(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مشرانو جرګې

[15.Jul.2024 - 07:18]

په 04.07.2024 نېټه  د المان د اوپرتال  په ښار  کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  غیر رسمي  ازاده غونډه جوړه شوه, چې  د ګوند مشر علي خان محسود, لومړي مرستیال محمد شیرین ګردیوال , دمشرانو جرګې غړي او د انګلستان د څانګې مشورتي جرګې غړي جلیل خان, د انګستان د څانګې مرستیال اکرام الله خان, د ګوند جنرل سیکرټري نصیر ستوري , حاجي عبدالرحمن خان , خیرمحمد خان, صادق خان, محبوب الرحمن, نجېب الرحمنعلي رحمان او عبادالرحمن  ګډون لره  .

په غونډه کې پښتنو ته ورپېښو ستونزو او د هېواد په روانو سیاسي حالات, ګوندې چارو د پرمختګ او د ګوند دغونډو اوسېمینارونو  د راجوړولو او څرنګوالي په هکله د نظریو بدلون وشو او  مشورې شریکې شوې

درنښت

نصیر ستوری




-
بېرته شاته