خدايي خدمتګاري
[10.Jul.2015 - 18:55]لیک: اسرار د طورو
د خان عبدالولى خان مرحوم په وفات په دې سيمه کښې خصوصاً او د وطن په هره باخبره حلقه کښې عموماً يو لوئے غم محسوس شو او د پښتون قوم دانشورانو او قامى خواخوږو ددې خبرې ضرورت اوليد، چې پښتنو له يو ځل بيا د((خدايى خدمتګارۍ تحريک)) ژوندے کول په کار دى، دا خيال يو تعميرى خيال دے، خو اول مونږ له دا لټون په کار دے، چې دا تحريک څۀ ؤ، او د څۀ غرض دپاره ددې تيږه خان عبدالغفار خان (رح) په ١٩٢٩ء کښې اېښې وه.
په ١٩٣١ء کښې د اګست د مياشتې په مجله ((پښتون)) کښې په مخ ٥ فخر افغان خان عبدالغفار خان (رح) د ((خدايى خدمتګار)) په عنوان يو بيان کښې وايى:
اے روڼو! تش جامې سرې کؤل خدايى خدمتګارى نه ده، بلکې خدايى خدمتګار هغه سړے کېدے شى چې څوک:
١- غلا نه کوى.
٢- جوارى نه کوى.
٣- پره نه کوى،جنبه نه کوى، تربګنى او دشمنى نه کوى.
٤-ناجايزې مقدمې نه کوى.
٥-خپل مونځ اودس کوى او د نېکۍ کارونه کوى.
٦-خپل قام سره مينه او محبت کوى.
٧- د کونډې رنډې د يتيم يسير د غريب او مظلوم سره څومره چې ددۀ د وسه کيږى امداد کوى او د ظالم د هر قسم ظلمونو نه يې د بچ کولو او خلاصولو کوششونه کوى.
٨- بله دا چې دے څوک وهى،نو دے دا نه کوې، چې ګنى دے ترېنه هم بدله واخلى او هغه دې اووهى.
٩- که دۀ ته څوک کنځل کوى، نو دے چا ته کنځل نه کوى.
١٠- که دۀ ته څوک تکليف رسوى، نو دے چاته تکليف نه رسوى.
١١- که دے څوک رټى، نو دے هغه نه رټى.
١٢-هر څومره تکليف چې دۀ ته په دې لار کښې راځي هغه په خپل ځان تېروى او هېڅ قسم تکليف د خدائے مخلوق ته نه رسوى او نه دا قسم کوششونه او اراده کوى.
١٣- اے روڼو! تاسو به وايئ اخر((خدايى خدمتګار)) به څۀ کوى؟ ((هغه به صبر کوى صبر او صبر)).
١٤- همېش دپاره بۀ د هغۀ دا کوشش وى، چې د خدائے په دربار کښې دې د مظلومانو په صف کښې شمار شى، يا ولاړ وى، ولې ددې نه څۀ مطلب او څۀ فايده؟
١٥- ددې دپاره چې الله تعالى همېشه د صبرناکو سره وى،او همېشه د مظلومانو امداد کوى، لکه چې الله پاک په قران کښې فرمايلى دى:
((ان الله مع الصبرين))
د ((خدايى خدمتګار تحريک)) ته وخت په وخت د ظلم زور حکومتونو نقصان رسولے دے، د هغې وجه اول اول د پيرنګيانو خپل اغراض وو،هغوى په دې ملک په زور او په چل ول قبضه کړې وه، علم او هنر ورسره ؤ، پوهه خلک وو، په لويه دنيا يې باچاهى کوله،دا خلک يې غلامان کړى وو،بيا دا پښتانۀ خو بيخى بې علمه بې هنره روستو پاتې خلک وو،د روزۍ په غم اخته وو، تربګنۍ او دشمنۍ تالا ترغه کړى وو،نو هر کله چې باچاخان (رح) د دوى د اصلاح او بيدارۍ کار ته کار اووې، د قام سره د مينې سبق يې ورته شروع کړو،د ازادۍ احساس يې په کښې پيدا کولو، نو غير ملکى سامراج د باچاخان(رح) او د ((خدايى خدمتګار تحريک)) مخالف شو، داسې لومې يې ورته کېښودې، چې بدنام يې کړى، ګېر يې کړى او ختم يې کړى، کله چې په سروجامو کښې پيرنګى ته بؤ ښکاره شو، نو په دوى يې د ((بالشويکۍ)) او کميونسټۍ تور پورې کړو، او په ((باچاخان رح)) او د هغۀ په ډله يې د ظلم او تشدد انتهاوکړه،وهل،ټکول،قيدول،جايدادونه ضبطول، کورونه تالا کول، بې عزتى کول او وژل يې کول، او دوى خو دا وعده خدائے پاک سره کړې وه چې:
((مونږ به د چا نه په خپل لاس او ژبه باندې بدله نه اخلو بلکې ځانونه به خدائے پاک ته سپارو او زمونږ بدله به الله پاک اخلى)) (عبدالغفار خان په حواله د مجله ((پښتون)) اګست ١٩٣١ء ص ٧).
او کله چې د ((سرصاحبزاده عبدالقيوم خان)) او د نورو ((هوښيارانو)) پردو او خپلو په مشوره د خپل قوم او ګوند د حفاظت دپاره د هندوستان لويو سياسى ډلو سره د ازادۍ د حاصلولو دپاره د يو ځائے کېدو دپاره باچاخان رح تيار شو،نو مسلم ليګ ورته د ګوند يا د تحريک د ځانګړى حيثيت د ختمولو او په مسلم ليګ کښې د ادغام شرط اونيولو، نن دا خبره واضحه ده، چې د ((مسلم ليګ)) تار د سرکار په لاس کښې ؤ، نو ((خدايى خدمتګار)) ((کانګريس) سره کونجې ورکړې، مسټر ګاندهى د کانګريس لوئے ليډر ؤ، او د اهنسا(عدم تشدد) د حکمت عملۍ علمبردار ؤ، اوس د باچاخان رح او مسټر ګاندهى فلسفه تر ډېره حده يوشان وه، نو هوښيار پيرنګى په شانداره طريقه د باچاخان رح خلاف دا پراپېګنډه شروع کړه، چې دے هندو دے، پښتانۀ وايى چې رښتيا راځى نو دروغو کلى وران کړى وى، ددې پراپېګنډې دپاره هوښېار پيرنګى ښکلى ښکلى خلک استعمال کړل، ډېر په دغه خلکو کښې د پيرنګى په حکمت نه رسېدل او ډېر داسې وو، چې ذاتى مفاد او پېسه يې مقصد ؤ،د قوم وطن او د خپل ايمان او عاقبت نه بې پروا وو.
ډېر پوهان دا ګمان کوى،چې باچاخان رح د ((عدم تشدد)) دا حکمت عملى د مسټر ګاندهى نه زده کړے وه، د لندن د يو کالج استاذې MUKULIKA BANERJEE اوس اوس د اکسفورډ نه يوه تحقيقى مقاله چاپ کړې ده، چې د ٢٣٨ مخونو د کتاب په صورت کښې د ((THE PATHAN UNARMED)) نوم لرى او د((خدايى خدمتګارۍ)) په حقله معلومات لرى او د ((عدم تشدد)) په حواله د پښتنو ذکر کوى، دا مېرمن په خپل کتاب کښې په مخ ١٤٥ ليکى:
(Of all the nationalist leaders it was certainly Baadsha Khan who was most likes Gandhi in character and practice).
د کردار او عمل دا يو شان والے مغالطه پيدا کړى، چې ګنى((باچاخان رح)) د ((عدم تشدد)) سبق د ګاندهى نه اخستے ؤ، ماته ياد دى چې د کابل راديو يو وار د ((باچاخان رح)) وينا خوروله، نو هغوى اووئيل چې ((ما د عدم تشدد دا سبق د رسول الله صلى الله عليه وسلم) د مکي ژوند نه زده کړے دے))، اوس اوس ماته د مردان پښتون وکيل عبدالحميد خان اووئيل چې باچاخان رح په خپل کتاب ((زما ژوند او جدوجهد)) کښې ليکى چې ((عدم تشدد)) زما عقيده ده او د ګاندهى جى حکمت عملى وه))، عقيده دين ايمان وى،دا په اسانه بدليږى نا.
د باچاخان رح ټول ژوند او کردار د يو کوټلى پښتون مسلمان ؤ،د قران مطالعه يې کړې وه، لويو لويو عالمانو سره يې تعلق ؤ، په تحريک کښې ورسره ګڼ عالمان ملګرى وو، او په قران کښې د ادم بابا د قاتل زوئے د تشدد او د مقتول زوئے د عدم تشدد تذکره ده، په ((سورة الاعراف)) کښې د فرعون د کبر ذکر دے، چې بنى اسرائيل يې غلامان جوړ کړى وو، بچى يې ورله وژل د لوڼو نه يې ورله خدمتونه اخستل، ظلم يې ورسره کولو نو الله پاک ورله حضرت موسى عليه السلام راولېږلو، هغۀ ورته اووئيل :
((فارسل معى بنى اسرائيل )(ايت ١٠٥)
((نو ما سره دا بنى اسرائيل ازاد کړه)) حضرت موسى عليه السلام د خپل قوم ځان سره د بوتلو او د فرعون او د هغه د سردارانو د غلامۍ نه د خلاصولو مطالبه اوکړه،پېغمبر ؤ،معجزې يې ورته اوښودلې، پړۀ شو، خو د ظلم نه وانه وړېدل، اعلان يې اوکړچې(( زامن به درله وژنو، لوڼه به درله ژوندۍ ساتو))(سورة الاعراف ايت ١٢٧) حضرت موسى عليه السلام خپل قوم ته اووئيل ((استعينو بالله واصبروا....)) د الله تعالى نه مدد غواړئ او صبر کوئ))((ايت ١٢٨)).
دا د الله تعالى د پېغمبرانو طريقه ده، چې د الله تابعدارۍ ته خلک رابلى، او د بنده د غلامۍ نه يې خلاصوى،امداد د الله نه غواړى او د ظالمانو ظلم ته د صبر ډال نيسى، او کله چې فتح او مومى نو لکه د خاتم الانبياء رحمة اللعلمين صلى الله عليه واله وسلم د سر دښمنانو ته د عام معافۍ اعلان کوى.
نن هم په دې وطن کښې د حق او صداقت مخالفت شته، د پېسې مينه ډېره ده، غريبى ده، بې روزګارى ده، په مشرانو اعتماد کم دے، سياست دوکه او ټګى برګى ده، د سکول او مدرسې په نوم دکاندارى عامه ده، فرقه وارى زور ده، د قومونو لسانى سياسى او معاشى مسئلې دى،د اختياراتو جنګ دے،تجارت اولين دين اصلاح غواړى، په ټى وى اشتهارونه دى،د چايو صفت کوى او د دو نمبر داروګانو د برکت نه ډاکټر خبروى، عجيبه دا ده،چې حکومت شته، ادارې او کارکنان شته،نو دو نمبر داروګان ولې بازار ته راځى؟د کرسۍ شوقيان شته،ايمان خرڅ کړى،چوکۍ واخلى،امن نشته لوئے عالمى طاقت يو اصطلاح جوړه کړى،بيا دغه اصطلاح په ازادى خوښو قوتونو منطبق کړى او ټکو سترے يې کړى، دين خرڅه عناصر هم شته، په داسې حالاتو کښې د ((خدايى خدمتګارۍ)) ضرورت دے، خو مخالفت به يې هم کيږى، په حکومتى سازشى دماغونو کښې د باشعوره خلکو د اجتماع نه ويره وى،فرعون طبع خلک د غريبانانو د تعليم او ترقۍ په حق کښې نه وى،ددې مخالفتونو باوجود چې کوم خلک د مخلوق د خدمت کار ته کار وئيل غواړى،نو ميدان به جوړ کړى،ځان به تيار کړى او د الله تعالى د رضا دپاره به په اخلاص د خدائے د مخلوق خدمت ته رااوځى.
د اګست ١٩٣١ء مجله((پښتون)) په مخ ٢٣ او ٢٤ د زيارت کاکا صاحب د يو شاعر جناب شان ګل صاحب يو نظم دے وايى:
چې مونږ ټوپک تورې راواخلو داسې جنګ نه دے دا
د صبر جنګ دے روڼو جنګ د تېغ تفنګ نه دے دا
دا د اسلام خدمت غريب نه غريب هم کوے شى
د دين خدمت دے د خانۍ په اب و رنګ نه دے دا
هم په دغه مجله کښې په مخونو٢٤،٢٥ تر ٣١ پورې د( م-چ)(مشر چلونکى يعنى باچاخان رح) يو نيمګړے مضمون دے،((د قران تعليم)) د سورة بنى اسرائيل ايتونه د هغې ترجمه او مختصر تفسير دے، چې دا عطر ترينه را اوځى:١- يو بل مه وژنئ.٢- يو بل د ملکه مۀ شړئ.٣- پرې جنبې مه کوئ.٤- کنى نو په دنيا به ملامت شئ او په اخرت به خوار شئ. د(م.چ) په خيال بنى اسرائيل پښتانۀ وو، د قتل مقاتلې او پرو جنبو دا خويونه اوس هم په پښتنو کښې شته، نو قران ورته دغه ميثاقونه يادوى، د يو الله عبادت ته يې رابلى او د بندګانو د غلامۍ نه يې خلاصوى،د خدايى خدمتګارۍ دا تصور هم د قران په تعليم مبنى دے،دا تعليمات په تورات کښې هم وو،(م.چ) د تورات حوالې هم ورکوى، زۀ وايم چې د پښتنو مشر د خپل تحريک دپاره مواد د الهامى کلام نه اخستى وو.