زما د فیسبوک ملګری
[04.Sep.2023 - 19:43]زما دفیسبوک ملګری ، لیکوال ، شاعر او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند فعال او تکړه غړی ښاغلی نصیر ستوری :
لیک: ډاکتر لطیف یاد
ښاغلی نصير ستوری د مشهور ملی او سیاسي شخصیت ، لیکوال او شاعر ارواښادډاکتر کبير ستوري زوی په ټبر ایسپزی په 1969 کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زیږېدلی دی.
زده کړه يې د خاص کونړ لېسه, د ننګرهار لېسه او د ننگرهار د بایزید روښان په پوهنتون کې کړې ده.
ښاغلی ستوری د ننگرهار پوهنتون د کونړ دپوهیدونکو د ټولنې Kunar Student Fedration د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او د اداري چارو مشرې ئې په غاړه لرله.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د " ځوان پښتون " د ډلې غړی, د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې (وفا) غړی او د وفا محالنۍ ورځپاڼې او په انگریزی وونیزه « جهاد ډایجسټ » او د البنیان نیوز خبري اژانس کې هم دنده لرله.
د "افغان میډیکل ایډ" د روغتیا ئې کورسونو د زده کوونکو لپاره ئې انگریزي درسونه په پښتو ژباړلي او د پښتو ژبې ښوونکی یې وو.
د افغان نوټهېلف Nothilfe له خوا د خاص کونړ د کلینیک او پېښور کښې د شاګۍ د غونډ د روغتېایي کلینیک زمه وار (مسئول) پاتې شوی دی.
________________
په 1994 کال کې جرمني ته کډوال شو.په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند پښتونخوا / افغانستان د دارالانشا مرستېال او د ګوند د خپرنیز اورګان " پښتونخوا " د خپرونې جرگې غړی شو .
په 2007 کال کې دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د جنرل سیکرټري (عمومي منشي) په توګه وټاکل شو.
دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د اروپا د ټاکنو ډلې ( ایلکشن کمېشن ) غړېتوب لري, چې همدې کمېسون ته د اروپا د PTM د څار ېا ډیسپلین دنده هم ورپه غاړه ده.
د خاص کونړ ادبي, کولتوري ټولنې د پښتونخوا د پوهنې دېرې او په جرمني کولن ښار کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلې غړيتوب هم لري.
دقامي سېاست په ډګر کې یې د خپل پلار ارواښاد ستوري په پل پل اېښودی او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د چتر لاندې د پښتونخوا (د احمدشاه بابا افغانستان) د خپلواکۍ , دپښتنو د یووالي سوکالۍ او قامي وحدت لپاره هلې ځلې کوي.
د کرښې دواړو خواوو پښتنو قامي مشرانو ته یو شان درناوی لري, په سیمینارونو, غونډو او کنفرانسونو کې یې برخه اخېستې ده او دقامي خوځښتونو د غږ سره یې خپل غږ مل کړی دی.
پښتانه هنرمندان لومړی ټوک: د پښتنو سندرغاړو سره مرکې او پښتانه د ولس پېژندنې له نظره : د ارواښادکبیر ستوري ناچاپه لیکنې یې راټولې کړې, ترتیب کړې او چاپ کړي دي.
ښاغلی ستوری صیب له اوږدې مودې راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . زه دده پر ملګرتیا ویاړم او له لویه خدایه ورته دزیاتوخوشالیو او بریاوو هېله کوم.