نوامبر12 د پښتنو د یووالي
[13.Nov.2024 - 12:36]دولسم نوامبر د پښتنو د یوالي ورځ
لکه څنګه چې ټولوته جوته ده د پښتون قام وجود په ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳ ع کال کې د انګریزانو له خوا د یوې جبري لوظنامې (ډیورنډ توافق لیک) تر مخه پر منځ نیم شو، له امو نه تر ډیورنډ کرښې پوري سیمې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې داخلي شوي او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریوو برخو وویشل شوه.
د ډیورنډ کرښي لاندي قبائیل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولټیکل) د انتظام لاندي شول، د بلوچستان پښتني سیمي د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي ریزیډنټ او د پښتونخوا سیمې د تاج برتانیه لاندي شوې .
دغه کرغېړنه کرښه د De fecto په بڼه (شکل) شته، مګر د De Jure حیثیت نه لري مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري.
د هند له نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د #ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخې په اوتوماتيکه توګه له اعتباره لويدلی و ، ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللې وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) په 1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کې ، چې په جرمني کې د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مشر (کارنا روسز) هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه او د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د #ورځې په نامه ونوموله او هر کال د #پښتنو_د_يووالي_ورځ په بېلابېلو بڼو کې لمانځي.
په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د مذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته (سوبي) دلودېځ او ختېځ پاکستان په نامه لرلي .
په ۱۹۷۱ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نیټه په اقتصادي بنسټ له پاکستان نه لویه برخه بیله شوه, ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (دبنګالیانو هېواد ) جوړ کړ.
بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شو او دائی ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ; قوم او اقتصاد کامیاب شو او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوۍ Two Nation Theory ویله.
نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان د سره نه شته او د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو د خپل ټاټوبي تر منځ ده.
پښتانه چې نه يوازي ګډ تاریخ ، ګډه ژبه او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيائي وحدت هم دی دا کرغیړنه کرښه په عمل کې نه ده منلې، انګریزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې نړیوال (بین المللي ) سرحد نه ، بلکه یوه انتظامي کرښه منله او ددی کرښي دواړو غاړو پرتو پښتنو/افغانانو ته بې له پاسپورت او کاغذاتو نه د تګ راتګ اجازت ؤ
پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند د نړۍ له سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په قامي يووالي (قامي وحدت) کې مرسته وکړي.
د پښتنو يووالى د دښمن ماتې او په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
____________
12.11.2024
http://www.youtube.com/watch?v=oIGdoK6orxk&feature=plcp
http://www.youtube.com/watch?v=_Ow0gOfA_ms&feature=plcp
http://www.youtube.com/watch?v=C6839MJPW6U&feature=plcp
http://www.youtube.com/watch?v=xt0MqbpoiTM
http://www.youtube.com/watch?v=9vaVgOj9Jhg
http://www.youtube.com/watch?v=Tw3mObneqgA