(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نجونو ښوونځي

[15.Jul.2024 - 10:05]

 

 د نجونو د پوهنیزو مرکزونو د پرانستلو غوښتنه
د تا لېبا نو د واکمنېدو راایسې  زمونږ د ټولنې له نیمایې زیات وګړو (ښځو) په زده کړو بندېز لګېدلی دی او دا لړۍتر دې مه راورسیده چې د نجونو/ ښځو د لوړو زده کړو مخه هم ونیول شوه.

داخبره ټولو ته جوته ده ، چې تا لېبا ن ډېره کی (اکثریت) نژادي پښتانه دي، خو سیاسي پښتانه نه دي، نو ددوۍ هره نادوده او ناسمه کړنه سبا خلک په مونږ پورې تړلی شي او دا ځکه چې د پښتنو ضد او مخالفې ډلي او خلک به بیا دا دلیل راوړي، چې تا لېبا ن پښتانه ؤ، چې ددې مسئلې او موضوع پاکول (صفائې) بیا ډیره ګرانه ده.

 د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند د ااا له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې, د ښځو په لومړنیو, منځنیو او لوړو زده کړو د بندېز پرېکړه دې بې له ځنډه بیرته واخلي.

که د تا لېبا نو  کړنې (عملونه) داسې روانې وي، نودا  ددې مانا لري, چې طالبان د کمر سر ته ځانونه پخپله برابروي او کندې ته به ځانونه پخپله ګذاروي.

  

( د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند)
#
د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
#LetAfganGirlsLearn
#
د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

15.07.2024

 

 

 

-
بېرته شاته