(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ځان پیژاند - جهان پیژاند
په سپینه ورځ ویده ،
په توره شپه ویښیږې ۰
لکه کوږ خوله یې تړلۍ ،
خندکیان ورته خښمیږي ۰
بیګانه وو باټولۍ ،
په خپل میانځ کښي تل جنګیږې ۰
په الف او ب چي پوه سي ،
په اردو او په فارسې درته ږغیږي ۰
قرقل چي پر سر کښیږدې ،
په پښتو ویل شرمیږې ۰
وایې ٫بلی بلی ، او ،جي جي ،
کله به پوهیږي ۰
د خوشحال (ر) او د حمزه (ر) شعرونه وایې ،
په معنئ یې نه پوهیږې ۰
د اسلام قانون یئ هیر ،
ډبل کراسې ته هوسیږې۰
ړنګ یې مسجدان سول ،
و پارکو ته خوشحالیږې ۰
غلامي هم مریېتوب ،
په خپل ځان هیڅ نه پوهیږې ۰
دښمنان یې مصلح کړل ،
پښتنۍ تلاښي کیږې ۰
زه کامران په روڼو سترګو ،
نن میرویس(ر) احمد(ر) په قبر کښې ژړیږې ۰
Khaal Kamraan from Singapor
بېرته شاته |