(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما نه مخکې ته وې خو

[22.Sep.2016 - 16:29]

"زما نه مخکې ته وې خو چې تا نه مخکې څه وو!"
لیک: هادي حیران
زه د پښتو شعرونه چې د یو څو کلاسیکو او بافکره شاعرانو نه راپدېخوا شي ډېر نه لولم ځکه چې اکثر پکې د فکر او تدبر لپاره کوم مواد نه وي؛ د ژوند د پړاوونو او کړاوونو په اړه د تخلیق او تنقید د مادې نه پاک، هغه بې معنی چیغې چې په بې فکرۍ او بې مغزۍ وهل کېږي په قافیه ردیف کې راتاو شوې وي او په زړو تاویلو ماویلو شخوند وهل وي چې نه کوم عاقل انسان فکر او تدبر ته لېواله کوي او نه کومه د ژوند سره اړونده، د انساني عقل د پرمختګ لپاره مهمه پوښتنه رامخې ته کوي.
خو څو ورځې وړاندې مې دغه غزل د یو ګران ملګري په مننه له نظره تېر شو او څو ځل مې ولوستلو ځکه چې د شاعر نوم یې ما مخکې چیرته نه و اورېدلی خو په غزل کې داسې موضوعات په داسې خوږه او زړه ته لویدونکې طریقه وړاندې کول چې غټ غټ تش په نامه دانشوران او فلسفیان پرې خبرې نشي کولی دې ته مجبور کړم چې څو ځل یې ولولم او دغه څو کرښې پرې ولیکم.
زما نه مخکښی ته وے خو چی تا نه مخکښی څه وو
جوړه چی دنیا نه وه دنیا نه مخکښی څه وو
یو څو سوالونه داسې چی سوالونه ترې جوړیږی
دا تا ته چی ریښتیا دي، دې ریښتیا نه مخکښی څه وو
دا ډیر خلق غلط وو که دا لږ خلق غلط دے
دا اوس چی رڼا راغله دې رڼا نه مخکښی څه وو
تا ولې بې قیمته کړه د سر سیورې ئے ورک شو
آدمه په ژوندون کښی د حوا نه مخکښی څه وو
د دې دور ماشوم یم او بلا نه نه ویریږم
بې بې په دې مې پوئے که د بلا نه مخکښی څه وو
تا هسې زه بدنام کړمه په پوخ ایمان کافر شومه
ما دومره قدرې وې د ابتدا نه مخکښی څه وو
دا اوس چی پسې ټول خلق ولاړ دے او خاموش دے
"دانشه" په مذهب کښی د ملا نه مخکښی څه وو.
د دې غزل د شاعر نوم بخت ذاده دانش دی او څنګه چې د شعر د املاء او لغاتو نه څرګندېږي د کوزې پښتونخوا اوسېدونکی دی خو زه یې شخصاً نه پېژنم. البته د غزل زور او طاقت په دې کې دی چې عن په پیل، یعنې مطلع کې د انساني تاریخ تر ټولو ستره دوکه او دعوه تر پوښتنې لاندې راولي. دا د شاعر کمال دی چې هغه نېغ په نېغه ددغې دوکې نوم نه دی اخیستی خو د فیسبوک په پاڼو کې په دې غزل د ځینو "دانشورانو" د وارخطا تبصرو نه واضح څرګندېږي چې هر چا ته یې اشاره څرګنده ده. 
په دغو تبصرو کې د خندا خبره داده چې هر څوک په دې ډار او وېره اخته دي چې داسې سوالونه راپورته کول نه دي پکار ځکه چې تر هر څه مخکې د دې غریبانو ایمان په خطر کې پرېوځي او بل دا چې داسې سوالونو ته ځواب پیدا کول ناممکن دي ځکه چې د دوی د خطر په زانګو کې پروت ایمان کې یوازې د دوی ایمان ریښتیا دی نو ځکه پرې سوال کول نه دي پکار. خو شاعر د مطلعې نه وروسته په ډېر کمال، لکه د دې مات او ګوډ ایمان په نبض او ددې شاته مریض ذهنیت باندې چې پوهه وي، د دوی دغه د ریښتیا دعوه هم تر پوښتنې لاندې راولي او وايي: "دا تاته چې ریښتیا دي، دې ریښتیا نه مخکې څه وو؟" ښکاره خبره ده چې مریض ذهنیت به بیا هماغه دعوه کوي د کومې په اړه چې شاعر عن په مطلع کې ویلي "زما نه مخکې ته وې خو چې تانه مخکې څه وو؟"
 د غزل په نورو بیتونو کې نورې پوښتنې هم راپورته کړل شوې دي. که په ژور نظر یې مطالعه وشي نو ټولې پوښتنې يو ځانګړی ترتیب او تسلسل لري چې شاعر ورته په هر بیت کې قدم په قدم د بره نه لاندې د زینې په څېر مراتب ورکړي دي. که د بره نه لاندې او که د لاندې نه یې په پورته لوري جاج اخلې شاعر هغه ټولې بې بنیاده دعوې لمبر په لمبر تر پوښتنې لاندې راولي چې د یو بل نه جلا کوم اساس نه لري. د انساني فکر په دوکه کې د اچولو لپاره دغه دعوې د یو بل سره یو خاص تړون او ربط ته اړتیا لري، که یوه کړۍ یې له منځه ولاړه ټولې سر خوري. او همدا دلیل دی چې هرکله یوه کړۍ تر پوښتنې لاندې راشي (د بېلګې په ډول د ملا رول او یا د ښځې حیثیت)، نو ټول شی په خطر کې پرېوځي او "دانشوران" چیغې شروع کوي چې داسې پوښتنې نه دي راپورته کول پکار.
نور په تاسو چې د عقل په سترګو یې مطالعه وکړئ او خپل قضاوت وکړئ. زه فقط پښتو کې د دغسې ژور فکري تخلیق د پراختیا هیله لرم، خاصتاً په دې هم چې د انساني فکر د پوچولو بې بنیاده مذهبي مفکورو په نړۍ کې تر ټولو زیات زمونږ ټولنه ذهني مریضه کړې ده او نتایج یې مونږ په خپل ورځني ژوند کې د غربت، وروسته پاتې والي، تشدد، ترهګرۍ، بې علمۍ، بې امنیتۍ، منافقت، فساد او ملاازم په بڼه وینو.

 

- عبدالحادي حیران
بېرته شاته