(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون رساله د بابا ارمان

[10.Jul.2015 - 19:08]

لیک:خان عبدالولي خان 

 

بغض، حسد،کينه، د پښتنو  دا توده  وينه

خدايه  تۀ ې  بدله  کړې  د  خپل  ورورکي په  مينه

مينه مينه مې د قام د رنځ علاج دے

"عبدالاکبر خان اکبر"

لکه څنګه چې به مشرانو ته معلومه وي چې څۀ دپاسه شپېتۀ کاله کيږي چې باچاخان  د پښتون رسالې بنياد اېښے ؤ . ددې دوه وجې وې يوه خو دا چې د قامي سکولونو د جوړولو او چلولو سره چونکې تعليميافته هلکان پيدا شول نو د هغوي د پوهې او لارښودنې او د قام د سرنوشت د ټاکلو دپاره د يوې قامي پرچې ضرورت ؤ او ضرورت يې هم پخپله ژبه کښې ؤ. د حېرانتيا خبره خو دا ده چې دغه وخت په پښتنو کښې دا رنګه سوچ هم چا نۀ شو کولے. دا خو بېله خبره ده چې نن لکه زمونږ څوک په جارو کړي مېدان راشي نو د هغه خځلو اندازه نۀ شي لګولې، کومې چې مخکښې جارو شوې وي او د حېرانتيا خبره بله هم ده چې په دغه وخت کښې دهغه ځان ځانۍ په ماحول کښې د پېرنګي د سلطنت په موجودګۍ کښې او د هغۀ د لاسه د پښتون د وران او تالا کور په راټولولو کښې ټولې هغه همه لارې چارې په ګوته شوې او بيا عملي شوې. ولې دلته زمونږه پوهان او لوستي خلک د مرض د تشخيص خو ډېر مړني دي ولې اول خو صرف په تشخيص پورې تړلې پاتې شي او کۀ څوک بېدار او ويښ وي او د تشخيص نه وروستو د مرض علاج هم تجويز کړي خو بيا هم خبره تر تجويز پاتې شي. ولې بختور دي هغه خلک او بختور دے هغه قام چې داسې خوا خوږي او غمخوارۀ لري چې د مرض تشخيص وکړي، علاج يې معلوم کړي او بيا دغه علاج عملي کړي او خپل ټول ژوند دې ته وقف کړې. نن چې ورته مونږ ګورو، په هغه وخت کښې د اجتماعي ژوند د هيڅ قسمه تصور نۀ ؤ. پښتانۀ به لا د ګډانو، سنډاګانو، مړزانو او سپو په جنګونو راغونډېدل او يا به په کبډۍ. نو هغه هم د پرې جنبې کبډي چې اخر به يې خاتمه په جنګ کېدله. د تعليم درک نۀ لګېدۀ. کۀ څۀ خاورې ايرې سبق پېرنګي پخپلو سکولونو کښې ورکولو نو هغې پسې مليان راپاڅېدلي وو او زمونږ د يادو پورې به يې ټپه کوله چې "سبق د مدرسې وايې- د پاره د پېسې وايي – جنت کښې به يې ځائے نۀ وي- په دوزخ کښې به غوپې وهي" دې داسې د ځان ځانۍ او ناپوهه او بې تعليمه معاشره کښې د قامي سکولونو روانول او د مليانو دشمني په سر اخستل څۀ اسان کار نۀ ؤ. د اجتماعي ژوندون احساس پېدا کول چې په مونږه باندې د خپل ځان او خپل اولاد نه علاوه د قام د وړو دپاره هم څۀ ذمه وارۍ دي او هم دا ورته په ګوته کول چې په ځناور او بنيادم کښې بايد چې دا فرق ضرور وي. بچې خو ځناور هم پيدا کوي خو هغه صرف د خپل بچي غم خوري، بنيادم چې ځان ته اشرف المخلوقات وايې نو بايد چې دے د خپل بچي سره سره د قام د بچي هم غم وخوري او دغه د اجتماعي ژوند او قامي تړون اوله پاوړۍ ده او ددغه قامي تړون او اجتماعي ژوند د احساس پېداکولو دپاره بيا هغه ذهني ماحول پيداکول ضروري وو او د هغې دپاره د پښتنو ليکوالو او قامي شاعرانو ضرورت ؤ. د داسې شاعرانو چې د څڼې او د اوربل ګل او بلبل په ځائے د زلمو توجه قامي مسئلو او اولسي ژوندون ته وګرځوي او چې تر څو په قام کښې شعور، پوهه او تعليم نۀ وي رائج شوے نو د بې تعليمه قام د پوهولو دپاره به يې ډرامې کولې چې قام ته قامي کمزورۍ او رنځونه په ګوته شي چې هغې ته يې مخه شي او د وروکولو تابيا يې وشي.

د انجمن اصلاح افاغنه د تنظيم په برکت يې په قام کښې پرو، جمبو، دشمنو او تربګنو او په ودونو، کوېژدنو، سنتونو او ښادو د بې ځايه فضول خرچونو مخه نيول، ساده ژوند تېرول، په جامه او خوراک کښې سادګي او کفايت شعاري، تجارت ته مخ ګرځول وغېره وغېره خو لنډه دا چې د ژوند داسې يو اړخ هم نۀ ؤ پاتې چې دې په قام مئين نظر بازو هغه اړخ ته توجه نۀ وي ګرځولې. ددغه کمزورو او نيمګړتياګانو مخه يې نۀ وي نيولې. ولې کله چې دا بيخي اصلاحي او دقام د ښېګړې دې کار ته د پېرنګي مخه شوه او هغۀ د خپلو خانانو، ملکانو او مليانو په ذريعه ددې مخه نيوله نو بيا د باچاخان  او د هغۀ دملګرو مخه هغه بنيادي رنځ ته شوه چې هغه غلامي وه. هغوي چې فکر وکړلو نو دغه وخت پېرنګي ټول هندوستان فتح کړے ؤ. افغانستان سره يې د امير دوست محمد خان او امير شېرعلي خان په دور کښې جنګونه کړي وو. افغانستان يې دواړه ځله فتح کړے ؤ خو بيا ننګيالي او په ازادۍ مئين پښتانۀ راپاڅېدلي وو او پېرنګے يې سره د ډېر تاوان رازغلولے ؤ. پېرنګے په دې نتيجه رسېدلے ؤ چې پښتون زۀ په جنګ کښې نۀ شم وهلے نو څه نور علاج يې پکار دے او علاج يې دا ؤ چې هغه کوم علاج يې سکهـ بادشاه رنجيت سنګهـ د افغانستان د شړونکي بادشاه شاه شجاع سره کړے ؤ او د کومې معاهدې په رو چې شاه شجاع د افغانستان د مملکت دا د خېبر نه را په دېخوا ټولې سيمې سره د کشمېر، ډېره غازي خان او مظفر ګړهـ څه چې د سندهـ  سيمو پور رنجيت سنګهـ ته پرېښودې او په بدل کښې يې ځان له څو شالونه او بيبيانو له څو لوپټې او څو منه د باړې وريژې واخستې نو دغسې معاهده بيا پېرنګي د امير عبدالرحمان سره وکړه. د ډېورنډ کرښه خو د امير عبدالرحمان په وخت کښې راښکلې شوه، ولې مخکښې پېرنګي چې کله اميرشېرعلي خان وزغلولو او د هغۀ مشر زوئے سردار يعقوب خان يې د بندي خانې نه راوويست نو هغه د چا خبره چې په بېړو زنځيرونو تړلي قيدي له يې د بادشاه حېثيت ورکړو او هغه يې په دې شرط په تخت کښېنولو چې د پښتنو دا سيمې يې ترېنه وشوکولې او د خپلې خېټې د لاندې يې کړې او اګر چې امير عبدالرحمان په دې ډېر شور پکړ وکړو خو د پېرنګي د سامراجي او بين المللي سياست دپاره دا ضروري وه چې هغه د افغانستان قوت ختم کړي، پښتانۀ ټوټې ټوټې کړې چې وحدت يې ختم شي، د کابل او افغانستان سره يې تعلق وشلوي او مخه ورله ټول په ټوله هندوستان ته او پېرنګي ته کړي او د بين المللي خطرې دشمن د مقابلې دپاره د هندوستان په سرحد ټولې درې پخپله قبضه کښې راټينګې کړې، ولې چې پېرنګي ته دا تاريخ معلوم ؤ چې هندوستان ته په هغه وخت کښې د سرو زرو مرغۍ وئيلے شو. هغې ته ټول عمري خطره هم د قطب د غاړې نه وه او چې څوک يو وارې د خېبر نه راپورې وتې دي نو کۀ بيا لکه د سلطان محمود غزنوي په ګوډ خر سور وې نو هم د سو مناته پورې ورله چا مخه نۀ شوه وهلې نو پېرنګي دا مورچې د افغانستان حکومت ته نۀ شوې پرېښودې او د پېرنګي سلطنت ته هم يوه او صرف يوه خطره وه او هغه د روس د اړخه،ولې چې کله زار روس د خپل سلطنت په راغزولو شروع وکړله او مخه يې نمر خاتۀ ته کړله او د مسلمانانو وړې وړې خانۍ يې الواقې تېرې کړې. تاشقند، ثمرقند او بخارا يې د ستوني ښکته کړل نو زار روس او پېرنګے د امو درياب په غاړه يو بل ته مخامخ شو نو د بې اتفاقه او تس نس اولسونو په تقسيم يې فېصله وکړله. وې "ايران ما او توران شما" پېرنګي ورته وې دغه ستا او دا دېخوا زما او دواړو حکومتونو د خپلو خپلو رعيتونو په تروړلو او لوټلو لاس پورې کړو.

نو دېخوا هم د باچاخان او د هغۀ د ملګرو مخه شوه. دا رنځ يې هم معلوم کړو چې د پښتون د حېثيت او وجود ختمولو دپاره پېرنګي خپله مجربه نسخه استعمال کړه چې يو خو يې دا د پښتنو عظيم سلطنت لوټې لوټې کړو. افغانستان نه يې د هغۀ د ژوند او وجود يوه اهمه برخه راوشوکوله. روس سره په تعلق ساتلو يې پابندي پرې ومنله. د تجارت لارې د تاشقند، ثمرقند او بخارا په ټپه بندې شوې او تجارت يې ورله ټول په ټوله هندوستان ته وګرځولو چې دغه چمغړک يې د پېرنګي په لاس کښې وي چې کله ضرورت وي چې لارې بندوي او خېر ته يې کښېنوي او بيا د افغانستان نه راشوکولې سيمو سره يې هم خپله لوبه وکړه. څۀ حصه ياغستان شو، څۀ قبايلي سيمې، څه ايجنسۍ او څۀ رياستونه دير،سوات، چترال او امب، تناول او په نوره يې پخپله خېټه ورواچوله، ضلعې او تحصيلونه يې ترې جوړ کړل او اخوا نمر پرېواتۀ سيمه يې د بلوچستان سره وګنډله چې په داشان يې دا د پښتنو دروند او عظيم کور شل ټوټې کړو او بيا يې په ١٩٠١ کښې دا د پښتونخوا سيمې د نور هندوستان نه هم راوشوکولې. د پنجاب نه يې راجدا کړې او بيخي پرې پېرنګے داسې کښېناست چې هم يې د افغانستان او هم د پنجاب نه رابېلې کړې چې ايغ په نېغه د ډيلې د اختيار د لاندې وي. ولې چې ددې خاورې حېثيت هندوستانے نۀ بين المللي ؤ او مخه يې صرف او صرف روس ته وه.

زۀ به د بابا سره په جلسو کښې شريکېدم، د جلسې د شروع کېدو نه مخکښې به مې د قران شريف تلاوت کولو او په دې جلسو کښې به مونږ د سکول هلکانو يوه ترانه په شريکه وئيله. د قامي انقلابي مخفي صېب هغه ترانه ماته اوس هم ياده ده. ترانه خو ټوله د يادولو ده او بايد چې اوس يې هم ټول قام ياده کړي، ولې زۀ دلته صرف د هغې دوه بندونه رانقل کووم چې اندازه ولګي چې د باچاخان    نظربازو سترګو څنګه د پېرنګي د سامراجي او نوابادياتي سازش نه پرده پورته کړې ده، وايې:

 کشمير نه تر هرات اورې، بلوچستان نه تر دورې

 دا ټول پښتون دے هر چرې څۀ رنګې پروت ذرې ذرې

 د يو وجود په شانې کړې، يا خدايا دا ذره ذره

 او بيا څۀ وايي:

لويو تپو د پښتنو، په غرۀ په سم پرتو درنو

نمسو د لويو پلرګنو، راځئ چې يو شو لېونو

يا لويه خدايه! ورانه کړې، سپېرۀ بېلتون لره دېره

نو چې کله دا ټولې کشالې اور نځونه معلوم شو. تشخيص وشو او علاج تجويز کېدۀ نو د هغه ذهني انقلاب د کاميابولو دپاره د شاعرانو او ليکوالو دپاره د يوې ادارې ضرورت ؤ. د "پښتون" رساله ددغه ذهني انقلاب د لارښودنې ذريعه وګرځېده. شروع يې د اتمانزو نه زمونږ د خپلې حجرې نه وشوه اولنے کاتب يې هم زمونږ د کلي د علماؤ د کورنۍ عطاءالله نومي زلمے ؤ چې د ازاد سکول اتمانزو طالبعلم ؤ. بيا عبدالخالق خليق صېب هم اتمانزو ته راغے. ورو ورو رسالې ترقي کوله او ډېره د زړۀ غټاوي خبره دا وه چې دومره شاعران او ليکوال پيدا شول او بيا په خصوصيت سره زمونږ خويندو چې څومره برخه په دې کښې واخسته، هغه هم ډېره د حېرانتيا وه. د "پښتون" پرچه به تر افغانستان او کابله تلله. امير امان الله خان به پخپله لوستله او نورو ته به يې د لوستلو تاکيد کولو. د دنيا په مختلفو ملکونو کښې چې کوم ځائے پښتانۀ اباد وو. هغوي له به تلله او حقيقت دا دے چې د "پښتون" رسالې ټول خرڅ به يواځې د امريکې پښتنو پوره کولو او خرڅ يې څۀ ؤ. ټول کار خدائے جاتي ؤ، چا تنخوا نۀ اخسته، دغه د پريس او چاپه خانې او کاغذ خرڅ يې ؤ. په دغه جذبه دا د قامي خدمت په نامه چلېدله.

دغه وخت بيا د خدايي خدمتګارۍ تحريک شروع شولو او د قېد او بند نوبت راغے چې بابا دوي به قېد شول نو "پښتون" رساله به هم بنده شوه او چې کله به قېديان بيا راغلل نو رساله به بيا چالو شوه. په دې دوران کښې دومره ليکوال او شاعران پېدا شول چې بيا کله د پښتنو مرکز عاليه سردرياب ته بابا کډه يوړله نو"پښتون" رساله هم ورسره هلته لاړله نو بيا به مونږ ته دا تکليف ؤ چې کوم مضمون او کوم شعر دې چاپ کړے شي. د هغه کوم ذهني انقلاب چې ددې رسالې په ذريعه د تخم کرلو کوشش کېدۀ هغه رازرغونېدۀ. د پرچې په سرپاڼه چې د غني خان کوم شعرونه وو چې:

چې خازې شنې مې په قبر وي ولاړې

که غلام مړ يم راځئ توکئ پرې لاړې

چې ټوټې ټوټې مې پوځ د پېرنګ نۀ که

په ما مۀ پليتوئ د جومات غاړې

او بيا دې ارادې او همت ته چې:

يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې

قام همت وکړو، پېرنګي ته يې کډه په سر کړله، وطن ازاد شو خو عجيبه ازادي وه د نوې رڼا سره تورې تئيرې راغللې. پېرنګي چې څنګه دا پاکه او سپېځلې خاوره اول د افغانستان نه راوشوکوله، بيا يې د هندوستان نه راوشلوله او په دا شان د روس برخلاف يې د مورچې په حېث د استعمالولو په غرض د دهلي نه براه راست چلوله نو دا شان اوس چې پېرنګے په دې مجبور شو چې د هندوستان نه کډه وکړي نو د روس د مخنيوي دپاره د بيمار سامراجي او نوابادياتي پاليسيو د کاميابۍ دپاره په بين المللي سطح سازشونه شروع شول او منصوبه دا وه چې دلته د اسلام د مقدس نوم نه فايده واخستے شي او د پېرنګي د خپلو دستاويزاتو په رڼا کښې دلته د روس د مخنيوي دپاره د ترکي نه راواخله د عراق، ايران او پاکستان په نامه يوه د اسلام قلعه جوړه شي چې روس د هغې نه پورې بند کړے شي چې کۀ پېرنګے پخپله نۀ وي نو هم چې هغه دغه پاليسي په مخه بوتلے شي. پاليسي څۀ وه چې د ملک د ننه د مذهب په نامه سياست له فرقه وارانه مخه ورکړے شي او په خارجه پاليسۍ کښې د روس سره دښمني او په دې دواړو مورچو کښې پېرنګي د خدايي خدمتګار پښتانۀ ازمائيلي وو چې د دوى دا تا چې ګنې دا پاليسي قبلوي نۀ. بلکې په خپل ټول قوت د دغه سامراجي پاليسيو سره مخالفت لري نو ددې وجې نه پېرنګي داسې حالات پېدا کړل چې هغه قوتونه يا هغه خدايي خدمتګار چې د روس په خلاف د پېرنګي دې مونډيزې مورچې کښې تعاون نۀ کوي، دغه قوت دې ختم کړے شي نو دا برګه تماشه دنيا او قام وليده چې هغه قوتونه چا چې د پېرنګي په خلاف په بې کچه قربانيو او په وينو تويولو د سر او مال قربانۍ ورکړې وې، هغه ننګيالي او قام مئين د ازادۍ د لارې غازيان په خپل ازاد کړي ملک کښې غداران شول او د پېرنګي ملاتړ ملګري د قام خائينان د ملک د واک اختيار خاوندان شول. د اسلام او جمهوريت په نامه جوړ شوي ملک کښې د پښتنو هغه منتخب حکومت چې په (٥٠) کښې ورسره (٣٣) ممبران وو، هغه وزارت برطرف شو او دا په (٥٠) کښې د (١٧) ممبرانو وزارت د قيوم خان په مشرۍ کښې جوړ شو. د خدايي خدمتګارو مرکزي دفتر سردرياب يې لوټې لوټې کړو. په ډائينمائټ يې ورله بنيادونه والوزول. نۀ هسپتال شو، نۀ مدرسه، نۀ سکول او چې څنګه سردرياب ونړېدو او قامي خادمان او د ازادۍ د لارې غازيان په تورو تمبو دننه شول نو دغه "پښتون" رساله هم بنده کړے شوه.

بيا چې کله حالات بدلېدل او ورو ورو دلته لږه رڼايې لګېدله، د جېلخانو دروازې پرانستې شوې نو بيا بابا کوشش شروع کړو چې "پښتون" رساله يو ځل بيا شروع کړي، ولې کۀ هر قسمه حکومتونه راغلل، د مسلم ليګ حکومت، د ډاکټر خان صېب ري پبلکن حکومت، د سکندر مرزا حکومت، فيلډمارشل د ايوب خان مارشل لاء او حکومت، د يحيے خان حکومت، د ذوالفقارعلي بوټو مارشل لائي د پيپلز پارټۍ حکومت، د جنرل ضياءالحق مارشل لاء او حکومت. هر څوک چې راغلل او هر څۀ مراعات چې يې ورکړل او په خولې او تقريرونو او اعلانونو کښې کۀ هر څومره وعدې د پريس د ازادۍ وشوې او کۀ هر څومره اخبارونه او رسالې او ميګزينونه چاپ شول خو "پښتون" رساله چاپ نۀ شوله او په دې هر يو دور کښې باچاخان د هر حکومت نه دا غوښتنه وکړله خو هيچا هم اجازه ورنکړه او هم دغه يو ارمان د "پښتون" رسالې دوباره اجراء بابا ځان سره ګور ته يوړلو.

ليکنه: په خدايي خدمتګار تحريک کې د قلم د خاوندانو برخه

د بابا د مرګ نه پس ما د بابا ددغه ارمان پوره کولو په غرض کوشش شروع کړلو او هله په ارام کښېناستلم چې د بابا دغه نيمګړے ارمان مو پوره کړلو او څۀ خاورې ايرې مو راټولې کړې چې هغه نوم ژوندے پاتې شي. زۀ بالکل ددې خبرې اقرار کووم چې پرچه د بابا د شان شايان نۀ ده، ولې دا هم زما قصد دے چې دا پرچه به کۀ خېر وي داسې ځائے ته رسوو چې د بابا روح خوشحاله کړو،ولې قامي لانجې د قام په زور هواريږي. د "پښتون" رساله زما نۀ ده، دا د بابا امانت مونږ ته پاتې دے. زما نور مصروفيات هم ډېر وو، يو خوا ماته د عوامي نېشنل پارټۍ د صدارت ذمه واري په غاړه وه او بله بيا ددې صوبې او پښتنو نمائندګي ما په مرکز کښې کوله. د صدارت د ازغو تاج قام اجمل خټک ته په سرکړلو او د چارسدې خلکو ماسره دا مهرباني وکړله چې زۀ يې د مرکزي اسمبلۍ د ممبرۍ نه فارغه کړم نو اوس اميد دے چې زۀ به د بابا ددې امانتونو او پاتې ارمانونو پوره کولو کوشش وکړم. ولې رسالې خو په ملګرو چليږي، په خوا خوږو، قام مئينو ملګرو، نظرياتي او سوچه کسکرو پښتنو ملګرو چليږي. زۀ ماسټر کريم د کوم ځائے نه راپېداکړم، خليق صېب چرته وګورم او هغه نور بې شمېره ليکوال او قامي شاعران د کوم ځائے نه راپېدا کړم. قامي پېټي په قام او د قام په زور او مرسته پورته کيږي. اګر چې د مشرۍ دپاره خو نوم پرې زما دے. د اجمل خټک او جهانزېب نياز دے خو په حقيقت کښې ټول پېټے يواځې مهدي شاه باچا او شاهين صېب ته مو په سر کړے دے.

ليکنه: څو خبرې د عدمِ تشدد

ما خو په اول سر کښې ذکر کړے دے چې زمونږ د مرض د تشخيص خلک مړني دي، کۀ څوک پکښې د علاج تکل هم وکړي؟ خو هر سړے راپاڅي مونږ ته عقل ښايي. درېغه چې داسې هم څوک پېدا شوے چې د اعتراضاتو په ځائے يې لږ لاس راسره يو ځائے کړے وے چې دا جاله مو په شريکه پورې غاړې ته رسولې وے. د يو قام بدبختي به ددې نه زياته څۀ وي؟ چې دغه تېرو ورځو کښې د انګرېزۍ په اخبار "فرنټيرپوسټ" کښې د يو څو پښتنو ليکوالانو،منورينو او شاعرانو يو بيان چاپ شوے ؤ چې د "پښتون" رساله د باچاخان د معيار سره برابره نۀ ده نو پکار دي چې بنده کړے شي. دا خو به ډېره ناروا نۀ وي. کۀ زۀ دې خپلو نکته چينو او معتريضينو ته دا خواست وکړم چې د بندولو نه به دا ښه نۀ وي چې تاسو هم مونږ سره ملګرتيا او مرسته وکړئ چې دا پرچه د باچاخان    معيار ته ورسوو. حقيت دا دے چې د باچاخان د همه کوششونو باوجود هم نن پښتنو کښې لا هغه شان داسې خلک شته چې هغوي په قامي او ملکي معاملو کښې هم هغه ذاتي بغض، کينه او ذاتيات ساتي او ډېره د حېرانتيا او تعجب خبره دا ده چې دا اعتراضونه هم هغه څوک کوي چې نن قام کښې ددې تاثر پېداکولو کوشش کوي چې هغوي د باچاخان د سياست وارثان دي. ولې په حقيقت کښې هغوي د هغه قوتونو نمائندګي کوي، څوک چې پښتون قام د وحدت نه او هغې پورې قوت نه ويريږي او په يوه لاره او بله لاره د پښتنو توجه د اصلي اومونډيزو مسئلونه ګرځوي او د وحدت په نامه يې نور انتشار ته مخه کوي. 

د دنيا حالات عموماً او د منطقې حالات بدليږي څۀ چې بدل دي، د قام پرسته قوتونو دشمنان کۀ د امريکې په جامه کښې وو او د اسلام د سپېځلي تعليم په ځائے يې د بنيادپرستۍ جبه په ځان غوړولې وه. نن پخپل غم اخته دي، ازمونه بدل شول، فلسفې بدلې شوې، کتابي سياست سر وخوړو، د بهرنيو قوتونو د ايجنټانو نوکرۍ ختمې شوې. په مېدان کښې په ځائے ولاړ صرف او صرف د باچاخان    تعليم، نظريه او فلسفه پاتې ده. دنيا کښې د قام پرستۍ ښودنه او د امن د فلسفې قيام د انسانيت د بچ کولو واحده ذريعه پاتې ده نو ځکه خو زۀ وايم چې اميد لرو چې د پښتون قام دا د سوونو کاله زبونه او توره تيارۀ شپه په روڼ سباوون بدليږي، مېدان صفا او لاره نېغه ده خو کۀ پښتون د بابا په دې يوه خبره عمل وکړو چې ځان کښې يې اتفاق پېداکړو. د ورورولۍ سياست يې خپل کړو. زۀ دا محسوسوم چې کوم ذهن بابا جوړولو هغه جوړيږي نوے کهول بيخي سوچه او کسکر پښتانۀ کيږي. اميد دے چې څنګه د بابا په وخت کښې هغه ليکوالو او شاعرانو بابا سره په شريکه د پښتون قام رهنمايي او لارښودنه د "پښتون" رسالې په ذريعه کوله، هم داسې به اوس هم دغه قام پرسته، ننګيالي او نظرياتي پښتانۀ د بابا ددې پاتې امانت په ذريعه مونږ سره ملا وتړي.

(مياشتنۍ پښتون مجله، جنوري ٢٠٠٧ء)

-
بېرته شاته