محمد شیرین
[18.Jan.2024 - 13:22]ملتپال سیاستوال ښاغلی محمد شیدین ګردیوال په 12.12.1953 نېټه د ننګرهار ولایت په ګردي غوث کې کښې زېږېدلی دی .
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې په ګردي غوث, د ایمل خان په لیسه او په کابل کې د رحمن بابا په عالي لیسه کښې سرته رسولې او
په ۱۹۷۵کال کې د لوړو زده کړو لپاره د افغانستان د حکومت له خوا د المان اتحادي جمهوریت ته ولېږل شو.
په المان کښې د خپلو لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته یې له ۱۹۸۴ کال راایسې د المان په دولتي, نیمه دولتي او غیر دولتي بېلابېلو ادارو, ښوونځیو او مرکزونو کښې دندې تر سره کړېدي.
له ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۴ پورې د المان غږ د رادیو (دوچېویلې) د پښتو خبرونو ویاند او بېا په ۲..۴ کال کښې د چاپیریال ساتنې او پالنې د خپرونې جوړونکي او ویاند په توګه دندې لرلې.
ښاغلي محمد شیرین ګردېوال د خپلې دندې تر څنګ په سیاسي او کولتوري ډګر کښې هم چارند (فعال) دی او د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند PSDP د بنسټ ایښودونکی ډلې مخکښ او د ګوند لومړی مرستیال (سینیر نائب صدر) په توګه خپله دنده پرمخ وړي او د ۱۹۹۱ کال څخه راپدیخوا د المان د کولن په ښار کې د پښتنو د کولتوري ټولنې مشر دی.
د 2018 کال د اپریل میاشتې راایسې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د اړیکو او ګډ کار د مشرۍ دنده پغاړه لري.