د قریشي د څرګندونو
[21.Jun.2021 - 13:32]د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي د څرګندونو او طلوع نیوز د کړنې غندنه!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې د ډیورند کرغېړنې کرښې په هکله په کلکه غندي.
د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو دخپل ټاټوبي لرې او برې پښتونخوا تر منځ ده.
د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به پردي هیوادونه او پردي خلک هر څه وائې مګر خبره د پښتون لوی ملت پوري تړل شوي ده او بل هیڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته د پښتنو سرنوشت وټاکي
دغه کرښه د ډيفیکټو، de facto په بڼه (شکل) شته، مګر ډيجوري de jure نه ده. مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري. دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت هم غیر قانوني اعلان کړي او د de jure شکل ئې نه مني.
دغه راز مونږ د طلوع نیوز پښتون ضد کړنه په کلکه غندو او د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د ( طلوع نیوز ) ددې افغان ضد او ملي ارزښتنواو ملي ګټو ضد کړنې پلټنه وکړي او د طلوع تلویزون د تل لپاره وتړي.
#Durand
#WeNeverAcceptDurandLine
#TOLOnews
#AfghansNeverAcceptDurandLine