اوربند
[02.Jun.2021 - 14:18]اور بند او روغې جوړې دخبرو خنډ د افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو دلوټولو او ویجاړولو غزول دي.
افغان حکومت او طالبان دواړه د امرېکا د هر اړخېز ملاتړ څخه برخمن دي. "میم زرما هر څه زما" نن سبا نه شي چلېدلی، " څه واخله او څه راکړه " یې دحل مناسبه لاره ده.
په افغانی ټولنه کښې د نویو واقعیتونو او پېښو منځ ته راتګ ددې نښه نښانه ده، چې زاړه اړېکي او مناسبات بیرته مخ ته راتللی نه شي او زمونږ افغانانو څخه نوی فکر او د زاړه انحصاري فکر پرېښودل غواړي، نو که افغان حکومت او طالبانو دا تارېخي موقع او فرصت له لاسه ورکړ، نو دا به د افغان جنګځپلي او غمځپلي ولس سره ستر،لوې او نه بخښونکی خېانت وي. #AfghansWantPermanentCeasefire 17.04.2021