پښتون قامي جرګه
[10.Feb.2020 - 11:31]پښتون قامي جرګه، پښتونخوا
عوامي نیشنل ګوند د 2020 کال د مارچ په لسمه نېټه د قامي جرګې د جوړولو غږ (اعلان) وکړ. مونږ د قامي جرګې ملاتړ او هر اړخیزه مرسته کوو.
پښتون قامي جرګه دهېواد، سېمې او ورسره د نړۍ د امن او ټېکاو (ثبات) لپاره به زامن وي .
پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی او خپلې ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.
د پښتنو په خاوره اور بل دی، امن او ټېکاو (ثبات) د پښتنو بنسټي اړتېا ده. جرګه د پښتونولۍ ژوندی کړکېښ/ پېښلک ( تارېخ) دی. په کابل کې د امن جرګې ، په پېښور او نوښار کې د پښتون جرګه فورم له خوا امن جرګې ، د پښتونخوا قامي ګوند له خوا په پېښور کې قامي جرګې ، دعوامي نشنل گوند له خوا په باچاخان مرکز کښې قامي جرګې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په بلوچستان کښې قامې جرګې او له هېواده بهر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) له خوا په جرمنې او برتانېا کښې قامي جرګې، چې د پښتنو قامي (ملي)، سېاسي ، مذهبي مشرانو ، پوهانو، د ډلو ، ټپلو، ټولنو او ګوندونواستازو او د نظر لرونکو پکې ګډون او برخه لرلې وه جوړې شوې وي.
دپردیو له خوا پر پښتنو راتپل شوې جګړې څخه پښتانه ستړي شوي دي. پښتانه امن غواړي ، دامن جرګه غواړي، د امن غوښتنه کوي، دامن غږ اوچتول غواړي، خپل راتلونکې کول (نسل) ته ژوندون او رڼا سباوون غواړي. د وخت دا غوښتنه ده، چې قامي مشران خپلو کښې سره کېنې د سېاستونو ښکار نه شي، د قام د ستونزو د حل لپاره لارې راوکاږي او ولس ته یې مخې ته کېږدي او داځل یې دکوټلې پاېلو غوښونکي دي.
مونږ په ټولو ملتپاله ګوندونو، غورځنګونو ، قامي مشرانو او سېاستوالو غږ کوو، چې د پښتون قامي جرګې پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړي. دغه راز په سېمه اونړۍ کښې په سوله خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوو، چې د پښتون قامي جرګې د روا غږ ، چې په سېمه او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.
په درناوي
نصیر ستوری
جنرل سېکرټري دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند