دباچاخان دفضول خرڅۍ
[11.Sep.2019 - 09:01]د باچا خان د فضول خرڅۍ خلاف هلې ځلې
لیک: علي خان محسود
په باچاخان باندې ډېر بې خبره خلک نیوکې کوي، چې بابا شوم ؤ. دغه تر یوه حده ریښتیا دي. بابا په شعوري توګه دبې ځایه او غیر اړین لګښت (د فضول خرڅۍ) خلاف ؤ، ده هغه ډوډۍ میلمنو ته ورکوله چې دوۍ پخپله خوړله، په لټانو او مفت خورو باندې دغه عمل بد لګیدو.
بابا ځان او نړۍ دواړه پیژندل، د نړۍ د ستر مکار ، شوکمار او ښکیلاکګر پیرنګي سره مخ ؤ. خپل افغان قوم ئې غریب، بې علمه،بې روزګاره او د دونیاوي او مذهبي ټګانو په درنګړ (ترنګړ) کښې پروت ؤ. که چرې بابا شوم وای نو دغه د پیرنګي لپاره هیڅ ربړه او پرابلم نه ؤ،بابا به ئې پخوا په پیسو اخستی ؤ.
شوم سړی ډیر ژر خرڅیږي. نن به فخر افغان نه ؤ، بلکه د پیرنګي د خانانو او نوابانو په کتار (قتار) کې به ؤ. دپیرنګي خانانو ،نوابانو او مذهبي خلکو به دغه پروپاګند (پروپیګنډه) د پیرنګي په لمسون ده پسې کوله،چې شوم سړی دی.
پیرنګي غوښتل چې پښتانه مفت خور عادت کړي، لکه نن سبا چئ د «این جي اؤ) په لار مغرب زمونږ ولس مفت خور عادت کړی دی، کار ته ئې ډډه نه لګي.
بابا بې ځایه او غیر ضروري لګښت ( فضول خرڅۍ)ځکه خلاف ؤ، چې پښتانه دې کار مقروض (قرضداري) او تباه کړي ؤ، په غم او خوشالۍ ، په ودونو او خیراتونو باندې سیالۍ کولې، په سود به ئې د هندو نه پیسې اخستلې چې د خپل تربور غوندې واده او د مړې سخات او خیرات وکړي. چې په نسلونو نسلونو به د سود خورو د سود نه ، نه خلاصیدل.
بابا به پښتنو ته ویل چې میلمنو ته هغه ډوډۍ ورکوئ، چې تاسو ئې په کور کې خپلو بچو ته ورکوۍ. بې ځایه لګښت نه زمونږ دین اسلام ، او نه زمونږ اخرزمان پیغمبر ع خوښوي.
باچاخان ډیر داسې پښتانه لیدلي ؤ او ډېرې کیسې ئې هم اوریدلې وې، چې د فضول لګښت له امله تباه او ورک شوي ؤ. مزدورۍ پسې به کلکتې او یا بمبې ته لاړل ، چونکه ددوۍ به څه کسب زده نه ؤ، نو یا به پنډي (جوالي) شو اویا به دهندوانو د کورونو او دوکانونو څوکیدار شو. پرونی پښتون خان یا پښتون ملک دفضول خرڅۍ له امله نن څوکیدار ؤ او د هندوانو ماشومان به ئې قلارول ، دغه د فضول خرڅۍ او دتربور سره د بې ځایه او غیر ضروري سیالۍ برکت ؤ،چې دوۍ خو به ورک اوتباه شول او ددوۍ پاتې اولادونه او کورنۍ به درویزو ته مجبور شول .
څه وخت چې باچاخان د ملت چوپړ(خدمت) ته راوتو ، نو په دې وخت کې پښتون ملت په
درې برخو ویشلی شوی ؤ
یوه برخه د خانانو ، ملکانو او نوابانو وه،چې دوۍ د مغلو په وخت کې د مغلو ، دسیکهانو په وخت کې د سیکهانو او دانګریزانو په وخت کې د انګریزانو ملګرې ؤ، ددوۍ مور کوېن ویکټوریا وه.
بله برخه یا ډله د مذهبي ټګانو، لکه پیران، میاګان، صاحبزادګان،اخونزادګان او د ګدی نشینان وه ، چې دوۍ هم په جوته (ښکاره) د پیرۍ او مریدۍ لوبه کوله ، مګر د څادر لاندې د پیرنګیانو (انګریزانو) خلک ؤ.
ځنې دیني پوهان او عالمان ؤ، چې دوۍ په ریښتیا سره د سامراج او پیرنګي خلاف ؤ، خو له بده مرغه دغه دیني عالمان ډیر لږ ؤ. ډیری (اکثریت) ملایان ټنګه سري او کم عقل ؤ، پیرنګیانو به دوۍ په چل ول په ډیره کمه بیعه دخپلو خانانو او نوابانو په زریعه دملې (قامي) غورځنکونو خلاف استعمالول.
درېمه ډله د غریبو پښتنو وه، چې دوۍ مطلق اکثریت کې ؤ ،مګر د پیرنګیانو ، مذهبي او دونیاوي ټګانو لپاره صفر ؤ. دوۍ ځپلې او رټلې طبقه وه. کسبګر ته خو خانانو د انسان په سترګه نه کتل. ډم، شاخیل، پښ، کولال او بزګران دخانانو او نوابانو غلامان ؤ. باچاخان بابا به وئېل چې نواب، خان، ملک او پیر خو ځان ته غټ پلار پیرنګی پیداکړی دی، دوۍ ته دچوپړ(خدمت) اړتیا نه شته ، که چوپړ ته ضرورت دی، نو دغه د غریبو پښتنو برخې (طبقې) ته دی.
بابا دسامراجې قوتونو خلاف، طبعا غریب پروره او غریب دوسته ؤ او غوښتل ئې چې خپله ټولنه روغه کړي. داچې باچاخان هم خان ؤ او د برې طبقې نه ؤ، نو دغه کار د خانۍ په جامه کې ستونزمن (مشکل)ؤ نو دبابا سترګي هم په دوۍ ولګیدې، او بابا په دې هم پوهه ؤ، چې دا غریب ولس به هله ځما ملګری کیږي چې زه خپله طبقه پریږدم او ددوۍ په څېر شم ، خو دا د یوې ورځې او یا د تقریر خبره نه ده باید مسلسل امتحان ورکړم. له همدې امله باچاخان بابا ددوۍ په څېر شو. ددوۍ په څېر ئې جامې ، ډوډۍ، پاڅیدل ، کښیناستل، تګ او راتګ کولو.
بابا غوښتل چې دوۍ د ذلت د کندې نه راپورته کړي ټولنه کې یو حیثیت او ځای ورکړي. دغه اعتبار هله جوړ شو چې بابا په عمل کې د خانۍ د کرسي نه راکوز شو . ددوۍ سره وچه ډوډۍ، پیاز او په ځمکه ناسته او په پوزي د شنه اسمان لاندې ویده شو.
بابا لپاره بله لاره نه وه، له دوۍ نه ئې لښکر جوړ کړ او د عدم تشدد په بنسټ ئې د پیرنګي او د پیرنګي د ایجنټانو خلاف منظم کړل.
دوۍ د بابا په په غږ ځکه راپورته شول ، چې بابا به څه وئیل هغه به ئې په عمل کې کول، چې دغه باور بابا د سختو امتحانونو او کړاونو نه پس ګټلی ؤ.
د بابا دغه هلې ځلې په پیرنګي او ددوۍ په ایجنټانو ښې نه لګیدې، پیرنګي خپلو خانانو، نوابانواو ملکانو ته عدالتي واک هم ورکړی ؤ . دوۍ کولی شول چې دغه غریب پښتانه او کسب ګر جرمانه او قید کړي. دوۍ دغه ډنډه د خدائي خدمتګارو خلاف په خلاص مټ استعمالوله.
هغه وخت د ووټ حق په ټوله پښتونخوا کې درې فیصده خلکو ته چې هغه د پیرنګي ایجنټان او هغو چې پیرنګي ته به ئې ډیرټیکس (مالیه) ورکوله حاصل ؤ . نورو غریبو پښتنو د ووټ ورکولو حق نه لرلو.
ددوۍ په نظر کسب ګر هډو انسان نه ؤ، دوۍ مجبور ؤ چې دخان په حجره کې ریبج ( جارو) وکړي، پټي کې په غیر د مزدورۍ خواري وکړي، او د خان د میلمنو خدمت او د شپې له خوا دخان د کور څوکیداري وکړي.
دغه راز په حجره کې د خان په موجوده ګۍ کې په اړولې کټ کې او که کټ به ئې اړولی نه ؤ نو د کټ د لنګې اړخ ته د کیناستو اجازت ؤ او یا خو اکثره به په ځمکه ناست ؤ.چې دغه خوې او خصلت په باچاخان بد لګیدو ، بابا غوښتل چې دغه جمود مات کړي . پښتانه متل کوي، چې «مېښه پقاروې نو کټي سره ئې لوبه کوه» ، نوددې لوبې په وجه ئې د پیرنګي او دده د ایجنټانو بدي په سر واخسته. بابا دغه کار شعوري کاوه چې اول دا غریب ولس د خانانو، نوابانو، ملکانو او پیرانو نه خلاص کړي او بیا ئې د پیرنګي د غلامۍ نه.
څرنګه چې ډیری (اکثریت) پښتانه ځپلي، رټلې او غریبانان ؤ، نو بابا ددوۍ د احساس کمترۍ د ماتولو لپاره ځنې اوصول جوړ کړل چې د خدائې خدمتګارو مشر به د ذات په بنسټ نه، بلکه د چوپړ(خدمت) په بنسټ ټاکل کیږي.
د تپې، تحصیل ، ولسوالۍ (ضلعې) اوسوبې ( ولایت) مشر په ډیموکراتیکه (جمهوري) توګه دجرګې له خوا ټاکل کیدل.
داچې دخدائې خدمتګارو اتیا فیصده مشران غریبانان او کسب ګر خلک ؤنو بابابه وئیل چې کسب ګر لکه کولال ، موچې، پښ، ډم،بزګر او درزي په ټولنه بار نه دي، بلکه د ټولنې د ودې لپاره بنستي ارزښت لري ، دوۍ پیداواري خلک دي، دخپل لاس او هنر په زریعه ځان او خپله کورنۍ ساتي. په داسې خان او ملک باندې څه چې تش خوړل ، څښل او تشیدل کوي او په ټولنه بار وی، مګر کسب ګر د ټولنې تولیدي غړی دی او ټولنې ته ګټه ورکوي .
د بابا لپاره سندرغاړی، هنرمند او ډم د کولتور پالونکي ؤ نوپه همدې بنسټ به د بابا په جلسو کې ډول، باجه، سورنی او شپیلۍ لازمي شیان ؤ، ځکه بابا غوښتل چې د پښتنو کولتور ژوندی وساتي
خانان او نوابان به ټوله ورځ په خپلو حجرو او دیرو کې ناست ؤ په بابا به ئې تور لګولو چې مونږ ته خپل مزدوران لمسوي غریب پښتون ته به ئې کنځلې کولې، خو د پیرنګي سپی به ئې په غیږ کې نیولو.
د ګوتو په شمار ډیر لږ خانان ؤ چې د پیرنګي ضدغورځنګ کې د بابا ملګري ؤ ،بابا
به خپلو ملګرو ته وئیل چې هیڅوک د موره ټیټ ذات کې نه دی پیداشوی، دغه ټولنه ده چې دغه ویش کوي، مونږ ټول د یو ادم ذات یو راپورته شئ چې دغه جمود مات کړو.
دغه راز به بابا خپلو ملګرو ته ویل چې د فضول خرڅۍ نه به ځان ساتئ، ملایانو، پیرانو او میاګانو ته شکرانې مه ورکوئ، دغه ټول ټګان دي. خپله ګټه په خپلو اولادونو خرڅ کړئ، په ودونو ، نیکاح ګانو،سونتګریو او دمړو په سخات اوخیراتونو دخپل ورور او تربور سره سیالي مه کوئ، دومره خرڅ کوئ چې وس مو رسیږي. ساده خورئ، ساده اغوندئ او ساده اوسئ نو ژوند به مو په ارامه وي. بابا پخپله ساده خوراک، ساده جامې او ساده ژوند خپل کړی ؤ.
دباچا خان بابا دا اصول ؤ، چې په کوم کلې کې به جلسه ؤه، نو هیچا ته اجازت نه ؤ، چې په چا میلمه شي، د جلسې کلیوالو ته یوازې د تشو اوبو ورکولو اجازت ؤ او بس.
هغه خدائې خدمتګار ته چې د جلسې په کلې کې به ئې لور یا خور واده وه د ملاقات اجازت ؤو مګر د چای او ډوډۍ خوړلو اجازت نه ؤ، هر خدائې خدمتګار به د ځان سره ډوډۍ، پیاز او ګوړه راوړي ؤ او دجلسې ورورسته به یو ځای کښیناستل او ډوډۍ به ئې د ګوړې او یا پیازو سره خوړله. دا ځکه چې بابا ته پته وه، چې که زه د خدائې خدمتګارو لښکر په کلې ورمات کړم پولاونه ،غوښې او ګډان خورم ، نو بیا په ما او مذهبي مفت خورو کې څه توپیر (فرق) شو. د خیر پر ځای مې کلی لوټ کړو، یو ځل خو به ډوډۍ راکړي، بل ځل به ځما د نوم په اوریدو سره د کلي نه منډې وهي.
دبابا فلسفه دغه وه، چې غریبانانو ته د غریبۍ احساس ورنه کړي، دوۍ ته دغه احساس ورکړي، چې تاسو ډیر قیمتي خلک یاست. همدغه وجه وه، چې د بابا په راتګ او جلسو باندې به د کلې، بانډو او تپو د خلکو سیالي وه .
ددوۍ د غورځنګ په وخت کې بسونه، موټرې او ویګنې نه وې. تقریبا ټول پیاده تګ او راتګ ؤ، بابا به په سر کې او لښکر به ئې ورپسې ؤ.
که چيرې بابا دخپلې خانۍ پېښې کولی، نو دده جائیداد به په شپږو او یا اوه کلونو کې ختم او خلاص شوی ؤ، د پولۍ پړک ته به ناست ؤ، یا به مزدورۍ پسې هندوستان ته تللو او یا به ئې پیرنګي ته سر ټیټولوچې وظیفه ورکړي.
بابا شعوري انسان ؤ، د فضول خرڅۍ نه ئې ځان اوخپل ملګري وساتل ،د بابا د سپما ( بچت) سیاست د پیسو د سپما ( بچت) کولو لپاره نه ؤ، بلکه د خپلې ټولنې د خدمت لپاره ؤ،همدغه داقتصادي سیاست برکت ؤ ،چې د پیرنګي د اقتصادي شر نه دی او دده ملګري خدائې خدمتګار روغ پاتې شول، نه پیرنګي ته اړ شول او نه خان او نواب ته .
په دغه وخت کې په قبائیلي سیمو کې ډیر پاک او په قوم مین مشران هم د پیرنګي مخالف ؤ ، دوۍ به همدغه لښکرې کولې ، غوړې غوړې میلمستیا ګانې به کولې چې ددوۍ په مقابله کې به پیرنګي خپل ملک راپورته کړ او ملک ته به ئې روپۍ ورکولې سیالي به پیل شوه، قوم پرست مشر به د خپل غلط اقتصادي بوج له وجې دیوالیه شو، چې مونږ محسود (مسید) ورته وائې چې فلانی ډي وولئ شو.
په قوم مین مشرچې به نیستۍ راواخست نو پیرنګي به دده په اولاد کې څوک پیداکړو، د پلار خلاف به ئې بغاوت وکړ نو ددې پاک پښتون مشرټوله انرژي به د پیرنګي پر ځای د خپلې کورنۍ په شخړو کې ضایع شوه.
دغه راز پیرنګیانو ډیر کوښښ وکړ چې فقیر ایپی په قیمت واخلي، خو کامیاب نه شول د فقیر ايپي د بریالیتوب غټه وجه هم دغه وه چې ده خپل ژوند ساده کړی ؤ، ساده جامې ، د جوارو ډوډي او په غارونو کې اوسیدل ؤ،
بابا خیال کولو چې ولې مفت خواره ماړه کړم ، ده خپلې پیسې په قومي او ټولنیزو (اجتماعي) کارونوخرڅ کولې، چې لنډه بیلګه ،(مثال) ئې پښتون مجله (رساله) ده. چې بابا خپلې پیسې په رساله خرڅ کولې، چې دا د قوم او هم د ژبې خدمت ؤ، چې جاهل خانانو ، نوابانو، ملکانو او مفت خورو ته دغه کار فضول خرڅي ښکاریده او د سره ئې په اهمیت نه پوهیدل.
بابا وئیل چې زه کله د هند په جیل کې وم ، نو د هر قوم اخبار او رساله وه، مګر د پښتون قوم هیڅ نه ؤ، نو ما پخه اراده وکړه چې ازاد شم نو د پښتنو خپله رساله به جاري کوم.
بابا وائې چې ازاد شوم نو خلکو به راته میلمستیا ګانې کولې او ډیر خرڅ به ئې پرې کولو نو ما به ورته وویل چې د پخې ډوډۍ پر ځای وومه ډوډۍ راکړئ، خلکو به وئيل چې څه مطلب ما به ورته ویلې چې زه د یوې پښتو رسالې د ایستلو او چاپ کولو اراده لرم، چې کوم خرڅ زما په ډوډۍ کوئ نو ددې خرڅې نیم قیمت نغد راکړئ چې رساله پرې روانه کړم. ځینو به وئیل چې مونږه د ډوډۍ په ورکولو نومونه جوړوو، که ډوډۍ خورې خو ښه ده ګنې اومې ډوډۍ نه شته.
بابا وئیل چې ځما په دې خبرو د څلور پنځو کسانو سر خلاص شو چې هغوۍ کې یوه زما ترور وه، هغوۍ د رسالې لپاره نغدې پیسې راکړې.
زما په خیال په کال ۱۹۷۳ او یا ۱۹۷۴ کې دافغانستان په شمال د تاشقرغان او تنګي سیمه کې زلزله شوې وه ، چې بابا ورسره په یوځای اتیا زره (۸۰۰۰۰) روپۍ مرسته کړې وه.
بل ځل سوات پټن کې ۱۹۷۵ ع کال کې زلزله شوې وه، بابا د زلزله ځپلو کورنیو سره ډېرې پیسې مرسته کړی وه، بابا خپلې روپۍ په سم ځای کې خرڅ کولې
که بابا شوم او بخیل وای نو په رسالو به ئې خرڅونه (مصرف) نه کول او نه به ئې چا سره دومره ډېره مرسته کوله ، بلکه چې دغه د بخیل او شوم سړي کار نه وي د سخي سړي کار وي ځکه بابا سخي سړی ؤ، خو د مفت خورو لپاره هغه سړی سخي وي، چې دده خیټه د ګډ په غوښه مړه کړي.
یوځل ئې په ۱۹۷۳ کال کې مونږ د پښتون سټوډنټس فیډریشن مشر تابه ته د اسفندیار په زریعه بلنه (دعوت) ورکړی ؤ، د خبرو اترو نه پس ئې اسفندیار ته وویل چې دوۍ به اوس ډوډۍ هم خوري، مونږ نه، نه وکړل خو اسفندیار سترګه ووهله،چې قلار شئ. دبابا دغه عادت ؤ چې په دسترخوان د میلمنو خدمت ده پخپله کاوه. هر څه راغلل مونږ ټول په قالین باندې د ونې سیورې کې کښیناستو، چې مونږ ټول ټال اووه کسان ؤ، چې هغوۍ کې زه ،نثار خان شینواری، افراسیاب خټک، نقیب جان او عزیز بلور راته یاد دي.
اول بابا ټولو ته پلیټونه تقسیم کړل ، بیا ئې د ډوهنګې (غټې کاسې) نه هر چاته قاب (پلیټ) کې غوښه او ترکاري واچوله، یوه یوه ډوډۍ ئې راکړه، نورې ګرمې ډوډۍ په دسمال (کپړه) کې خوندي کړې او د هر یوه مخ ته ئې وړې وړې کاسې کیښودې او هر یو ته ئې ټینګ ماسته چې ځنې خلک ورته چکه هم وائې واچول، لدې نه بس بابا وویل چې بسم الله.
زمونږ ملګری نقیب جان چې ددېر ضلعې ؤ، غټه کاشوغه په مستو کې ومنډله چې نور ماسته ځان ته واچوي، بابا ئې لاس ټینګ ونیوه، ورته ویویل چې کوم ما درته اچولی دي لومړی دغه خلاص کړه نو بیا نور اچوه.
مونږ د زړه په زور خندا نیولې وه، نقیب جان ځما سره جوخت ناست ؤ، چې مړۍ ئې په مرۍ کې ټغ ټغ کول ، روسته ئې ما ته وويل چې ډوډۍ نه، زهر مې وخوړل.
خو داد بابا اصول ؤ او ددې کلک مخالف ؤ، چې قاب (پلیټ) ډک کړي نیم ئې وخوري اونیم ئې پاتې او ضایع شي، که نقیب جان ټول ماسته وار په وار خوړلي وای، نو بابا به پرې خوشال ؤ.
ځمونږ د پښتون سټوډنټس فیډریشن ( پي ایس ایف) صدر ښاغلی نثار خان شینواری د کوهاټ د ځنګل خیلو ؤ، دده نیکه پوردل خان او دده پلار خوشدل خان او پخپله نثار خان تر درې کولونو (نسلونو) پورې خدائې خدمتګار ؤ، ډېرې قربانۍ په دې لار ه کې ددوۍ قبیلې ورکړي دي.
ماته نثار خان خبره کوله چې یوه ورځ د بنګال مولانا عبدالحمید خان بهاشاني چې هغه وخت د نیشنل عوامي ګوند (نیپ) صدر ؤ دباچا خان سره د کوهاټ ته راغلې ؤ. دډوډۍ بندوبست ئې مونږ کړی ؤ. پلار مې ګډان هلال کړل، چرګې ئې سرې کړې وې، پولاونه او حلواګانې تیارې وې.
زما نیکه ورته وئیل ، چې هلکه باچاخان د فضول خرڅۍ مخالف دی، مه کوه، خو ځما پلار نه منله وئېل ئې چې بنګالي میلمانه دي، چې وې نازو. نثار وئیل چې ماته ښه یاد دي باچا خان نیم ساعت وروسته ځمونږ حجرې ته راغی چې دغه بندوبست ئې ولیدو نو ځما نیکه ته پقار شو، چې د ټول عمر نصیحت هم دغه نتېجه ده پردل خانه.
نیکه مې ځما پلار ته اشاره وکړه او ورته وئېل ئې چې دغه نوی ځلمی دی ځما خبره ئې نه منله ، نو باچا خان ورته ووئيل چې ولې ځوانه نو زما پلار ورته پلمې جوړې کړې، خو باچا خان ووئېل چې زه په هره جلسه کې د بهاشاني په مخ کې دغه خبره کوم چې مونږ پښتانه غریب خلک یو، بهاشاني چې دغه شاهي خوراک وویني ،نو وائې به چې غفار خان د ستاسو غریبانان دغسې وي. زه به ورته دروغجن ثابت شم . نثار وئېل چې ځما پلار ته ئې وئېل چې لاړ شه ما او بها شاني ته دال او ډوډۍ راوړه، نثار وئیل چې باچاخان او بهاشاني دال وخوړل او لاړل او مونږ ګډان او سرې کړې چرګې وخوړې د خوشالۍ نه مست ؤ.
اسفندیار خان راته وئېل چې بابا ۱۹۷۲ ډسمبر کې د افغانستان نه بیرته راغلو نو ځما خور پروین ئې سکرټري مقرره کړه. د باچاخان حساب کتاب زما د خور پروین په لاس کې ؤ او د غرور نه به ئې مونږ ته سم نه کتل.، او په مونږ ئې کلانکاري کوله. یوه ورځ باچا خان ورسره حساب کولو ، چې حساب کې لس روپۍ کمې راتلې، باچا خان په سکرټره یانې لمسۍ باندې په قار ؤ، پروین ژړل بابا ته ئې استعفا ورکوله، بابا ئې استعفا نه منظوروله . اسفندیار خندل او وئيل ئې چې زمونږ ټټرې ئې پرې ساړې کړي. وروسته به مونږ پیغور ورکولو چې د بابا د سکرټرې څه حال دی، مونږ قصدا په قاروله. بابا ورته وئېل چې د پیسو ځای مالوم کړئ چې چیرته خرڅ شوي دي.
اسفندیار خان راته وئېل چې بابا ته جلال اباد ته ورغلی وم، ما چل جوړ کړی ؤ،چې د باچاخان نه پیسې واخلم. ما ورته پلمه جوړه کړه چې بابا ځما روپۍ پکار دي. چې جامې واخلم . اسفندیار وئېل چې بابا احمد کاکا ته غږ کړو چې ځما ددوه جوړه جامو نه یوه جوړه اسفندیار ته ورکړه، اسفندیار وئیل چې ځما سکېم ئې دړې وړې کړ. دبابا، باډي او ځما باډي ، د جلال اباد ملنګ به رانه جوړ ؤ. ما ځان ترینه خلاص کړوچې خیر دی بیرته پېښور ته ځم بابا وئیل چې سمه ده.
د بابا په اخري وختونوکې چې کوم خدمت د باچا خان فرید توپان کړی دی ،خپل ځوي او یا لمسي به ئې نه وي کړی.
فرید توپان وئیل چې یوه ورځ غرمه زه او بابا په یوه کوټه کې ؤ، ما خیال ؤ چې بابا خوب وړی دی. زه سوچونو کې تللی وم، ګرمي هم وه، خیټه مې ټپوله . فرید خندل چې بابا ویده نه ؤ، د ډیر وخت نه ئې زه څارلم چې خيټه ټپووم، نو غږ ئې راباندې وکړ چې لکه ورزیات شوی ئې، یانې خوراک دې ډیر کړی دی. ما وخندل . بابا سر ولګاوه.
که فرید توپان جنت ته ځي نو دبابا د دعا او خدمت په وجه به ځي.
وروسته د فرید توپان خدمتونه بې قیمته شول اي این پي والو فرید توفان سیاسي صحرا ته وشړلو، که څه هم د فرید توفان د خولې برغولی هم نه شته خو دومره بې قدري ورسره پکار نه وه.
ده او مور بي بي او ښاغلي اورنګ زیب کاسي نوی دوکان خلاص کړی دی .
نن پښتون ولس که لر دی او که بر د پوپنا کیدو سره مخ دی مشر ګوټی لري، مګر مشر نه لري.
لوې بابا ځمونږ نه ۲۰ جنورۍ ۱۹۸۸ کې تللی دی بل به کله راځي.
په درناوي
قانونپوه علي خان محسود ـ جرمني اوپرتال
جنوري ۲۰ کال ۲۰۱۵