدمنصور سجادي،باستان شناسي شبه قاره هند،۲۴۵ مخ.

۳: شريف الله دوست ،مخکنۍ مقاله سوځلی ښار( شهرسوخته).

۴: کانديد اکاډميسن محمداعظم سيستانی،سيستان قبل ازاسلا،علومواکاډمي،۱ ټوک،۱۳۶۴کال،۱۶مخ

۵: اکاډميسن سيستانی مخکنی اثر،۲۰مخ

۶: زمری محقق،منډيګک او دهغه اړيکي دسند اوبين النهرین سره،دوهم چاپ،پښتوادبي غورځنګ کوټه،۱۳۸۹ کال ، ۱۲

۷: زمری محقق ، مخکنی اثر ۱۰

۸ : استاد احمدعلي کهزاد ، افغانستان دتاريخ په رڼا کي،ژباړن اورنګزيب ارشاد،دانش خپرندویه ټولنه ،۱۳۷۹کال،۸ مخ

۹ : پوهاند علامه حبيبي،دافغانستان پېښليک، ۱ ټوک بيهقي دکتاب خپرولو مؤسسه،۱۳۵۳ کال، ۱ مخ

۱۰ : پوهندوی محمدرسول باوري ، باستان شناسي مدنيت های اوليه (دوره انتيک) افغانستان،اميري خپرندوی ټولنه،۱۳۸۷ کال ، ۳ مخ

۱۱ : اکاډميسن سيستانی ، سيستان قبل ازاسلام مخکنی اثر ۷ مخ

-
بېرته شاته