د نجونو ښوونځي د پرانستې
[20.Jul.2022 - 17:16]
د ااا له واکمنو اړېنه غوښتنه
که د افغانستان د تارېخ پاڼې راواړو، نو پښتانه تل د خپلو پښتنو واکمنو له خوا ځپل شوې، دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق یې له پامه غورځول شوې او د پرمختګ ټولې لارې یې په بېلابېلو پلمو نیول شوي دي.
چې دا لړۍ تر دې دمه راورسېده او نژدې کال پوره کېدونکی دی، چې زمونږ د ټولنې له نیمایې زیات وګړو (ښځو) په زده کړو بندېز لګېدلی دی.
د اټکل له مخې درې نېم میلونه ښځې ښونځیو ته تللې. ګڼ شمیر ښځو د ښوونکو په توګه او ډېرو نورو ښځو په روغتېايې برخو او نورو دولتي ادارو کښې هم دنده تر سره کوله.
که ښځې زده کړې وکړي او د پوهې په ګاڼه سمبال شي، نو د خپلو اولادونو روزنه به هم په ښه توګه وکړي، نو د ښځو د زده کړو ارزښت او اړتېا ته دې پوره پاملرنه وشي، چې د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کښې کره ونډه ولري او په ټولنه به بار (بوج) نه وي.
دافغانستان د ااا له خوا د هېواد په 11 ولایتونو کښې د ښځو په زده کړو بندېز نه شته، په 23 ولایتونو کښې له 6م تر 12 م ټولګي د ښځو ښوونځي تړلي دي.
د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند د ااا له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې، په 23 ولایتونو کښې دې ژر تر ژره د ښځو په زده کړو بندېز لرې کړي.
( د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند)
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
#LetAfganGirlsLearn
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
18.07.2022