د سلېم راز په مړینه
[02.Jun.2021 - 13:46]د پښتو د ادب دکاروان مخکښ هم وكوچېد.
17.05.2021: د پښتو ژبې د وتلی لیکوال، څېړونکی، شاعر، سېاستوال او ژورنالست سلیم راز د ورپیښې ناروغۍ له امله نن په پښتونخوا کښې لدې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. انا لله واناالیه راجعون
ارواښاد سلیم راز د خپل عمر ډيره برخه په قامي اوانقلابي غورځنګونو کې تېره کړې، تر مرګه پورې یې د پښتنو د سوکالۍ او ابادۍ لپاره ملا تړلې وه. ګڼشمیر کتابونه او مقالي یې مونږ ته راپاتې دي، چې دده ېاد به تل تازه ساتي.
ارواښاد سلیم راز هم د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدې اړیکې لرلې. چې پدې ترڅ کښې دپښتو عالمي کانفرنس تر سیورې لاندې نړیوال کانفرانسونه جوړ کړی وو، چې د ګوند مشرانو او استازو پکښې هم برخه اخستې وه.
د ښاغلي سلیم راز مړینه د پښتنو/ افغانانو لپاره ډیره غټه تشه ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد سلیم راز کورنۍ ، خپلوانو، سېاسي او ادبي ملګرو سره پدې درون غم کښې ځان شریک ګڼي.اروا یې ښاده ، جنت فردوس یې په برخه. درنښت
نصیر ستوری
Pashtoons Social Democratic Party
(PSDP)
#RIPSaleemRaz