(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون انجمن

[09.Jun.2024 - 13:37]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی وايي:
د 1990 کال د فبرورۍ د میاشتې په 17 مه نېټه د ښاغلي نواز بنګش په نوښت د انګلستان د برمنګهم په ښار کښې د پښتو عالمي ( نړیوال) کانګرس جوړ شو. 
دغه کانګرس کښې د ګډون لپاره د PSDP مشر ډاکتر کبیر ستوری, د مشرتابه دفتر مشر ډاکتر شیرافضل ګردیوال , د ګوند لومړی مرستیال قانونپوه علي خان محسود او زه (مبارز څاپی ) برمنګهم ته لاړو

پدې نړیوال کانګرس کښې "پښتون انجمن" جوړ شو او یوه ډله, چې زه ( مبارز څاپي) هم پکې وم وټاکل شوه, چې په فرانکفورت او ېا د بن په ښار کښې د پښتون انجمن غونډه راجوړه کړو. 
زه چې بیرته راغلم, نو زما د کار ځای برلین ته تللی و, د انجمن مرکز ته مې خبر  ورکړ , چې زه نه شم کولی, نو ددې لپاره یې ډاکتر دروېزه اڅکزي صیب ته دنده ورکړه, چې د انجمن د غونډې لپاره لاس پکار شي, چې زه به ورسره هم مرسته کوم, ځکه چې د پښتون انجمن ذمه واري په جرمني کښې​ زما په غاړه وه. 

د 1991 کال د اپریل د میاشتې په 20 مه او 21 مه نېټه د پښتون انجمن  غونډه د بن په ښار کښې جوړه شوه په غونډه کښې وړاندېز وشو, چې په جرمني کښې د پښتون انجمن څانګه هم جوړه شي 

څه موده وروسته د پښتون انجمن د جرمني څانګې د مشرۍ​ لپاره د ډاکتر صیب دروېزه اڅکزي او محمد شیرین ګردیوال تر منځ رایي واچول شوې, محمد شیرین ګردیوال رایې وګټلې.
مبارز صیب وایي, چې ما د پښتون انجمن  مرکز ته د ګردیوال صیب د ګټلو او ټاکلو  خبر ورکړ . 

له مبارز صیب څخه مې ددې کاغذ په هکله چې ما ته د "ستوري"  په لاسوندونو کښې مخې ته راغلی , چې نېټه او لاسلیک پرې نه شته , یوازې نومونه او دندې پکې لیکل شوي  پوښتنه وکړه
مبارز صیب وویل همدغه د کانګرس یا غونډې د لومړې ورځې د پښتون انجمن لپاره ټاکل شوې  هسته ده
پدې کاغذ لاندې نومونه او دندې لیکل شوي دي:
شفیع الحق  د انجمن مشر -
ستوری  د مشر مرستیال
سکرتر  نواز بنګش -
 د سکرتر مرستیال زرملوال
د کولتوري چارو مشر جمیل - 
د اطلاعاتو سکرتر  ګوهر - 
د اجتماعي ښېګڼو کمېټه  حسن عزیزي - 
د کولتوري چارو کمېټه ډاکتر کاسي
 د تبلېغ او نشر کمېټه: سلېم 

د میرمنو څانګه:
مشره : زویا بنګش - مرستېاله : نسرین
مالي سکرتره میرمن جمیل - 
کولتوري سکرتره شکیلا 
 د سکرترې مرستېاله میرمن  ایازي

مجله ( ټول پښتون)
صافی, ډاکتر بریالی, واحد, نجیب منلی, هادي
__________

مبارز څاپی صیب وایي, چې د" ټول پښتون" مجلې په کتنپلاوي کښې زما نوم هم لیکل شوی, خو ډېره زمه واري د زرمل وال صیب په غاړه وه او زرمل وال صیب تر ټولو زیات چلاند ( فعال) وو.

"ټول پښتون"​
ما د "ستوري" په کتابتون کښې د 
"ټول پښتون" لومړۍ ګڼه, لومړی کال 1990- 
دویېمه ګڼه لومړی کال  1990 
لومړۍ ګڼه دویېم کال 1991 
دویېمه ګڼه دویېم کال 1991 
د درېم کال ځانګړې ​ګڼه 1992 
پیدا کړې کېدای شي, چې نورې ګڼې هم چاپ شوي وي.
په درنښت 
نصیر ستوری
03.06.2024



-
بېرته شاته