(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهمېش خلیل په مړینه

[21.Jul.2024 - 21:47]

د خواخوږۍ​ څرګندونه
د پښتو ادب  وتلی څیړونکی  شاعر، کيسه ليکونکي، خبريالکره کتونکي او ادیب  همېش خلیل   نن په 21.07.2024 نېټه  له دې پاتې نړۍ له تل لپاره سترګې پټې کړې
.        انالله و اناالیه راجعونLR: Dr. Kabir Stori - Hamish Khalil

   ارواښاد همیش خلیل  د  پښتني کولتور د سمسورتیا او بډاینې   لپاره نه ستړي  کېدونکې  هر اړخېزې هلې ځلې کړي دي, ګڼشمیر کتابونه یې لیکلي او ارزښتناکې څېړنې یې کړي دي

ارواښاد همیش خلیل  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP دمشرانو  سره ډېرې نژدې اړیکې اوراشه درشه  لرله

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (Pashtoon Social Democrat Party) د ارواښاد همیش خلیل  مړینه پښتون ملت ته ستر زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، دکورنۍ غړو, خپلوانو او ملګرو سره یې  په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.

اروا یې ښاده او ېاد یې تل تازه

درنښت

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP پښتونخوا/ افغانستان

___________________

 

ښاغلی همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ د پېښور په برتهکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی. د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی. همېش خليل تر لسم ټولګي پورې سبق د پېښور په اسلاميه کالج کې کړې دي. د اېفاې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله. همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو.

هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د پاکستاني چارواکيو له خوا بندي شو. دی څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر ۷ کالو پورې بند تېر کړی دی. په زندان کې د هېش خليل د بندي کولو گناه هېڅ مالومه نه وه. دی يوازې په دې پار بندي شوی وو چې پښتو ژبېته يې خدمت کاوه

څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د پټ يا ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه. هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه دی اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی

همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی. شاعر، محقق، افسانه نگار، صحافي، مترجم او داسې نور. ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو. د ورځپاڼه باگرام ېې هم په همت جاري کړه. په باگرام کې ېې د افغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري گڼې هم ووېستې. نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی.

 


 

ښاغلی فاروق فراق او ښاغلی مدثر شاه   لیکي

دهميش خليل چاپى مواد دهميش خليل دهاغې مضامينو مقدمو او اخبارى کالمونو شمير دسلګونو نه هم اوړى کوم چې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کښې چاپ شويدى خو دلته فقط دهاغې کتابونو ذکر کوؤ کوم چې په باقاعده توګه کتابى شکل کښې چاپ دى. تحقيق وترتيب ديوان بيدل 1957 ديوان معزالله خان مو مند 1958 ديوان اشرف خان هجرى 1958 ديوان سعيد 1958 ديوان حسين 1958 ديوان مرزا خان انصارى 1959 ديوان قنبر على خان 1960 ديوان کاظم خان شيدا 1965 ديوان عبدالقادر خان خټک1967 ديوان رحمت دا وى 1980 قصه شاه وګدا1957 ديوان فدا 1957 دغرۀ ګلونه 1957 کاکاجى صنوبر حسين 1991 خمخانه يثرب1986 دفکرونو ډيوې 1993 بازنامه (افضل خان خټکِ)1994 ديوان اشرف خان هجرى (فاسى) 1994 خوشحاليات اخلاقنامه1981 فراق نامه1983 طب نامه 1984 بازنامه 1985 سوات نامه1986 نام حق1994 تاليفات داباسين چپې 1957 پښتانۀ ليکوال1958 ورکه خزانه (اول ټوک)1960 ورکه خزانه (دويم ټوک)1960 نصرالله خان نصر1966 محمد ګل خان مومند1995 تصنيفات نغمه زار1948 زما سندرې1973 خاپونه او خيالونه1993 چارګل1973 پنجابىژبه او ادب1982 قامىترانې1965 بازګشت تنقيد او تحقيق تول پارسنګ 1993 حقيقت دا دی 1998 ماشومانو دپاره دوه شپانۀ 1959 ګوارچى1959 دنيکۍ بدله1959 خدائې روزى رسان دی1959 مومن خان شيرنۍ1959 ادم خان درخانۍ 1959 لوبې1982 حضرت عثمان ذوالنورين(رض)1995 دقلم خاوندان 1999 دطالب شاه ديوان

 27.07.2007 

___________________





-
بېرته شاته