د پښتنو سراسری لویې جرګې جوړیدو اړتیا
[23.Jan.2016 - 17:23]لیک: احمد جان تڼی
یو شمیر وسله والو کسانو د ۲۰۱۶ کال د جنوری په شلمه د پاچاخان په پوهنتون باندی وسله وال برید وکړ. ددی برید په نتیجه کې په لسګونو کسان ( زده کونکی او استادان ) په شهادت رسیدلی او زیات شمیر ټپیان شول
دا پیښه په دقیقه توګه تنظیم شوی وه . دا برید د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان د مړینی د کلیزی سره برابره وه. د برید پلان کونکو غوښتل چی ددی عمل په تر سره کولو سره د پښتنو روح او همت ته زیان ورسوي.
د پنجاپ استعم تروریستی ادارې د پورتنی موخې په څنګ کې ، هڅه وکړه چی ددی برید څخه سیاسی ګټه پورته کړی او ادعا یی وکړه چی دا برید د افغانستان څخه اداره کیده.
په دی ادعا سره پنجاپی استعماری اداره غوښتل چې په خپل جنایتکارانه عمل باندی پرده واچوی او همدارنګه د پښتنو تر منځ بی اتفاقی او بد ګومانی را منځته کړي.
د ځینو رسنیو د رپوټونو له مخې دا پاکستانی طالبانو رد کړی ده چی ګواکی دوی په دی برید کی لاس لری او هم یی زیاته کړی ده چی دوی په تعلیمی موسسو چی راتلونکی بلل کیږی برید نه کوي .
د کابل دولت هم دا ادعا رد کړی ده چی ګویا دا برید د افغانستان څخه تنظیم شوی او یا اداره شوی دی.
پنجاپی استعمار د پښتنو او افغانستان په ضد نه ختمیدونکی جګړه روانه کړی ده او دا جګړه به تر هغې روانه وي چی پنجاپی استعمار په سیمه کې شته وي. د پنجاپی استعمار په ړنګیدو سره په سیمه کې سوله او امنیت راتلونکي دی.
مګر له بده مرغه د پنجاپی استعمار له خوا روانه جګړې څخه د امریکا متحده ایالات او لویدیز سترګي پټوی حتی پنجاپی استعماری اداره هم د تروریزم قربانی ګڼي. هغه زړه توګنونکی جنایتونه چی د پنجابی اردو او یا د هغو پټو شبکو له خوا تر سره کیږی ، د هغه څخه لویدیز او نړیوالو د بشری حقوقو څخه د څار سازمانونه سترګې پټوي.
د پاچاخان په پوهنتون باندی د پنجاپی استعمار لخوا تنظیم شوی برید هم د دې ډول جنایتونو څخه یو دی، چی په تیرو څلویښتو کلونو کې د پښتنو په وړاندی تر سره کیږي. د پنجاپ له خوا دا برید لومړنی نه دی بلکی وروستنی به هم نه وي. پنجاپی استعمار به په راتلونکی کې نور زیات دا ډول بریدونه د پښتنو په وړاندی تر سره کړي.
دا ښکاره خبره ده او په دی ټوله نړی او د سیمی خلک پوهیږی چی پنجاپی استعماری – تروریستی اداره، د خپلو سیاسی هدفونو د پاره تل په جرمونو او جنایتونو لاس پورې کړي او پورې کوي مګر هیڅکله په هغه کې د خپل لاس درلودل نه منی.
د افغانستان په وړاندی نږدی څلویښت کاله جګړه د پنجاپ د استعمار له خوا روانه ده مګر په دی ټول تاریخ کې پنجاپی استعمار ددی مداخلی او تیری څخه انکار کړی دی خو د یوی مودې وروسته بیا اقرار کوي چی دا مداخلی دوی کړی دی. لکه چی جنرال مشرف تل په ویاړ سره په افغانستان کی کله کله د لاس وهنی په هکله خبری کړی او ددی له پاره یی مختلف دلایل راوړي.
اوس مهال د پنجاپ تروریستی – استعماری اداری له خوا په اشغال شوی پښتونخوا کی خلک او په ځانګړي توګه ځوانان په زغره د پاچاخان په پوهنتون باندی برید غندی او دا کار د پنجاپی اداری کار بولی.
اوس مهال د پښتونخوا ځوانان په دې ډاډه شوی دی تر هغه چی پنجاپی استعمار په دوی واک چلوی، تر هغه پښتانه ارامه ورځ ونه ګوري.
پنجاپ نه یوازی د پښتنو مشران ، سیاسی شخصیتونه او علما وژنی بلکی د هغوی ویاړونه هم له منځه وړي . څو کاله وړاندی پنجاپی پټو سرویسونو د لوی عارف شاعر رحمن بابا مزار ته چاودنه ورکړه او له دې امله یی نه یوازی د پښتون اولس زړونه ژوبل کړل ، بلکی په نړیواله سویه یی هم دا عمل د خلکو له خوا وغندل شو.
همدارنګه د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې پټو سرویسونو په زرګونو پښتانه مشران دینی علما او سیاستوال په تیرو څوارلسو کلونو کې په قبایلی او پښتنیی سیمو کې په شهادت ورسول او دا بهیر تر اوسه روان دی.
دوی دا عمل نه یوازی په محکومه او اشغال شوی پښتونخوا کی مخته بوته ، بلکی د پنجاپی پټو سرویسونو په افغانستان کی د د ځینو کړیو په مرسته په زرګونو پښتانه په شهادت ورسول او دا بهیر تر اوسه روان دی.
پنجاپی استعمار نه یوازی د پښتنو په مشرانو باندی بریدونه کوی بلکی دا هڅه کوی چی پښتانه عمل او پوهی څخه بی برخې کړي . د پنجاپی استعمار پورې تړلو پټو سرویسونو هڅه کړی ده چی د پښتنو په سیمو کی د ښوونځیو دروازی وتړی او په دی توګه دا لوی اولس د علم او پوهی څخه بی برخې وساتی.
په افغانستان کی تر اوس په سلګونو د پښتنو ښوونځي تړلی دی دا ښوونځي زیاتره د پښتنو په سیمو کې دی. د کابل ادارې ددی ښوونځیو پرانستلو ته هڅه ونکړه بلکی د دی سیمو خلکو غوښتنو ته یی پام ونکړ او له دی لاری یی د پنجاپ استعماری پروګرام سره یی په غیر مستقیمه توګه مرسته وکړه.
د پښتنو په وړاندی نه یوازی د علم او پوهنی په ډګر کې جګړه روانه ده ، او یا ددوی مشران د پنجاپی استعماری اداری او په افغانستان کی د متعصبو کړیو له خوا وژل کیږی بلکی د پښتنو د ټولوژنی پروګرامونه مخته بیایی.
نږدی یو نیم کال کیږی چی د پنجاپی اردو له خوا په شمالی وزیرستان کی د پښتنو ټولوژنه روانه ده د عینی شاهدانو په قول تر اوسه په زرګونو خلک په شهادت رسیدلی دی ، هلته د خلکو کلی په کنډوالو اوښتی او ښارونه د منځه تللی دی. په میلیونونو خلک کډې کولو ته اړ شوی دی.
دا ډول پروګرامونه د پنجاپ د پوځ له خوا په سوات ، دیر ،باجوړ ، تیرا ، اورکزیو ایجنسی ، مومندو او نورو سیمو کې مخته بیول شوی او د پنجاپ د پوځ له خوا په سلګونو زره پښتانه په شهادت رسیدلی دی. دا بهیر روان دی.
د هغه پلان له مخې چی د پنجاپ اداری له خوا جوړ شوی دی هڅه کیږی چی پښتون اولس په سیمه کې کمزوری کړی ، پنجاپ هڅه کړي ده چې ددی پلان په عملی کولو کې لویدیز هم را ښکیل کړي.
پنجاپي استعماری ادارې او پښتون ضد متعصبو کړیو ، ټولې د پښتنو سیمې ( له امو سینه تر اباسینه ) د اور په سره تبۍ اړولی دي او هڅه کیږی چی دی جګړی ته راز راز نومونه ورکړل شی خو ددی تیرو څلویښت کلونو جګړو څخه د پنجاپ یوازی یوه موخه وه هغه د پښتنو ځپل او تباهی.
حالات په بدلیدو دی . اوس دا ستونزمنه ده چی خلک بی خبره او تیارو کی وساتل شی. اوس پښتانه پوهیږی چی په سیمه کی د دوی د ځپلو د پاره پراخ ستراتیژیک پلان تر لاس لاندی دی .
له دی امله د پښتنو تر منځ د یووالی احساس مخ په ځواکمن کیدو دی. اوس د پیښور زده کونکی ، ددی د پاره چی د روانو ستونزو څخه وژغورل شی ، ازاده پښتونخوا غواړی.
وزیرستانیان هم د پښتنو د حقوقو د تامین له پاره بیرغونه را اوچتوی او د پنجاپ استعماری اداری پوځ ته د ناپاک او اشغالګر پوځ په توګه په خطاب سره د سراسری مقاومت د پاره سره راټولیږی.
د پښتنو په منځ کی نوموړو خوځښتونو د پنجاپ استعماری اداره او په افغانستان کی مزدورې وارخطا کړی دی او هڅه کوی چی د اوسنی تراژیدی څخه د پښتون اولس د نجات مخنیوی وکړي.
د پنجاپی استعمار او د پښتنو تر منځ جګړه ، کومه ناڅاپی جګړه نه ده. ددی جګړی ماهیت ، د حاکم او د محکوم تر منځ جګړه ده. د پښتنو زیاتره سیمې ( د ډیوریند منحوسی کرښې ها خوا تر اباسینه او ګوادر) د پنجاپی استعمار تر نیواک لاندی دی . دلته پښتانه هم د بلوڅانو په شان محکوم دی تر هغه چی په سیمه کی د حاکم او محکوم مسله اواره شوی نه وی جګړه به روانه وي.
پنجاپی استعمار دځواکمن افغانستان د جوړیدو څخه ویره لری او دا ټکی درک کوي چی ځواکمن افغانستان په سیمه کې د ازادی د پاره د پښتنو ، بلوڅو او نورو محکومو اولسونو د مبارزو د پاره یو ډاډ بلل کیدای شی.
همدا خبره ده چی د ډیوریند د ها خوا پښتنو ، بلوڅو په ضد د پنجاپی استعمار د جګړو او په افغانستان کی د هغه د تیریو او مداخلو تر منځ کلکه اړیکی موجوده ده.
او دا اړیکی باید د بلوڅو او د دیوریند د منحوسی کرښې د پښتنو د مبارزو او د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان د خلکو د دفاع تر منځ باید نه شلیدونکی اړیکی ټینګه شی.
باید ووایو تر هغه چی پنجاپی استعماری اداره موجوده وی . تر هغه چی پښتانه د نړۍ د نورو اولسونو په شان د خپلو ټولو روا حقوقو څخه برخمن شوی نه وی، تر هغه چی بلوڅان خپلو روا حقوقو ته رسیدلی نه وي ، په سیمه کی د ارامی راتګ ناممکن دی.
پښتانه حق لری چی د یوه اولس په توګه په متحده سیاسی جغرافیا کی سره راټول او خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلی.
له دی امله دا ډیره اړینه ده چی ټول پښتانه سیاسی شخصیتونه او سیاسی ډلې او ګوندونه د پښتنو د حقوقو د تر لاسه کولو د پاره بیرغونه اوچت کړی.
اوسمهال نور هر ډول شعارونه د پښتونخوا په سیمه کی نه چلیږی . دلته یوازی د پښتنو د یووالی ، ازادی او په واحده سیاسی جغرافیا کی د هغوی د راټولیدو شعار د ټولو پښتنو د پاره د منلو وړ دی او بس.
پښتنی سیاسی ډلی او ګوندونه باید د نړیوالی ټولنی څخه وغواړی تر څو په پنجاپی استعمار فشار راوړی تر څو خپلو پوځونه د پښتنی سیمو وباسی او خپلی اداری جوړښت په پښتنی سیمی کی ړنګ کړی .
تر څو چې پښتانه خپله خپلواکه اداره په سیمه کی رامنځته کړی او د تل د پاره د پاره د پنجاپی استعمار د ظلمونو او جنګونو څخه وژغورل شی.
مګر پنجاپ به هیڅکله په خپله خوښه د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی د پاره حق د ورکولو د پاره تیار نه شی تر هغه چی د ډیر ځواکمن داخلی او بهرنی فشار سره مخامخ شی. کیدای شی دا فشار ، سیاسی او پوځي فشار واوسي.
د پاچاخان په پوهنتون باندی د پنجاپی پټو سرویسونو برید ، زیات شمیر پښتانه ویښ کړل او پوه شول چی پنجاپی استعمار هیڅکله د دوی د پاره د ښې ورځی غوښتونکی نه دی او دا استعمار د پښتنو اصلی دښمن دی. په ټوله پښتونخوا کی ځوانان او خلک سړکونو ته راووتل او د پنجاپی استعمار په وړاندی یی غږ پورته کړ.
خو ددی له پاره چی د پنجاپی استعمار په وړاندې د پښتو غږ او عمل سره یو کړل شی اړینه ده چی ډیر ژر د نړی د ټولو پښتنو سراسری لویه جرګه جوړه شی.
د دی جرګی جوړولو د پاره په کابل ، پیښور او کویټه کی شرایط مناسب نه دی .دا ځکه چی په پیښور او کوټه کی یی پنجاپی استعمار او په کابل کې به ځینی مزدورې کړۍ د هغه مخنیوی وکړي.
له دی امله اړینه ده چی دا جرګه په لندن ، جرمنی او یا کوم بل هیواد کې جوړه شی.
په دې جرګه کې باید د بلوڅو ګډون یاده ونه باسو ، کیدای شی د پښتنو په دی سراسری لویه جرګه کې بلوڅ هم د ورور توکم په توګه برخه واخلی . او د خپلواکی د تر لاسه کولو د پاره ګډه ستراتیژی را منځته کړي.
په دی جرګه کی یو نوی سیاسی ( د پښتنو د یووالی ، خپلواکی او په یوه سیاسی جغرافیا کی د هغوی د راټولیدو) پروګرام تصویب شی او د هغه د عملی کولو د پاره یوه سیاسی پراخه جبهه تشکیل شی.
د دا ډول جرګې جوړول یوه اړتیا ده چی د پښتنو ستر مشر افضل خان لاله د هغه د عملی کولو د پاره ډیرې هڅې وکړی او تر یوې اندازی بریالی هم شو. مګر له بده مرغه د ژوند ډیوه یی مړه شوه او دا ارمان یی ژوندو پښتنو ته پریښود.
پنجاپی استعمار د ړنګیدو خواته روان دی ، خو یوازی دی ته اړتیا دی چی پښتانه د یووالی او خپلواکی غږ اوچت کړی.
هغه څه چی د استعمار په ضد لوی مبارز او د پښتنو ستر مشر حاجی میرزالی خان غوښتل او دا پرواګرام یی تنظیم کړی و احمد جان تڼی