دمحمود سعید میرمن او اولادونه
[28.Jul.2015 - 19:20]د ځوان لیکوال ، مدني او سیاسي مبارز انجنیر محمود سعید ټوله کورنۍ (مېرمن، څلور تنکي ، تنکي ماشومان ـ يو زوی او درې لوڼې) پرون د ۲۰۱۵ ع کال د جولاې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه ددوه نۍ (ګل/ دوشنبې ) په ورځ د ماښام پر مهال ،د کابل په خوشال مېنه کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله په شهادت رسېدلي وو، نن سهار د درېنۍ (سه شنتبې) په ورځ د پنځه واړه شهیدانو جنازې د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې خاورو ته وسپارل شوې.
مونږ د ښاغلي محمود سعید سره په دغه دروند او دردناک غم کې شريک یو. شهیدانو ته د لوې خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوو او ښاغلي محمود سعید ته د زړه صبر او زغم غواړو.
په درناوي