(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مستي مې سترګوله دلامکانه را

[11.Jul.2015 - 13:05]

لیک: شاهین بونیری
د دوه زره شپږم کال د سپرلي خوشبو او رنګونه د بر دیر د لوارۍ د غره په لمن کې ښه په جوبن کې وو ـــ زه سره د خپلو ملګرو ډاکټر اقبال، ډاکټر میرویس، غلام غوث، ګل شیر او ورورو محبوب جبران سره په چترال کې د ښایست د هغه منزل په لور روان وو چې نړۍ يي د کیلاش او کافرستان په نومونو پیژني.
د هندوکش په لمنو کې هره دره جنت دی، هره لاره د ښایست منزل ته رسي، هریو غر د دې سیمې د اوسیدونکو د تاریخي عظمت، برداشت او مینې غمازي کوي او هر ګودر يي د ګلونو او رنګونو تصویر دی خو د دغه غرونو په لمن کې د کیلاشیانو بیریر، رامبور او بمبوریت درې داسې جنتونه دي چرته چې د ښایست ښاپیرۍ د خپلو ټولو رنګونو او سازونو سره زړونو ته د ژوند لازواله احساسونه بخښي.
د چترال د ښار نه وړاندې زمونږ د ګاډي چلوونکي ګس لاس ته د وړو لویو غرونو په لمن کې تلونکي د یو سړک په لور مزل شروع کړو. چینو چینارونو، ابشارونو او ځنګلي ګلونو په دغه لارو د تلونکو ټولو مزل کوونکو هر کلې کولو، نظر په لیونو ښایستونو کې ورک د یو نوي جهان په لټون کې وو او زړه د راتلونکو منظرونو لیدو ته بې قراره وو.
په دغه دنګو دنګو غرونو کې د هوا هرې چپې او د ګلونو د خوشبو هر احساس ــــ د ځان سره د کیلاشیانو د لرغوني تاریخ قیصې او داستانونه راوړي وو. د پښتنو په خاوره چې ټولنه د رجعت پسندۍ ښکار ده او ژوند ته نیزدې قدرونه او دودونه رو رو په ورکیدو دي ــــــ د سکندر اعظم د ځواکونو نه پاتې شوي، دې خلکو خپلې سندرې، ژبه ، کلتوري قدرونه، میلې کالي او روایتي ګډاګانې ژوندې ساتلې دي.
یو وخت داسې وو چې د کیلاش قبیلې د هندوکش په لمنو کې په ډیر لوې شمیر کې اوسیده ـــ خو اوس يي شمیر تر څلور زره ډیر نه دی او د چترال تر دریو درو رامبور، بریر او بمبوریت پورې محدود پاتې شوي دي. دا درې د چترال د ښار نه خواؤشا د شل کلومیټره په فاصله د ګټو او لرګو نه جوړو کورونو کې ژوند کوي، ګډې بیزې ساتي او ډیر يي کرونده ګر دي.
1کیلاشیان د فطرت په غیږه کې ساه اخلي، د ښایست عبادت کوي او د جمال او جلال سندرې وايي. هر کال د سپرلي په موسم کې چې د ښایست رنګونه خپاره شي دوي د نوي کال هرکلې په ګډاګانو او سندرو کوي. د انګورو نه اوبه اوباسي او ډیر ښه ؛واین؛ (Wine) ترې جوړوي.
مونږ چې بمبوریت ته اورسیدو ـــ نو غوښتل مو چې د کیلاشیانو د یوې مشرې لکشن بي بي سره اووینو. لکشن بي بي یوه ښایسته ښځه ده چې د خپلو خلکو د کلتوري او ټولنیزو قدرونو د خوندي کولو او سیمې د پرمختیا لپاره د Kalash Indigenous Survival Program په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې مشري کوي. لکشن ددې دنګو غرونو نه وتلې هغه وړومبۍ ښځه ده چې د کمرشل جهاز د چلولو لایسنس هم لري خو اوس يي ځان د خپلو خلکو خدمت او د کیلاش کلتور په نړیواله کچه د ورپیژندلو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
د هندوکش په لمنو کې د نمر پلوشې په خوریدو وې چې مونږ د لکشن بي بي کور ته اورسید. لکشن د ځان لپاره د لرګو ، سنګ مرمرو او کاڼو نه ډیر ښایسته او د نوي ډیزاین کور جوړ کړیدې ـــ یوه برخه يي د میلمنو لپاره ده چې هغه يي د خپلې ادارې د دفتر په توګه هم کاروي. د کور په دالان کې شین چمن او د وطني ګلونو قطارونه ولاړ وو. د لکشن بي بي پلار مونږ کینولو او راته يي اوویل چې لږ انتظار اوکړو.
لږساعت وروستو لکشن په خپلو روایتي کالو کې زمونږ د هرکلي لپاره راووتله ، ټولو سره يي ستړي مه شي اوکړل او بخښنه يي اوغوښته چې هغې چونکه د ځان لپاره وآین جوړول نو ځکه يي په مونږ انتظار اوکړو. او مونږه ټولو ورته ډیر په خوشالۍ اوویل چې نه هیڅ خبره نه ده، مونږ دغه سیمې ته هم د هغې د لیدو لپاره راغلي یو.
لکشن له لږه ډیره پښتو هم ورځي خو زما يي انګلیسي ایکسنټ (Accent) ډیر خوښ شو، هغې د خپلو خلکو او هغوي ته په ورپیښو ستونځو ډیر په اعتماد سره خبرې کولې او دا ویره يي څرګندوله چې د کیلاش اولس په سیمه او نړۍ کې د روانو سیاسي او ماحولیاتي بدلونونو په نتیجه کې د ډیرو ننګونو سره مخ دي.
لکشن اوویل چې کله به سکول ته تله نو عن د خپلې رورولۍ خلکو به دا ډیره عجیبه خبره ګڼله ، او په دې نه پوهیدل ددې لرې پرتې او غریزې سیمې په پرمختیا کې د جینکو د ذده کړو څومره اهمیت دی؟
لکشن اوویل چې سکول ته د تږ په وخت به کله کله په لارو کې سپو په مخه کړه ــــــ ډیره به يي اوزغلوله خو ددې یوه ګټه به داوه چې سکول ته به ډیره زر اورسیده.
د لکشن سره ما د هغوي د کلتور او لرغوني روایتونو په اړه خبرې اوکړی ، په سیمه کې د مذهبي سخت دریزۍ د ډیریدو او د هغوي ټولنې ته په ورپیښو خطرو مو بحث اوکړو. هغې ویل چې د هغې د خپلې سیمې او خلکو سره ډیر جذباتي تړون دی او هم دغه وجه ده چې هغه سره ددې چې د پاکستان یا نړۍ په بل یو ښار کې د اوسیدو وسیلې لريو بیا هم هغې چرته بهر اوسیدو ته زړه نه دې ښه کړې او هم په دغه دره کې د خپلو خلکو سره ژوند کوي.

لکشن وايي ــ چې د کیلاشیانو دغه سیمه د نړي یو ژوندي عجایب ګر یا (Living Museum) دی چرته چې د سلګونو کالونو زاړه روایتونه او کلتوري قدرونه ژوندي دي خو اوس دغلته د سیلانیانو د ډیر راتږ او مذهبي ډلو د هلو ځلو ډیریدو سره په دغه لرغوني قبیله فشار ډیر شوې دی ، ډیرو په کې د غریبۍ او ورپیښو خطرو له کبله نور خپل مذهب پریښې دی او ورو ورو د کیلاشیانو شمیر په کمیدو دی.
د کیلاشیانو یو بل مشر عبدالخالق د ځان سره د کلي په سیل بوتلم ـــ د دنګو دنګو غرونو په لمن کې ، لرګو او کاڼو نه جوړ دغه کورونو که هر څومره د یو دیومالایي داستان منظروړاندې کولو خو ژوند په کې اسان نه وو. ښځو د کور د غړیو لپاره د ماښام د ډوډۍ تیاري کوله، ماشومانو چې خپلې روایتي رنګینې جامې يي اچولې وې د کورونو د کړکیو او دروازو نه بهر کتل او څه جینکو خپلو کورونو ته خپلې ګډې بیزې راروانې کړې وی لکه ټوله ورځ يي چې بهر د غرونو په درو او پولو پټو کې تیره کړي وي. یوې بوډۍ ښځې راله د واین نه یو غټ جګ ډک کړو ویل يي دا زمونږ له خوا ستاسو لپاره ډالۍ.
د ماښام رنګینۍ په تیریدو وې د په ټوله دره د تورې شپې څادر رو رو راخوریدو. مونږ د کلي په لارو کوڅو کې ګرځیدو. د یو ځاي مشر په وینا په یو میدان کې د کلي ټولې جینکۍ راټولې شوې وی ، یو هلک ډول او بل خپله شپیلۍ راوړه او د روایتي ګډاګانو محفل تود شو.
جینکو ، ښځو ، سړو او ماشومانو په شریکه د شپیلۍ او ډول د تزنیدلي او زړه راویښونکي موسیقۍ سره داسې ګډا اوکړه چې که په نړیوال سټیج وړاندې شي نو د خلکو نه خوبونه تختولې شي.
د موسیقۍ محفل چې خور شو نو څه وخت وروستو د کلي د کوټو نه د شپیلۍ د اوازونو لړي پیل شوه. یو اړخ ته هلکان اوبل اړخ ته جینکۍ. چې هلکانو په شپیلۍ اوغږوله نو بیا به يي وار جینکو له ورکړو. عبدالخالق ویل چې داسې دا خلک د شپي ځان مشغول هم ساتي او په دغه شپیلۍ کې یو بل ته د خپل زړه خبرې هم کوي.
د شپیلۍ د سوز نه ډکه موسیقي د کلي د کوټو او کورونو څخه اوچتیده او د غرونو په درو کې لکه د سپرلي د خوشبو خوریده ـــ مونږ چې بله ورځ ماځیګر د بمبوریت نه راستنیدو نو ما فکر کاوه چې دا ټیک ده چې دا خلک د ژوند د بنیادي اسانتیاؤ نه بې برخې دي او ډیر مال دولت هم نه لري خو بیا هم دا خلک په ښارونو کې د اوسیدونکو خلکو نه ډیر خوشاله دي ځکه چې دوي فطرت ته نیزدي دي، د ژوند په زړه کې په پټه سندره پوهیږي، د ساز په خوږو خبر دي او بغیر د مینې نور په هیڅ نه پوهیږي.
څو کاله وروستو چې په سوات او مالاکنډ کې د مذهبي سخت دریزۍ لمبې بلې شوې او د مذهب په نوم د انسانانو وژنه پیل شوه نو ــ په بمیوریت ، بریر او رامبور اوسیدونکي کیلاشیان هم د ویرې او ترهې ښکار شو. د یونان سره تړاؤ لرونکې یو سیل ګرې چې د کیلاشیانو د بچو د ذده کړو لپاره يي هلې ځلې کولې وسله والو اوتختولو، دغه شان په یو بله پیښه کې وسله والو د کیلاشیانو څاروي اوتختول او دا دړکې ورته هم ورکړل شوې چې یا مسلمانان شي او یا ځان بریدونو ته تیار کړي. اوس چې په کیلاش کې د سپرلي میلې کیږي نو دومره په کې ځايي خلک نه وي څومره چې په کې پولیس او امنیتي ځواکونه وي.
نن چې زه د ښایست ددغه خاورې نه په زرګونو میلونو لیرې په پردي وطن کې یم نو دا فکر مې یوسي چې آیا د کیلاش د ښایسته کلیو کورونو نه راوچتیدونکي د شپیلۍ خواږه اوازونه هم هغه شان زړونو ته قرار او سکون بخښي او کنه خاموشه شوي به وي؟

-
بېرته شاته