(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګیله من وزیر

[15.Jul.2024 - 06:14]

د پښتنو د قامي غورځنګه یوبل ګل ورژید - 

ګیله من وزیر شهید شو 

د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM غښتلي مټ , ملتپال مبارز او شاعر ګیله من وزیر په هر ډګر کښې په زړورتېا او میړانه د مظلوم اوځپلې پښتون/افغان  قام د یووالي, ابادۍ او سوکالۍ غږ اوچت کړي اونه هېرېدونکي هلې ځلې یې کړي دي.

پر شهید ګیله من وزیر 07.07.2024  نېټه د ېوه نۍ (یکشنبې) په ورځ  د پښتون قام دښمنانو په اسلام اباد کښې مرګونی برید وکړ او د اسلام اباد د پیمپز روغتون کښې یې په په 10.07.2024 نېټه ساه ورکړه

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ PSDP) د ارواښاد ګیله من مړینه پښتون ملت ته ستر  زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، د ارواښاد کورنۍ, ټول پښتون قام , منظور پشتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ  سره په دې درون او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.  

اروا یې ښاده.
ارواښاد ګیله من وزیر په جسماني توګه له مونږ څخه بیل شو، خو په معنوي توګه به تل زمونږ په زړونو کښې  ژوندی وي

ېاد به یې تل تازه وي.

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

#RIPGelamanWazir
GelamanWazir

ShaheedGelamanWazir

PTM





-
بېرته شاته