(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي جرګه

[17.Oct.2024 - 20:46]

د خیبر -  پښتون قامي جرګې/ عدالت  په هکله رسنیزه څرګندونه (اعلامیه)
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (#PSDP) , چې د کرښې دواړو خواوو پښتانه پکې په یوه ټغر راټول شوې د خپل تارېخي رسالت له مخې، چې د خپل قام او هېواد پر وړاندې یې لري، تل  د هغه شخصیتونو، ډلو ټپلو، ټولنېزو کړیو ولسي غورځنګونو اوسیاسي  ګوندونو, چې د پښتون قام د یووالي (قامي وحدت), تاریخي افغتنستان  خپلواکۍ, سوکالۍ​ او پرمختېا لپاره  هلې ځلې کوي، ملاتړ کړی او کوي یې .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM  د پیاوړي مشر منظور پشتین په بلنه او د غورځنګ په  کوربه توب د 2024 کال د اکتوبر  په 11 مه 12مه او 13 مه   نېټه د خیبر په  تارېخي سیمه کښې ترسره شوې پښتون  قامي جرګې/ عدالت هر اړخیز ملاتړ کړی دی.

په اوسني حساس ، سیمه اېز او نړیوال پړاو کښې پښتانه د ډېرو ننګونو( چېلنیجونو) سره مخ دي, تارېخ دا په ثبوت  رسولې ده، چې کله هم پښتون ولس د خپلو  ورپېښو ستونزو پر وړاندې د ورورګلوۍ په یو ټغر راټول شوي، نو د بري او درنښت مقام یې خپل کړیدی.

مونږ د خیبر ستره  تارېخي قامي  جرګه پښتنو ته  د موجوده ننګونو پر وړاندې ګټوره بولو، د جرګې د پریکړو, چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند موخې او ارمانونه پکې هم ځای شوي د پښتنو د یووالي ( قامي وحدت), تارېخي افغانستان او خپلواكۍ لپاره یې نیک فال ګڼو, د پرېکړو ملاتړ یې کوو, د پلي کولو لپاره یې د هر اړخېزې  مرستې ډاډ ورکوو او له  دوۍ سره اوږه  پر اوږه  ولاړ یو

هیله لرو، چې د پښتنو د سوکالۍ فکر لرونکي خلک ټول پښتانه او د جرګې له خوا ټاکل شوې اتېا کسېزه ځواکمنه ډله د جرګې د پریکړو د پلي کولو او  لاسته راوړنو لپاره نور کوټلي ګامونه هم واخلي.

مونږ پر پاکستاني واکمنو یو ځل بیا غږ کوو, چې د پښتون قامي جرګې په پنډال کښې د شهیدانو او ټپي شوي پښتنو لپاره دې عدالتي پلټنې کمیشن جوړ او قاتلینو ته دې سخته سزا ورکړل شي. 
په درنښت
د پښتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ
جرمني: 15 اکتوبر 2024

پښتون قامي عدالت یولسم , دولسم, دیارلسم اکتوبر2024 

-
بېرته شاته