بدها هاوس
[24.Oct.2016 - 18:31]بدها هاوس
شيرين زاده خدوخېل
دا د منى يو خړ ماښامے وۀ. اکثر پټو کښې د جوارو فصل رېبلے شوے وۀ، د نوګرام د کنډراتو څوکيدار ګل محمد چې دکنډراتو د ډېرۍ نه ښکته مېرې ته اوکتل نو داسې ورته محسوسه شوه لکه چې پوله پټى د فصل په مرګ ماتم کوى . تيارې رو رو خپل څادر په کائنات راخورولو. ګېرچاپېره ډېرو او پټو نه د ګيدړو د روړو اوازونه ساعت په ساعت راتلل. هغۀ ځان سره خپله سړه ډوډۍ راوخستله ،سالن يې د ګېس په چولها د کهنډراتو په مينځ کښې د ټېن په کوټه کښې ګرم کړو کومه چې مخکښې څوکيدار دپاره جوړه کړې وه. کوټې سره خواکښې مرکزى اسټوپا وۀ چې ګېر چاپېره ترېنه وړې وړې اسټوپې وې چې ټولې نيمګړې او نړيدلې وې. د مرکزى استوپې نه ښکته سنګى کرسۍ سره خواکښې نيلاؤ اړخ ته د ګټ نه رغ شوې هغه کوټه وه کومې لکه چې ښامار غټ سر او واز کومى نيولې وۀ او د ښامار نمونه ښکارېدلې ده. د دې کوټې مخامخ هغه لوړ سنګى کرسۍ وه. کومه چې په خپل وخت ډېره مقدسه ګڼلې شوه . د بدهه مها پروهت به پرې کله نا کله وعظ کولو يا بادشاه ذي وقار په پرې په خاص خاص موقع خلقو ته خطاب کؤلو.د کرسۍ نه بيخى شا ته قطب په لورى درې څلور سوه ګزۀ لرې د راڼۍ هغه ګټ دے چې کوم تر مودو اوس هم هسکه غړۍ ولاړ دے. چې ډېر بادشاهان،جرنېلان يې ليدلى دى .د زمانې ډېر ګرم ساړۀ بادونه پرې لګېدلې دى خو اوس هم يې حيثيت او شهرت مسلم او ښکاره دے اوس هم د رانى ګټ په نوم خپل ځانګړے شناخت لرى. ګل محمد د ډوډۍ نه پس د خپلې کوټې مخې ته د سيمټو په بېنچ کښېناستو ، اوس تياره خوره شوې وه هغه د رانى ګټ په لور خپله بټرى اوهله چې څوک په غلا خو کنستې دپاره نۀ دى راغلى. ولې چې هغه تېره شپه يو څو کسان راغلى وو چې د رانى ګټ په خواکښې کنسته کوله چې هغه پرې پوهه شو او غږ يې پرې اوکړۀ. نو هغوى خپل سامان پرېښودلو او وتښتېدل. هغه کهۍ، ګېنترى، کوداله او بېلچۍ راوخستل او ځان سره خپلې کوټې ته راوړله ، څۀ ظالمان ناپوهه خلق دى د خپلې خاورې تاريخ پخپله کنى او خاورې کوى يې. هغه ته د پروفېسر نشى کاوا خبره راياده شوه اګر چې مقامى مولانو، څۀ تبليغانو او ځنې خلقو به د بدها بت د کفر نخښه ګڼله او په لاس ورتلو سره به يې ماته کړو. چې ايمان ته يې خېر شى ولې چې دلته نو ګرام او چارچاپېره کلو کښې د ګندهارا تهذيب ګڼ آثار وو. د بدهه بت موندل يوه عامه خبره وه. خو کله چې د آثار قديمه اسمګلرانو دېخوا مخه شوه نو بيا د بدها بت حسن ناياب شو. پخپله ګل محمد چې کله د کنډراتو کنستې په وخت کښې د يو مزدور په توګه کار کؤلو نو هغه له درې څلور بتان او څۀ سکې په لاس ورغلې وې کومې چې هغه جاپانيانو ته حواله کړې وې. اګر چې ملګرو مزدورانو ورته وئيل چې پټې يې کړه اسمګلران به پرې ډېرې پېسې درکړى يا يې مات کړۀ چې د کفر نخښې ورکې شى او ايمان دې تازۀ شى خو هغۀ اووئيل چې ايمان دپاره بې ايمانى نۀ شم کولے. ما د دياړى په فارم دستخط کړے دے او لاس ليک مې کړے دے چې څۀ په لاس راځى هغه به د وعدې مطابق معائنه ټيم ته حواله کومۀ اوس دا څيزونه نۀ ورکول بې ايمانى ده زۀ دا بې ايمانى نۀ شم کولے. د دې ښۀ کار ګزارۍ په صله کښې هغه د مزدورانو نګران شو او هر کله چې کار ختم شو نو هغه بيا دلته بغېر سفارشه څوکيدار شو. هغه اګرچې تعليمافته نۀ وۀ خو ډېر زيرک او پوهه وۀ د آثار قديمه ماهرانو پروفېسرانو او څيړن کارو سره ناستې پاستې له کبله هغۀ ته د خپل ملک او د وطن د اثار قديمه د قدر احساس وۀ. چې د حفاظت او خصمانه د خپل ماضى تاريخ محفوظ ساتل دى. ځکه هغه به خپله ډيوټى د خپل احساس او جذبې لاندې کؤله. هغه لږه شېبه بهر اوګرځيدۀ نو خو جنګاړانو،ونو بوټو کښې د مارانو، لړمانانو له وېرې راپستنه شو ولې چې دلته د هغوى سمې جالې وې په غلا کنستونکو کسانو کښې هغوى درې څلور کسان په لږ ه موده کښې دلته چيچلې وو. خو هغۀ ته خپل ځانى تر اوسه خېر وۀ . د ماسخوتن کښې هوا يخه او نمژنه شوه. د غونډۍ په سر هوا لکه د نرۍ سيلۍ په شان چلېده. د څلې له وجې هغۀ ته خپل څادر څۀ لوند لوند غوندې شان لګېدلو. هغۀ له پخپله هم نرې ساړۀ کېدل ځکه هغه خپلې د ټيم کوټې ته رادننه شو او خپل کټ کښې سملاستلو. نن ټوله ورځ خپل پټى کښې هغۀ جوار ريبلى وۀ ځکه وجود يې ستړے ستړے او دروند دروند وۀ کټ کښې غورځېدو سره يې سترګې ورغلې او لږه شېبه پس يې د خوب خراړه ختله.
د شپې څۀ وخت وۀ چې هغه خوب کښې اوبوږنېدلو او د ويرې يې کټ کښې سم ټوپ کړۀ ولې چې هغۀ خوب کښې يو لوئے مار اوليدلو چې پښو ته يې ولاړ دے او ټک ورله ورکوى خو هغه زر په تلوار پښې راغونډې کړې او د کټ نه يې راټوپ کړو هغۀ سمدستى ايمرجنسى لائټ بل کړۀ نو هيڅ نۀ وو. په هغۀ د خوب وېره دومره غلبه وه چې څۀ ساعت هک بک ، دم ختلے، تک زيړ و په خپل ځاے ولاړ وۀ. لږه شېبه نيمه پس چې هغه لږ په ساه صورت شو او د کوټې جاج يې واخستلو خپله بستره يې اوکتله او تسلى يې اوشوه چې دا خوب وۀ خو بيا هم تر ډېر ساعته هغۀ له خوب نۀ ورتللو. خوب لکه د مرغۍ الوتلے وۀ هغه ډېر ساعت کښې کټ کښې ډډې په ډډې اوړېدلو راوړېدلو چې دې کښې يې ناڅاپى د کنستلو اوازونه تر غوږو شو. هغۀ غوږونه تکۍ کړۀ او په ښکاله يې ځان پوهه کړو نو پوهه شو چې بيا په غلا کنستې والا راغلى دى او لوئې اسټوپې لمن کښې کنستل کوى هغه سمدستى را بېدار شو پخپله تماچې يې بورډ راښکلو او رابهر شو او غږ يې اوکړو خبردار کۀ د خپلو سرونو خېر غواړئ نو چې ړک اونۀ وهئ .د غږ سره پرې د بلې غاړې اواز اوشو تا کښې هډو سړيتوب نشته سرکارى ملازمه په ارام اودۀ شه کۀ خوا له راغلے نو کپرۍ کښې به دې اوبۀ اوڅښو.
ولې ما څۀ بڼګړى اچولى دى ما له تنخواه د کنډراتو په څوکيدارۍ راکؤلے شى سره يې په تماچه يو هوائى ډز اوکړو د تماچې ډز د شپې چپې چپتيا سينه او شلوله. ډز اواز په غرۀ کښې سم اوتمبېدلو ښکته د نوګرام کلى کښې په يو نيم کور کښې رڼاګانې بلې شوې نو په غلا کنستلو واله خېر په تېښته کښې اوګڼلو. د هغۀ په موبائل باندې يو څو رنګونه هم راغلل اوس مېدان صفا وۀ هغۀ د خپل ايمرجنسى لائټ په رڼا کښې اسټوپې خوا ته راغلو چې يې اوکتل نو غټې اسټوپې سره خوا کښې يوه وړه اسټوپه کسنتلې شوې وه. هغۀ د کنستو والو کهۍ ،بېلچۍ رمبى راوخستل او خپلې کوټې ته يې راوړل. بيا د اسټوپې خوا ته راغلو نو خيال يې اوکړو چې اوس يې مرمت پکار دے. صبا به اوزګار نۀ شے او کۀ چا مخکښې خبر ورکړو يا سحر وختى څوک سېلانے راشى نو بيا به بدنامى وى. ځکه هغۀ په تلوار د خپلې کوټې نه لږ ډېر سيمټ ټاټکے نيمه شګه راوړله مصالحه يې جوړه کړه او نړيدلے استوپې دېوال يې ډېر په صفائۍ سره بيا رغ کړو. ولې چې دې کار کښې د هغه اوس ښۀ تجربه شوې وه . هغۀ ته پروفېسر نشى کاوا او بيا روستو چونهى هان وئيلى وو چې دا د بدهسټ اولياؤ قبرونه دى د هغوى ايرې پکښې دفن دى ځکه د قبرونو مرمت خيال ساته . هغۀ ډېر په احتراماتو سره اسټوپه نه رابهر کړے شوے خاوره واپس بيا برابر کړه. اسټوپه اوس بيا د مخکښې په شان جوړ شوه . هغۀ خپل سامان سمبال کړو لاس يې اووينځل او د خپلو جامو نه يې دوړه ټک وهله د جامو دوړې ټک وهلو سره کنډراتو کښې نورانى رڼا خوره شوه په هغۀ سر اوګرځېدلو هغه بيا بيا سترګې اومږلې او څۀ په ګرانه يې ځان د غورځېدو نه بچ کړو خو چې لږ پورته يې اوکتل نو دنيا بدله وه. هغه اوس يو محل کښې ولاړ وۀ قميص يې پپنۍ کښې بدل شوے وۀ په سر يې د ټوپۍ په ځائے څۀ نۀ وو په پښو يسې پڼۍ وې . په زيړو احرامى لباسونو کښې کټه سر او مخ صافه چټ بدهه بهشکوان ترېنه چاپېره ولاړ وو چې هغوى نه ورستو اېغ نېغ نېزه بردار شمشير بردار سپايانو بدهه دسته وه. چې زغرې يې اغوستلې دى په سرونو يې خودونه وو د هر څۀ په ليدلو هغه لل ګل شو لاس پښو نه يې دم اوختلو او ژبه يې وچه وچه شوه . چې يو د پوخ عمر بهکشو رامخکښې شو او ډېر په احترام سره يې لاس په سينه عرض اوکړو.
اے قدرمنه قدردانه دروند خوږ ښاغلى مېلمه زمونږ ملکه ستاسو ملاقات دپاره په محل کښې په انتظار ناسته ده. دې سره هغۀ په لاس د وړاندې د تللو اشاره اوکړه . په هغه چې سم لکه جادو چې شوى وى چپ غلے د هغوى په ولقه مخ په وړاندې روان شو خو هغه بيا هم ګېر چاپېره حېران حېران کتل هر خوا مشالونه بل وو. په هر لورى د ژوند ښکلا ګانې وې بې شمېره خلق په خپل خپل کارونو او خواهش ادا کولو کښې اخته وو. د بهکشوانو د سپايانو په ولقه کښې هغه د معبد په ارته بيرته او پلنه لار روان وۀ په لاره کښې مخې له راتلونکى شاهى اهلکارو او درباريانو به هغۀ ته لاس په سينه ډېر احترام او ادب سره سلامونه کؤل . هغه د معبد نه قطب اړخ ته شاهى محل په لور روان کړے شو چرته چې په دنګ لوړ کټ باندې د راجا داسو ديودانى دربار اراسته وۀ. دربار ته په نزدې کېدو بعضې وينځو په هغۀ عطر او د ګلونو پاڼې او شنيدلې او ګرانه مېلمه پخېر راغلے په کلمو يې هغۀ ته هر کلے اووئيلو. هغه د راڼۍ دربار ته ور داخل شو او اوليدل يې چې راڼۍ په دنګ لوړ ګټ په خپله شاهى کرسۍ ناسته وه هغه د يو بهکشو په رهبرۍ کښې راڼۍ په ګټ لګېدلې کرسۍ ته په پوڼو اوختلو هغه چې څنګه راڼۍ ته مخامخ شو نو د ملکې د حسن رعب او دبدبې له کبله د هغۀ سترګې په خپله ښکته شوې خو هغۀ بيا د سترګو په ترس کښې يو نظر راڼۍ ته اوکتل چې زر زرى شاهى ساړهى يې پړقېدله او هغه پکښې لکه د ملغلرې ځلېدله. د هغې د ساړهۍ کښې ښکاره نرۍ ملا د هغې د نسوانى حسن ښکلا يو په دوه سېوا کړې وه. د هغې نه چار چاپېره چپ غلې وينځې ولاړې وې. په دربار د عود او لوبانو خوشبويانې خورې وې چې ملکه هغۀ ته مخاطب شوه. قدرمنه ! نامداره !، ايمانداره!، فرض شناسه مېلمه ! مونږ تاسو ته په خپل دربار کښې هر کلے وايو د راڼۍ اواز لکه د هغې د حسن په شان نغمه ګر وۀ. د شاهى رعب له غلبې د وجې د هغۀ لينګى رپېدل هغۀ څۀ په ګرانه اووئيل زۀ د دې عزت افزائۍ د زړۀ د کومى شکريه ادا کوم د وئيلو سره هغه لږ پورته اوکتل نو د راڼۍ په ملکوتى حسن او اننګو يې نرۍ خوله اوليده چې د هغې پرېشانۍ او سرګردانۍ چغلى يې کوله ځکه هغه محسوسه کړه چې دربار کښې يو ماتمى خاموشى راخوره ده هغه يو نظر يبا پورته اوکتل نو د ملکې په حسن او ښکلا کښې يې هم يو ماتمى رنګ غلبه اوليدلو.
تا ته معلومه ده چې تۀ نن ولې دلته دربار ته رابللے شوے ئې ؟ د نوګرام راڼۍ اووئيل
جى ... مادام ...قدرمنې راڼۍ ما ته دې باره کښې څۀ علم نشته هغۀ په تته ژبه اووئيل.
ځوانه! دلته زمونږ د پلارانو، نيکانو، بادشاهانو او اولياؤ کرامو مقابر دى تا ته په سرکارى توګه د دې خصمانه حواله کړې شوې ده دلته د ډېر وخت نه په غلا غلتۍ زمونږ د مرحومينو د مقدسو مزارونو بې حرمتۍ کېږى خو نن حد اوشو نن زمونږ د ملکې د مزار بې حرمتى هسې کېدله چې تا شنډه کړه . تۀ دربار ته په دې لړ د اعزاز او درناوى په خاطر رابللے شوے يې .هغې بهکشو اووئيل کوم چې هغه سره برغ په پوڼو ختلے وۀ او اوس ورسره څنګ کښې ولاړ وۀ . هغۀ چې پورته اوکتل نو راڼۍ ورته ډېره غمژنه او خفه خفه لکه د جل وهلى ګل غوټۍ ښکاره شوه.
ځوانه! زمونږ ملکه مور ستا د خدماتو اعتراف کوى ور وړاندې شه او جولۍ خوره کړه او خپل انعام تر لاسه کړه. هغه ترهېدلے بوږنېدلے شانله ورمخکښې شو او لکه د ماشوم يې جولۍ لاسو کښې اونيوله ..راڼۍ د خپلې غاړې هار او د سرو زرو اشرفو نه ډکې تيلۍ د هغۀ جولۍ ته ور ګزار کړې.
ځوانه ! دا ستا د خدمت انعام دے ياد لره چې د خپلو فرائضو نه کوتاهى اونۀ کړې ملکې حکميه لهجه کښې ووې .. هغۀ لکه د ماشوم جولۍ لاسو کښې کلکه نيولې وه. بهکشو هغۀ ته د واپسۍ ستنېدو اشاره اوکړه ..هغه سپاهيانو سره د دستور مطابق شاهى اداب تر سره کړۀ او واپس معبد په لور روان شو.
اوس دې نه پس ډېرې خلې او ګڼې خبرى وې چې بنده يو غوڅه ختمى او خلاصه خبره نۀ شى کؤلے بعضې خلق وائى چې هغۀ په هغه شپه هر کله په غلا کنستې والا اوزغلول او د هغوى سامان يې خپلې کوټې ته راوړلو نو د ايمرجنسى لائټ په رڼا کښې هغه اسټوپه کښې د زرو جواهر او سرو سپينو نه ډکې کټوۍ هم اوليدلې کومې چې هغۀ سحر وختى کور ته را اورسولې او ځکه يې شپه په شپه د اسټوپې مرمت هم اوکړو. بعضې خلق وائى چې نا هغه په رښتيا هغه شپه کنډراتو کښې مدفون بدهسټ اولياؤ خپلې ملکې دربار ته بوتللے وۀ او د نوګرام راڼى ګټ راڼۍ ورله دا هر څۀ په خپل لاس انعام کښې ورکړى وو .. چې هغه بل سحر وختى د جاپان اثار قديمه ماهر پروفېسر نشى کاوا او جونهى هان ته ټيلى فون اوکړو او ټول حال يې ورته پس په پس بيان کړو.. چې هغوى سمدستى د جاپان نه راغلل هغې ته يې سجدې اوکړې .. راڼى ګټ راڼى هار او اشرفۍ يې ترېنه واخستلې او د هغې په بدل کښې يې ورله د حد نه زيات مال دولت ورکړو اوس هغه جاپانيان خپل پير ګڼى ..د هغه نه لاس نيوې دپاره جاپان نه راځى هغه ته تعظيمى سجدې کوى او د ډالرو نذرانې ورته وړاندې کوى خو بعضې خلق وائى چې دا ټول ګپ دے . د ګل محمد پروفېسر نشى کاوا سره يارانه جوړه شوې وه جاپانى يې زده کړه هغۀ ورله درې واړه ځامن جاپان ته بوتلل چې هغه اوس په غټو عهدو کار کوى دا ټول مال دولت د هغۀ د خپلو لاس پښو مزدورۍ ثمره ده.. خبره چې هر څۀ ده خو ما پخپله د "بدها هاوس" نوم په اسلام آباد په سېکټر ايف سېکس کښې د هغه عالى شان بنګله ليدلې ده چې د جى . ايم خان تختۍ پرې لګېدلې ده. د دې لوئې بنګلې په پورچ کښې درې څلور قيتمى ګاډى ولاړ وو په ګېټ ټوپک په لاس څوکيدار ولاړ وۀ چې زما غوندې سړى هغۀ سره د ملاقات زړۀ هم نۀ شو کؤلے د خبرې باره کښې پوښتنه خو لويه خبره ده