دکوشني اختر مبارکي
[17.Jul.2015 - 13:48]دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند( پښتنو ن سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) مشر،د څانګو مشران او د مشرانو جرګې غړي د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو / افغانانو ته د کوشني (کوچني) نیکمرغه اختر مبارکي وائي
امید دی ،چې د اختر دا مبارکې شپې ورځې مو په خوښۍ سره تیرې شي، تلپاتې سوله او ټیکاو رامنځ ته شي او پښتون وژنې ته دپائې ټکی کیښودل شي
په ډیر درناوي
**********************************************************************
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگه ،تاسو شرېفو افغانانواوستاسو درنوکورنيو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوي .
تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د لوي اوبې نيازڅښتن تعلا له دربار نه د نېکمرغه اوخوشحاليو نه ډک ژوند هیله کوو.
موږ دلوی څښتن په دربارته لاسونه لپه کوو او دعا کوو چې رب العالمين دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت قبول او دهمدې الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اوجگړې په ااورکې سوځېدلي ولس ،سوله ولس ددې زورونکی اوزړه بوږ نوونکی حالت نه دتل لپاره نجات ورکړي .
هيوادوالو!
موږ پدې پو هېږو چې په افغانستان کي اوس اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي دنووکاليو،نکرېځو،خوښيو اوخندا ډکي خبري واورېدل شی .له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دغم او مرگونی وير پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی .
دپاکستاني چارواکو،ايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنوډلو دبربندنو او لاسوهنو له امله طالب اونورووسله والوډلو منفور کسان اوقاتلان په يوه اوبل نوم افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانو سرونوپرېکولوجهاد بولي .
دروغجن تبلیغکوی ورته وايي دبېگناه انسانانودقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي، ځکه خو دادی دسرپه سترگو یې وينو چې هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو لخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم اوپه شهادت رسېږې .
پر لوی څښتن باندي په توکل سره پردې ډاډه يوچې يوه ورځ به زموږ دهيوادوالوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سياسي اومذهبی سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل بهرنی بادار راتلونکې ويني ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک سی .
موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو .
خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغان په توگه ،دنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي.
دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي .
موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .
په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
******************************************************************
ډیرو ګرانو دردیدلو،غم ځپلو،ټپي،ټپي او ویرجنوهیوادوالو!
دسپیڅلي عقیدت اوارادت عبادات مودالله پاک په دربارکې مستجاب اوسه.
اخترمومبارک اونیکمرغه.
هو! هغه اخترچې درښتینو خوښیواوخوشالیوپرځای زما او ستاویرجنه موراو خورد خپل شهید وروراوشهیدې خورپه شناختوویرنې بولي اوورته لپه،لپه اوښکي نذرانه کوي ببرسر یتیمان په سپیروبارخوګانواوژړاندوسترګودخپل بابا اوادې قبرونوته سوي،سوي اسویلي باسي.
له بده مرغه زموږ اخترهم شهید شوی اوزموږدلرو برو کلو او بانډو څخه مودې،مودې وشوي چې خوښیوکډه کړي اوله شونډوموسکا اوخنداورکه شوي ده دهغه هسک اوڅانګه ورشنه چنارسیورې ته زموږدچم،ګاونډ نجونه اوپیغلي نه راځي په نکریزوسرولاسوچمبې نه وهي دچنارپه شنوپاڼوکې توروکارغانوځالې کړي اوپرسریې ټپوسان ناست دي.
هو!مودې وشوي چې زموږدکلي ځلمیانواومستوژڼو،اتڼونوته خپلې څڼي نه دي غوړي کړي اودمستې قلندري آتڼیزسروکي اوس هیرشویدي.
نوزه به په کومه ژبه دا اختر،اختر وبولم د ناهیلیواوبې وسیو څخه دژغورنې او ورکیدا په موخه دخپل رب سره مناجات کوم دځواکمن اونیاومن ذات دعرش دربارته دیتیمانوله تړموتړمواوښکوډکه لمن غوړوم اوپه چیغو،چیغوژاړم اوټول راسره لاسونه لپه کړئ چې لویه خدایه!لویه خدایه!ته زموږدافغانانوله سره دجابرو،مستکبروظالمانواوسخت زړوزورمندانولاسونه لنډکړې اوپه ګلالي ګران افغانستان کې دسولې ښکلی اورښتینی اختر راولې سوکالي اوخوشالي موپه نصیب کړې. آمین .
اختــــــر راغلــــی یــــاران نشتــه زه به په داسې اختر څه خوشــــاله ومـــه
اختر دې ماباندې په غـــــــم کــــړ په تامحشرشه یتیمان ښـــــیرې کـــوینه
نکریزي کیږده شناختوڅنګ کې شهیدجانان مې خپل لاسونه سره کوینه
ټول افغان ولس ته دخوښۍ اوسوکالۍ په هیله
بسم الله اکبري
۱۶/۷/۲۰۱۵
******************************************************
د لومړیتوب ویب سایټ اداري ډله هم په خپل وار ټول افغان ولس، د ویب سایټ لوستونکو، په ځانګړي ډول د پوهې او قلم خاوندانو او خپلو قلمي همکارانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي.
په دې هیله چې دا اختر مو په هېواد کې د تل پاتې سولې، کار، پرمختګ، په ولس کې د پوهې د ډېوې په روښانولو کې زموږ او ستاسې د نه ستړې کېدونکو هلو څلو د پیل ورځ اوسي.
اختر مو مبارک شه!
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ.
عزيزانو، قريبانو، رفيقانو او احباب نزديکترينو!
د صلواتونو بارانونه دې پر تاسو برسات شي او د درودونو برف کوچونه دې وخوځېږي د جمله عارفانو، سالکانو، ادباوو او شعراوو پر طرف. باالخصوص پر طرف د لغمان د براعظم په کچه د لومړي متفکر. د مشرقي په کچه د لومړي عشوه ساز او کودک نواز. د افغانستان په کچه د لومړي مطرب ساز او دمساز. د اسيانه ميانه په کچه د لومړي عظيم الشکوت ناشر الکتوب والمجل...ة او د ټولې نړۍ په کچه د شپېتم سلطانالکتاب، شمسالحکما، فخرالاشراف، ملکالکتاب او ستر ولی الله محترم اسد الله خان دانش صافي لغماني او پېښوري پر طرف شتابان.
زه د عيدالفطر د دې پرعظمتې، عالي شوکتې او سلامتې ورځې په وياړ د خرسندۍ او شکسته نفسۍ د احرام سر ته ختلی يم او له هماغه ځايه ستر اخناتون، عاليجناب هامون، د وخت افلاتون، شواخون، حضرت اسدالله خان دانش صافي لغماني صاحب ته د هاتف اواز کوم چې نور دې بس کړي ناله او فغان له هجره د معشوق او رفيق مسافر خپل او بيا د حمدونو پر اوږو ورته د عيدالسعيد د مبارکباد رساله روانوم.
تاسو د فېسبوک د نړۍ مجازي باشندهګان اګاه او ګواه اوسئ چې ما د صیرخلوت، غمخوار ملت، سالار امت. حسين نواز، بلند پرواز، جامعه باز، دهن واز او زبان دراز ستر ناشر الکتوب هغه فېسبوکي پوسټ ته د حيرت اوښکې باران او د ندامت سلګۍ دمباله دارې کړې چې په خورا حسرت يې ورپکې فرياد فرمايلی وو چې اختر راغلی، خو بنګړي يې نشته.
تاسو په دې يوه پارچه نرم افزار او خونکار عکس کې دلدل سوار، کبک رفتار، اهو رخسار، زلفي مار، طوطي نقار. د مهترلام سلاکار، د مياعلي بابا رويبار، د ښامارانو، نهګانو او پړانګانو يار. د باز محمد عابد عبادت، د انعام الله ګوهر رياضت، د اخوند دروېزه کرامت، د ادم ندامت، د حوا جسارت، د ابرهه بشارت، د يعقوب بصارت او د طوبی ندا ساپۍ خلاقيت، ستر اسد الله خان دانش صافی رضی الله تعالي عنه په خورا ازرده، افسرده او پژمرده حالت کې وينئ چې د قلب طفل يې ناارام دی په کوم پیمخي، لمر مخي او لغړ مخي نادان ماشوم پسې. يا هم حسرت زده دی زرغونېدو ته د خط پر چهره نازنينه او چاه زنخدان د کوم ښکلي باشنده د کوټه سنګي يا قصه خواني.
فلهذا
احبابو ته التجا کېږي چې باران کړي درودونه، پی در پی کړي صلواتونه او نثار کړي حمدونه پر خولۍ د ده، پر سپينه ږيره نازنينه ده، پر چوشمکو زره بينو، کټه بينو، لر وينو او مهينو د ده او بيا په شديدو الفاظو د اختر په مبارکيو باندې نوازش وکړي د دغه پيغمبر صفته، شېرين صحبته او ملامال له صداقته مشر ستر اسدالله خان دانش صافي لغماني صاحب رضي الله تعالی عنه.
د لومړيتوب اداري ډله
**********************************
عربستان کې سپوږمۍ ليدل شوې دى، نو سبا د جمعى ورځ د کوچنى اختر لومړى ورځ ده. د پښتو تلويزيون بنسټ اېښودونکى مشر او ولسي خدمتګار خپلواک ملي سياستوال ښاغلى نور رحمان لېوال صيب په استازيتوب درنو هېوادوالو او د نړۍ ټول مسلمان امت ته د خوښيو، برکتونو او رحمتونو څخه ډکې د اختر د ورځو شيبو هيلې لرو او دعا کوو پاک خداى ج دې دا اختر د بشپړې سولې او امن اختر کړى، امين. پښتو تلويزيون د سهار له اتو بجو تر دولسو بجو په ژوندې بڼه اختريزې خپرونې لري چې درانه هېوادوال او مينوال د هېواد او ...
د افغانستان د سترې محکمې اعلامیه !
د هیواد د سترې محکمې او د سعودي عربستان د شاهي دولت د علامیې پربنسټ سبا جمعه د شوال میاشت لومړۍ نیټه چې د چنګاښ له ۲۶ مې نیټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د ټولو هیوادوالو دې اختر مبارک وي.نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له دې خپرونو سره په ژوندې بڼه اړيکې کولاي شئ. د اړيکې شمېري په دې ډول دي:
٤٨٦ ٢٧٢ ٠٧٨١ د هېواد څخه دننه اړيکو له پاره.
٤٨٦ ٢٧٢ ٠٠٩٣٧٨١ د هېواد څخه دباندې اړيکو لپاره.
***************
د نېکمرغه کمکې اختر په ویاړ!
د کمکې اختر د بختورې ورځې د را رسېدو په مناسبت د لوی افغانستان ټولو پتمنو ولسونو اود مخکتاب ټولو ورونو اوغیرتي خویندو ته مبارکي وایم.
الله تعالی(ج) مو روژې، تراویح او لمونځونه په خپل دربار کې قبول کړه او
خدای(ج) دې د دې نېکمرغه کوچنې اختر په برکت په لوی افغانستان کې تل پاتې او همیشنۍ سوله راولي... امین ثم امین
ستاسو ورور انجنیر ماڼو ساپی
د اختر مبارکۍ اصلي حقدارې ټولې افغاني ښځې، خويندې او لوڼه دي، چې په دې ګرمۍ کې روژه په خوله په ورين تندي يې روژه ماتی او چربانګی تيار کړ، د ماشومانو پالنه يې وکړه او کور يې سنبال وساته. د ټولو دې اختر مبارک وي او په ځانګړي ډول دې ټولو افغاني ښځو ته اختر مبارک وي، الله تعالی دې د دوی د معصوميت له برکته په افغانستان کې سوله راولي.
*******************************
د نړۍ پر مخ !
د ويرونو ، دردونو ، د بورو ميندو د ساندو او جنازو له وطن نه !
خپلو خوروورو خپلوانو ، دوستانو ، عزيزانو او په اخير كى خپلو ټولو هيوادوالو او مسلمانانو ته د كوچني اختر مباركي وړاندى كوم ، الله ج دى په خپل رحم او كرم زموږ هيواد ته تل پاتى سوله راولي
******************************
ګرانو ملګرو اختر امبارکئ قبول کړئ
******************************
یوه د ورور قبر له ځي بله د پلار قبر له
پښتنې خويندې شي والله زرې زرې اختر کې (د حامدالرحمن ملکزي کامنټ)
فيسبوك درنو ملگرو سلامونه او د كوچني اختر مباركي مي ومنئ پدي هيله چي دا اختر مو په گران هيواد كي د سولي او نيكمرغي د راتگ وسيله شي !!
******************************
د خوشالئ اختر مو شه...د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي خپلو ټولو ښاغلیوو، آغلیوو دوستانو او د هغوئ قدرمنو کورنیوو ته وایم.
عیدفطر را به همه دوستان عزیز و فامیل های محترم شان از صمیم قلب مبارک باد میګویم.
Happy Eid ul Feter to all my respected friends and their respected families
******************************
اختر مو مبارک شه افغانانو
******************************
ګلونو ملګرو!
مشرانو، کشرانو، همزولو، خویندو او وروڼو!
کوچنی اختر مو مبارک، الله تعالی دې دا اختر زموږ وطن ته د سولې، خوشالۍ، مینې، ورورولۍ او یووالې اختر کړي، رب العالمین دي زموږ او ستاسې عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي، الله تعالی دې راتلونکې اخترونه د سولې د سپین سباوون سره یو ځای راولي.
اختر مو بختور، عبادتونه مو د الله تعالی دربار کې قبول او منظور شه.
------------------------------------------------------------------------------------------------
ګلونو ملګرو!
مشرانو، کشرانو، همزولو، خویندو او وروڼو!
کوچنی اختر مو مبارک، الله تعالی دې دا اختر زموږ وطن ته د سولې، خوشالۍ، مینې، ورورولۍ او یووالې اختر کړي، رب العالمین دي زموږ او ستاسې عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي، الله تعالی دې راتلونکې اخترونه د سولې د سپین سباوون سره یو ځای راولي.
اختر مو بختور، عبادتونه مو د الله تعالی دربار کې قبول او منظور شه
******************************
لمونځونه، روژې او دعاوې مو منلې،
د ژوند هره شېبه مو له غمونو او ويرونو خوندي،
اختر مو بختور!
******************************
اختر اختر اختر اختر شه ژوندون
دلمر په شان مو منور شه ژوندون
خداي د تيارو نه په امان لری ټول
رڼـا رڼـا سحـر سحـر شـه ژونـــــدون
````````´`````````````````´´``````````````
راځـه پخــــــــلا شـه مـــــروره نـن اختـر دی کـــــــــــنه
وايـمـه تـاتـه د زړه ســــــــــــره نـن اخــــــــــــتر دی کنه
غــيږ می پرانـستی ده په منډه منډه راشه ګرانه
زمــا منـه لـــــــــــــږ زوره وره نــن اخـــــــــــــتـر دی کـنـه
په وريـن تـنـدي بـه مبـارک يو بـل ته وايو مـونـږه
دا ورځ ده ډيـــره بخـــتوره نـن اخـــــــــــتردی کـــنه
تــر څــو به لــری لــری گـرځــو نــه پـوهـيـږو ولـــــــی
شــه رانـږدی مـی تـر ټـــټـره نـن اخـــــــــتر دی کــــنه
راځـه چی درکـړمـه قلـم په دی خيالی گـوتو کی
نــوره ﻻس واخــله له خـنـجــره نـن اختر دی کــــنه
چـی پـری ماتـيږی کــــــکــرۍ زما او ستا بی ځايه
بــس ده گــوزار کــړه دا ډبـره نـن اخـــــــتر دی کــنه
پـريــږده نفـرت دونيا فـــــــــانـی ده محبت به کوو
زمــا انـجـــــــان واوره خــــــــــبـره نـن اخـتـر دی کـنـه
------------------------------------------------------
د نېکمرغه کمکي اختر د را رسېدلو په وېاړ ، ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي ېایم ۰د لوی خدای له درباره هیله لرم چي کړېدلو وطنوالو ته د سولي او سوکالۍ زېری شي
*******************************
سلام دکوچنی اختر مبارکی ټولو خپلوانو ملګرو هیواد والواو مسلمانانو ته وایم الله تعالی مو عبادتونه قبول کړه
****************************
زما له طرمه ټولو مینه والو ته اختر ډیر ډیر مبارک شه.
الله مو ښاد او اباد لره.
ستا رور زاهد خان.
****************************
Riaz Hassan Yousafzai Gardiwall
د کوچنی اختر دمبارکۍ پیغام.
د کوچنی اختر د رارسیدو له امله ټولو افغانانو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی وړاندی کووم.
او دالله(ج)نه غواړم چی دا اختر د ټولو افغانانو د سولی او خوښۍ پیغام له ځان سره ولری
په اخر کی یو ځل بیا ټولو درنو هیوادوالو ته او په ځانګړی ډول خوږو او درنودوستانو او خپلی ټولی کورنی ته د زړه له تله د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی وایم
(((((((-(-(اختر مو مبارک شه)-)-))))))...
خو شاله،سوکاله،اباد،او دژوند په ټولو لارو چاروکی بریالی اوسی.
مننه ستاسی کشر ورور
ریاض حسن یوسفزي ګردیوال
****************************
په ما نورې روژې مه نیسئ شیخانو!
ما بیګا جانان لېدلی دی اختر دی .
هغوی چې پر فیسبوک راسره ملګري دي( اختر مو مبارک شه ! عیدتان مبارک ! ) هیله ده،چې نور دیو بل وژلو او سپکولو پر ځای یو بل منل دود کړو !
په مینه ستاسې ساپی
****************************
اختر مو مبارک شه
درنو او خوږو ملګرو نيکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه , خدای تعالی مو ټول عبادات په خپل دربار کې قبول کړه او څښتن تعالی دې دا اختر د امن , سوکالۍ او ورورولۍ اختر کړي.
***************************
پدي پوھیږم چې ژړاده لورپه لورافغانه
اختراختردی مبارک دې شه غیورافغانه
خود اخترپه ورځ په ھغه چالعنت ووایه
چاچی راوړي دي جنګونه اوترورافغانه...
ا۰قیام
****************************
د کوچنی اختر په ویاړ د قومی مشر ، سیاسی شخصیت او د کونړ پخوانی والی شجاع الملک (جلاله) د مبارکی پیغام .
د نیکمرغه کوچنی اختر د رارسیدو په ویاړ د نړی ټولو مسلمانانو او په ځانګړی ډول خپلو درنو زوریدلو او کړیدلو هیواد والو ته د زړه له تله مبارکی وایم او د خوښیو ډکی شیبی ورسره شریکه ووم خدای (ج) دی اوکړی چی د اختر رنګینی شیبی مو هیواد والو ته د تل لپاره د خوښیو دروازی بیرته او د غمونو دروازی اوتړی، په همدی هیله.
الحاج شجاع الملک جلاله
****************************
صبا اختر دې پرون سپوږمې نمر سره تللی وه او نن سحر ترې پاتی وه. موسم سم نه دې. په اسمان باندې وريځې دې. صبا اختر دې.. ټولو پښتنو ته دې وړکې اختر مبارک وې.
****************************
کوچنی اختــــــــــــــــر مو نیک مرغه او ورځې مو ګل ورینې
درنو هیواد والواو دلر اوبر ګرانوپښتنو کوچنی اختر مو نیک مرغه او ورځې مو ګل ورینې
د کوچنی اختر په مناسبت په کور دننه او دباندې ټولو هیوادوالو همدارانګه ټولو مسلمانانو وروڼو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ، د لوی خدای( ج ) له دربار څخه په دی مبارکو ورځو کی د درستو افغانانو او مسلمانانو لپاره د خوښیو او خوشحالیو ځخه ډک د ارام ژوند هیله او ارزو...
****************************
سبا د کوچنی اختر لمړی ورځ ده د نړی ټولو مسلمانانو په خاصه توګه افغانانو ته دی مبارک وی.
****************************
درنو دوستانو!
د نيكمرغه كوجني اختر د را رسيدلو به مناسبت تولو دوستانو ته مباركي وايم او د خوشحاله، ارامه او سوكاله شيبو دوعاء درته كوم.
لوي الله ج دي ستاسو تولو عبادات به خبل دربار كي قبول كري.
او الله ج دي د روزي د مباركو ورخو به خاطر به افغانستان او اسلامي نري كي سوله، ارامي او سوكالي راولي.
د شه صحت به خاطر ستاسي د دوعاء به هيله!...
مننه
داكتر عبدالوهاب زهير
****************************
اختر مو مبارک!
لمونځونه؛ روژې او عبادتونه مو قبول شه، په ګران هيواد کې د سولې او ارامۍ په هېله.
"منظر"
****************************
ليوال صاحب او دبشتو تلويزون محترمو كاركونكو ته سلامونه او نيكى هيلى وراندى كوو .
د كوجنى داختر درارسيدو له أمله تأسى ته ستاسو كورنيو ته أوتول مسلمان ملت مباركى وراندى كوو خداى د وكرى اختر مو به كران هيواد افغانستان كى د ستونزو دختم ، روشانه راتلونكى او دايمى سولى سبب وكرزى . مننه
زرغونه حميد طوطاخيل د بكتيا ولايت د ولايتى شورا وكيله او داكتر عبدالحميد طوطاخيل
د پښتو تلويزيون ولسي مشر او خپلواک ملي سياستوال ښاغلى نور رحمان لېوال صيب په استازيتوب تاسې او ستاسې درنې کورنۍ او ټولو درنوهېوادوالو او ټول مسلمان امت ته د برکتونو ډک اختر غواړو.
****************************
اختر
که سبا چیرته اختر وي نو مبارک مو شه!
خو
ګوره چې د خپل اولاد پوره څارنه وکړی او پلاستیکي ټوپکې/تمانچې/پټاقۍ درنه وا نخلي.
مننه
****************************
درنو او زړه ته رانږدی دوستانو او دنړی ټولو مسلمانانو ته دمبارکی پیغام
اسلام عـــــــــــــــــــــــــــــــــــلیکم ورحمت الله وبرکاتو
دکوچني اختر دراسیدو له عمله تاسی او ستاسی درنو کورنیو ته دزړه دکومی مبارکی وایم الله ج دوکړي چي دا اخترمو مو دخوښیو ډک اختر وي او هغه کورني چي دزړه ټوټي یی دلاسه ورکړي زموږ هیر نه دی او ددوي سره په غم کی ځان شریک بولم الله ج د زړه صبر ورکړی او هغوی ته دې الله ج جنت الفردوس نصیب کړی آمین ثم آمین
عزیزی وردګ
****************************
د كمكې اختر په مناسبت د مشر همدرد د مبارکی پیغام!
مشر همدرد د حزب اسلامی افغانستان د یووالی شورا ټولو غړو ، زمونږ د ټولنی ډینامیک جریان (ځوانانو) ، ټول افغان مجاهد او ویاړلی ولس او په ځانګړی توګه د نړی ټول مسلمه امت ته د نيکمرغه کمکي اختر د رارسيدو مبارکي وايي.
افغان مجاهد ولس چې له دري لسیزو را په دې خوا د رنګارنګ ستونزو او کړاونو سره سره د روژې په مبارکه مياشت کې خپل عبادات ، صدقات او لوى رب العزت ته نيږدى کېدونکي غوره اعمال ترسره کړي، د خداى (ج) په لوى دربار کې ور...ته د قبلېدو لپاره لاس په دعا يم.
د دې کمکي اختر په شپو ورځو کې چې افغان ولس د هر اړخيزو ستونزو سره مخ دى په خپلو کې په پوره اخلاص ، صداقت، مينه، محبت او د خپلې اسلامي ورورگلوۍ له مخې يو بل ته مبارکي وايي.
الله (ج) ته په حرمینو کې لاس په دعا یم چې دا کمکى اختر مو په هیواد کې د روانو ستونزو ، جګړو ، ورور وژنو او د ناکاره نظام د اصلاح سبب شی.
په درناوی
الحاج جمعه خان همدرد
****************************
سهیل جان او سیماجانہ ٹولو مسلمانانو ته دکوچنی اختر مبارکی وایی
****************************
روژياتيانو! د کوچني اختر مبارکي ومنئ. خپل سرتېري، وطن، اڼډيوالان او مسافر به دوعا کي ياد کړئ. زما مسافرو يارانو تاسو ته دي تر نورو ډېر مبارک وي.
ربه سوله!
****************************
تولو ملګرو ته دی کوچنی حکتر موبارکی وایم
****************************
لکه چې سبا اختر دی
تاسې ټولو ته دې مبارک وي.
رب مو خوشاله لره.
****************************
ټولو په ځانګړي ډول په زړه زخمي هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم الله پاک د د صبر پټۍ د ددوی په زخمي زړونو ولګوي ، رب العزته نور مو ګران هېواد ته تل پاتې سوله راولې .
****************************
سبا اختر دی چې شپه تېره شوه سحر شو آشنا
کـــــلکه بــــــه غېږه درکومه چې اخــــتر شو آشنا
****************************
په عمومی توگه تولو مسلمانانو ته او په خصوصی توگه تولو ملگرو او دوستانو ته د کوچنی اختر( عیدالفطر ) د رارسیدو په مناسبت د زره له کومی مبارکی وایم . الله تعالی مو بریالی، شاد او آباد لره. عبادتونه مو د الله په دربار کی قبول شه.
****************************
خپلو ټولو ملګرو او دوستانو ته د کمکي اختر مبارکي وایم.
که یوبل مو سره ونه لیدل، همدا فیسبوکي مبارکي مې ومنئ.
هیله من یم همدا اختر مو د سولې او نېکمرغۍ پیل شي.
****************************
دوستانو دهلمند خلک واي سل % فیصده سبا دخیره اختر دی تاسي ټولوهیوادوالوته دزړه له کومی دکمکی اختر مبارکی وایم مبارک موشه
****************************
اختر مو بختور
اختر دې تاسو او ستاسو درنو او محترمو کورنيو ته مبارک وي.
****************************
د مبارکی پیغام:
ټولو دوستانو ته د عید سعید الفطر د رارسیدو په مناسبت د مبارکی مراتب وړاندې کوم ، او د الله ج له لوی دربار څخه د ټولو عبادتونو د قبلیدو او په ګران هیواد افغانستان کې د دایمي سولي دعا کوم. امین یاربه ثم امین.
قدرمنودوستانو.
دنیکمرغه کوچنی اختردرارسیدوله کبله تاسواو ستاسودرنوکورنیوته دزړه له کومی مبارکي وایم.
دپاک الله له درباره هیله کوم چه نورزموږپه ویاړلی اوغم ځپلي هیوادکی دجنګونواورمړاوپه ځای یی دهمیشنی اوسراسری سولې لمن په هره خواخواره شی.
د لر او بر تولو پشتنو او د نری تولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وایم
اختر مو دیردیر مبارک شه
پښتنو مینه والو سلامونه او پیرزونی وړاندې کوم هیله من یم چی روژکې مبارکه میاشت به مو ښه تیره شوی وی.زه تاسو ټولو ته د واړه اختر مبارکی وایم او په دې نیکو ساعتونو کې لاس په دعا یم چی الله دې زمونږ په دې منطقه کې امنیت راورلیي
______________________-
سلامونه او نیکی هیلی
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د نړۍ ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه د افغانستان متدین ولس او دفیسبوک درنو او خوژو ملگرو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
لوی څښتن جل جلاله دي پخپل فضل او کرم سره زموږ په هیواد کی د تل لپاره دسولی بیرغ ورپیژی تولو شهیدانو او مرو ته دی الله ج جنتونه ور په برخه کری او کورنیو ته یی لوی صبر غوارو ناروغانو ته دعاجلی اوبشپری روغتیا غوشتونکی یو. په درنشت
دکوچنی اختردمبارکی پیغام : زه هم دکوچنی اخترمبارکی ټولوته وړاندی کوم او دهرافغان په شان پاک رب ته سوال کوم چی دغه اختردسولی اونیکمرغی پیل اختروی چی ددی اخترسره سم دافغانانوهمیشنی ارمان چی سوله ده پوره شی
اختر مو مبارک عبادتونه موقبول
الله ج دی وکړی چی دا اختر مو د ګران وطن د پاره د سولی او نیکمرغی
انګیزی د ځان سره راوړی
نيكمرغه كوچني اختر مو مبارك شه،
د سوكاله، هوسا او پرمختللي افغانستان په هيله
محمد اقبال عزيزي
السلام علیکم و رحمت الله تولو افعانانو ورونو خویندو کوندو یاتیمانو مسافرو او یارانو دوستانو ته د نیکمرعه کوچنی اختر مبارکی وراندی کوم خدای ج د زمونز فه وطن کی سوله آرامی راولی. سسسسسسسسسوللللللللللللهههههههههه غوارو سوله او سوکالی مو فه نصیب شه افعانانو.ستاسی ورور مرجان الله عزیزی
د فیسبوک په نړۍ کې میشتو ملګرو!
نیکمرغه کوچنی اختر مو بختور شه او هره شیبه مو د اخترشه:
په دې هیله، چې دغه کوچنی پیلیدونکی اختر مو په ټول هېواد کې د تل پاتې سولې پیلامه شي.
په درنښت تاسو ورور لمر
مه راځه اختره !
ای اختره زموږ کلي ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه، کړاوونه دي...
دلته مو کوروران دی په بمونو کې
دلته مو بچیان لیت پیت په وینو کې
دلته یتیمان شور او فریاد کوي
میندې او پلرونه داد فریاد کوي
دلته په هر کور کې ژړاګانې دي
دلته په هر کور کې چغې ساندې دي
دلته څوک بې پلاره،څوک بې زویه د ي
دلته څوک بې وروره، څوک بې موره دي
دلته جنازې دي، کفنونه دي
دلته ادیرې دي اوقبرونه دي
دلته د چا لاس، دچا پښه نشته
دلته دچا سر،دچا تنه نشته
دلته دمرګو سوداګر راج کوي
دلته دپردو نوکر تاراج کوي
دلته د هماکې دي او چاودنې دي
دلته داغیارو لمسونې دي
دلته ورور دبل ورور قاتل شوی دی
دلته یو هابیل بل قابیل شوی دی
نو ای اختره!
زموږ کلی ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه ،کړاوونه دي
(یاد)
دلته مو کوروران دی په بمونو کې
دلته مو بچیان لیت پیت په وینو کې
دلته یتیمان شور او فریاد کوي
میندې او پلرونه داد فریاد کوي
دلته په هر کور کې ژړاګانې دي
دلته په هر کور کې چغې ساندې دي
دلته څوک بې پلاره،څوک بې زویه د ي
دلته څوک بې وروره، څوک بې موره دي
دلته جنازې دي، کفنونه دي
دلته ادیرې دي اوقبرونه دي
دلته د چا لاس، دچا پښه نشته
دلته دچا سر،دچا تنه نشته
دلته دمرګو سوداګر راج کوي
دلته دپردو نوکر تاراج کوي
دلته د هماکې دي او چاودنې دي
دلته داغیارو لمسونې دي
دلته ورور دبل ورور قاتل شوی دی
دلته یو هابیل بل قابیل شوی دی
نو ای اختره!
زموږ کلی ته مه راځه !
دلته خوشالیو کډه کړې ده
دلته خوشالۍ نشته غمونه دي
دلته عذابونه ،کړاوونه دي
(یاد)
د کوچنی نیکمرغه اختر مبارکی ټولو ملګرو ته وړاندی کوم. الله تعالی دی زمونږ هیوادوال او د نړی مسلمانان په همیشنی خوشحالیو ونازوی.
تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال کل عام و انتم بخیر:
یا رب لا یأتی فجر یوم العید علی أی بیت من بیوت المسلمین الا و قد ملأته فرحا و سعادتا و فککت کرب أهله و یسرت لهم أمرهم و شفیت مریضهم و فرجت همهم و أذهبت حزنهم و رزقتهم من من حیث لا یعلمون.
څوک چې زما دا پوسټ ویني، زما له اړخه دې ورته اختر مبارک وي.
ګرانو هیوادوالو او په ځانګړی ډول د فیسبوک خوږو ملګرو ته د کمکی اختر په را رسیدو سره سم د زړه له تله درته اختر مبارکی وایم خدای دی وکړی چی یو نیکمرغه او د سولی په فضاء کی یو سولیز اختر ولری په همدی هیله
په ما نوری روژی مه نیسی شیخانو
ما پرون جانان لیدلی دی اخـــتر دی
په سلامونه اونیکوهــیلومــوهرکلی کوم.پـــس له ســـلامـه ګرانو تاسو اوســـتاسی قدرمــــنی اوباعزتـه کورنی ته دګوچنی اخـــــترمـــبارکی وړاندی کوم اودسپیڅلی رب دعظیم دربارنه درته دګناهونودمغفیرت اودعباداتودقبــولی غوښنه کوم الله تعالٰی دی وکړی چی دغه ګوچنی آخـــــترزمونږاوســـتاسی او دګران اوباعزته افغانـستان لپاره یو دخوشحالی سولــی مــینی محــبت او دشرافت آخــــتر و اوسی آخــــــترمو بخـــتورشه روژه موقــبولی شه.
افغان سرتېري خپلو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وايي.
د سترې محکمې له اعلان سره سم سبا جمعه د اختر ورځ ده ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وي. په هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ په هیله،
رب دې زموږ عبادتونه قبول کړي او خدای ج دې له دې وروسته په هېواد کې امن او ورور ولي راولي
درنو اوجگړه ځپلوپتمنو هيوادوالوو!
اختر مو مبارک شه
نيكمرغه كوچنی اختر مو مبارك شه، روژې، تراويح او ټول عبادتونه مو د لوى خداى په دربار كې قبول شه.
او الله پاك دې زموږ په وطن كې تلپاتې #سوله او ارامي راولي، امين ثم امين
او راكړى فيسبوكي غاړې