(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز

[04.Jun.2024 - 18:02]

په جرمني کښې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند {Pashtoon Social Democratic Party-(PSDP)} 

 

دا چې په کابل کښې د خوشال خان لېسه د ډېورنډ کرښې اخوا پښتنو زده کوونکو  ته ځانګړې شوې وه, نو د کرښې دېخوا پښتنو زده کوونکو لپاره د رحمان بابا لېسه جوړه شوه

 

د وخت د پوهنې وزیر علي احمد پوپل صیب سره مرکه

http://pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=3334 

 

د رحمان بابا او د خوشال خان د لېسو زده کوونکي , چې د 1962 کال نه وروسته دلوړو زده کړو لپاره  جرمني ته راغلې وو د باچاخان دخدایي خدمتګارو د غورځنګ پلویان وو او د وېښ زلمیانو د غورځنګ تر اغیز لاندې هم وو

 

دوۍ په 1965 ع کال کښې په فرانکفورت کښې د افغاني پوهېدونکو/ زده کړیالانو ( محصلینو ) ټولنه جوړه کړه, چې بیا دغه ټولنه يې  په 1972 م کال د جنورۍدمیاشتې په پر 4 مه نېټه د افغاني محصلینو پر عمومي اتحادې واړوله او د جرمني د  نورو  ښارونو د محصلینو  ټولنې پکې یوځای شوې, چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو محصلینو پکېګډون لره دې اتحادیې د سپرغۍپه نوم خپرونه هم لرله

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر تارېخپوه علي خان محسود وایي,​ چې په کال 1976 د مئ د میاشتي په لومړۍ نیټه مې د ډاکتر شاه جهان په ملتېا د رحیم ځدران، قدوس تندر، رحمت ربي زیرکیار، نظام الدین , انور ظفري اوکبیر جان لعل په فرانکفورت کې ولیدل «کبیر جان وروسته د لعل نه ستوری شو، لعل محمد خان یوسفزی ئي د والد صیب نوم ؤ».

په هغه وخت کې په لودیځ المان کې یوازي افغاني پوهیدوني(محصلین) ؤ او نور څوک نه ؤ

دا افغاني پوهیدونکي (محصلین) په څلورو ډلو ویشل شوي ؤ، د نورمحمد تره کي صیب ډله، د پرچمیانو ډله، دافغان ملت ډله او د ماویستانو ډلهچې ماویستان تقریبأ په

 سلو کې 95 پارسي ژبي ؤ.

د تره کي صیب په ډله یانې خلق کې تقریبأ ټول پښتانه ؤ

د پرچمیانو په ډله کې په سلو کې د 15 نه تر 20 پوري پښتانه او تقریبآ په سلو کې 30 هغه نسلي پښتانه و چې کولتوري او ژبني پارسیوانان شوي ؤ

په پرچم کې زیاتره د غوړو کورنیو هلکان او جنکۍ وي.

د افغان ملت  ګوند هلکان لږ ؤ او په خپلو کې سره وران ؤ، د پښتو متل دی چې وائي «د کونډې دوه غوایان و، یو غوجل ته ننوتو نه او هغه بل وتو نه»

او ډاکتر کبیر خان ستوری سوچه او نیغ پښتون ؤ.

کله چې د کوزي پښتونخوا پښتانه ډیریدل (سیواکیدل) نو په همغه اندازه د کبیر جان تله درنیدله.

په سیاسي لحاظ د کوزي خوا پښتانه د برې خوا پښتنو څخه  ډیر مخکې ؤ، ځکه د برې خوا پښتنو محصلینو تیوري ګاني لوستې وې د اکتوبر انقلاب، لینن، طبقه او فیوډال نه به اخوا دیخوا کیدل نه او د کوزي خوا پښتنو  عملي (پرکټیکل) او ټاکټیکي  سیاست کړي او په سیاسي بحث کې پر دوئ برلاسې ؤ

 

د ګوند د بهرنیو اړیکو او د فرانکفورت د څانې مشر اقبال لالا وایي, چې مونږ به هم د افغاني محصلینو د ټولنې په غونډو کښې برخه اخسته او بیا داسې سوچ پیداشو, چې د پښتنو ټولنه جوړه شي.

 د خدایي خدمتګارو د غورځنګ پلویانو   په 1976 ع کال د جون دمیاشتې په 6مه نېټه​  د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې بنسټ کېښود, چې د پښتنو سربیره د ملتپاله بلوڅو استازو هم پکې غړېتوب​  لره او د" ولس غږاو "وګمه " په نامه خپرونې یې هم لرلې

اقبال لالا وایي : د پښتنو او بلوڅو ټولنه ښه پر مخ روانه وه, خو کله چې په افغانستان کښې انقلاب وشو, نو چپیانو غوښتل , چې ټولنه د خلک (خلق) ګوند پورې وتړي, نو بیا دلته اختلاف راغی او یو شمیر کیڼ اړخي ( چپیان) کابل ته لاړل او هلته په دندو وګومارل شول

 

 د ګوند د مشرانو جرګېغړی  ښاغلی جلیل خان وایي, چې د پښتنو او بلوڅو د  ټولنې ډېره غټه غونډه رابلل شوې وه,​ بې شمیره ملګري پکې حاضر وو,​ چې د ګوند د جوړیدو وړاندېز وشوه.

 یو څو ملګرو په خپلو دلیلونو سره د ګوند د جوړولو مخالفت وکړ, خو ماما (کبیر ستوري) ، علي خان محسود او لیاقت وطنپال د ګوند جوړیدو باندې کلک ولاړ وو.

د اوږدې تیارۍ، هڅو او یو بل سره  د اړیکو (تماسونو) وروسته د پښتنو د ټولنیز  ولسولیز ګوند (PSDP) د جوړیدو پرېکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندي  ښاغلی علي خان محسود، اروښاد  لیاقت وطنپال او اروښاد  قدوس تندر ته دا دنده وسپارل شوه  چې د ګوند بنسټیزه (منشور/ ائین) ولیکي .  

د ګوند بنسټیزه د هیواد دننه او  بهر د پښتنو د ملي (قامي) ازادۍ بخښونکي غورځنګ د پلویانو له خوا تائید او د1981کال د فبرورۍ د میاشتی په 27مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کې ومنل شوه او د ګوند جوړیدل  رسماٌ‌‌ اعلان  شول, د پښتونخوا (لوې افغانستانپښتانه په یوه ټغر راټول شول او په ګوند کې  د پښتنو  یووالي په عمل کې پلي شو.

 

اقبال لالا وایي , چې ډاکتر کبیر ستوری د ګوند د مشر, قدوس تندر, قانونپوه علي خان محسود, لیاقت وطنپال د ګوند مرستیالان او بیا انجنیر ظفر یوسفزی د ګوند جنرل سیکرټري وټاکل شول او یوه د مشرانو مشورتي  جرګه یې لرله.

 

ګوند ورځ تر ورځې پراخېده, همفکره  ملګرې پکې غړي کېدل, د پښتنو د خپلواکۍ او  قامي یووالي (قامي وحدت) نظریه یېپه لر او بر کښې خورېدله .

د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو، لپاره یېګڼشمیر سیمنارونه, غونډې,​ جرګې او کنفرانسونهجوړول

 د پښتنو د حقوقو  او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا اوستړتیا مبارزه او هلي ځلي پیل کړې,  چې د خپل بنسټ راایسي  په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو،ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده

له افغانستان څخه د روسي یرغلګرو پو ځیانو د ویستلو په پار یې 

دغه راز  پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه د ډېورنډ توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کې ، چې په جرمني کې  د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول (کارنا روسز) هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه او د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځې په نامه ونوموله او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په بېلابېلو بڼو  لمانځي.​

 

د پښتنو کولتوري ټولنه , کولن چې په 1986 کال کې جوړه شوې  او پښتون کور کولتوري مرکز بن چې په 1991 کال کېجوړ شوې د ګوند سره ګډ کار کوي

په 1991 کال کښې چېدپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال  محمد شیرین ګردیوال د پښتنو کولتوري ټولنې مشر وټاکل شو, ټولنه یې لاپسېفعاله کړه

د پښتون کور مشر اېډوکیټ هدایت بنګش هم د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري دنده لرله

 

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه,​ چې  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په پښتونخوا (احمدشاه بابا افغانستان ) کښې یوازینی ګوند دی,​ چې د کرښې د دواړو خواو پښتانه پکې په یوه ټغر راټول شوي دي او د پښتنو د یووالي , نژدې والي , خپلواکۍاو قامي وحدت لپاره هلې ځلې کوي, نو  همدې ګډو ټکو پر بنسټ د عوامي نیشنل ګوند , پښتونخوا قومي ګوندافغان ملت ګوند ( محمد امین واکمن صیب ), افغان ملت ګوند (شمس الهدا شمس صیب) پښتونخوا ملي عوامي ګوندوطن قومي ګوند, مزدرو کسان ګوند سره نژدې اړیکي لري.

 ددغه ګوندونو مشران او محمد افضل خان لالا زمونږ غونډو, جرګو  سیمینارونو او کنفرانسونو  ته راغلي او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشران پښتونخوا ته تللي د دوۍسره یې لېدنې کتنې کړي او په کنفرانسونو, غونډو او سیمینارونو او جرګو کښې​  یې ګډون کړی.

دغه راز د  خلق ډیموکراتیک ګوند , د پرچم ګوند, د مساوات ګوند, د وطن ګوند, د افغانستان د ملي یووالي ګوند,​ د سردار محمد داؤد خان ملي غورځنګ کښېپښتو, پښتونولۍ​, ملي یووالي , ملي هویت او ملي ارزښتونو ته ژمنو مشرانو او د شعله جاوید ګوند  محمد هاشم زماني  سره یې هم نژدې اړېکې لرلې او ددغه ګوندونو یو شمیر  مشران په اروپا کښې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غړي هم شول

لدې سربیره  نورو ملتپاله ټولنوخوځښتونو سړېتوبونو (شخصیتونو) سیاستوالو سره هم د پښتنو ټولنیز ګوند مشرانو ښې اړیکې او راشه درشه لرله

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پر افغانستان د شورویانو یرغل غندلی او له افغانستان څخه د روسي پوځونو د وتلو غوښتنه او غږ یې ملل متحد او نورو سوله دوستو ځواکونو او هېوادونو  ته رسولی.

د ګوند مشران ډاکتر نجیب الله د خبرو اترو لپاره دوه ځل کابل ته بللي وو او  په کابل کښېد ډاکتر نجیب د روغې جوړې په  لویې جرګې کښې یې هم ګډون کړی وو

http://pashtoonkhwa.com/files/books/WATAN ya KAFAN .pdf

 

 دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم )​ د راټوکېدو سره سم د ګوند د مشرانو جرګې د غورځنګ  هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

http://pashtoonkhwa.com/index.php?page=eng2&cnt=2487

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په اروپا او ځانګړي توګه په جرمني کښې د  سیاسي او کولتوريهلو ځلو مرکز دی, چې په بهر او جرمني کښې ډېرې  ټولنې او  خوځښتونو د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  لاسته راوړنه, ثمره او محصول دی

______________

 

ګوند یوه عامله جرګه د  ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری, اراوښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال,​ تارېخپوه علي خان محسود , محمد شیرین ګردېوال او اېډوکېټ هدایت بنګش په سروالۍ لرله,​ چې د ګوندي چارو د پریکړو ارزونه  ددوۍذمه واري وه  

 

ددې سربیره  ګوند پېنځه دېرش کسېزه د مشرانو جرګهلرله

http://pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=3335

 

دمشرانو جرګې د وروستیو  ټاکنو پایله 

http://pashtoonkhwa.com/index.php?page=news&cnt=1248

____________

دګوند خپرنېز ارګان "پښتونخوا" نومېږي، چې دپښتونخوا وېبپاڼې تر نامه لاندې په ټولنېزه رسنۍ اوانټرنټي جال په پښتو، انګرېزي او الماني ژبو خپرونې کوي.

http://pashtoonkhwa.com/

 

پښتونخوا په نوم چاپي خپرونې لومړۍ ګڼه یې  په 1987 کال  چاپ شوه

 د پښتنو د یووالي د ورځې ځانګړې ګڼه او نورې دېرش ګڼېیې چاپ شوي دي

http://pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2543

 دا چې په پښتونخوا کښې د باچا خان بابا پر "پښتون رسالې" بندېز لګېدلی وو,​ نو د باچا خان په غوښتنه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  په  المان  کې د  پښتون رسالې یولس ګڼې چاپ او خپرې کړې

 http://pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2520

_____________

په ۱۹۸۶ کښېخيبر وږمه مياشتنۍ هم په جرمني کښېله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ملګرو او پلویانو  له خوا خپرېدله  

دغه راز پير روښان  مياشتنۍ مجله په ۱۹۷۸ کال کښې له جرمني څخه   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر  قانوپوه علي خان محسود او ډاکتر محمد جلال الدین په مدیریت خپرېدله

 

دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی وايي:

د 1990 کال د فبرورۍ د میاشتې په 17 مه نېټه د ښاغلي نواز بنګش په نوښت د انګلستان د برمنګهم په ښار کښې د پښتو عالمي ( نړیوال) کانګرس جوړ شو

دغه کانګرس کښې د ګډون لپاره د PSDP مشر ډاکتر کبیر ستوری, د مشرتابه دفتر مشر ډاکتر شیرافضل ګردیوال , د ګوند لومړی مرستیال قانونپوه علي خان محسود او زه (مبارز څاپی ) برمنګهم ته لاړو

 

پدې نړیوال کانګرس کښې "پښتون انجمن" جوړ شو او یوه ډله, چې زه ( مبارز څاپي) هم پکې وم وټاکل شوه, چې په فرانکفورت او ېا د بن په ښار کښې د پښتون انجمن غونډه راجوړه کړو

زه چې بیرته راغلم, نو زما د کار ځای برلین ته تللی و, د انجمن مرکز ته مې خبر  ورکړ , چې زه نه شم کولی, نو ددې لپاره یې ډاکتر دروېزه اڅکزي صیب ته دنده ورکړه, چې د انجمن د غونډې لپاره لاس پکار شي, چې زه به ورسره هم مرسته کوم, ځکه چې د پښتون انجمن ذمه واري په جرمني کښېزما په غاړه وه

 

د 1991 کال د اپریل د میاشتې په 20 مه او 21 مه نېټه د پښتون انجمن  غونډه د بن په ښار کښې جوړه شوه په غونډه کښې وړاندېز وشو, چې په جرمني کښې د پښتون انجمن څانګه هم جوړه شي 

 

څه موده وروسته د پښتون انجمن د جرمني څانګې د مشرۍلپاره د ډاکتر صیب دروېزه اڅکزي او محمد شیرین ګردیوال تر منځ رایي واچول شوې, محمد شیرین ګردیوال رایې وګټلې.

مبارز صیب وایي, چې ما د پښتون انجمن  مرکز ته د ګردیوال صیب د ګټلو او ټاکلو  خبر ورکړ

 

له مبارز صیب څخه مې ددې کاغذ په هکله چې ما ته د "ستوريپه لاسوندونو کښې مخې ته راغلی , چې نېټه او لاسلیک پرې نه شته , یوازې نومونه او دندې پکې لیکل شوي  پوښتنه وکړه

مبارز صیب وویل همدغه د کانګرس یا غونډې د لومړې ورځې د پښتون انجمن لپاره ټاکل شوې  هسته ده

پدې کاغذ لاندې نومونه او دندې لیکل شوي دي:

شفیع الحق  د انجمن مشر -

ستوری  د مشر مرستیال

سکرتر  نواز بنګش -

 د سکرتر مرستیال زرملوال

د کولتوري چارو مشر جمیل

د اطلاعاتو سکرتر  ګوهر

د اجتماعي ښېګڼو کمېټه  حسن عزیزي

د کولتوري چارو کمېټه ډاکتر کاسي

 د تبلېغ او نشر کمېټه: سلېم 

 

د میرمنو څانګه:

مشره : زویا بنګش - مرستېاله : نسرین

مالي سکرتره میرمن جمیل

کولتوري سکرتره شکیلا 

 د سکرترې مرستېاله میرمن  ایازي

 

مجله ( ټول پښتون)

صافی, ډاکتر بریالی, واحد, نجیب منلی, هادي

__________

 

مبارز څاپی صیب وایي, چې د" ټول پښتون" مجلې په کتنپلاوي کښې زما نوم هم لیکل شوی, خو ډېره زمه واري د زرمل وال صیب په غاړه وه او زرمل وال صیب تر ټولو زیات چلاند ( فعال) وو.

 

نصیر ستوری

 Nasir Stori, Wesseling - Germany 

04.06.2024

-
بېرته شاته