(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اسحاق ننگيال »سیندونه هم مري...

[17.Dec.2015 - 22:12]

د اسحاق ننگيال »سیندونه هم مري« نښير ته يوه کتنه
 

 لیک:  محمد طاهر کاڼی
ما تر دې څه مودې دمخه زموږ د پښتو ژبې د نامتو شاعر اسحاق ننگيال کوم شعري غونډ او یا شعري کليات نه وو لوستي او کوم شعري نښير يې لاس ته نه وو راغلی. يوازې یو نیم شعر يې لکه «اې ښکاري اشنا درته سلام کوم»، «يو باد رالگېدلی ما له ځانه سره وړي» (۱) (دا غزل يې ما د ټنگ ټکور په څپو کې کمپوز کړی هم دی) او ځينې نور مې يې يو ځای او بل ځای په چاپي او يا هم برېښنايي رسنيو کې لوستي ول. څه موده دمخه مې د ده د «سیندونه هم مري» شعري غورچاڼ په نړيجال کې وموند او ومې لوست. دا غورچاڼ او منتخبات د شاعر او ليکوال محمد اسمعيل يون له خوا راټول او اوډل شوی چې لومړی ځل پر ۱۳۷۷ او دويم ځل هم پر ۱۳۸۷ لمريز کال په ۳۴۶ مخونو کې چاپ شوی دی. ماته يې د دويم چاپ برېښنايي بڼه لاس ته راغله. پر دې کتاب پر محمد اسمعيل يون سربېره، تکړه، نامتو ليکوال او کره کتونکي محمد زرين انځور هم سريزه کښلې ده. په دې ټولگه کې د شاعر ننگيال ۱۹۳ پاړکي راغلي چې ډېری يې ازاد شعرونه دي.
خو په دې شعري غونډ کې د لوستونکي پام د ننگيال د شاعرۍ پر ژورتيا او ښکلا سربېره د ده د شاعرۍ نيمگړتياوو ته هم اوړي، او د دې نيمگړتياوو ډېره برخه يې هم په ازادو شعرونو کې لیدل کيږي چې په ټوله کې د تول (وزن) په برخه کې شتون لري.  
د هېواد لوی ليکوال، شاعر او ژبپوهاند اکاډمیک شخصيت پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار ليکي: «عربي وزن يا بحر پښتو تول يا هم تول وتال، اروپايي «ريتم» د یوه «مخيله موزون کلام» په توگه د شعر د ودانۍ آره او بنسټيزه اډانه رغوي او پر وړاندې يې پښېله (قافيه) او بيا لړ (رديف) له برسېرنو توکیو څخه گڼل کيږي. » (۲)، «وزن د پښتو شعر آر او بنسټيز رغنده ټوک» (۳) دی. مانا تول د پښتو شعر جوړوونکې برخه ده او له دې برخې پرته کومې وينا ته شعر نه شو ويلای، په تېره بيا چې قافيه وال او ازاد شعر دا ډول نيمگړتیا ولري.  
ما د خلکو له خولې او رسنيو له لارې د خدای بښلي ننگيال د شاعرۍ او بيا په شاعرۍ کې د دوی د نوښتگرۍ خبرې ډېرې اورېدلې او لوستلې وې او د ده د ځینو هغو شعرونو، چې ما يو ځای او بل ځای لوستلي ول، د لوست له مخې هم هېڅ دا فکر نه کېده چې د ده په شاعرۍ کې دې داسې کوټلې نيمگړتيا شتون ولري لکه د تول گډوډي يا له منځه تگ.
دلته يې د ننگيال له هغه شعره راپيلوم چې سرليک يې «څار» دی:
 
څار
باده! لږ پام کوه
ورو، ورو چلېږه.
د وير گلان مې د سهار له اننگو ټول کړي
د ورېځو سيورو ته مې اېښي دي
بې خوبه ککي
د شپو سارا کې د درواغجنو ستورو
لارې څارم!!!  (۴)
دا شعر تر شپږمې مسرې روان او سم راغلی، خو «د شپو سارا کې د درواغجنو ستورو» مسرې يې تول له منځه وړی. که چيری د «درواغجنو» پر ځای «دروغجنو» راغلی وای نو شعر خپل تول له لاسه نه ورکاوه: «د شپو سارا کې د دروغجنو ستورو لارې څارم». ځکه چې «درواغجنو» څلور څپې (هجا) دی او «دروغجنو» درې څپې. مانا د يوې څپې زياتوالي د شعر د وروستۍ مسرې د تول د تلې انډول له منځه وړی دی.  
زیار صيب ليکي چې «شعر د خج دريځ (موقعیت) له مخې څلور ډوله غونډونه يا کوشني واحدونه لري:
۱. هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې لومړۍ هغه خجنه وي؛
۲.هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې دويمه خجنه وي؛
۳. هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې درېيمه هغه خجنه وي؛
۴.هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې څلورمه هغه خجنه وي.» (۵) (د زيات تفصيل لپاره د زيار صيب د پښتوبدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړیږي؟) د دويم چاپ ۸۳، ۸۴، ۸۵ مخونه وگورئ).    
د ننگيال دا لاندې د «انگازې» تر سرليک لاندې شعر پر لومړۍ خجنه څپه پيل شوی، خو په درېیمه مسره «چرگانو نارې نه کړې» کې يې بيا په غونډ (واحد) کې د خجنې څپې په بدلون سره بې تولي رامنځته کړې. همداسې يې لاندې «د یوه ور د خلاصېدلو ونه خوت، چرگانو نارې نه کړې، ملا اذان ونه کړ» مسرو کې بې تولي ادامه موندلې. ورپسې درې مسرې له «واټونه تش دي» نه نيولې تر «...چغې پلنې نه شوې» پورې شعر بيا خپل تول خپل کړی او د شعر د پيل له برخې «چوپه چوپتيا ده» سره پر تول برابر راغلی دی. د «خو یو غږ اورم» څخه شعر بيا خپل وزن ته راستنيږي او تر «په ماته ژبه وايي راته» پورې خپل تول ساتي. خو د «کارغان راغلل» د ټوک په پيل سره يې له څلورگونې څپې څخه درېیمه هغه خجنه راغلې او پر همدې بنسټ شعر بيا خپل تول له لاسه ورکړی او تر پايه پر همدې حالت پاتې شوی دی. دلته د شعر بشپړ متن راوړم :  
 
انگازې
چوپه چوپتيا ده
لارې چوپې دي، کوڅې چوپې دي  
چرگانو نارې نه کړې
ملا اذان ونه کړ.  
دا څه سهار دی؟
چې له يوه کوره يو غږ
د یوه ور د خلاصېدلو ونه خوت (دا بايد «د خلاصېدو ونه خوت» وي)  
چرگانو نارې نه کړي
ملا اذان ونه کړ.
واټونه تش دي
د سوالگرو ماشومانو
پر نازکې چغې پلنې نه شوې
چرگانو نارې نه کړې
ملا اذان ونه کړ.
خو یو غږ اورم،
يو غږ وينم،
يو غږ څښم
چې مې په ذهن کې ژړيږي
انگازې کوي
په ماته ژبه وايي راته:
کارغان راغلل
کارغان راغلل
کارغان تورې غاړې راغلل
وای! زموږ د باغ گلونه
وای! دا ونې، دا فصلونه.  (۶)
په دې ډول دا پورتنی شعر د تول د له لاسه ورکولو له کبله، چې پېنځه ځايه په سره رنگ په نښه شوی، يو گډوډ بيان دی او پر دې بنسټ دا د شاعر (په تېره د مجرب او پاخه شاعر) کومه عادي ښويدنه نه، بلکې کوټلې تېروتنه او نيمگړتيا ده چې يا بايد ټول له سره وليکل شي چې شعر شي، او يا کورټ لري کړای شي.  
د «ستړي شعرونه» تر سرليک لاندې شعر لومړۍ دوې مسرې داسې لولو:  
 
ستړي شعرونه
زه دې له لرې نه اواز اورم
زه دې له لرې نندارې کوم (۷)
که په دویمه مسره کې «کوم»، «کومه» شي، داسې چې:
زه دې له لرې نه اواز اورم
زه دې له لرې نندارې کومه
نو د شعر تول به هم ښه شي او موسيقيت به هم خپل کړي. لکه څنگه چې دا يو ازاد شعر دی نو پر دې بنسټ که د دویمې مسرې د څپو شمېر له لومړۍ هغې سره يو شان نه وي کوم ويار (عيب) نه لري.
د «سیندونه هم مري» د ټولگې د «راشئ او وگورئ»! تر سرليک لاندې شعر په وروستۍ برخه کې دا نيمگړتیاوې وینو چې لومړی خو د «چې څنگه خلاص شم شوگيرونه د سهار له شنو بادونو سره» يوه ناجوته او ناڅرگنده (مبهمه) مسره ده چې کومه مانا نه ورکوي. دويم د «لا هماغسې له غمو ډکو شعرونو سره» د مسرې بې تولي يې له نور شعر سره انډول له لاسه ورکړی او په دې ډول يې ټول شعر بې خونده کړی. که چيري يې دا مسره د «لا هماغسې له غم ډکو شعرونو سره» په ډول سمه کړای شي، نو د بې تولۍ نیمگړتیا يې لري کيږي. دلته د شعر همدغه وروستۍ برخه راوړم:
 
راشئ او وگورئ!
...
راشئ او ومې گورئ!  
راشئ او ومې گورئ!
چې څنگه خلاص شم شوگيرونه د سهار له شنو بادونو سره  
وايم چې نه يې ليکم
خو پاڅم وخوځم او گرځم
لا هماغسې له غمو ډکو شعرونو سره. (۸)
د ننگیال په دې لاندې «لمبې په دام کې» شعر کې هم دوه ځايه د شعر تول بې انډوله شوی. لومړی د شعر بشپړ متن دلته راوړم:  
 
لمبې په دام کې
دلته غوټۍ له ډېرې تندې وسوې
دلته دباغ ډيوې سوې قتلې
د اغزو پر خونړيو لاسو
او دلته ځمکه شوه د سربو
او اورونو پر غرمو بدله.
***
دلته په کليو کروندو کې
د ماتم د ماښامونو ډمې ونڅېدې
بيا مو د ژوند واټ
د سرو اوښکو د ماښام شفق
په وینو سور کړ.  
او په دې ستړيو کروندو کې
د غنمو او گنیو د هر فصل پر ځای
هره شېبه د ځوانيمرگ ژوند
او د سرو وينو حاصل اخلو.
***
دلته په سترگو کې
تنکۍ اوښکې هم وچې شولې
دلته سيندونه، گودرونه
او ويالې تږي شول    
«دلته ډوډۍ وږې ده».
***
دلته د شنه سپرلي د گلو د زېږېدا
او شهادت نېټه راغبرگه شوله
او زموږ په مېنو او جونگړو کې
خواره لوگي
زموږ د ژوند د پای ټکي شول.
***
دلته وطن په وينو سور دی
او لگيا دی زموږ د وینو پر مدار څرخي
دلته زموږ د وینو سين کې ملایک او شيطانان،
او پرښتې او تور دېوان سره په گډه لامبي
د لته غرونه غرور مات دی
او هر سين ته اتکړۍ دي پرتې
دلته د اور لمبې په دام کې نيسي.
***
دلته اوبه، دلته اورونه، دلته خاوره
او بادونه رانه غلو وړي دي
دلته د سترگو له ککیو نه قي شوی
د شملو او لوپټو انځور
دلته زموږ د لاس تسبې اوس د لوليو
او لغړو فواحشو په غوږو کې زانگي
دلته ويالې تږې دي
«دلته ډوډۍ وږې ده». (۹)  
په دې پاسني شعر کې د «دلته د شنه سپرلي د گلو د زېږېدا» په مسرې او «دلته غرونه غرور مات دی» په مسرې سره د شعر تول له منځه تللی او شعر يې نيمگړی کړی دی. که چيري يې په لومړۍ مسره کې د «زېږېدا» پر ځای «زېږون» راشي، داسې چې «دلته د شنه سپرلي د گلو د زېږون»، او دويمه نیمگړې مسره يې هم «دلته د غرونو غرور مات دی» په ډول راشي نو د شعر د تول نيمگړتياوې به لرې شي.
زموږ د شاعر د «اس (۱)» په شعر  کې هم د تول له منځه تگ ليدل کيږي او دا ويار يې د شعر په لومړۍ برخه کې د «لکه اوبو کې د ښایسته وو ښاپېريو د مړوندونو سيوری» په مسرې سره رامنځته شوی دی. زه د شعر همدغه لومړۍ برخه دلته راوړم:  
 
اس (۱)
هغلته لرې يو سپين اس ولاړ دی
لکه د گلو پرخه
لکه د قو بڼکه
لکه د ښکلي يار د سپينو غاښو سپينه برېښنا
لکه اوبو کې د ښايسته وو ښاپېريو د مړوندونو سيوری. (۱۰)
په دې لاندې د «سلامونه» تر سرليک لاندې شعر کې يې هم همدا د بې تولۍ نيمگړتیا وینو:
 
سلامونه
هلته چې شنه ښکلي بادونه
غوړوي پر شنو گنیو
د شنو پرخو امېل،
هلته چې ویالې دي
د جل په موسمونو کې
د ستړيو پرديسانو د غرمو څپرې
او د ويالو رڼې اوبه دي
د سپوږمۍ د پېغلتوب اینې
اشنا! همغلته زموږ کلی دی
زموږ د ژوند هغه ويالې
او کروندې هلته دي
گوره! که راغلې کله زموږ
دغه زاړه، دغه کوچني کلي ته
ماته پلو کې
زموږ پټيو نه د تلليو
«قځلاخو» سلامونه راوړه!.  (۱۱)
د «ماڼو ته سرود» په شعر کې يې هم په یو ځای کې بې تولي ليدل کيږي. دا شعر اوږد دی، خو زه يې هماغه نيمگړې برخه دلته راوړم:  
 
ماڼو ته سرود
...
خو موږ دې وينو بېړۍ!
موږه دې وينو د توپان او گردابونو په سرونو
د کلونو او عمرونو لالهاندې بېړۍ!
موږه دې وينو د ياغي سين په موجونو کې
چې اوړې او را اوړې
غورځې، پرځې
او را وخوځېږې
د څپو پر غرونو لارې باسې. (۱۲)
د «ليک» په نامه د شعر هم هماغه برخه دلته راوړم چې بې تولي لري:  
 
ليک
...
زه دې په پاکو بې گناه سترگو کې وينم
د دنيا د بېگناهو او سپېڅلو ارواگانو فرياد
يو گنگ شوی، یو بې ژبې، يو بې وينې، بېگناهه انځور  
زه دې د زړه په دې ناپايه سمندر کې هر ساعت
هره شېبه د يوې ياغي بېړۍ د ستر ماڼو د ستړیو شېبو
لیکې وينم، (۱۳)
....
د «گامونه او قدمونه» شعر هم د همدغې نيمگړتيا په ويروس اخته دی. دلته يې هماغه نيمگړې برخه وړاندې کيږي:
 
گامونه او قدمونه  
....
سيلۍ، له کومې ناسپېڅلې او بدبختې لارې راغلې
د گناه او د ويرونو ساز پر شونډو
زموږ د ژوند او د دعا او عبادت کلي ته؟
موږ چې قدم پر قدم اخلو
هر قدم مو د کربوړو پر قدم او پر پلونو لگي
قدم زگېروي کوي
گامونه چغې وهي
لارې له شرمه لارې نه راکوي.
***
سيلۍ، قدم چې دلته اخلې باغ له شرمه
خپل ورمېږ غوڅوي (۱۴)
...  
همدا راز د «کلي» تر سرليک لاندې شعر ته که ځير شو هم همدغه ويار يې په خپله لمن کې رانغاړلی دی. دلته يې يوه برخه راوړل کيږي:
 
کلی
....
تاته یاد شي مازيگره!
هغه شنې دېرې د کلي؟
پکې هسک د شملو غرونه
پکې ورېځې د چلمو.
***
نه، نه ودان دی
کلی ودان دی
يوه ځاله په کې نه شته  
ها د ښکلیو توتکيو
يو نغری هم اباد نه دی
د ابيو د لاس نښه. (۱۵)
د ننگيال د «دروغ» په شعر کې هم همدا د بې تولۍ نيمگړتيا ليدل کيږي:
 
دروغ  
ډېرو ډېرو ښکلو مې
پر دښتې د سينې، د تورو زلفو شپې زرغونې کړې
ډېره د اورنيو اننگيو د لمبو د سيند څپو کې  
زما د شونډو بېړۍ تاوه شوه راتاوه شوه
شپه د تورو زلفو
او وږمه د اننگو شوم
خو دا گل  
او دا شاعر زړگی د چا نه شو (۱۶)
....  
د «خوب» شعر يې هم له ډېرو بې تولي گډوډیو سره لاس او گرېوان دی:
 
خوب
پرېږده يوه بله پياله هم په سر واړومه  
***
بېگاه مې خوب ليدلی
له سرو گلابو پرښتو راته جامې اودلې
ستوري مې زانگې د گرېوان په ليکو
د لاس غل مې رانه ورک دی
ستا د زلفو تورو شپو نه راته شپې راوړي
او د غنمو نارنجي فصل کري راته په سترگو کې
د وږو نارنجي خوبونه.  
***
پرېږده يوه بله پیاله هم په سر واړومه. (۱۷)
دا پاسنی شعر باید ټول له سره وليکل شي، نیمگړتياوې او تېروتنې يې سمې کړای شي.
د «يو سيوري، یو گل» شعر يې هم هغه برخه وړاندې کوم چې له همدا ډول نیمگړتيا سره غېږ پر غېږ ده:
 
يو سيوری، يو گل  
.....  
دلته د شونډو د موسکاوو هوسۍ
قتلې شولې
غشو يووړې
او بنگړيواله سپوږمۍ  
دلته د تاک پېغلو ته
د ستورو بنگړي نه اچوي
مرغيو!
چوپ شئ  
ماله
خوب راځي (۱۸)
....
د شاعر اسحاق ننگيال د دې شعري غونډ په ځینو ازادو بېلگو کې داسې ښويدنې هم شته چې د يوه شعر يوه مسره ماته شوې او دوې يا څو مسرې ترې جوړې شوې. دا اړخ کېدای شي چې په پښتو ازاده شاعرۍ کې داسې لوی او بنسټيز ويار نه وي چې د شعر منځپانگې او تومنې ته دې زیان واړوي، خو په پام کې نیول يې اړين دي، ځکه چې پر نورو اړينو ښېگڼو سربېره، د شعر ليکنې او جوړونې د جوليزې ښکلا د ماڼۍ دېوالونه پرې لا ښه بشپړېدای شي.  
زه د خدای بښلي اسحاق ننگیال ياد ته له ټول درناوي سره سره غواړم ووايم، تر هغه مهاله چې د یو شاعر شعرونه د قلمي نسخې (کتابچې) په بڼه پاتې وي او لا يې د چاپ پسول نه وي په برخه شوی، د يوې ټولنې کره کتونکي او ادبي پېښليکونکي په هغو کې د هر ډول نيمگړتياوو، تېروتنو او ښويدنو شتون منلای شي او د بښلو وړ گڼل کېدای شي. خو که چيري د يو شاعر کوم نښير چاپېږي مانا دا چې ټولنې ته وړاندې کیږي، د پېښليک (تاريخ) پاڼو ته سپارل کيږي او هممهال نه يوازې د ملي ادبياتو، بلکې د نړیوالو ادبياتو يو رغنده ټوک جوړوي. که کوم ادبي نښير د بېلابېلو نيمگړتياوو او تېروتنو پر ناروغۍ اخته وي، د شعر او يا نثر د رښتونې مانا پر آره گاڼه سمبال نه وي، ښکاره خبره ده چې په هېڅ ځای کې د کومې سيالۍ جوگه کېدای نه شي. نو ډېره اړينه ده چې تر چاپ دمخه يې بايد هر ډول ښويدنې، تېروتنې، او نيمگړتياوې سمې کړای شي، ځکه چې تر چاپ وروسته یې بيا د سمولو له کابو نه هغه د رحمان بابا خبره جوړيږي چې وايي:  
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروزي
نه جاروزي تېر ساعت نه بېرته بیا (۱۹)
له دا ډول لويو او جدي نيمگړتیاوو سره د يو شعري يا نثري نښير يا نښيرونو چاپول د هېڅ يو شاعر او لیکوال د ادبي شخصيت له پياوړتيا او ځلېدا سره مرسته نه شي کولای.  
له بلې خوا د نيمگړتياوو او تېروتنو پر ناروغيو اخته ادبي نښير نه شي کولای چې د ځوان پښت او راتلونکو پښتونو لپاره يو بشپړ، کره ادبي لارښود شي او د روزنې د يون لپاره يې يو ستر، پراخ، د هنر پر ښکلا سمبال روزنواټ پرانيزي.  
 
 
اخځليک
 
۱. لېمه مجله، د ۱۳۷۷ لمريز کال (۱۹۹۸) ز کال مسکو چاپ، اوومه گڼه، ۲۳ مخ.  
۲. زيار، پوهاند ډاکتر مجاور احمد، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړیږي؟) دويم چاپ، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۰ مخ.
۳. هماغه نښير، ۳۳ مخ.
۴. اسحاق ننگيال، سيندونه هم مري، راټولوونکی محمد اسمعيل یون، د ۱۳۸۷ ل کال چاپ، ۴۷ مخ.  
۵. زيار، پوهاند ډاکتر مجاور احمد، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړیږي؟)، د ۱۳۸۹ ل کال دویم چاپ، ۸۳ مخ.
۶. اسحاق ننگيال، سيندونه هم مري، راټولوونکی محمد اسمعيل یون، د ۱۳۸۷ ل کال چاپ، ۵۴ -۵۵ مخونه.  
۷. هماغه نښير، ۶۵ مخ.  
۸. هماغه نښير، ۶۷ مخ.  
۹. هماغه نښير، ۹۰-۹۲ مخونه.
۱۰. هماغه نښير، ۹۴ مخ.
۱۱. هماغه نښير، ۹۷ مخ.  
۱۲. هماغه نښير، ۹۹-۱۰۰ مخونه.  
۱۳. هماغه نښير، ۱۲۶ مخ.  
۱۴. هماغه نښير، ۱۳۰-۱۳۱ مخونه.
۱۵.  هماغه نښير، ۱۳۳- ۱۳۴ مخونه.  
۱۶. هماغه نښير، ۲۶۶ مخ.
۱۷. هماغه نښير، ۲۷۶ مخ.
۱۸. هماغه نښير، ۳۳۰ مخ.  
۱۹. د رحمان بابا دیوان، ۸ مخ، مصحح مدون او مقابله کوونکی عبدالروف بېنوا، د ۱۳۲۶ ل/ ۱۹۴۷ ز کال چاپ.  
 
 

-
بېرته شاته