(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د واده لومړۍ ورځ

[24.Mar.2016 - 14:31]

لیک: بازمحمد عابد
زموږ  د کلي جالوان چې راضي خان بابا نوميدلو، د نجارۍ فابريکې مخامخ يې ديره  دنده اباده وه.. راضی خان بابا په ځوانۍ کې کونډ شوی و، بيا ورته نه چا ښځه ورکړه او نه هغه د ښځې کوشش کولو. په ديره کې به يې غبرګ هلکان ساتلي وو. کله چې به په کلي کې  د چا واده و او  سندرغاړي به چا واده ته راوستل نو د راضی خان بابا دغه شرط ته به  خامخا غاړه کيښودله  چې هلکان دې په کې د ده نڅا کوي. او کله به چې  په کوم واده کې د ده هلکانو نه ستړي کيدونکي زيار وايست نو بابا به خلکو په وړاندې ورغلو  يوه الهي چيغه به يې پورته کړه او دواړه به يې په دواړو مخونو ښکل کړل. د دغه عمل نه به بابا ډير خوند اخيسته. د راضي خان بابا په ديره کې چې کومه کوټه جوړه وه، د چرسو چيلم په کې ايښی و او اکثر وخت به په کې د چرسو لوخړې پورته کيدې.او هر وخت به په کې د کلي قماربازان راټول وو. راضي خان بابا تر يو وخته د ګډيدونکو هلکانو د ساتلو شوق لرلو خو بيا چې وروسته يوازې هم شو نو د کلي  پی مخو او کچه هلکانو به ترینه  ډډه کوله. که څه هم بابا به کله کله د بي مخو هلکانو په وړاندې دا اعتراف کولو چې د کلي له هلکانو سره جنسي تعلق ساتل ورته  د مور او خور سره زنا ښکاري. 
د ۱۳۶۲ لمريز کال د قوس مياشت و چې ما ته مې مور او پلار واده وکړو ، ښه مې ياد دي د جمعې مبارکه ورځ وه، کاکا مې دې خدای  و بخښي قره قلي يې راته له مزار شريف نه راوړې ده. کله چې د نکاح مراسم سر ته ورسيدل، نو زه له خپلوانو  او همزولو سره د کلي زراعتي فارم ته په چکر ووتم، هلته مې تر نيږدې ماښام پورې خوراکونه او ساعتيري وکړه، د ماښام بانګ ته به لا څو منيټه پاتې وو چې موږ شنه ډله هلکان چې اکثره يې زما همزولي وو، د بابا په ديره تيريدو. له ورايه مې وليدل چې د راضی خان بابا له ديرې نه چرسيان او قماربازان د سرک غاړې ته راوتلي او زموږ سيال ته ولاړ دی، په دې کې راضی خان بابا هم د حجرې تر څنګ دوکانه راووتو، شيرينې يې له لمن کې اچولی وه او په چابکو ګامونو زموږ په لور راروان دی او موټي موټي شيريني چې موږ ورته سنتری هم وايو شيندلی. کله چې يو ميتر فاصله کې رانيږې شو نو په لمنه کې ټولې سندرې يې په شدت سره زما په مخ راوشيڼدلې، مخې ته مې ودريدو ، يو لاس يې راته په يوه غوږ کيښود او بل لاس  يې چې راته څنګه په دې بل غوږ کيښودو، نو ما سر ته ټکان وکړل ، يو قدم شاتګ مې وکړو او له واره مې ورته وويل:
نه، بابا، زه موچي« چپه» نه درکوم.
بابا بيا زما تر غوږو لاس راتاو کړو او ويې ويل:
سر نه اخلم بچی می دی، سر نه.
ما چې مې له سر نه څو قره قلي ليرې کوله، نو راضی خان له مخې سره په  تندی ښکل کړی وم.
يادونه دا لاندې تصوير مې له واده څخه يوازې دوه مياشتې مخکې ايستلی و.
د ليکلو نيټه
د ۱۳۹۲ لمريز کال د وري د میاشتې څلورمه نيټه.

 

- بازمحمد عابد
بېرته شاته