(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډوکتور کبیر ستوری

[26.May.2024 - 20:58]

دوکتور کبير ستورے

لیک: پروفیسر ډاکتر راجولي شاه خټک

 

دوکتور کبير ستورے،يو داسې يار داسې اشنا سړے و،چې د هر دوست په زړۀ ئې ياد لکه د کاڼي د کرښې نقش کړے دے،يو درد مند احساس لرونکے،د خپلې خاورې،د خپل اولس مئين،د خپل مېړني او ښاغلي قام د وياړ د پانګې خاوند،داسې رخصت شو او په داسې حالاتو کښې لاړ ،چې د دوستانو په خاطر ئې تل عمري داغ ثبت کړو،په تېره تېره په ادبي دنيا کښې خو شايد هر چا ته دا احساس اوشو ،چې د پښتو د ادب په دنيا لکه چې روڼ ستورے پرېوتے وي.د کاظم خان شېدا دا شعر هم دداسې ستوريو دپاره شايدوئيلےوي ،،
شګفته کړه لکه نمر جبين هر چا ته
چې په تلۀ دې سياه پوش تمام جهان شي
 دوکتور کبير ستورے د ښکلي رنګ دړې او د ښائسته جوثې خاوند ،و هم داسې،د رڼو سترګو ،د پراخ خنده رويه تندي څښتن،مينه مينه سړے، نو په تلۀ به ئې خامخا د هر چا خاطر دردولے وي،او بيا تېره تېره د دوستانو د يارانو خو پرې محفل خور شو،
د پېښور ياران به هر کال په طمع وو،چې ستورے به د المان ځينې راشي ،په خصوص سره د سپرلي په ورځو شپو کښې،څو ګړۍ به په خندا خوشحالۍ او ادبې خبرو،د شعروشاعرۍ په نشستونو کښې تېرې شي، يا د خوشحالۍ څۀ داسې موقع به راپېدا کړي ، چې د بليو لاګون هال به سندره ايز کړي،داسې به نزدې نزدې هر کال د ستوري په برکت کېدۀ،نو اندازه کول بويه چې په محفل کښې اوس هغه رڼا شيندونکے ستورے نۀ وي نو د په دوستانو به ئې د پېښور ماښامونه څنګه تېرېږي،د پېښور ماښام خو ئې په تلۀ د شېدا په قول ماښامې جامې اغوستې ښکاري،
دوکتور کبير ستورے نه يوازې د يارانو يار و،د قام او اولس يوه ستره سرمايه هم وه، په هغه مضمون کښې ئې د المان نه ډاکټريټ کړے و، چې پښتانۀ ته ئې ضرورت هم ډېر زيات دے،او پښتانۀ ئې وائي هم دېر کم ، يعني په روحياتو او نفسياتو يا ساه پوهنه کښې ئې پي اېچ-ډي کړې وه ، په فلسفه او سياسي علومو او ټلنپوهنه کښې ئې تحصيلات کړي وو، دا يوه لويه علمي سرمايه وه، په نفسياتو او ساهپوهنه ئې په پښتو ژبه کښې کتابونه ليکلي دي،د علم او پوهې د خورون دا ښاغلے کار ئې د پښتانۀ په ژبه داولس د پوهې دپاره بې د څۀ غرضه کاوۀ ، ورسره يو ښۀ معياري شاعر و، د ښکلي شعرونو مجموعې ئې چاپ کړي دي، شعر ئې هم د اولس د قامي شعور رابېدارولو د پاره لکه چې وقف کړے و،کۀ د مينې هم په خوند پوئ و، او هم ئې خاطر روماني و، خو په شاعرۍ کښې ئې دا واضح او څرګند مقصديت په دې غوره کړے و، چې خپل فن ئې د قام او الس امانت ګڼۀ،دومر ه مينه دومره پېرزوينه خو سوچه ،ښاغلي،او حقيقي پښتون کولے شي ، او دوکتور کبير ستورے هم داسې يو کلک د ځوانې جذبې خاوند پښتون و،او س کۀ هغه په وجودنشته خو ئې ياد او تاثر د غرونو اوسردرو په ګړنګونو او سرونو خور دے،او شايد چې تر څو پښتو ژبه ژوندۍ وي،نو ستورے به د تلين نه پسته هم د پښتونخوا په افقونو پلوشې خورې لري،





یادونه: دا لیکنه د ارواښاد ډاکتر راجولي شاه خټک زوی ښاغلي رشتین خټک رالېږلې ده 26.05.2024 

-
بېرته شاته