(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر پي ټي اېم د بندیز

[17.Oct.2024 - 20:35]

د پښتون قامي جرګې / عدالت د جوړیدو د مخنیوي غندنه

د لوې او بخښونکي خدای په نامه
د پښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند PSDP په پښتونخوا کښې  حالات له نژدې څارې او د پاکستاني واکمنو له خوا د یولسم اکتوبر د پښتنو د جرګې (عدالت) د مخنیوي هڅې او پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندېز  په کلکه غندي.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP, چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او د پښتنو استازېتوب کوي,​ تل یې خپل غږ د قامي/ ملي خوځښتونو او غورځنګونو سره  مل کړی دی, نو د ملي ګټو پر بنسټ یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل مېاشتې رااېسې  د پښتون ژغورنې غورځنګ هر اړخیز ملاتړته ملا تړلې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د پښتنو په سیمه کې د ترهګرۍ په خلاف,  د پښتنو په خاوره د امن او د پښتنو د حقه حقوقو لپاره د سوله ایزې مبارزې له لارې هلې ​ځلې کوي او د روان 2024 کال  په یولسم اکتوبر  یې د خیبر په تاریخي سېمه کښې د پښتنو دودېزه جرګه  (عدالت)  رابللي,  چې ټول پښتانه په یو ټغر راټول شي​ او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره په ګډه  لارې چارې ولټوي,​ تر څو د ریاست له توپیري چلند, بشري حقونو د سرغړونو, د پښتنو دنیولو,  بې درکه کولو, وژلو او  ظلمونو څخه پښتانه وژغوري

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په  پاکستاني واکمنو غږ کوي,  چې  نور د پښتنو د ځپلو, نیولو, بې درکه کولو, وژلو,  د کورونو د ویجاړولو او د پښتنو د دښمنۍ   څخه  لاس واخلي او د نړیوالو سوله دوستو ځواکونو, ټولنو او هېوادونو څخه په کلکه غوښتنه کوي, چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دحقه غوښتنو ملاتړ وکړي,​ ځکه چې پښتانه په سيمه کښې يو ستر امن خوښې ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښي ، زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالۍ  او ارامۍ څخه په سیمه کښې امن او سوکالي نه شي راتللې
درنښت
محمد شیرین ګردیوال
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  لومړی مرستیال
#PashtunNationalCourt11October
#ManzoorPashteenIsOurRedLine
Pashtoon Social Democratic Party (PSDP)
07.10.2024

-
بېرته شاته