(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي ګردیوال سره

[09.Aug.2022 - 10:39]

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر اتمه
دافغانستان د روانو سیاسي حالاتو په تړاو د بن د کنفرانس  په هکله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړي مرستیال  محمد شیرین ګردیوال سره مرکه
 مرکه کوونکی:  ایلمار شوارڅ ، د برلین پوهنتون د سویلي اسیا د انستېتوت همکار  


" محمد شیرین ګردیوال په کال ۱۹۷۵ میلادي کښې جرمني ته راغلی او د جرمني په 
Lüneburg 
پوهنتون کښې یې د ټولنیزو علومو (اجتماعیاتو) او ښوونې او روزنې په څانګه کښې ځانګړې زده کړې کړېدي.
د ۷ کالونو رااېسې د کولن په ښار کښې د 
Kölner Gemeinwesen Zentrum  
د ټولنیزو او ځوانانو د چارو د مرکز 
مشر دی. 
ښاغلی ګردیوال د پښتنو کولتوري ټولنې - کولن مشر او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ، چې په ۱۹۸۱ کال کښې یې بنسټ اېښودل شویدی،  د بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی. اوسمهال دګوند لومړی مرستیال دی".
 
پوښتنه:  
د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس په دې ورځو کې په بن کې جوړ شو.  تاسو د یو پښتون سوسیال  ډیموکراټ په توګه دا پیښه او پایله څنګه ارزوئ؟  
زه د یو پښتون سوسیال ډیموکرات په توګه  په افغانستان کې د هر ډول ډیموکراټیک بدلون مرسته اوملاتړ کوم، دغه بدلون باید په ملي او نړیواله کچه د افغان ملت علایق اوملي ګټې په نظر کښې ونیسي. 
دالمان د بن په ښار پیټرسبرګ کښې " د بن کنفرانس" لومړی  ګام دی، خو د کنفرانس په هکله باید وواېم، چې زمونږ په شان ډېموکراټیک ګوندونه دغه غونډې ته نه وو رابللی شوې او د کنفرانس پایلې د افغانانو او پښتنو په ګټه نه وې، بلکې د امریکا اوملګروملتونو په ګټه وې.
د کنفرانس په جریان کښې د شمالي ټلوالې د ډلې  یو غړي حاجي عبدالقدیر، چې پښتون دی له غونډې ووت ، دده د وتلو لامل دا وو، چې دده له نظره په پدې کنفرانس کښې د پښتنو ونډ ډېره  کمه وه.
راتلونکي رئیس جمهور ېا د حکومت مشر به حامد کرزی وي،چې  پښتون دی. راتلونکی لنډمهاله ( عبوري ) حکومت به د پرېکړه لیک ېا تړون له مخې د ۱۱ پښتنو، ۸ تاجکانو، ۵ هزاره ګانو او ۳ ازبکانو څخه جوړ وي. اېا دا یو عادلانه تقسېم او ویش دی؟
دا پوښتنه زه باید د یوې متقابلې پوښتنې په بڼه وکړم، څنګه او د کومو معیارونو پر بنسټ دغه ویش رامنځ ته شو؟ 
مونږ سوسیال ډیموکراتانو ته دا جوته ده، چې د بن کنفرانس ټولو ګډون کوونکو ډلګه ګیو دا تړون  نه دی منلی. 
که د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کال او د واک فاونډیشن ۱۹۹۶ کال شمېرنې په نظر کښې ونیول شي، نو د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کال په راپور کښې لیکل شوي، چې "افغانان په ریښتیني مانا یوازې پښتانه دي،  چې پښتانه په ژبني ډول د افغانستان ۵۵ سلنه او په توکمېزه  بڼه ۶۵  سلنه جوړوي.

ملګرو ملتونو په ملاتړ د واک فاونډېشن (واک بنسټ) په راپور کې راغلي چې :
 پښتانه ۶۲٪، تاجک ۱۳٪، هزاره ګان ۹٪، ازبک ۶٪، ترکمن ۳٪ او پاتې یې نور واړه قومونه شامل دي. ( که افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د هغه وخت د ښوونځیو کروکولېم وکتل شي، نو همداشان پکښې لیکل شوي دي.).
پوښتنه:
ازبک جنرال دوستم، چې د شمالي ټلوالې د ډلګه ګۍ غړی دی، د بن د کنفرانس له تړون سره مخالفت اعلان کړی  دی ، چې د بهرنیوچارو وزارت دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت څوکۍ او پوستونه شمالي ټلوالې ته ورکړل شوي دي، داسې مالومېږي، چې د پخواني جنګسالارانو تر منځ به د ناحله محاسبو میدان بیا  ګرم شي . ستاسې نظر پدې هکه څه دی؟

دا زما لپاره د هک پکتېا (حیرانتېا/ تعجب) خبره نه ده. شمالي ټلواله ېوه ګډوله ډله ده ، کوم سېاسي پلان او ترحه نه لري. 
شمالي ټلواله ېوه  ډله ېا ګروپ دي، چې د سېمه اېزو زورواکو او بې رحمه قوماندانانو او جنګسالارانو څخه جوړه شوېده. دوۍ په ځانګړې ډول خپل علایق او ګټې  لري او ددې لپاره کار کوي.
حاجي عبدالقدیر ، چې دشمالي ټلوالې یو معتدل غړی دی او پښتون دی، اېا بې له دلیله یې دغه غونډه له وخت څخه دمخه ترک نه کړه؟
مونږ سوسیال ديموکراتانو ته دغه حالت ډېر حیرانوونکی نه دی. اوس به ګورو، چې دجنرال دوستم او شمالي ټلوالې د دفاع وزارت  او کورنیو چارو پر پوسټونو  ستونزه څنګه مخ پر وړاندې ځي؟
مونږ پښتون سوسیال ډیموکراتانو تل دا ویلي دي،چې شمالي ټلواله ، چې په افغانستان کښې د قومي ېا ایتېنکې پلوه لږه کی ( اقلیت) دی،  نه شي کولی،  چې په ټول افغانستان حکومت وکړي. زما دا وېره او خیال دي چې ، داخلي او قومي جنګونه به بیا راوټوکېږي او دا به د افغانستان د تقسېم او ویش سبب شي، چې دا به نه دافغان ملت او نه د نړیوالو په ګټه وي.
زه باید ددې خبرې دلته ېادونه وکړم، چې په ۱۹۹۲ کال کښې همدې شمالي ټلوالې د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام  شنډ، ګډوډ او سبوتاژ کړ،  حتی تا لېبا ن هم د افغان ملکي وګړو په وړاندې د شمالي ټلوالې د چلند پیداوار  وو.

پوښتنه
هر هغه څوک چې د افغانستان تاریخ پېژني، هغه پدې پوهېږي، چې دافغانستان کورنی سېاست په تېرو  ۲۰ کلونو کښې د ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ د زبرځواکونو دسېاست د سیوري لاندې پلی (عملي) شویدی. ستاسې له نظره په راتلونکي کښې  به ددې مخنېوی څنګه وشي؟

ېو ساده ځواب : تر ټولو دمخه د افغانستان داخلي ټېکاو (ثبات) اړېن دی او دا کار زما په اند پغیر د پښتون  قوم نه ، چې د ملت ېا دولت جوړونې اصلي فکتور دی شونی ( ممکن) نه دی.
ددې خبرې بنسټي  مانا او ارزښت دادی، چې په افغانستان کښې دننه مذهبي او قومي لږه کیو سره عادلانه چال چلند ته لاره هواره شي او ددوۍ سېاسي، مذهبي ، ژبني او اقتصادي حقوقو ته پاملرنه وشي. 
افغانستان باید د خپلو ټولو ګاونډېانو سره دښه ژوند او مسالمت امیزه راشه درشه ، تلو راتلو اړېکې ولري. 
د ګاونډېانو او نړېوالو زبرځواکونو څخه هم دا هیله لرو، چې زمونږ د ځمکنۍ بشپړتېا او خپلواکۍ احترام وکړي او د نړیوالو اصولو او نورومونو سره سم هوسا او د ورورولۍ ژوند وکړو.
مونږ پښتون سوسیال ډیموکراتان په نړیواله کچه دې ته تیار او چمتو یو، چې د ټولو سره ګډ کار ته اوږه ورکړو.
پوښتنه
افغانستان یو ځپلی شوی هېواد دی، بنسټېزې ابادۍ ، کلي، کورونه او ښارونه ټول ویجاړ او خراب شوي دي. کورنی جنګونه د پوره وحشت سره تر سره شول، ډېر لاسونه په وینو ککړ دي، حتا کوم کسان چې ځانونو  ته ګټونکي (فاتحین)  وایي، ددې خلکو سره به چال چلند او ګوزاره ستاسې په اند ( نظر) څنګه وي؟

د یو پښتون سوسیال ډیموکراټ په توګه زما لپاره د عبدالغفارخان (باچاخان) د عدم تشدد ملي مبارزه ېوه څرګنده او جوته بېلګه ده. باچا خان په ملي مبارزه کښې د ګاندي ملګری وو.
د عدم تشدد د فلسفې مانا داده، چې ، عمومي عفوه او بخښنه او په غیر د زور او زیاتي ولسواکۍ ته لار جوړول دي.
او کوم کسان چې ځانونو ته ګټونکي (فاتحین) وایي او  ستر جرمونه یې کړي دي دوۍ سره دې حساب وشي او محکمې (عدالت)  ته دې وړاندې شي.
زه په ډاګه واېم ، چې ستر جنایت کاران باید د بخښنې او عفوې لاندې رانه شي.
پوښتنه
دا چې تا لېبا ن ډېره کی ( اکثریت) پښتانه دي او ته ښاغلی ګردېوال هم پښتون یې او پښتانه په افغانستان کښې په قومي کچه یو ستر او ځواکمن (قوي) ګروپ دی، په راتلونکي کښې ستاسې په نظر ، څنګه په سوله اېز ډول د نورو قومونو او ملتونو سر ګډ ژوند تنظېم کړی شي او په راتلونکي ماډرن (عصري) افغانستان کښې به د پښتنو رول څه وي؟

دا خبره درسته ده، چې  تا لېبا ن ډېره کی ( اکثریت ) نژادي پښتانه دي ، خو دوۍ لکه د مجاهدینو په څیر ېو ا سلا مي جمهوریت غواړي. 
دداسې ېو  ا سلا مي جمهوریت په جوړېدو کښې ډېموکراسۍ او پارلمان ته د ازادو ټاکنو لپاره ځای نه شته.
خو د پښتون سوسېال ډېموکراتانو فکر او اند دادی چې ډېر ګوندېزه (پلورالستي) ډېموکراسي رامنځ ته شي.
 ېا په بل ډول د ډېرو سېاسي ګوندونو د ټاکنو په ترڅ کښې یو ټاکلی (منتخب) پارلمان رامنځ ته شي، چې ددې به بېا مانا دا وي ، چې ېو سېکولر دولت، چې دبېلابېلو قومي ډلو او ټپلو تر منځ عدالت او انصاف رامنځ ته کړي.                      

د افغانستان په تاریخ کې پښتنو  تل د ملت جوړنې رول لرلی دي، افغان او پښتون په حقیقت کې سره یو دی.

نورو قومونو او ملتونو پښتانه په بېلابېلو نومونو ېاد کړي دي. دبېلګې په توګه هندوان او پاکستانېان ورته پټان وایي، عربان او اېرانېان ورته افغان وایي او مونږ خپله ځان ته پښتانه وایو.

ښاغلی ګردېوال اخري پوښتنه
 د یو ولسواک ( ډېموکراټیک) افغانستان لپاره بهر میشته افغانان تر کومه بریده  اغېز لرلی شي  او هم تاسې د یو ډېموکراټیک افغانستان په تړاو هیله مند یاست؟

بهر مېشتي افغانان ، چې ګڼ شمېر یې لوستي او روڼ اندې خلک دي، دوۍ کولی شي، چې دافغانستان د راتلونکې بدلونونوش ( تحولاتو) په تړاو اغېز ولري. ددوۍ پوهنېزه (علمي ) پانګه او تجربې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټور تمامېدلی شي. دوۍ، چې په کومو هېوادونو کښې مېشت دي، ددغه هېوادونو د خلکو، سېاسي او غیر سېاسي ډلو ټپلو سره په کولتوري، اقتصادي او سېاسي برخو کښې اړیکې  لري او دا خورا د قدر وړ دي.
زه په ټولو ډېموکراتېکو پښتنو/افغانانو غږ کوم، چې راپاڅۍ خپل ځانونه سېاسي تنظېم او د افغانستان په جوړېدو کښې خپله دنده او ونډه جوته کړئ. 
په درنښت
محمد شیرین ګردیوال 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستېال
Köln -Holweide , Germany

.....................................
(ېادونه: کله چې حاجي عبدالقدیر د بن کنفرانس  کښې  دپښتنو دکمې ونډې پر ضد احتجاج وکړ او له کنفرانس راووت، نو د  جرمني د بن له ښار څخه د جرمني د ایسن ښار ته په لار وو، چې ما ورسره تلېفوني اړېکه ونیوله او ورته مې وویل ، چې ددې بې عدالتیو پر ضد به پیټرسبرګ کښې یو غټ لاریون وکړو. حاجي صیب عبدالقدیر د لاریون کولو سره همغږي ونه ښوده او ویویل، چې لاریون ته اړتېا نه شته.)

-
بېرته شاته