(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میا راشد حسین

[24.Jul.2024 - 10:53]

 

دشهید راشد حسین یاد 

د پښتنو خدمتګار قامپرست مشر او د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا مشر  ښاغلی میا افتخار حسین 27 کلن ځوی اروا ښاد #میا_راشد_حسین په 24.07.2010 نېټه په خپل کلي خان شېرګړهۍ  کی په یوه ترهګرېزه  غلچکي نا انساني برید کښې شهید شو.

درون پیاوړی مشر میا افتخار حسین  او نورو ملتپاله ننګیاليو پلارانو د خپلو شهیدانو ځامنو ویني په خپلو سترګو ولیدلې، ملتپاله  توریاليو ورونو  د خپلو ورونو جنازو ته  اوږه ورکړه، ملتپاله غیرتي  ځامنو د خپلو پلرونو اخري سلګۍ  په خپلو سترګو ولیدلې, خو د قام د چوپړ (خدمتجذبه ئې سړه نه شوه او لا په غورځنګ شوه او په پوره جرائت او شهامت خپلو قومي او سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي او پدې لاره کښې له سرخندنې (قربانۍ) نه مخ نه اړوي.

ددوۍ په پل به زمونږ پل او د دوۍ  د غږ سره به زمونږ غږ  هر وخت مل وی.

درنښت

نصیر ستوری

چې په قام او په ولس باندې مین وي

ننګیالي   هغه  سرلوړی مشران  وي

 

تاریخ   کړې  دي,   په  هغه  چا  نازونه

چې جذبې  ئې وي ریښتیني باتوران وي

#MianRashidShaheed

#RememberingMianRashidHussain
24.07.2025

-
بېرته شاته