افغان ملت ګوند ته
[15.Jan.2021 - 23:27]دافغان ملت ګوند او د افغان ملت مترقي ګوند دیوځای کېدو له امله د پې ایس ډې پې د مبارکۍ پیغام.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو دحقوقو او قامي وحدت، لپار هلي ځلي کوي او تل یې د ملتپاله ګوندونو او ټولنو د اتفاق ، یووالي او نژدوالي لپاره خپل غږ پورته کړیدی، چې له نیکه مرغه د ښاغلي ستانه ګل شیرزاد تر مشرۍ لاندې دافغان سوشل ډیموکراټیک ګوند ( افغان ملت ) او د ښاغلي اجمل شمس تر مشرۍ لاندې دافغان ملت ملي مترقي ګوند یوځای شول.
مونږ د دواړه ګوندونو پتمنو مشرانو او غړو ته د زړه له تله مبارکي وایو او د پښتنو / افغانانو په نورو ملي، ډیموکراتیکو ګوندونو او ټولنو غږ کوو، چې په شرېکو ټکو او ګډو موخو سره د یوې جبهې په بڼه په یو ټغر راټول شي او د ملتپاله پوهانو، ليکوالانو، شاعرانو، ټولنيزو، قامي (ملي) ، ولسي او دولتي سړيتوبونو (شخصیتونو) په یو مرکز د راټولیدو هڅه دې وشي ، تر څو دیو غښتلي او کوټلي دریځ په لرلوسره د پښتنو د حقوقو، د پښتو ژبې د ودې ، پر مختګ او د قام د یووالي، سوکالۍ، تلپاتې امن او ثبات ( ټیکاو) لپاره هلې ځلې وشي او دخپل راتلونکي نسل د رڼا سباوون او خوشاله ژوندون لپاره کوټلي ګامونه واخستل شي.
پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ او ارامۍ څخه په سیمه او هېواد کې ثبات ( ټیکاو) ، تلپاتې امن او سوکالي نه شي راتللې.
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP